په پورټوریکو برید
په پورټوریکو برید د هسپانیا – امریکا د جګړې پر مهال د پورټوریکو په ټاپو باندې د امریکايي پوځ ځمکني او سمندري عملیات و. دغه برید د ۱۸۹۸ زکال د مۍ په ۱۲ مه هغه مهال پیل شو کله چې د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو د دغه ټاپو په پلازمېنه سان خوان باندې برید وکړ. په داسې حال کې چې ښار ته اوښتي زیانونه ډېر کم و خو امریکایانو وکولای شول د سان خوان د خلیج په نامه د دغه ښار بندر کلابند کړي. د جون په ۲۲ مه د ایزابل ۲ په نامه کروزر بېړۍ او د ټېرور په نامه له منځه وړونکې هسپانوي بېړۍ برید ضد عملیات پیل کړل خو وه یې نشو کولای دغه کلابندي ماته کړي او په دې کې ټېرور (Terror) بېړۍ هم له منځه ولاړه.
ځمکنی برید د جولای په ۲۵مه هغه مهال پیل شو چې پیاده ډلګۍ ته اړوند ۱۳۰۰ سرتېري د تورن جنرال نېلسون اې . مایلز تر قوماندې لاندې په ګوانیکا ساحل کې کښته کړای شول. د لومړنۍ نښتې له کنټرول کولو وروسته امریکایانو د کوآمو په لور مخکې تګ وکړ او هلته له پورټوریکويي او هسپانوي ځواکونو سره ونښتل. دغه جګړه هغه مهال پای ته ورسېده چې د متفقینو له اړخه د دوه سرتېرو او له امریکايي اړخه د څلورو سرتېرو له مړینې وروسته متفقینو شاتګ ته مخه کړه. متحده ایالاتو وکولای شول د اګست په لومړۍ نېټه د فاجاردو کنټرول په لاس کې واخلي، خو د اګست په ۵ مه وروسته له هغه شاتګ ته اړ شول چې د پورټوریکويي – هسپانوي سرتېرو څخه جوړې ۲۰۰ کسیزې ډلې د پدرو ډېل پینو تر مشرۍ لاندې د دغه ښار کنټرول بېرته په واک کې واخیست؛ په داسې حال کې چې د دغه ښار ډېری ملکي وګړي نږدې آرامه سیمو ته تښتېدلي و. امریکایان په دغه ټاپو کې په مخکې تګ سره له زیات مخالفت سره مخ شول. هغوی په ګواماني سیند او کوامو کې په یو بل باندې په مخامخ نښته کې ښکېل شول چې دواړې دغې جګړې د متفقینو ځواکونو په شاته تګ سره بې پایلې پاتې شوې. په سن ژرمن کې جګړه لارس ته د هسپانویانو د مشابه شاته تګ له امله پای ته ورسېده.
د ۱۸۹۸ زکال د اګست په ۹ مه امریکايي ځواکونه چې د هغو پوځي ډلګیو په تعقیب کې و چې له کوامو آو آسومانته څخه یې شاته تګ کړی و په آیبونیتو کې له شدید مقاومت سره مخ شول چې د شپږو سرتېرو له ټپي کېدو وروسته یې شاته تګ وکړ. هغوی درې ورځې وروسته له پیاوړې کړې توپخانې سره راوګرځېدل او په غافل کوونکي برید یې لاس پورې کړ. له نږدې یو ساعت جګړې وروسته د هسپانوي اړخ څخه د ډزو غږونه غلي شول. امریکايي وسلې نږدې ۲۱۵۰ یارډه مخکې یووړل شوی او هلته ځای پر ځای شوې، خو سرتېرو یې راپور ورکړ چې هغوی هلته څېرمه د هسپانوي کومکي ځواکونو تګ راتګ لیدلی او اړ شول څو خپلې وسلې بېرته د جګړې اصلي کرښې ته را شاته کړي. د هسپانویانو پر وړاندې د بیاځلي شدیدې جګړې له پیلېدو لږ دمخه د اګست په ۱۳ مه وروسته له هغه په پورټوریکو کې ټول پوځي عملیات ودرول شول کله چې د متحده ایالاتو ولسمشر ویلیام مک کینلي او د هسپانیا د دولت په استازیتوب فرانسوي سفیر ژول کامبون په اوربند هوکړې ته ورسېدل او له مخې یې هسپانیا په پورټوریکو، کیوبا، فلیپین او ګوام باندې له خپل حاکمیت څخه لاس واخیست.
پیلامه
[سمول]په ۱۸۹۰ زکال کې د سمندري پوځ د جګړې د پلاوي غړي او د متحده ایالاتو مخکښ ستراتیژیک متفکر تورن الفرډ ټایر ماهان په تاریخ باندې د سمندریز ځواک د اغېز (The Influence of Sea Power upon History) تر نامه لاندې کتاب ولیکه او په هغو کې یې د بریتانیا د سلطنتي سمندري ځواک په څېر د لوی سمندري ځواک په جوړولو بحث کړی و. د هغه د ستراتیژۍ یوې برخې په کارابین سمندرګي کې د یو شمېر مستعمراتو د نیونې اړتیا څرګنده کړه چې وکولای شي د سمندري ځواک د اډو او د هغو د تامیناتي مراکزو په توګه عمل وکړي؛ همدارنګه د ایستموسین کانال د جوړېدو پر مهال د ستراتیژیکې دفاع د نقاطو په توګه ترې کار واخیستل شي. [۱]
دغه نظریه نوې نه وه، ځکه چې د متحده ایالاتو د بېلابېلو ولسمشرانو لکه د ابراهام لېنکولن او اولیس ګرانټ د ادارې پر مهال د بهرنیو چارو پخواني وزیر ویلیام اېچ. سووارډ ټینګار کړی و چې یو کانال د هندوراس، نیکاراګوا یا پاناما ترمنځ رامنځته شي او وروسته له هغو متحده ایالات د ډومنیکا جمهوریت ځانته الحاق او پورټوریکو او کیوبا وپېري. د ډومنیکا د جمهوریت د الحاق نظریه د متحده ایالاتو د سنا جرګې له خوا تائید نه شوه او هسپانیا هم د پورتوریکو او کیوبا د پلور اړوند د متحده ایالتونو د ۱۶۰ میلیون ډالرو وړاندیز وه نه مانه. ماهان د جګړې وزارت ته په خطاب کې څرګنده کړه: «له بهرنیو تاسیساتو، له دې ډلې له استعماري یا پوځي اډو پرته د متحده ایالاتو جنګي بېړۍ به د جګړې پر مهال وچې ته د اړوندو هغو مارغانو په څېر وي چې یوازې له خپلو سواحلو هاخوا پرواز نه شي کولای. هغو ته د سون توکو د اخیستلو او ترمیم د ځایونو برابرول یو له لومړنیو حکومتي دندو څخه باید وي چې په سمندر کې د ملت د ځواک د پراختیا څرګندويي وکړي». [۱][۲]
له ۱۸۹۴ زکال وروسته د سمندري جګړې کالج له هسپانیا سره د جګړې په پلان کار پیل کړ. په ۱۸۹۶ زکال کې د سمندري استخباراتو دفتر د جګړې داسې پلان چمتو کړ چې د پورټوریکو په اوبو کې پوځي عملیات په کې شامل کېدل. پورټوریکو نه یوازې د یوې با اهمیته سمندري اډې په توګه ګڼل کېده بلکه پورټوریکو او کیوبا داسې ارزښتمن سوداګریز محصول درلود چې متحده ایالاتو بیا نه درلود چې دغه سوداګریز محصول بوره و. [۳]
د ۱۸۹۸ زکال د فبروري په ۱۵ مه یو اس اس مېن (USS Maine) بېړۍ د کیوبا په هاوانا بندر کې وچاودېده او ډوبه شوه. د سمندریز ځواک د مخکښ کارپوه فیلیپ الجر په خبره دغه چاودنه په کشتۍ کې د ډبرو سکرو په زېرمه کې له اورلګېدنې سرچینه اخیسته چې بیا یې اغېز په کشتۍ د باروتو شپږ ټنه زېرمې ته ورسېد؛ په داسې حال کې چې د دغو باروتو ډېری برخه د مرطوبې هوا له امله تخریب شوې وه. له دې سره د دغې بېړۍ له ډوبېدو وروسته متحده ایالاتو هسپانیا ته ضرب الاجل وټاکه چې له کیوبا ووزي. د دغه ضرب الاجل په غبرګون کې هسپانیا له متحده ایالاتو سره خپلې دیپلماتیکې اړیکې قطع کړې او په دې سره د ۱۸۹۸ زکال د اپرېل په ۲۳ مه هسپانیا د جګړې اعلان وکړ. د اپرېل په ۲۵مه د متحده ایالاتو کانګرس اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو او هسپانیا ترمنځ جنګي وضعیت د اپرېل له شلمې پیل شوی. د هسپانیا – امریکا په جګړه کې د متحده ایالاتو مهمه موخې په اطلس سمندر کې د هسپانیا تر کنټرول لاندې سیمو – پورټوریکو او کیوبا – او همدارنګه په ارام سمندر کې د فلیپین او ګوام نیول و. [۴][۵][۶]
د اپرېل په ۲۷ مه د متحده ایالاتو بېړیو، مانیټور یو اس اس پیوریټن (USS Puritan)، زرهي کروزر یو اس اس نیویارک (USS New York) او یو اس اس سینسیناټي (USS Cincinnati) د کیوبا په ماتانزاس خلیج کې هسپانوي اډې وویشتې. د جولای په ۱۶ مه د کیوبا په سانتیاګو کې د Arbol de La Paz (لویې سیبا ونې) په نامه اوربند د امریکايي او هسپانوي ځواکونو ترمنځ لاسلیک شو چې په کیوبا او څېرمه اوبو کې یې شخړو ته پای ټکی کېښود. له دې وروسته متحده ایالاتو خپل نه ویشل شوي پوځي منابع د پورټوریکو لور ته ولېږل. د کیوبا په انقلابي ګوند کې د پورتوریکويي برخې دوه تنو رهبرانو ډاکټر جولیو جي. هنا او رابرټو اېچ. ټوډ د متحده ایالاتو ولسمشر مک کینکلي ته لیک ولېږه او ترې وه یې غوښتل چې پورټوریکو باید په هره هغه مداخله کې چې د کیوبا لپاره لا له وړاندې د مارچ په ۱۰ مه پلان شوې شامله اوسي. هغوی له دې سربېره په دغه ټاپو کې د هسپانیا د پوځي شتون د څرنګوالي اړوند متحده ایالاتو ته یو لړ اطلاعات وړاندې کړل. [۷][۸][۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ "Strategy as Politics'; by: Jorge Rodriguez Beruff; Publisher: La Editorial; Universidad de Puerto Rico; page 7; ISBN 978-0-8477-0160-5
- ↑ A.T.Mahan, "The Influence of Sea Power upon History (1660–1783)", London: Sampson Low, Marston, Seale; page 83
- ↑ Strategy as Politics by: Jorge Rodriguez Beruff; Publisher: La Editorial; Universidad de Puerto Rico; page 13; ISBN 978-0-8477-0160-5
- ↑ "Puerto Rico". Archived from the original on September 14, 2016. نه اخيستل شوی September 1, 2016.
- ↑ Hakim 1994, pp. 144–149
- ↑ The World of 1898: The Spanish–American War. Hispanic Division, Library of Congress. Archived from the original on June 29, 2011. نه اخيستل شوی 2008-08-03.
- ↑ "Chronology of Cuba in the Spanish–American War". The World of 1898: The Spanish–American War. Hispanic Division, Library of Congress. Archived from the original on December 24, 2017. نه اخيستل شوی 2008-08-02.
- ↑ "Hombres Illustres de Puerto Rico" (په اسپانيايي). www.prfrogui.com. Archived from the original on September 13, 2008. نه اخيستل شوی 2008-08-07.
- ↑ "Chronology of Puerto Rico in the Spanish–American War". The World of 1898: The Spanish–American War. Hispanic Division, Library of Congress. Archived from the original on January 4, 2018. نه اخيستل شوی 2008-08-04.