په چاپیریال باندی د ځنګل داور اغیزې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

راټولوونکی او پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه

په چاپيريال باندې دځنګل داور اغيزې[سمول]

The Rim Fire burned more than ۲۵۰٬۰۰۰ أكر (۱٬۰۰۰ kم2) of forest near Yosemite National Park, in 2013

ځنګلي اورونه په هغه اقليمونو کې زيات دي چيرته چې د کافي رطوبت له امله نباتات وده کوي مګر غزيدلې ګرمه او وچه موده هم لري. داډول سيمې داستراليا او جنوب ختيځې اسيا، د جنوبي افريقا ورشوګانو، د جنوبي افريقا د

Aerial view of deliberate wildfires on the Khun Tan Range, Thailand
لويديځ Fynbos سيمه، د امريکا د متحده ايالاتو او کاناډا ځنګلي سيمې او مديترانې له حوزې څخه عبارت دي. دا اورونه په ځانګړې توګه دقوي بادونو، وچکالۍ او د اوړي د ګرمو مياشتو په ورځو کې ډير پياوړي وي.

د ځمکې د کرې د تودوخې لوړيدل (Global warming) ښايي په زياتره سيمو کې دوچکالۍ او واقع کيدنې (تکرار) شدت زياتوي چې په پايله کې يې ډير شديد او تکراري اورونه منځته راځي.

دځنګل داور علت[سمول]

Forecasting South American fires.
UC Irvine scientist James Randerson discusses new research linking ocean temperatures and fire-season severity.

که څه هم ځينې ايکوسيستمونه دودې د تنظيم لپاره طبيعي پيښيدونکواورونو ته اړتيالري. ځينې ايکوسيستمونه ډير زيات اورونه زغمي دبيلګې په ډول دجنوبي کليفورنيا د Chaparral سيمه او د امريکا دجنوب لويديځودښتوکمه ارتفاع لرونکې سيمې. په نوموړوسيموکې چې په کمه اندازه په اورمتکي دي داورزيات تکرار طبيعي سائيکلونه په بل مخ اړولي، دبومي نباتاتو ټولنې يې له منځه وړي اوداورپه وړاندې حسا سو نباتاتواوغيربومي هرزه ګياو ودې سره يي مرسته کړې. په هغه سيموکې چې داورله امله زيانمنې شوې وي، يرغل کوونکي انواع لکه Bromus tectorum او Lygodium microphyllum په چټکۍ سره وده کوي. څرنګه چې داډول نباتات په زياته اندازه اور کوي په همدې اساس په راتلونکي کې د اورخطر لوړولى شي او په پايله کې بومي نباتاتوته د لا زيان سبب جوړيدلى شي. د امازون په باراني ځنګلونو کې و چکالي، قطع، د حيواناتودڅرولوعمليات اودکرنې لپاره دځمکې برابرولوپه موخه دونو سوځونه داورپه وړاندې مقاوم ځنګلونه زيانمنوي او دداسې بوټو ودې ته لار هواروي کوم چې په اسانۍ سره سوځيږي په همدي اساس د اورونودډيروالي سره هم مرسته کوي. په باراني ځنګلونوکې اورنه دګڼو انواعو ټولګه تهديدوي او په زياته پيمانه CO2 توليدوى همدارنګه په ياد شوو ځنګلونو کې اورونه چې وچکالي او انساني مداخلې هم ورسره مل وي تر٢٠٣٠م کاله پورې دامازون دباراني ځنګلونو له نميايي څخه زياته برخه زيانمنولى شي. ځنګلي اورونه ايره توليدوي، عضوي مواد له مينځه وړي اوداوبوRun off زياتوي کوم چې غذايي مواد له ځانه سره وړي او ويجاړونکوسيلابونوته لارهواروي. په ٢٠٠٣م کال کې دانګلستان په شمالي يارکشاير کې ځنګلي اوردنباتاتو ٢،٥ کيلومترمربع (٢٤٧هکتاره) ساحه او دځمکي لاندې عضوي طبقه ويجاړه کړه ورپسې دباد پواسطه تخريب نوموړې ايره اولوڅه شوې خاوره راولاړه کړه اوداسې لرغونې بقاياوې يې په ډاګه کړې چې تر ١٠٠٠ق م پورې قدامت يې درلود.

اقلیم اغېزمنوي =[سمول]

Flat-expanse-of-brown-grasses-and-some-green-trees-with-black-and-some-gray-smoke-and-visible-flames-in-the-distance.
A-surface-fire-in-the-western-desert-of-Utah,-U.S.A.
Mountainous region with blackened soil and trees due to a recent fire.
Charred landscape following a crown fire in the North Cascades, U.S.A.

ځنګلي اورونه په اقليمي تغيراتوهم اغيزه کوي. نوموړي اورونه په اتموسفيرکې د CO2اندازه لوړوي اودنباتاتودودې مخه نيسي کوم چې په مجموع کې دنباتاتوپواسطه د CO2جذب اغيزمنوي. په ټنډراکې دسوځيدنې وړموادوتجمع اوځنګلي اورکوم چې دځمکې اونباتاتوپه طبعيت پورې اړه لري، يوطبيعي طرزوجودلري. په Alaska کې څيړنوپه ډاګه کړې چې داوردپيښې دراستنيدوموده (Fire Event Return Interval) عموماًد١٥٠څخه تر٢٠٠کلونوپورې توپيرکوي اوله مخې يې ټيټې وچې سيمې دلوړومرطوبوسيموپه پرتله په زياته اندازه سوځي.

دځنګل داورمخنيوی[سمول]

دځنګل داورمخنيوى داوردخطرراکمونکودفاعي ميتودونواوهمدارنګه دهغې دشدت اوخپريدوراکمولود عمليوڅخه عبارت دى. داوردمخنيوي پاليسي بايدهغه رول حتمي په پام کې ونيسي چې انسانان يې دځنګل په اورکې لري دبيلګې په ډول دFAO ديوراپورپه اساس په اروپاکې دځنګل٩٥سلنه اورونه دانساني لاس وهنوسره تړاولري. دانسان پواسطه رامنځته شوي اور په سرچينوکې ښايي اوراچونه(Arson)، ناڅاپي اوراخيستنه اويادځمکې دپاکولواوکرنې په منظورد اورناسم کنترول شامل دى. په ١٩مه ميلادي پيړۍ کې HMS Beagle سياحانوداسترالياپخواني اوسيدونکي وليدل چې دځمکې دپاکولو، ښکاراوFire-stick farming (په ښکارکې داسانتيااوپه يوه ساحه کې دحيواني اونباتي ترکيب دبدلون په منظورپه منظمه توګه دنباتاتودسوځونې په موخه داورڅخه استفاده)لپاره داورڅخه استفاده کوله. داورداډول محتاط استعمال دپيړيولپاره دژونديوموجوداتودښه والي په موخه دKakadu په ملي پارک کې په لاره اچول شوى. په ١٩٣٧م کال کې دامريکادمتحده ايالاتودهغه وخت جمهورريئس Franklin D Roosevelt داوردمخنيوي په موخه يوملي کمپاين پيل کړچې دځنګل په اورونوکې يې دانسانانوبې پرواهي په ګوته کوله. ځنګلي اورونه په يولړطبيعي فکتورونولکه توپوګرافي، دسوځيدنې وړموادواوموسم ديوځاي کيدوله امله رامنځته کيږي. دانساني تيريودکمولوپرته يواځې دسوځيدنې وړموادوبدلون ښايي په راتلونکي کې داورويره اوروش اغيزمن کړي. په نړۍ کې دځنګلي اوردمخنيوي په پروګرامونوکې يولړتخنيکونه په کاراچول کيږي لکه تجويزشوى ياکنترول شوى اورکوم چې داړونده دولتي چارواکو لخوادموسم په داسې شرايطوکې اچول کيږي چې دومره دخطروړنه وي. همدارنګه Wideland اورونه چې په طبيعي ډول منځته راځي څارنه يې کيږي مګرسوځيدوته يې اجازه ورکول کيږي. نباتات ښايي دبيلابيلوانواعودساتنې په موخه په نوبتي شکل وسوځول شي. دځنګل په سطحه کې دسوځيدنې وړموادومکرره سوځونه دهغوي دتجمع مخه نيسي اوله همدې لارې دتاج دبرخې داورونو ويره راکميږي.دونوستراتيژيکه قطع اوداوروژنې دفني ډلې(Crew) لخواهم ښايي دځنګل دپاک اوصاف ساتلوپه موخه دسوځيدووړموادوليرې کول هم دهغوي دزياتيدومخه نيسي اوځنګلي سيموته لاس رسى زياتوي. په ځمکه باندې دپرتو موادو (Ladderfuels) دکوچني اوميده کولواوپه ملچ باندې بدلولولپاره ښايي له برقي اروڅخه کارواخيستل شي. په راتلونکي کې داوردخطردکمولولپاره اکثره دسوځيدنې وړ موادو څو ډوله معالجې ته اړتياده چې دهر يو ډول ګټې بايددځنګلي اوردنمونوڅخه په استفادې سره پرتله شي اوله مخې يې په راتلونکي کې وړاندوينه وشي. خوبياهم دYellowstone Field Stationدبيالوجست Jan Van Wagtendonk دراپورسره سم کنترول شوې سوځيدنه ديواوردخپريدوداندازې، داورشدت، دلمبې طول اوپه في واحدساحه کې دتودوخې دکمولولپاره ترټولوغوره معالجه ده. ددې پرته که څه هم دسوځيدووړموادومعالجه عموماًپه کوچنيوساحوپورې محدودشوې وي په لويوساحوکې دسوځيدووړموادواداره کولوپه منظورداورموثر منجمنټ ته اړتياده ترڅوپه راتلونکي کې داوراندازه اوشدت راکم شي. داوردخطرسره مخ ځنګلونوکې عموماًداسې جوړښتونوته اړتياليدل کيږي کوم چې دسوځيدنې په وړاندې مقاومو موادو څخه جوړشوي وي همدارنګه دنوموړوجوړوشووساختمانوشاوخواڅخه بايدتريوې ټاکلې فاصلې پورې دسوځيدووړموادليرې شي ترڅودومره تشه وساتل شي چې اورورڅخه تيريدى نشي. په فلپاين کې ټولنې دخپلوکليواوځنګلونوترمنځ د٥-١٠متره په پراخوالي سره داورکرښې جوړوي اوپه وچ موسم يااوړي کې ورباندې ګزمې کوي. دسوځيدونکوموادوډيرښت دويجاړونکواو زيانمنونکواورونوسبب جوړيدى شي کوم چې نوي جوړشوي کورونه، څړځايونه اوځنګلي سيموته نږدې نورجوړشوي تسهيلات له منځه وړي. داورايکولوجيکي فوايداکثره دانساني ژونداومحافظوي ساختمانونودساتلواواقتصادي ګټولخواترپښو لاندې کيږي دبيلګې په ډول دسوځيدووړموادومعالجه دتاج دبرخې اورونوويره راکموي نوموړي تخنيکونه دنباتاتواوحيواناتودبيلابيلوهستوګنځايونه ويجاړوي.

دځنګل داورپه کنترول کې دټولنې ونډه[سمول]

داورتنظيم نيغ په نيغه په ګټه اخيستنه پورې اړه لري. په هغه صورت کې چې محلي ټولنې پدې قانع شي چې دځنګلونوساتنه دوي ته ګټه لري دځنګلونوداورپه مخنيوي کې به له هرې ممکنې لارې کارواخلي. په ټوله نړۍ کې څيړنوداپه ډاګه کړې چې محلي ټولنې ترهغه وخته دځنګل په تنظيم کې مستقيمه ونډه نه اخلي ترڅوچې په ځنګل کې سهم ونلري. دبيلګې په ډول په چين کې ديوکلي په ځنګل کې په تيرو ٣٥کلونوکې داورکومه پيښه رامنځته نشوه دا وروسته له هغې چې دنوموړي کلي خلکوته دځنګلونو څخه دګټې اوعايداخيستنې پاليسي منظورشوه. په هندکې يوې مطالعې داجوته کړې چې په شاوخواځنګلونوباندې دکليوالي ټولنوداتکاءسطحه په مستقيم ډول دځنګل دمنجمنټ سره تړاولري. په ګمبياکې په ځنګلدارۍ کې دټولنې ونډه اخيستنې پرکتسونودزيانمنونکواونامطلوبه اورونوپه کموالي کې مرسته کړې په نوموړوسيموکې دځنګل څخه استفاده اودځنګل ملکيت ته لاس رسي ددې زمينه مساعده کړې ترڅوخلک رامنځته شوي اورونه په ډيره اغيزمنه توګه کنترول او ووژني. دامريکاپه متحده ايالاتوکې دټولنې په سطحه داوردمخنيوي فعاليتونه ډير بريالي وچې زياتره يې دپوهاوي په اړه و. په ځينې هيوادونوکې که څه هم دهغه رسمي قيوداتوسره سره چې ټولنې دځنګل په تنظيم کې مسؤلې ګڼي، دولتونه لاتراوسه په دې بريالي شوي نه دي ترڅوهغه ټولنې چيرته چې کليوالي خلک په پلان جوړولواوتصميم نيولوکې دومره اغيزه نلري دځنګل تنظيم ته ژمن کړي. خوبياهم محلي ټولنې په يواځې توګه ددې وړتيانلري ترڅوشديداوپراخه اورونه تنظيم کړي چې په داډول حالاتوکې بيادولايتي ياملي ادارومداخلي ته اړتياليدل کيږي. په ځينې هيوادونوکې داوراچونکوپروړاندې دموثروقوانينو تطبيق ددې ستونزې دحل يوه برخه ده همدارنګه داوردکنترول اومخنيوي په اړه پوهاوى بايدزيات شي. داپه ځانګړې توګه په هغه ښاري سيموکې چيرته چې کورونه ځنګلي سيموته نژدې جوړيږي. په داډول سيموکې بايدپرمختللې څارنه ترسره اوپه وخت سره بايددرامنځته شوواورونوراپور اړونده مراجعوته ورکړل شي.

دځنګل داور تجربوي[سمول]

Lightning-sparked wildfires are frequent occurrences during the dry summer season in Nevada.
A wildfire in Venezuela during a drought

دځنګل داورپه مخنيوي کې دټولنې ونډه اخيستنه په لاندې ټکو راڅرخي:[سمول]

- دسوځيدو وړموادوپه تنظيم اوکموالي کې مرسته - داورکرښوجوړول - په هغه ورځوکې چې موسمي شرايط داورلګيدنې لپاره مساعدوي په جوړوشووکرښوباندې ګزمې ترسره کول. - داورلګيدنې په صورت کې اړونده مرجع ته خبرورکول - دقصدي اوراچونکومخه نيول - دځنګل څخه دګټې اخيستنې اوښکارپه وخت کې له احتياط څخه کاراخيستل.

دځنګل داور اغیزې په انسانانو[سمول]

Animation of diaphragmatic breathing with the diaphragm shown in green
A paved road with trees and grasses on the side with a large, white and dark gray smoke cloud rising in the distance.
A Pyrocumulus cloud produced by a wildfire in Yellowstone National Park

دځنګل د اوروژنه[سمول]

دځنګلي اوروژنه په هغه ساحه کې په موجوده تکنالوژۍ پورې اړه لري چيرته چې نوموړى اوررامنځته کيږي. په کموپرمختللوهيوادونوکې داتخنيکونه ډيرساده چې داور سره مستقيم تماس دلاس په واسطه وي چې په کې په اورباندې دشګوواړول، دډانګ اوياهم دخرما دپاڼو پواسطه داوروهل اوهمدارنګه دسوځيدونکو ساحو شاوخوا د خندقونواواورماتونکو مونعو جوړول اوداور وژل داور په واسطه ياBy counter firing شامل دي. په غيری مستقيم تماس سره پرمختللوهيوادونوکې دلوړتکنالوژيکي ظرفيت له امله داوروژنې ميتودونه هم فرق کوي. دواورې داورښت دهڅولوپه موخه سلورايودايداستعماليږي همدارنګه دبې پيلوټه الوتکو، هيلي کاپټرواونورو هوايي وسايلوڅخه په اورونوباندې اوبه اوداورمخه نيونکي کيمياوي مواد(Fire retardants) غورځول کيږي. لکه ۱- Bentonite :داهغه ماده ده چې داورغورځونکو ايرو څخه جوړه شوی وي ۲- Viscous water: سريښناکې اوبه دي ۳- Calcium alginate تيزابي مالګه ۴- Diammonium phosphate ۵-Mono ammonium phosphate ۶-Ammonium sulphate که څه هم داوربشپړه وژنه ډيره ستونزمنه ده مګراکثره ځنګلي اورونه مخکې تردې چې دکنترول څخه ووځي وژل کيږي. پداسې حال کې چې دځنګلي اورونودوروستيو١٠٠٠٠پيښوله ډلې څخه ٩٩سلنه يې ترکنترول لاندې راوستل شوي بياهم له قابوڅخه وتلي ځنګلي اورونه پراخه زيانونه اړولى شي. ځنګلي اورونه په کلني حساب په ټوله نړۍ کې په بيليونويوروزيان اړوي. په کاناډا اوامريکاکې ځنګلي اورونه په کال کې په منځني ډول ٥٤٥٠٠ کيلومتر مربع (٥٢٦١١٠٠ هکتاره) ځنګلي ساحه سوځوي. ددې ټولوترڅنګ دځنګلي اورونوسره مبارزه ښايي وژونکې وي. ځنګلي اورونه ښايي خپلې مخې لورې ته په ناڅاپي توګه بدلون ورکړي اوياهم داورماتونکوڅخه ټوپ ووهي. شديده تودوخه اولوګى لورى اودځنګلي اوردلوري سنجونه دلاسه وباسي کوم چې دنوموړې اورخطرلازياتوي. دبيلګې په ډول يه ١٩٤٩م کال کې دامريکا د Montanaايالت په Mann Gulch Fireکې ١٣تنه Smokejumpers هغه وخت ژوندله لاسه ورکړکله چې دهغوي سره اړيکې له منځه ولاړې، لورى يې له لاسه ورکړاوداورلمبوواخيستل.