په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحده ایالاتو حکومت د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ، د بې پیلوټه الوتکو (ډرونونو) په کارولو سره چې د متحده ایالاتو د هوایی ځواک له خوا، د مرکزي استخباراتو ادارې د ځانګړو فعالیتونو څانګې تر عملیاتي کنټرول لاندې وې، د پاکستان په شمال لوېدیځ کې په زرګونو اهدافو بریدونه وکړل. د دې بریدونو زیاتره د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د افغانستان پولې ته څېرمه تر فدرالي ادارې لاندې په قبایلي سیمو (چې اوس د خیبر پښتونخوا ایالت یوه برخه ده) کې ترسره شوي دي. دا بریدونه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ادارې پر مهال پیل شول او د نوموړي د ځای ناستي بارک اوباما په واکمنۍ کې په پراخه کچه زیات شول. ځینو په رسنیو کې دې بریدونو ته د بې پیلوټه الوتکو د جګړې نوم ورکړی. د جورج ډبلیو بوش ادارې په رسمي ډول د خپل سیاست له غځېدو انکار وکړ؛ خو د اوباما ادارې د ۲۰۱۳ کال په مې میاشت کې، د لومړي ځل لپاره ومنله چې څلور امریکایي وګړي په دې بریدونو کې وژل شوي دي. د ۲۰۱۳ کال په ډسمبر کې، د پاکستان ملي اسمبلۍ په اتفاق سره په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر ضد یو پرېکړه لیک تصویب کړ، چې دا عمل یې د "ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو قوانینو او بشردوستانه معیارونو څخه سرغړونه وبلله."[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف په مکرر ډول د دې بریدونو د پای غوښتنه وکړه او ویې ویلي: "د بې پیلوټه الوتکو کارول نه یوازې زموږ په ځمکنۍ بشپړتیا پرله پسې تېری ده، بلکې زموږ له هېواده د ترهګرۍ د له منځه وړلو په برخه کې زموږ هوډ او هڅو ته هم زیان رسوي". خو د پاکستاني چارواکو د عامه مخالفت ترڅنګ، زیاتره پخوانیو لومړیو وزیرانو، متحده ایالاتو ته د دې بریدونو پټه اجازه ورکړې وه. د پېښور سترې محکمې په یو حکم کې دا بریدونه غیرقانوني، غیر انساني، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې سرغړونه او جنګي جرم وګڼل.خو د اوباما اداره له دې سره موافقه نه وه، او ادعا یې وکړه چې دا بریدونه له نړیوال قانون سره په ټکر کې نه دي او د برید تګلاره کره او اغېرمنه وه. د پاکستاني طالبانو مشر بیت الله محسود (چې د ۲۰۰۹ کال د اګست په ۵ نېټه په سوېلي وزیرستان کې په یوه بريد کې ووژل شو)، د محسود ځای ناستی حکیم الله محسود (چې د ۲۰۱۳ کال د نومبر په لومړۍ نېټه ووژل شو) او د افغان طالبانو مشر اختر منصور (د ۲۰۱۶ کال د مې په ۲۱ مه د پاکستان په احمد وال کې ووژل شو) د بریدونو له مهمو هدفونو څخه وو. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو د پاکستان په خاوره کې له بریدونو سره، چې د همدې پولې په اوږدو کې وو، نږدې تړاو درلود. په دې بریدونو کې ۳۷۹۸–۵۰۵۹ وسله وال او ۱۶۱–۴۷۳ ملکي وګړي ووژل شول. په وژل شوو اورپکو کې د افغان طالبانو، پاکستاني طالبانو، اسلامي دولت، القاعدې، حقاني شبکې او نورو سازمانونو سلګونه لوړ پوړي مشران شامل وو، چې یوازې د ۲۰۱۷ کال د مې میاشتې په یوه لس ورځنۍ موده کې ۷۰ طالب مشران ووژل شول.  [۱۳]

شالید[سمول]

په عامه بڼه، د پاکستان حکومت دا بریدونه غندلي دي. خو دا اعا هم شوې چې بې پیلوټه الوتکو ته اجازه ورکړل شوې ترڅو د پاکستان له شمسي هوايي ډګر څخه د ۲۰۱۱ کال د اپرېل تر ۲۱ کار واخلي. د ویکي لیکس له خوا د افشا شوو ډیپلوماټیکو اسنادو پربنسټ، د پاکستان د پوځ مشر اشفاق پرویز کیاني نه یوازې په پټه توګه د بې پیلوټه الوتکو له الوتنو سره هوکړه کړې وه، بلکې په ۲۰۰۸ کال کې یې د امریکایانو څخه غوښتنه کړې وه چې دا بریدونه زیات کړي. خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک وویل، "د بې پیلوټه الوتکو توغنديو مالي خسارات اړولي. یو څو وسله وال وژل کېږي، خو زیاتره قربانیان بې ګناه وګړي دي." دا بریدونه زیاتره په پاکستان کې د امریکا ضد احساساتو د راپارولو لامل ګڼل کېږي او په پاکستان کې د سي آی اې د پراخو فعالیتونو په اړه یې پوښتنې را پورته کړې. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د ملکي مرګ ژوبلې او د اورپکو مرګ ژوبلې د شمېرو په اړه ريپوټونه توپیر لري. په عمومي ډول، سي آی اې او نورو امریکایی ادارو د اورپکو د لوړې کچې مرګ ژوبلې ادعا کړې. خو دا ادعا د سنجش په یوه لانجمنه تګلاره ولاړه ده چې "د برید په سیمه کې ټول پوځي عمر لرونکي نارینه جنګیالي شمېرل کېږي ... مګر دا چې په ښکاره ټوګه استخبارات وروسته دوی بې ګناه ثابت کړي." د بېلګې په توګه، سي آی اې ادعا وکړه چې د ۲۰۱۰ کال له مې د ۲۰۱۱ کال تر اګست پورې بریدونو کې له ۶۰۰ زیات وسله وال پرته له کومې ملکي مرګ ژوبلې وژل شوي، چې له دې ادعا سره زیاتره موافق نه دي. د نیو امریکا بنسټ اټکل کړی چې په بریدونو کې د وژل شویو کسانو ۸۰ سلنه وسله وال وو. له بلې خوا يو شمېر کارپوهانو ويلي چې په حقيقت کې ډېر کم وسله وال او ډېر زیات ملکي وګړي وژل شوي دي. د بروکینګز انستېتیوټ غړي، ډینیل ایل بایمن د ۲۰۰۹ کال په یوه نظري مقاله کې لیکلي چې د ډرون بریدونو ښایي د هر اورپکي د وژلو په سر "۱۰ یا ډېر ملکي وګړي" وژلي وي. د پاکستان پوځ ویلي دي چې په وژل شویو کې زیاتره د القاعدې او طالبانو وسله وال وو. د څېړنیز ژورنالیزم بنسټ موندلې چې له ۲۴۹۷ څخه تر ۳۹۹۹ پورې په وژل شوو کسانو کې له ۱۷۲ څخه تر ۲۰۷ پورې ماشومان او له ۴۲۳ څخه تر ۹۶۵ پورې ملکي وګړي وژل شوي دي. نوموړي بنسټ دا ادعا هم کړې چې د اوباما له واک ته رسېدو سر سم، لږ تر لږه ۵۰ ملکي وګړي په ورپسې بریدونو کې، چې د قربانیانو مرستې ته یې وردانګلې، وژل شوي دي. له ۲۰ څخه ډیر ملکي وګړي هم په جنازو او د غمشریکۍ په بریدونو کې وژل شوي چې دا عمل د حقوقي کارپوهانو له لوري غندل شوی هم دی.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

باربرا الیاس-سنبورن هم ادعا  کړې چې "تر هغې کچې چې د ډرون په اړه لیکنې وړاندیز کوي، دا ډول وژنې معمولا د جګړې لپاره د اورپکو هوډ ځواکمن کوي، د هر ډول احتمالي خبرو اترو او جوړجاړي مخه نیسي." خو د رنډ کارپوریشن (RAND Corporation) شننه وړاندیز کوي چې " ډرون بریدونه په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د پېښېدو او ځواکمنتیا سره تړاو لري.[۲۶][۲۷]

په ۲۰۱۰ کال کې د ټایمز سکویر د موټر بم د انګېزې په اړه بریدګر فیصل شهزاد وایې چې دا برید یې خپل پلرني ټاټوبي، پاکستان کې د سي آی اې د بې پیلوټه الوتکو د تکراري بریدونو له امله کړی و.  [۲۸]

د ۲۰۱۱ کال په نومبر کې د ډرون بریدونه وروسته له هغه ودرول شول چې د سلاله په پېښه کې ناټو ځواکونو ۲۴ پاکستاني پوځیان ووژل. د ۲۰۱۱ کال په ډسمبر کې شمسي هوايي ډګر له امریکایانو تش شو او پاکستانیانو یې کنترول په لاس کې واخیست. دې پیښې نږدې دوه میاشتې د ډرون بریدونو ودرول چې د ۲۰۱۲ کال د جنوري په ۱۰ بېرته پیل شو. [۲۹][۳۰]

د ملګرو ملتونو ځانګړي خبریال بین ایمرسن، د ۲۰۱۳ کال په مارچ میاشت کې د ملګرو ملتونو د یوې ډلې مشري وکړه چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې یې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه څېړنه کوله. نوموړي په ډاګه کړه چې دا بریدونه د پاکستان له حاکمیت څخه سرغړونه ده. ایمرسن زیاته کړه چې د هېواد حکومتي چارواکو په واضح ډول څرګنده کړه چې پاکستان د ډرون له بریدونو سره موافق نه دی، خو دا خبرې د متحده ایالاتو د چارواکو له خوا رد شوې. د بخښنې نړیوال سازمان د ۲۰۱۳ کال په اکټوبر کې، د ډرون بریدونو د اغېزو په اړه یوه مفصله څېړنه وړاندې کړه چې دا بریدونه یې په کلکه وغندل. په راپور کې راغلي وو چې د تصادفي ملکي مرګ ژوبلې شمېر، کارول شوي تاکتیکونه (لکه په ورپسې بریدونو کې د هغو کسانو په نښه کول چې د ټپیانو سره مرسته کوي) او د پاکستان د حاکمیت څخه سرغړونه په دې معنی ده چې ځینې بریدونه د غیرقانوني اعدامونو او جنګي جرمونو په څېر ګڼل کېدای شي.[۳۱][۳۲]

د ۲۰۱۴ کال په مې میاشت کې، د هدفي وژنو پروګرام په " په اساسي ډول ختم" وګڼل شو، چې د ۲۰۱۳ کال له ډسمبر وروسته هېڅ برید نه دی شوی. د بریدونو کمښت د اوباما د ادارې له نوي سیاست سره سمون خوري چې په کې "نږدې ډاډ" ته اړتیا وه چې ملکي وګړو ته به زیان نه رسېږي. همدارنګه، په دې سیاست کې د قانون جوړونکو څخه غوښتنه شوې وه چې د ډرون پروګرام (د کانګرس د ښه نظارت لپاره) د دفاع وزارت تر عملیاتي کنټرول لاندې راولي. د بریدونو کموالي همدارنګه په افغانستان کې د امریکا د پوځ او سي آی اې د حضور له کمښت، په پاکستان کې د القاعدې د حضور له کمښت، او د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د پوځ د رول (د سي آی اې په لګښت) له زیاتوالي سره سمون درلود. [۳۳][۳۴][۳۵]

شمېرې[سمول]

د نیو امریکا بنسټ د معلوماتو پر بنسټ، د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو اټکل (د ۲۰۱۸ کال د جنوري ۱ اټکل): [۳۶]
کال بریدونه مرګ ژوبله
اورپکي ملکي وګړي نامعلوم ټولټال
۲۰۰۴ ۱ ۳ ۲ ۲ ۷
۲۰۰۵ ۳ ۵ ۶ ۴ ۱۵
۲۰۰۶ ۲ ۱ ۹۳ ۰ ۹۴
۲۰۰۷ ۴ ۵۱ ۰ ۱۲ ۶۳
۲۰۰۸ ۳۶ ۲۲۳ ۲۸ ۴۷ ۲۹۸
۲۰۰۹ ۵۴ ۳۸۷ ۷۰ ۹۲ ۵۴۹
۲۰۱۰ ۱۲۲ ۷۸۸ ۱۶ ۴۵ ۸۹۸
۲۰۱۱ ۷۰ ۴۱۵ ۶۲ ۳۵ ۵۱۲
۲۰۱۲ ۴۸ ۲۶۸ ۵ ۳۳ ۳۰۶
۲۰۱۳ ۲۶ ۱۴۵ ۴ ۴ ۱۵۳
۲۰۱۴ ۲۲ ۱۵۴ ۰ ۰ ۱۴۵
۲۰۱۵ ۱۰ ۵۷ ۰ ۰ ۵۷
۲۰۱۶ ۳ ۹ ۰ ۰ ۹
۲۰۱۷ ۸ ۳۶ ۲ ۱ ۳۹
ټولټال ۴۰۹ ۲۵۳۳ ۲۸۸ ۲۷۵ ۳۰۹۶


د څېړنیز ژورنالیزم پر بنسټ د متحده ایالاتو د بې پيلوټه بریدونو په اړه د لاندې مجموعي شمېرې اټکل کوي (د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر ۱۷ اټکل)

  • ټول بريدونه: ۴۲۹
  • ټول وژل شوي: ۲۵۱۴ – ۴۰۲۳
  • وژل شوي ملکي وګړي: ۴۲۴ – ۹۶۹
  • وژل شوي ماشومان: ۱۷۲ – ۲۰۷
  • ژوبل شوي: ۱۱۶۲ – ۱۷۴۹
  • د بوش تر ادارې لاندې بریدونه: ۵۱
  • د اوباما تر ادارې لاندې بریدونه: ۳۷۳
  • د ترمپ تر ادارې لاندې بریدونه: ۵
  • د ۲۳۷۹ مړو له ډلې ۸۴ د القاعدې غړي ښودل شوي.  [۳۷]

د ۲۰۱۳ کال د جولای په میاشت کې څېړنیز ژورنالیزم له خوا د پاکستان حکومت یو پخوانی ترلاسه شوی محرم راپور د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ د بې پیلوټه الوتکو د ۷۵ بریدونو جزیات ښيي. د دې ۱۲ مخیز راپور پر بنسټ، په دې موده کې د وژل شویو ۷۴۶ کسانو له ډلې ۱۷۶ یې ملکي وګړي ښودل شوي دي. د لانګ وار ژورنال (د اوږدې جګړې ژورنال)، د څېړنیز ژورنالیزم بنسټ، او د نوې امریکا بنسټ په وینا، ۲۰۰۶، ۲۰۰۷، ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو د نورو کلونو په پرتله د ملکي مرګ ژوبلې ترټولو لوړه کچه درلوده. [۳۸]

سرچينې[سمول]

  1. Ghosh, Bobby; Thompson, Mark (1 June 2009). "The CIA's Silent War in Pakistan". Time. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Miller, Greg; Tate, Julie (1 سيپټمبر 2011). "CIA shifts focus to killing targets". مؤرشف من الأصل في 26 نومبر 2013. د لاسرسي‌نېټه 10 دسمبر 2017 – عبر www.WashingtonPost.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 27 December 2011 باندې). Under Obama, an emerging global apparatus for drone killing.
  4. (په 20 July 2009 باندې). No let-up in US drone war in Pakistan.
  5. Bergen, Peter; Tiedemann, Katherine (3 June 2009). "The Drone War". New America Foundation. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Isikoff, Michael (23 مې 2013). "In first public acknowledgement, Holder says 4 Americans died in US drone strikes". NBC News. مؤرشف من الأصل في 25 جولای 2013. د لاسرسي‌نېټه 19 اګست 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "NA unanimously passes resolution against US drone strikes". 10 دسمبر 2013. مؤرشف من الأصل في 29 اګست 2018. د لاسرسي‌نېټه 28 اګست 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ayaz Gul, 22 October 2013, "Pakistani PM Urges US to Stop Drone Strikes Archived 23 October 2013 at the Wayback Machine.", Voice of America. Retrieved 23 October 2013.
  9. "Secret memos 'show Pakistan endorsed US drone strikes'". BBC News. 24 October 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Nic Robertson and Greg Botelho (11 April 2013). "Ex-Pakistani leader admits secret deal with U.S. on drone strikes". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Andrew Buncombe, 9 May 2013, "Pakistani court declares US drone strikes in the country's tribal belt illegal Archived 19 May 2017 at the Wayback Machine.", The Independent. Retrieved 23 October 2013.
  12. Seth G. Jones and C. Christine Fair (2010). Counterinsurgency in Pakistan[مړه لينکونه] (Santa Monica, CA: Rand), xi,.
  13. Drone Strikes in Afghanistan. Archived 24 June 2018 at the Wayback Machine. Bureau of Investigative Journalism. Retrieved 6 March 2019.
  14. (په 11 December 2009 باندې). Qaeda Planner in Pakistan Killed by Drone.
  15. (په 19 February 2009 باندې). Pakistan allowing CIA to use airbase for drone strikes.
  16. (په 20 May 2011 باندې). Pakistan army chief sought more drone coverage in '08: Wikileaks.
  17. (په 23 April 2011 باندې). F-16 jets knock down CIA drones.
  18. (په 11 August 2011 باندې). C.I.A. Is Disputed on Civilian Toll in Drone Strikes.
  19. Jo Becker & Scott Shane, 29 May 2012, "Secret 'Kill List' Proves a Test of Obama's Principles and Will Archived 28 February 2017 at the Wayback Machine.", The New York Times. Retrieved 23 October 2013.
  20. (په 30 July 2011 باندې). Out of the blue.
  21. Byman, Daniel (14 July 2009). "Do Targeted Killings Work?". Brookings Institution. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ مې ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۱. Critics correctly find many problems with this program, most of all the number of civilian casualties the strikes have incurred. Sourcing on civilian deaths is weak and the numbers are often exaggerated, but more than 600 civilians are likely to have died from the attacks. That number suggests that for every militant killed, 10 or so civilians also died. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 9 March 2011 باندې). Most of those killed in drone attacks were terrorists: military.
  23. (په 4 February 2012 باندې). Obama terror drones: CIA tactics in Pakistan include targeting rescuers and funerals. Bureau of Investigative Journalism.
  24. Woods, Chris (11 اګست 2011). "Over 160 children reported among drone deaths". Bureau of Investigative Journalism. مؤرشف من الأصل في 6 جنوري 2012. د لاسرسي‌نېټه 27 دسمبر 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Woods, Chris (10 اګست 2011). "Drone War Exposed – the complete picture of CIA strikes in Pakistan". Bureau of Investigative Journalism. مؤرشف من الأصل في 17 دسمبر 2011. د لاسرسي‌نېټه 16 دسمبر 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Elias-Sanborn, Barbara (2 فبروري 2012). "The Pakistani Taliban's Coming Divide". Foreign Affairs. مؤرشف من الأصل في 10 مارچ 2012. د لاسرسي‌نېټه 13 مارچ 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Johnston, Patrick B., and Anoop Sarbahi, The Impact of U.S. Drone Strikes on Terrorism in Pakistan Archived 30 October 2012 at the Wayback Machine., RAND Corporation, 25 February 2012.
  28. Bomb motive Archived 17 May 2013 at the Wayback Machine., Los Angeles Times 8 May 2010.
  29. (په 10 December 2011 باندې). Pak forces take control of Shamsi airbase.
  30. Ken Dilanian (په 2011-12-23 باندې). CIA has suspended drone attacks in Pakistan, U.S. officials say. Los Angeles Times.
  31. (په 15 March 2013 باندې). UN says US drones violate Pakistan's sovereignty.
  32. Amnesty International. ""Will I be next?" US Drone Strikes in Pakistan" (PDF). Amnesty International Publications. مؤرشف (PDF) من الأصل في 23 اکتوبر 2013. د لاسرسي‌نېټه 22 اکتوبر 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "McCain: Are You a "Wacko Bird" Like Rand Paul, Justin Amash, and Ted Cruz?". Reason.com (په انګلیسي ژبه کي). 2013-03-09. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. (په 29 May 2014 باندې). The drone war may be over in Pakistan.
  35. (په 29 May 2014 باندې). CIA Winds Down Drone Strike Program in Pakistan.
  36. "Drone Strikes: Pakistan". New America. مؤرشف من الأصل في 1 نومبر 2017. د لاسرسي‌نېټه 10 دسمبر 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Serle, Jack. "Only 4% of drone victims in Pakistan named as al Qaeda members". The Bureau of Investigative Journalism. مؤرشف من الأصل في 19 اکتوبر 2014. د لاسرسي‌نېټه 20 اکتوبر 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Woods, Chris "Leaked Pakistani report confirms high civilian death toll in CIA drone strikes Archived 28 July 2013 at the Wayback Machine." Bureau of Investigative Journalism. 22 July 2013.