په چکسلواکیا باندې د وارسا تړون د غړو هېوادونو برید

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۱۹۶۸ زکال د اګست له ۲۰مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې د چکسلواکیا په سوسیالیستي جمهوریت باندې د وارسا تړون د څلورو غړو هېوادونو له خوا په ګډه توګه برید وشو؛ په دغه هېوادونو کې شوروي اتحاد، د پولنډ د خلکو جمهوریت، د بلغاریا د خلکو جمهوریت او د هنګري د خلکو جمهوریت شامل وو. دغه برید د پراګ د پسرلي په نامه د الکساندر دوبچک لیبرال اصلاحاتو ته پای ټکی کېښود او د چکسلواکیا اقتدارپالونکی کمونېست ګوند یې پیاوړی کړ.

د وارسا د تړون د غړو هېوادونو شاخوا ۲۵۰ زره سرتېرو (وروسته یې شمېر ۵۰۰ زرو ته زیات شو) د زرګونو ټانګونو او سلګونو الوتکو په مرسته په هغو شپنیو عملیاتو کې برخه واخیسته چې مستعار نوم یې ډانوب عملیات و. په دغه برید کې د رومانیا سوسیالېستي جمهوریت او د البانیا د خلکو جمهوریت له ګډون څخه ډډه وکړه؛ په داسې حال کې چې د ختیځ جرمني ځواکونه له برید څو ساعته وړاندې یوازې له کم شمېر متخصصینو پرته د روسیې له خوا د چکسلواکیا له پولو څخه له تېرېدو منع کړای شول، ځکه چې وېرې شتون درلود د جرمني ځواکونو په مداخلې سره به چکسلواکیايي وګړي له دې امله اوږد مهالي مقاومت ته مخه کړي چې درې لسیزې وړاندې جرمني دغه هېواد اشغال کړی و او خلکو یې پر وړاندې جدي کرکه لرله. د دغه اشغال پر مهال ۱۳۷ چکسلواکیايي وګړي مړه او ۵۰۰ نور هم شدید ټپیان شول. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د کمونېستي نړۍ په ګډون د دغه برید پر وړاندې عامه غبرګون پراخه او دوه ګونی و. په داسې حال کې چې د وارسا تړون ډېری غړو او همدارنګه د نړۍ څو کمونېستي ګوندونو له دغه برید ملاتړ وکړ، خو د البانیا، رومانیا، یوګوسلاویا او په ځانګړې توګه د چین د خلکو د جمهوریت په ګډون لویدیځو هېوادونو بیا وغانده. د دغه برید له امله ډیری نورو کمونېستي ګوندونو خپل اغېز له لاسه ورکړ او یا هم د متضادو عقایدو د لرلو له امله منحل شول. دغه برید داسې پېښو ته لمن ووهله چې بلاخره یې برژنف دې ته اړ کړ، د چین د خلکو جمهوریت ته له خپل تاریخي سفر یوازې څو میاشتې وروسته په ۱۹۷۲ زکال کې د متحده ایالاتو له ولسمشر ریچارډ نېکسون سره د ترینګلتیاوو د له منځه وړو په موخه لاس په کار شي.

مخینه[سمول]

د نووتني رژیم: د ۱۹۵۰مې لسیزې پای – د ۱۹۶۰مې لسیزې پیل[سمول]

په چکسلواکیا کې د ستالینېزم د له منځه تلو بهیر د ۱۹۵۰مې لسیزې په پای او د ۱۹۶۰مې لسیزې په پیل کې د انتونین نووتني د واکمنۍ پر مهال پیل شو، خو د ختیځ بلاک د ډېری هېوادونو په پرتله یې لږ چټکتیا لرله. د نیکیتا خروشچف له واکمنۍ وروسته نووتني د سوسیالېزم د بشپړېدو اعلان وکړ او د دغه هېواد اساسي قانون هم د چکسلواکیا نوم د چکسلواکیا سوسیالېستي جمهوریت ته واړوه. ورته مهال د بدلونونو بهیر ځنډنی و؛ د سلانسکي محاکمو د قربانیانو په څېر د ستالیني دورې د قربانیانو پالنې ته د ۱۹۶۳ زکال په لومړیو کې پام وشو، خو دغه چاره تر ۱۹۶۷ زکال پورې ترسره نه شوه. [۷][۸]

د ۱۹۶۰مې لسیزې په لومړیو کې چکسلواکیا په اقتصادي کړکېچ کې بنده شوه. له دې امله چې چکسلواکیا له دویمې نړیوالې جګړې وړاندې په یو بشپړ صنعتي هېواد اوښتې وه، خو د شوروي موډل تر ډېره پورې لږ پرمختللو اقتصادونو ته پام درلود. همدا و چې نووتني د اقتصاد د بېرته جوړولو په موخه هڅه وکړه او په ۱۹۶۵ زکال کې یې داسې نوی اقتصادي موډل رامنځته کړ چې زیاتو سیاسي اصلاحاتو ته یې اړتیا لرله.

په ۱۹۶۷ زکال کې د لیکوالانو کانګرس[سمول]

هماغه ډول چې دولت خپل سخت دریځي قوانین راکم کړل، د چکسلواکیا د لیکوالانو اتحادیې په کراره سره د ناخوښیو څرګندولو ته مخه کړه او د دغې اتحادیې په مجلې (Literární noviny) کې یې غړو وړاندیز وکړ چې ادبیات باید له ګوندي دوکتورینو څخه جلا وي. د ۱۹۶۷ زکال په جون میاشت کې د چک د لیکوالانو د اتحادیې ډېر لږ شمېر غړو په ځانګړې توګه لوډوېک واکولیک، میلان کوندرا، جان پروچازکا، انتونین جارسلوف لیهم، پاول کوهوت او ایوان کلیما له راډیکال سوسیالېستانو سره همدردي څرګنده کړه. څو میاشتې وروسته د ګوند غونډې پرېکړه وکړه، باید د هغو لیکوالانو پر وړاندې اداري اقدامات ترسره شي چې په ښکاره ډول له اصلاح غوښتنې ملاتړ کوي. له دې امله چې د دغې اتحادیې ډېر لږ شمېر غړو دغه ډول باورونه لرل، په پاتې نورو غړو باندې یې د خپلو همکارانو په تنبیه کولو کې باور وشو. د دغې اتحادیې د مجلې او نورو نشریاتو واک د کلتور وزارت ته ورکړل شو؛ دغه ګام د دوبچک په ګډون د ګوند هغه غړو هم تائید کړ چې وروسته بیا مخکښ اصلاح غوښتونکي شول.

د پراګ پسرلی[سمول]

د پراګ پسرلی (په چکي: Pražské jaro؛ په سلواکي: Pražská jar) په چکسلواکیا کې د لیبرال کېدو هغې سیاسي دورې ته ویل کېږي چې د ۱۹۶۸ زکال د جنوري په پنځمه نېټه د چکسلواکیا د کمونېست ګوند د لومړي منشي په توګه د دوبچک له ټاکل کېدو وروسته پیل او د اګست تر ۲۱مې نېټې پورې یې دوام وکړ؛ هغه مهال چې شوروي اتحاد او د وارسا تړون نورو غړو هېوادونو په دغه هېواد برید وکړ څو اصلاحاتو ته پای ټکی کېږدي.

د پراګ د پسرلي اصلاحاتو د چکسلواکیا وګړو ته د اضافي حقونو د ورکړې په موخه د دوبچک هغه هڅې په ځان کې رانغاړلې چې د اقتصاد او دیموکرات کولو د غیرمتمرکز کوونکي اقدام د برخې په توګه یې ترسره کړې. په ورکړل شویو آزادیو کې په رسنیو، د بیان په آزادۍ او سفر کولو باندې د محدودیتونو کمښت شامل و. وروسته له هغه چې له دریو جمهوریتونو، بوهم، موراویا – سیلزي او سلواکي څخه په جوړېدونکي فدراسیون باندې د هېواد د وېش ملي بحث وشو؛ دوبچک د چک په جمهوریت او د سلواکیا په جمهوریت باندې د هېواد د وېشل کېدو په پرېکړې څارنه وکړه. [۹]

د برژنف حکومت[سمول]

لئونیډ برژنف او د وارسا تړون د هېوادونو د مشرتابه پلاوي غړي اندېښمن و چې په چکسلواکیا کې د سانسور او همدارنګه د استخباراتي مامورینو له خوا د سیاسي څارنو د پای په ګډون څرګندې آزادۍ د دوی د ګټو په زیان دي. لومړنۍ اندېښنه له دې څخه وه چې چکسلواکیا به له ختیځ بلاک څخه جلا شي او د ناټو سازمان سره به په احتمالي دریمه نړیواله جګړه کې د شوروي اتحاد ځایګي ته زیان واړوي. دغې چارې نه یوازې د شوروي اتحاد ستراتیژیک ځایګي ته زیان اړاوه بلکې په دې معنی و چې د جګړې د پېښېدو په حالت کې نه شي کولای د چکسلواکیا له صنعتي ځایګي ګټنه وکړي. د چکسلواکیا رهبرانو د وارسا له تړون څخه د وتو هوډ نه درلود، خو مسکو احساس کاوه چې نه شي کولای په کره توګه د پراګ پر نیت ډاډ ولري.[۱۰][۱۱][۱۲]

بله اندېښنه هم د ختیځې اروپا په نورو برخو کې د آزادیو او نارامیو زیاتوالی و. د وارسا تړون هېوادونه له دې ویرېدل چې که چېرې د پراګ د پسرلي اصلاحات کنټرول نه شي، کېدای شي دغه آرمانونه پولنډ او ختیځ جرمني ته هم سرایت وکړي او موجود وضعیت له منځه یوسي. په شوروي اتحاد کې دننه لا له وړاندې څخه د استونیا، لتوانیا او اوکراین په جمهوریتونو کې ملت پالنې ستونزې رامنځته کړې وې او ډېری کسان اندېښمن و چې د پراګ پېښې کولای شي دغه ستونزې لا زیاتې کړي. [۱۳]

د مارک کرامر له خوا راغونډ شوي اسناد چې د اوکراین په آرشیف کې موجود دي، ښيي چې د شوروي اتحاد د استخباراتو د ادارې (KGB) مشر یوري اندروپوف او د اوکراین د کمونېست ګوند مشران، پترو شلست او نیکولای پودګورني د پوځي مداخلي شدید ملاتړي و. نور اسناد یې بیا څرګندوي چې د برید ابتکار پولنډ ته اړوند و ځکه چې د دغه هېواد لومړي منشي ولادیسلاو ګومولکا او د هغه همکار والټر اولبریخت چې وروسته د ختیځ جرمني لومړی منشي شو، برژنف یې تر فشار لاندې راوړی و څو د وارسا د موخو او همدارنګه له هغو وروسته پوځي مداخلې اړوند هوکړه وکړي. ولادیسلاو ګومولوکا، برژنف تورن کړ چې ړوند دی او د چکسلواکیا وضعیت ته د احساساتو له مخې ګوري. والټر اوبریخت هم په خپل نوبت سره په چکسلواکیا کې د پوځي عملیاتو په ترسره کولو ټینګار درلود په داسې حال کې چې برژنف لا هم زړه نا زړه و. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. Soviet foreign policy since World .... Google Books. Retrieved on 23 June 2011.
  2. (په 14 May 1955 باندې). 1955: Communist states sign Warsaw Pact. BBC News.
  3. Stolarik, M. Mark (2010). The Prague Spring and the Warsaw Pact Invasion of Czechoslovakia, 1968: Forty Years Later. Bolchazy-Carducci Publishers. د کتاب پاڼي 137–164. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780865167513. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. NVA-Truppen machen Halt an der tschechoslowakischen Grenze radio.cz. Retrieved on 12 June 2016.
  5. Fraňková, Ruth (18 August 2017). "Historians pin down number of 1968 invasion victims". radio.cz. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "August 1968 – Victims of the Occupation". ustrcr.cz. Ústav pro studium totalitních režimů. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Williams (1997), p. 170
  8. Williams (1997), p. 7
  9. Czech radio broadcasts 18–20 August 1968
  10. Karen Dawisha (1981). "The 1968 Invasion of Czechoslovakia: Causes, Consequences, and Lessons for the Future" in Soviet-East European Dilemmas: Coercion, Competition, and Consent ed. Karen Dawisha and Philip Hanson. New York: Homs and Meier Publishers Inc.کينډۍ:Page neededکينډۍ:ISBN?
  11. Jiri Valenta, Soviet Intervention in Czechoslovakia, 1968: Anatomy of a Decision (Baltimore, MD: Johns Hopkins University Press, 1979) 3
  12. Kurlansky, Mark. (2004). 1968 : the year that rocked the world (الطبعة 1st). New York: Ballantine. OCLC 53929433. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-345-45581-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Jiri Valenta, "From Prague to Kabul," International Security 5, (1980), 117
  14. Mark Kramer. Ukraine and the Soviet-Czechoslovak Crisis of 1968 (part 2) Archived 19 October 2014 at the Wayback Machine.. New Evidence from the Ukrainian Archives. Cold War International History Project Bulletin, Issue 14/15. 2004. pp. 273–275.
  15. Hignett, Kelly (2012-06-27). "Dubcek's Failings? The 1968 Warsaw Pact Invasion of Czechoslovakia". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. TismaneanuI, Vladimir, المحرر (2011). "Crisis, Illusion and Utopia". Promises of 1968: Crisis, Illusion and Utopia (الطبعة NED – New edition, 1). Central European University Press. JSTOR 10.7829/j.ctt1281xt. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-6155053047. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  17. (په 9 April 2008 باندې). Czech Republic: 1968 Viewed From The Occupiers' Perspective.