Jump to content

په پاکستان کې اسلامي واکمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په پاکستان کې اسلامي واکمني (په اردو: اسلامي حکمرانی) یا شریعت سازي د ۱۹۵۰مې لسیزې راوروسته اوږده مخینه لري، خو دغه چاره له ۱۹۷۷ زکال څخه تر ۱۹۸۸ زکال پورې د پاکستاني واکمن جنرال ضیاالحق د حکومت لومړیتوب لرونکې یا مرکزي پالیسي وه. له همدې امله ضیا هغه مهال «د سیاسي اسلام په نړیوال مرکز باندې د پاکستان د اړولو لومړۍ درجه مسئول کس» بلل کېده.  [۱][۲][۳]

د پاکستان د خپلواکۍ خوځښت له بریتانوي هند څخه خپله خپلواکي د یو مسلمان هېواد په نامه واخیسته. دغه هېواد د تاسیس له مهال څخه تر ۱۹۵۶ زکال پورې هغه مهال چې نوم یې د نوي اساسي قانون پر بنسټ د پاکستان اسلامي جمهوریت ته واوښت، کوم رسمي دین یې نه درلود. له دې سره په خوا کې تر دغه مهاله د دولتي او قضایي پروتوکولونو او همدارنګه ملکي حکومت اړوند هېڅ مذهبي قانون شتون نه درلود.[۴]

هغه مهال چې ضیاالحق د یوې پوځي کودتا پرمټ واک ته ورسېد ژمنه یې وکړه چې دی به د مصطفی (حضرت محمد(ص)) د نظام څخه خپله نسخه په دغه هېواد پلې کړي؛ یعنې دا چې یو اسلامي حکومت به جوړ او شرعي احکام به پلي کوي. [۵]

ضیا جلا شرعي محکمې او هغو ته اړوندې څانګې جوړې کړې څو قضايي دوسیې د اسلامي دوکتورینو له مخې حل کړي. د پاکستان په قوانینو کې نوي جنايي جرمونه (زنا، لواطت او مقدساتو ته توهین) او نوي ډولونه مجازات (په قمچینه وهل، د غړي غوڅول، سنګسار او مرګ) شامل شول. په بانکي حسابونو کې د سود ورکړه بنده شوه او ټول حسابونه یې د ګټې او تاوان ډول ته واړول. د کلنیو مالیاتو ۲.۵ برخه هم د زکات په بڼه اخیستل کېده. ښوونیز نصاب او د ښوونځیو په کتابتونونو کې کتابونه بیاځلي وکتل شول څو د غیراسلامي مواردو لرونکي موضوعات ترې لرې کړي. دفترونه، ښوونځي او کارځایونه مکلف وګڼل شول چې د لمانځه د ادا کولو لپاره ځای تنظیم کړي. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د اسلامي کولو د پروګرام اړوند د ضیا په احتمالي انګېزو کې د هغه شخصي پرهېزګاري (ډېری منابع څرګندوي چې هغه یوې مذهبي کورنۍ ته اړوند و)، د سیاسي متحدینو موندنه، د یو مسلمان هېواد په توګه «د پاکستان د جوړېدو د موخې پوره کول» او یا هم د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د هغه سیاسي اړتیاوې شاملېږي، ځکه چې ډېری پاکستانیانو د ده پوځي حکومت ځپونکی او نه استازولي کوونکی باله. [۱۸][۱۹]

دا چې ضیا تر کومې کچې پورې د دولتي ملاتړ لرونکې اسلامي سازۍ پر مټ د پاکستان د ملي انسجام په پیاوړتیا کې بریالی و، لا هم د بحث موضوع جوړوي. ورته مهال د سني او شیعه مسلمانانو ترمنځ مذهبي ترینګلتیاوې هم په اسلامي فقه کې د اختلافاتو له امله راپیدا شوې چې په ځانګړي ډول یې د زکات د وېش له ډول څخه سرچینه اخیسته. [۲۰][۲۱][۲۲]

مخینه او تاریخچه[سمول]

پاکستان د هند په نیمه لویه وچه کې د مسلمانانو لپاره د یو کورواکه ژوند لرلو په موخه د یو خپلواک هېواد په بڼه تاسیس شو. [۲۳]

د بریتانوي هند د مسلمانانو ترمنځ د پاکستان ایډیا په ځانګړې توګه د متحد ولایت په څېر په هغو سیمو کې پراخه ملاتړ وموند چې بریتانوي هند ته اړوند وې او مسلمانان په کې اقلیت وو. د یو شمېر منابعو له خولې د مسلم لیګ مشرتابه، علماوو او محمد علي جناح د پاکستان اړوند خپل لیدلوری د یو اسلامي دولت په اډانه کې تعریف کړی و. دغه مهال جناح له علماوو سره نږدې اړیکې جوړې کړې وې. هغه مهال چې جناح ومړ پاکستاني عالم مولانا شبیراحمد عثماني، جناح له سترواک اورنګ زېب وروسته تر ټولو لوی مسلمان توصیف کړ او العیاذ باالله د هغه مړینه یې د اسلام د سپېڅلي پیغمبر له وفات سره پرتله کړه. عثماني په پاکستانیانو غږ وکړ چې د یووالي، ایمان او نظم اړوند د جناح پیغام په یاد وساتي او د هغه د هیلو د پوره کېدو لپاره هڅې وکړي: [۲۴][۲۵][۲۶]

څو له کراچۍ څخه تر انقرې او له پاکستان څخه تر مراکش پورې د مسلمانو هېوادونو یو پیاوړی بلاک جوړ کړو. هغه [جناح] غوښتل د نړۍ مسلمانان د اسلام تر بیرغ لاندې یو موټی ژوند وکړي او دغه چاره یې د دښمنانو د نقشو پر وړاندې اړین ګام باله. [۲۷]

په یو ایډیالوژیک اسلامي دولت باندې د پاکستان د اوښتون اړوند لومړنی رسمي ګام د ۱۹۴۹ زکال په مارچ میاشت کې واخیستل شو؛ هغه مهال چې د پاکستان لومړني لومړي وزیر لیاقت علي خان د اساسي قانون شورا ته د خپلو موخو پرېکړه لیک وړاندې کړ. په دغه پرېکړه لیک کې لیکل شوي و چې په ټولې هستۍ باندې واکمن یوازې لوی خدای دی. د مسلم لیګ ګوند مشر چودري خالق زمان اعلان وکړ چې پاکستان به ټول مسلمان هېوادونه په یو پان اسلامي جوړښت یا اسلامستان کې راغونډ کړي. خالق باوري و چې پاکستان یوازې مسلمان هېواد دی او لا اسلامي دولت نه دی، خو مطمئنا وروسته له هغه په یو مسلمان دولت اوښتلی شي چې ټول مسلمانان په یو واحد سیاسي جوړښت کې راغونډ کړي. د پاکستاني سیاستونو په برخه کې له لومړنیو څېړونکو څخه کیټ کلارډ درک کړې چې پاکستانیان هغه مهال په اسلامي نړۍ کې د موخې او لیدلوري په اساسي یووالي باوري وو: [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

پاکستان د مسلمانانو د آرمان د پراختیا په موخه تاسیس شو. له نورو مسلمانانو هم دغې تمې شتون درلود چې ورسره خواخوږي او آن لیوالتیا ولري. خو دا دې ته اړوند و چې نور مسلمان هېوادونه هم د دین او ملت د رابطې اړوند ورته لیدلوری ولري. [۳۳]

بل پلو د پاکستان پان اسلامېستي احساساتو په نورو مسلمانو دولتونو کې په ورته بڼه شتون نه درلود. د اسلامي نړۍ په نورو برخو کې ملت پالنه د قوم، ژبې او کلتور پر بنسټ وه. په داسې حال کې چې نورو مسلمانو دولتونو د پاکستان له دغه پان اسلامېستي آرمانونو سره خواخوږي نه لرله خو بیا هم د فلسطین لوی مفتي، الحاج امین الحسیني او د اخوان المسلمین په څېر د سیاسي اسلام پالو خوځښتونو مشران دغه هېواد ته په مکرر ډول تلونکو کسانو واوښتل. وروسته له هغه چې جنرال ضیاالحق د یوې پوځي کودتا پر مټ واک خپل کړ، د حزب التحریر (هغه اسلام پاله ډله چې د خلافت غوښتونکې ده) سازماني شبکې په پاکستان کې خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړه. د دغې ډلې بنسټګر تقي الدین النبهاني د پاکستان د اسلامي جمیعت د ډلې له بنسټګر ابوالعلی مودودي سره منظمه مکاتبه کوله او همدارنګه یې له ډاکټر اسرار احمد څخه وغوښتل څو په پاکستان کې د اسلامي خلافت د تاسیس تر مهاله له جماعت اسلامي سره خپل کار ته دوام ورکړي. [۳۴][۳۵][۳۶]

ټولنپوه نسیم احمد جاوېد د ۱۹۶۹ زکال پر مهال له وړاندې څخه په وېشل شوي پاکستان کې د هغه ملي هویت د ډول اړوند چې مسلکي او د لوړو زده کړو لرونکي کسان یې د ځان اړوند کاروي، یوه نظرپوښتنه ترسره کړه. هغه وموندله چې د ختیځ پاکستان (اوسني بنګلادېش) څه باندې ۶۰٪ وګړي ادعا کوي چې سیکولر ملي هویت لري. ورته مهال په لویدیځ پاکستان (اوسنی پاکستان) کې بیا وګړي د سیکولر هویت پر ځای اسلامي هویت لري. له دې سره هم همدغه شخصیت بیا په ختیځ پاکستان کې خپل هویت د اسلام نه بلکې د قومیت پر بنسټ تعریف کوي. په لویدیځ پاکستان کې چېرې چې اسلام له قوم مهم بلل کېده دغه پایله بیا برعکس وه. [۳۷]

په پاکستان کې له لومړنیو عمومي ټاکنو وروسته منتخب پارلمان د ۱۹۷۳ زکال اساسي قانون جوړ کړ. دغه اساسي قانون پاکستان، اسلامي جمهوریت او د هغو دولتي دین یې هم اسلام اعلان کړ. ورته مهال یې څرګنده کړې وه چې ټول قوانین باید د هغو اسلامي لارښوونو پر بنسټ تنظیم شي چې له قران او سنتو څخه سرچینه اخلي او د دغو سره په مخالفت کې هېڅ قانون نشي جوړېدلی. یاد اساسي قانون همدارنګه د فدرال شرعي محکمې او د اسلامي ایډیالوژۍ د شورا په څېر ځانګړي بنسټونه جوړ کړل څو د اسلام د تفسیر له مخې چارې هدایت او تنظیم کړي. [۳۸][۳۹][۴۰]

سرچينې[سمول]

  1. Haqqani, Husain (2005). Pakistan:Between Mosque and Military; §From Islamic Republic to Islamic State. United States: Carnegie Endowment for International Peace (July 2005). مخونه 148. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87003-214-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Jones, Owen Bennett (2002). Pakistan : eye of the storm. New Haven and London: Yale University Press. مخونه 16–7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0300101478. ... Zia made Islam the centrepiece of his administration. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Ḥaqqānī, Husain (2005). Pakistan: between mosque and military. Washington: Carnegie Endowment for International Peace. مخونه 131. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87003-214-1. لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۱۰. Zia ul-Haq is often identified as the person most responsible for turning Pakistan into a global center for political Islam. Undoubtedly, Zia went farthest in defining Pakistan as an Islamic state, and he nurtured the jihadist ideology ... منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Qadeer, Muhammed (2006-11-22). Pakistan - Social and Cultural Transformations in a Muslim Nation. Routledge, 2006. مخونه 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1134186174. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Kepel, Gilles (2002). Jihad: The Trail of Political Islam (چاپ 2006). I.B.Tauris. مخونه 100–101. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781845112578. لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Diamantides, Marinos; Gearey, Adam (2011). Islam, Law and Identity. Routledge. مخونه 198. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781136675652. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Double Jeopardy: Police Abuse of Women in Pakistan. Human Rights Watch. 1992. مخونه 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781564320636. لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Haqqani, Husain (2005). Pakistan: between mosque and military. Washington D.C.: United Book Press. مخونه 400. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780870032851. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Wynbrandt, James (2009). A Brief History of Pakistan. Facts on File. مخونه 216–7. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780816061846. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Jones, Owen Bennett (2002). Pakistan : eye of the storm. New Haven and London: Yale University Press. مخونه 16–7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0300101478. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Paracha, Nadeem F. (3 September 2009). "Pious follies". Dawn.com. لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Kepel, Gilles (2002). Jihad: The Trail of Political Islam (چاپ 2006). I.B.Tauris. مخونه 100–101. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781845112578. لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Wynbrandt, James (2009). A Brief History of Pakistan. Facts on File. مخونه 216–7. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780816061846. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Jones, Owen Bennett (2002). Pakistan : eye of the storm. New Haven and London: Yale University Press. مخونه 16–7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0300101478. ... Zia rewarded the only political party to offer him consistent support, Jamaat-e-Islami. Tens of thousands of Jamaat activists and sympathisers were given jobs in the judiciary, the civil service and other state institutions. These appointments meant Zia's Islamic agenda lived on long after he died. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Nasr, Vali (2004). "Islamization, the State and Development" (PDF). In Hathaway, Robert; Lee, Wilson (سمونګران). ISLAMIZATION AND THE PAKISTANI ECONOMY. Woodrow Wilson International Center or Scholars. مخونه 95. لاسرسي‌نېټه ۳۰ جنوري ۲۰۱۵. General Zia became the patron of Islamization in Pakistan and for the first time in the country’s history, opened the bureaucracy, the military, and various state institutions to Islamic parties منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Double Jeopardy: Police Abuse of Women in Pakistan. Human Rights Watch. 1992. مخونه 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781564320636. لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Talbot, Ian (1998). Pakistan, a Modern History. NY: St.Martin's Press. مخونه 281. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780312216061. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Haqqani, Husain (2010). Pakistan: Between Mosque and Military. Carnegie Endowment. مخونه 132. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780870032851. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Talbot, Ian (1998). Pakistan, a Modern History. NY: St.Martin's Press. مخونه 286. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780312216061. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Talbot, Ian (1998). Pakistan, a Modern History. NY: St.Martin's Press. مخونه 271. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780312216061. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Talbot, Ian (24 January 2007). "7 Religion and Violence". In Hinnells, Richard King, John (سمونګر). Religion and Violence in South Asia: Theory and Practice. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781134192182. لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Talbot, Ian (1998). Pakistan, a Modern History. NY: St.Martin's Press. مخونه 251. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780312216061. The state sponsored process of Islamisation dramatically increased sectarian divisions not only between Sunnis and Shia over the issue of the 1979 Zakat Ordinance, but also between Deobandis and Barelvis. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. John L. Esposito The Islamic Threat: Myth or Reality? page 64 Oxford University Press, 1999 ISBN 0199727201, 9780199727209
  24. Dhulipala, Venkat (2015). Creating a New Medina: State Power, Islam, and the Quest for Pakistan in Late Colonial North India. Cambridge University Press. مخونه 497. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781316258385. As the book has demonstrated, local ML functionaries, (U.P.) ML leadership, Muslim modernists at Aligarh, the ulama and even Jinnah at times articulated their vision of Pakistan in terms of an Islamic state. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Dhulipala, Venkat (2015). Creating a New Medina: State Power, Islam, and the Quest for Pakistan in Late Colonial North India. Cambridge University Press. مخونه 496. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781316258385. The idea of Pakistan may have had its share of ambiguities, but its dismissal as a vague emotive symbol hardly illuminates the reasons as to why it received such overwhelmingly popular support among Indian Muslims, especially those in the 'minority provinces' of British India such as U.P. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Dhulipala, Venkat (2015). Creating a New Medina: State Power, Islam, and the Quest for Pakistan in Late Colonial North India. Cambridge University Press. مخونه 489. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781316258385. But what is undeniable is the close association he developed with the ulama, for when he died a little over a year after Pakistan was born, Maulana Shabbir Ahmad Usmani, in his funeral oration, described Jinnah as the greatest Muslim after the Mughal Emperor Aurangzeb. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Dhulipala, Venkat (2015). Creating a New Medina: State Power, Islam, and the Quest for Pakistan in Late Colonial North India. Cambridge University Press. مخونه 489. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781316258385. But what is undeniable is the close association he developed with the ulama, for when he died a little over a year after Pakistan was born, Maulana Shabbir Ahmad Usmani, in his funeral oration, described Jinnah as the greatest Muslim after the Mughal Emperor Aurangzeb. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Umar, Badruddin (1970). "অষ্টম পরিচ্ছেদের চতুর্থ অনুচ্ছেদ". পূর্ব বাংলার ভাষা আন্দোলন ও তৎকালীন রাজনীতি. Anandhara Publications. مخونه 282–284. ৪। আরবীকে রাষ্ট্রভাষা করার প্রস্তাবঃ বাংলা ভাষায় আরবী হরফ প্রচলনের ষড়যন্ত্রের পাশাপাশি আরবীকে পাকিস্তানের রাষ্ট্রভাষা করার জন্যে দেশের বিভিন্ন স্তরের কিছু ব্যক্তি নিজেদের অভিমত ব্যক্ত করেন। এঁদের মধ্যে ডক্টর মুহম্মদ শহীদুল্লাহর ভূমিকাই সব থেকে উল্লেখযোগ্য এবং ভাষা সম্পর্কে তাঁর অন্যান্ত বক্তব্যের সাথে অসঙ্গতিপূর্ণ। তিনি উর্দুকে রাষ্ট্রভাষা রূপে গ্রহণ করার এবং বাংলা ভাষায় আরবী হরফ প্রবর্তনের ঘোর বিরোধিতা সত্ত্বেও ধর্মীয় কারণে আরবীর প্রতি একটা বিশেষ দুর্বলতা এর পূর্বেও ব্যক্ত করেছেন। কয়েক বছর পূর্বে তিনি এ প্রসঙ্গে বলেন, 'সেদিন পাকিস্তান রাষ্ট্রের জন্ম সার্থক হইবে, যেদিন আরবী সমগ্র পাকিস্তানের রাষ্ট্রভাষা রূপে গৃহীত হইবে। পূর্ব পাকিস্তান আরবী সংঘ নামে একটি প্রতিষ্ঠানের কার্যকারী সমিতি ডক্টর শহীদুল্লাহর সভাপতিত্বে ১৯৪৯ সালের ডিসেম্বের মাসে পাকিস্তান গণ পরিষদে পেশ করার জন্য একটি খসড়া স্মারকলিপি অনুমোদন করেন। তাতে আরবীকে পাকিস্তানের রাষ্ট্রভাষা করার সুপারিশ এবং শহরের বিভিন্ন কেন্দ্র ও মফঃস্বলে 'দরসে কোরানে'র ব্যবস্থা করার জন্যে সরকারকে অনুরোধ জানানো হয়। এর পর ১৮ই জানুয়ারি, ১৯৫০, রাজশাহী কলেজের কিছু সংখ্যক ছাত্র আরবীকে পাকিস্তানের রাষ্ট্রভাষা করার দাবীতে কলেজ কমনরুমে একটি সভা আহ্বান করেন। সেখানে প্রাদেশিকতা দূর করার উপায় হিসাবে আরবীকে রাষ্ট্রভাষা করার প্রয়োজনীয়তার উল্লেখ করা হয়। আরবী ভাষাকে পাকিস্তানের রাষ্ট্রভাষা করার জন্যে আইন মোতাবেক আন্দোলন চালানো হবে বলে সেই সভায় একটি প্রস্তাব গৃহীত হয়। ৩ স্টেট ব্যাঙ্কের গভর্নর জাহিদ হোসেনও আরবীকে রাষ্ট্রভাষা করার প্রস্তাব করেন এবং তাঁর এই প্রস্তাব সিন্ধু আইন পরিষদের সদস্ত এবং সিন্ধু আরবী বিশ্ববিদ্যালয়ের ভাইস-চ্যান্সেলর সৈয়দ আকবর শাহ কর্তৃক সমর্থিত হয়। এই প্রসঙ্গে এক বিবৃতিতে তিনি বলেন যে আরবী ভাষা প্রবর্তন করলে মুসলিম জাহানের সাথে পাকিস্তানের সম্পর্ক আরও ঘনিষ্ঠ হবে এবং তার ফল স্বরূপ রাজনৈতিক দিক দিচ্ছে এ দেশ লাভবান হবে। এর পর ১৯৫১ সালের ১ই ফেব্রুয়ারি করাচীতে বিশ্ব মুসলিম সম্মেলনের প্রকাশ্য অধিবেশনে ইসমাইলী সম্প্রদায়ের নেতা আগা খান বলেন যে আরবীকে পাকিস্তানের রাষ্ট্রভাষা করা হলে আরব জাহান, উত্তর আফ্রিকা এবং ইন্দো নেশিয়ার মুসলমানদের মধ্যে সাধারণ যোগাযোগ স্থাপিত হবে। এ প্রসঙ্গে তিনি আরও বলেন, আমি খেয়ালের বশে কোনো কিছু বলিতেছি না। আমি যাহা বলিতেছি তাহা জনসাধারণের এক বিরাট অংশের নিকট অপ্রিয়। কিন্তু তবুও দুনিয়ার মুসলমানদের সম্মুখে আমার মতামত প্রকাশ না করিলে আমার কর্তব্য অসমাপ্ত থাকিবে এবং এছলামের প্রতি বিশ্বাসঘাতকতা করা হইবে। আরবীকে রাষ্ট্রভাষা করার এই সব প্রস্তাব অবশ্য পাকিস্তানের কোনো অংশেই তেমন কোনো সমর্থন লাভ করে নাই। তবে এই দাবী ইসলামী সংস্কৃতির বিকাশের প্রশ্নের সাথে জড়িত থাকায় তা পরোক্ষভাবে রাষ্ট্রভাষা উর্দু এবং বাংলা ভাষায় আরবী হর। প্রবর্তনের দাবীকে কতকগুলি মহলে জোরদার করে। বিভিন্ন মহলে মারবীকে রাষ্ট্রভাষা করার যে প্রস্তাব উত্থাপিত হয় তার বিরোধিতা করে পাকিস্তান বৌদ্ধ লীগের সেক্রেটারী রবীন্দ্রনাথ বর্মী ১০ই ফেব্রুয়ারি, ১৯৫১, এক বিবৃতি দেন। কিন্তু এক্ষেত্রে আরবীর ক্ষান্ত না হয়ে তিনি উর্দুর সমর্থনে ওকালতিও করেন: ৩০২/৪০৫ পাকিস্তান মোছলেম লীগ কাউন্সিল সম্প্রতি এক প্রস্তাবে মারবীকে পাকিস্তানের রাষ্ট্রভাষা রূপে গ্রহণ করিবার জন্য সোপারেণ করিয়াছেন। পাকিস্তানের স্রষ্টা মরহুম কায়েদে আজম এই ঢাকা শহরে সুস্পষ্টভাবে ঘোষণা করিয়াছিলেন যে, উর্দুই পাকিস্তানের রাষ্ট্রভাষা হইবে। কারণ ইংরেজী ভাষার পর উপ-মহাদেশের অধিকাংশ লোকে উর্দু ভাষা সহজে বুঝিতে পারে। কিন্তু পাকিস্তানের কোথাও আরবী ভাষায় কথাবার্তা বলা হয় না। পাকিস্তানের সংবাদপত্র এবং সামরিক পত্রাদিও উর্দুতে প্রকাশিত হয়। আমাদের মনে হয় আরবীর পরিবর্তে উর্দুই রাষ্ট্রভাষা হওয়া উচিত। সংখ্যালঘু বৌদ্ধ সম্প্রদায়ের প্রতিনিধির পক্ষে উর্দুকে রাষ্ট্রভাষা করার ওকালতি নিতান্তই অস্বাভাবিক। একদিকে রাষ্ট্রদ্রোহী আখ্যা লাভের ভয়ে বাংলাকে রাষ্ট্রভাষা হিসাবে দাবী করার অক্ষমতা এবং অন্য আরবীর মতো একটি সম্পূর্ণ বিদেশী ভাষাকে রাষ্ট্রভাষা রূপে গ্রহণ করার বিপদ এ দুইয়ের ফলেই খুব সম্ভবতঃ রবীন্দ্রনাথ বর্মীর উচু সমর্থন। কিন্তু কারণ যাই যে সংখ্যালঘু সম্প্রদায়ের একজন প্রতিনিধির পক্ষে এ জাতীয় বক্তব্য ৩০৩ / ৪০৫ সুবিধাবাদ ও মেরুদণ্ডহীনতার পরিচায়ক সে বিষয়ে সন্দেহের বিন্দুমাত্র কারণ নেই। منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  30. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  31. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  32. (په 1 February 2013 باندې). Arabic as official language. Arab News.
  33. Haqqani, Husain (2010). Pakistan: Between Mosque and Military. Carnegie Endowment. مخونه 18. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780870032851. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. (په 12 February 2016 باندې). Global connections: The crackdown on Hizbut Tahrir intensifies. Herald.
  35. Haqqani, Husain (2010). Pakistan: Between Mosque and Military. Carnegie Endowment. مخونه 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780870032851. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. Haqqani, Husain (2010). Pakistan: Between Mosque and Military. Carnegie Endowment. مخونه 18. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780870032851. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  37. Cochrane, Iain (2009). The Causes of the Bangladesh War. Lulu.com. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781445240435. The social scientist, Nasim Ahmad Jawed has conducted a survey of nationalism in pre-divided Pakistan and identifies the links between religion, politics and nationalism in both wings of Pakistan. His findings are fascinating and go some way to explain the differing attitudes of West and East Pakistan to the relationship between Islam and Pakistani nationalism and how this affected the views of people in both wings, especially the views of the peoples of both wings towards each other. In 1969, Jawed conducted a survey on the type of national identity that was used by educated professional people. He found that just over 60% in the East wing professed to have a secular national identity. However, in the West wing, the same figure professed an Islamic and not a secular identity. Furthermore, the same figure in the East wing described their identity in terms of their ethnicity and not in terms of Islam. He found that the opposite was the case in the West wing where Islam was stated to be more important than ethnicity. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. Diamantides, Marinos; Gearey, Adam (2011). Islam, Law and Identity. Routledge. مخونه 196. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781136675652. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  39. Iqbal, Khurshid (2009). The Right to Development in International Law: The Case of Pakistan. Routledge. مخونه 189. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781134019991. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  40. Diamantides, Marinos; Gearey, Adam (2011). Islam, Law and Identity. Routledge. مخونه 198. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781136675652. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)