Jump to content

په پرمختياي هيوادونو کي دانفلاسيون ډولونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په پرمختياي هيوادونو کي دانفلاسيون  ډولونه

[سمول]

١- د تقاضا د فشار په و جه انفلاسيون: دغه انفلاسيون هغه وخت رامينځته کيږي کله چي تقاضا د عرضي څخه زياته شي  .

تقاضا دمختلفو وجوهاتو له امله  زياتيدلي شي .مثلا  دنفوسو زياتوالي په وجه تقا ضا ، دحکومت دمصارفو په و جه تقا ضا ، دپيسو دعرضي دزياتوالي په وجه  اوداسي نور.......

٢- دتوليدي مصارفودفشار له امله انفلاسيون  داډول انفلاسيون دتوليددلګښت دزياتوالي له امله  رامينځته کيږي ، دمسا ل په ډول کچيرته د تيلو بيعي اوچتي شي  نو دټولو هغو صنعتي  فابريکو چي دتيلو له انرژي ګټه  اخلي دتوليد لګښت زيا تيږي  چي پدي صورت کي دوي مجبوريږي  چي توليد کم او د توليداتو قيمتونه  لوړ کړي چي دغه انفلاسيون دري عمده علتونه لري .

A - کچيرته دکارګرانو اتحادي منظمي  وي  دقيمتونو د لوړوالي په وجه  لوړ مزدونه غواړي چي ددي په نتيجه کي توليدي مصارف زيا تيږي .

B- هغه لوي تصدي چي په با زاربا ندي  اثر غورځولي شي  د خپلو ګټو د زياتوالي لپاره خپل مصارف  لوړوي .

C    که په نړيواله کچه  دخامو موادو په عرضه  کي زياتوالي رامينځته  شي او يا هم په قصدي ډول سره  ديو جنس  عر ضه کمه  شي نو پدي صورت کي دجنس قيمت  لوړيږي چي داهم دتوليدي مصارفو د لوړوالي سبب  ګرضي .لکه  انرژي .

٣- ساختماني  انفلاسيون :دتقاضا دزياتوالي اويا  مصارفو د زياتوالي  د انفلاسيون څخه علاوه  ، پروفيسور چارلز  شلټرز د سا ختماني انفلاسيون نظريه هم  وړاندي کړيده ، دنوموړي د نظري مطابق  دغه انفلاسيون هغه  وخت مينځته  راځي  کله  چي په ملک کي  دداخلي  تقاضا په جوړښت کي تغيرات رامينځته  شي  ، نوموړي عالم واي کله  چي په هيواد کي په ځينو سکتورونو کي  اجناسو ته تقاضا زياته شي  نو ددي سره سم په قيمتونو اومزدونو کي هم اظافه والي راځي .

ليکن برعکس په ځينو هغو سکتورونو کي چي اجناسو ته تقا ضا کمه شي نو ورسره قيمتونه او مزدونه نه کميږي .

ددي نظري په اساس  انفلاسيون ددي په وجه  ندي رامينځته شوي چي  مجموعي  تقاضا لوړه شوي  بلکي ددي په وجه انفلاسيون رامينځته  شوي چي دمصرف کونکو په ذوق  کي ځيني تغيرات  رامينځته  شوي ، نولدي کبله  مصرف کونکي بعضي صنعتي  اجناس زيات خوښوي او بعضي  نه خوښوي .

هغه اجناس چي تقاضا ورته کمه  شوي په قيمتونو کي دکموالي هيڅ ميلان نه ليدل کيږي ، اوهغه صنعتي اجناس  چي تقاضا ورته  زياته  شوي ددي سره سم  ددغو اجناسو قيمتونه اوهم ي  دتوليدي وسايلو قيمتونه  په موازي ډول  لوړيږي  اوانفلاســـــيون رامينځته کيږي.

اودا انفلاسيون ددي په وجه  رامينځته کيږي  چي په بعضي  سکتورونو کي اجناسو ته  تقاضا ځيني بدلونه رامينځته شوي .

٤- دکرنسي په وجه  انفلاسيون   :که په يوملک کي دپيسو دمقدار دوياتوالي په وجه په مسلسل  ډول  سره په قيمتونو کي هم زياتوالي راشي  ، نو دغه ډول انفلاسيون ته  دپيسو انفلاسيون ويل کيږي .

٥ – داعتباري پيسو انفلاسيون  که په يوهيواد کي دبانکونو د زياتو قرضونو د ورکولو په وجه انفلاسيو ن رامينځته شي ، نو دغه ډول انفلاسيون ته داعتباري پيسو انفلاسيون ويل کيږي.

٦ - دبويجي دکسر په وجه رامينځته کيدونکي انفلاسيون:  اکثره وختونه کله چي دحکومت په بوديجه کي کسر رامينځته شي  ، پدي معنۍ چي عوايد ي نظر مصارفو ته کم شي  نوپدي صورت کي حکومت دبويجي دکسر دپوره کولو لپاره نوي بانک نوټونه چاپوي ، چي پدي سره تقاضا زياتيږي اود انفلاسيون درامينځته کيدو سبب ګرضي  .

٧ - خلاص ياازد انفلاسيون:  کچيرته په قيمتونو کي په مسلسل ډول اضافه والي رامينځته شي  اوددي دمخنوي لپاره وسايل پکار وانه چول شي نو لدي امله چي کوم انفلاسيون رامينځته  کيږ ي نوديته  خلاص  انفلاسيون ويل کيږي .

دپروفيسور ملټن فريډمن له نظره خلاص انفلاسيون هغه وخت ښکاره کيږي ، کله چي قيمتونه بغير د کوم مانع  يا د حکومت د فشار او يا دقيمتونو دکنترول  څخه اضافه کيږي .

٨- خفيف انفلاسيون: که په يو هيواد کي په  قيمتونو کي په ورو ورو ډول اضافوالي راشي ، نوديته خفيف انفلا سون  ويل کيږي .

٩ – شديد انفلاسيون : کله چي په يو هيواد کي په ډير سرعت سره  په قيمتونه کي اضافه والي راشي  نو دديته  شديد انفلاسيون  ويل کيږي ، چي دغه انفلاسيون  دجنګ او نورو غيرو مترقبه  پيښو څخه  ورسته رامينځته  کيږي ، چي ددغه  انفلاسيون په نتيجه  کي عايد او پانګه  اچونه کميږي ، چي پدي صورت کي خلک  دخپل ملک په  پولي واحد اعتبارنکوي ، احتکار اوتود بازاروده کوي ، دټاکلي عايد خاوندان  سخت متاثره کيږي ، ددولت په ويش کي بي عدالتي خپلي لوړي کچي ته  رسيږي ، اجتماعي حرايم لکه : غلا ،  ريشوت او نور ډيريږي ، همدارنګه د مزدورانو او مالکانو ترمينځ هم جنجالونه  زياتيږي.