Jump to content

په ټولنه کې د اقتصادي او غير اقتصادي فعاليتونو اهميت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سريزه

[سمول]

کله چې موږ خپل چاپيرياته وګورو نووبه وينوچې ټول انسانان په مختلفو کارونو بوخت دي اودخپل ژوند دبقاپه خاطرماديات لاسته راوړي او مختلفې دندې ترسره کوي د مثال په ډول بزګر په خپله بزګرۍ کې مشغول دی او غواړي چې د خپلو ضرورتونو د رفع کولو په منظور کرنيز توليدات وکړي او په همدې ترتيب دوکاندار په خپله دوکاندارۍ کې مشغول دی ترڅو وکولای شي چې د زيات عايد د لاسته راوړلو په منظور تجارتي فعاليتونه ترسره کړي.

ددې نه علاوه  انسانان يوډول نورفعاليتونه هم سرته رسوي چې دا فعاليتونه دمادياتود لاسته راوړلو په خاطرنه بلکې دانساني همدردۍ،محبت،رسم اورواج،اخلاق ،دين او داسې نورو احساساتو په منظور لکه عابد ددې لپاره چې د الله (ج) رضا حاصله کړي د خپل رب په عبادت کې مشغول وي مطلب دا چې د انسان طبعي جوړښت داسې دی چې هميشه د يو هدف په خاطر په مختلفو فعاليتونو بوخت وي.

نو د همدې فعاليتونو په نظر کې نيولو سره  انساني فعاليتونه په دوه برخوويشل شوي دي چې عبارت دي له( الف) اقتصادي فعاليتونه (ب) غيراقتصادي فعاليتونه .

دغه دواړه فعاليتونه دانسان په ټولنيزژوند کې دزيات اهميت درلودونکې دي اود دې فعاليتونو دنشتوالې په صورت کې نشي کولاې چې خپل ژوندته په سمه توګه ادامه ورکړي ،نوځکه اړينه مو وګڼله چې په ټولنه کې د اقتصادي او غيري اقتصادي فعاليتونو د اهميت تر عنوان لاندې موضوع د ادارې او تجارت پوهنځي د محترمو استادانو په مشوره غوره کړم چې ددې په ترتيب کې راسره لارښود محترم استاد امرالدين (حسن) نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړي چې د لوي الله (ج) د دربار څخه ورته د اجر عظيم غوښتونکی يم.

په درناوي







لومړى فصل

[سمول]

انساني فعا ليتونه

که مونږ خپل  چاپيريال ته نظر وکړو نووبه وينوچې هر شخص په يوکار کښې مصروف دى دوکاندار خپله دوکانداري کوي، مزدورپه تعمير کـې کار کوي ، ذاهد د خداى عبادت کې مشغول دى ، ډاکتر مريض  معاينه کـوي ، استاد شاګردانو ته تدريس کوي انسان چې په دې دنيا کې کوم کار کوي هغه انساني فعاليت ګڼل کيږي  انسان چې کوم فعاليتونه تر سره کوي هغه هسې  نه اجرا کوي بلکه په هغوې کې ځانګړي اهداف نغښتي وي ځيني خلک يې د نو م او شهرت د حاصلولو او ځيني يې د خداى د رضا د حاصلولو او ځيني بيا د مادي ګټو د تر لاسه کولو د پاره ترسره کوي  انسان چې کوم فعاليتونه د مختلفو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره ترسره کوي هغه په دوه ګروپونو ويشل شوي دي .

١ .اقتصادي فعاليتونه               ٢ .   غير اقتصادي فعاليتونه

١ =  اقتصادي فعاليتونه :

اقتصادي فعاليتونه عبارت د هغه فعاليتونو څخه دي چي د مادي ګټو دحاصلولو دپاره تر سره کيږي  چې د هغې په وجه اجناس او خدمات تر لاسه کيږي  مثلا  د وکيل وکالت ، د تاجر  تجارت ، د دهقان  دهقاني ، د استاد  تدريس ، د نجار نجاري  او داسې نور چې مادي بدله حاصلوي

اقتصادي فعاليتونه په دوه ډوله دي چې عبارت دي له

١ =   غيرى کارو باري فعاليتونه .           ٢ =  کارو باري فعاليتونه .

١ =  غيرى کاروىباري فعاليتونه

-ټول هغه انسا ني فعاليتو نه چې د هغوې مادي معاوضه ( بدله)  د مخکې څخه تعين شوي وي   ديته غيرى کاروباري فعاليتونه ويل کيږي د مثال په توګه مامورين ، صنعتي او تجارتي کارکونکي همدارنګه ملازمين په خپلو شعباتو کې کار کوي او داسې نور چې د هغوې مادي معاوضه د مخکې څخه تعين شوي وي .

٢ =  کاروباري فعاليتونه

کاروباري فعاليتونه عبارت د هغو فعاليتونو څخه دي چي د ګټې په خاطر اختياريږي د ګټې څخه مراد هغه معاوضه ده چې په يو توليدي فعاليت کې د مخکې څخه تعين شوي نه وي مثلا يو دهقان کرکيله کوي او دهغې په نتيجه کې حاصل تر لاسه کوي صنعت کار مصنوعات تياروي او تاجر اجناس خرڅوي چې د هقان ، صنعت کار ، او تاجر د ګټې په خاطر مصروف دي ددې لپاره معاوضه د مخکې څخه تعين شوې نه ده کيداې شي چې ډيره يا کمه ګټه تر لاسه کړي او ځيني وخت کيداې شي چې د تاوان سره هم مخامخ شي .

د کارو بار تعريف : د کارو بار په اړه علماؤ مختلف تعريفونه کړيدي مونږيې دلته د ځينوڅخه يادونه کوو .

١ =  ټول هغه توليدي فعاليونه چې د هغې مقصد د اجناسو او خدماتو په وجه ددولت حاصلول وي کارو بار بلل کيږي .

٢ = په کارو بار کې ټول هغه فعاليتونه شامل دي چې په هغې کې يو فرد يا اشخاص په شريکه د اجناسو او خدماتو په توليداو خرڅلاو کې د ګتې د حاصلولو د پاره ونډه اخلي .

٣ = د کارو بارنه مراد ټول هغه فعاليتونه دي چې مقصد يې د اجناسو او خدماتو په واسطه ددولت لاسته راوړل وي.

٤ =  د انسان هرهغه فعاليت او هڅه چې د هغې په واسطه انسان خپله روزي پيداکوي دکارو بارڅخه عبارت دى .

٥ =  ددولت د لاسته راوړلو دپاره هر ډول فعاليت اختيارو ل  کارو بار بلل کيږي.

دا خبره بايد په ياد ولرو چې په کارو بار کې د انسان يواځې هغه فعاليتونه شامليږي چې د اخلاقي او قانوني غو ښتنو سره سمون ولري همدارنګ د ممنوعه اجناسو کارو بار لکه قاچاق و د اجناسو ذخيره کول او داسې نور په کارو بار کې نه شامليږي .

د  کارو بار هدفونه :

کارو بار  لاندې هدفونه لري.

١ =  د ګټې ترلاسه کول .

٢ =  د روزګار زمينه برابرول .

٣ =  د پانګې اچونې له پاره زمينه برابرول .

٤ =  د ټولنې دپاره د خدماتو تر سره کول .

٥ =  اقتصادي پرمختګ .

کاروبارپه دوو برخو ويشل کيږي.

١: صنعت                      ٢:کامــــــــــرس (Commerce)



صنعت

هغه ټول فعاليتونه په صنعت کې شاميلږي چې دهغې تعلق داجناسواوخدماتوتوليد وي همدغه شان زراعت ، دکانونو راويستل ، ماهي گيري ،کارخانه داري اوداسې نورپه صنعت کې شامل دي .

صنعت په دوه ډوله دى چې عبارت دى له.

١   ابتدايې يا استخراجي صنعت       ٢  ثانوي صنعت

١:ا بتدايې يا استخراجي صنعت: په استخراجي صنعت کې ټول هغه صنعتونه شامل دي چې دهغه تعلق خامو موادو توليد وي لکه :زراعت ،کان راويستل ،ماهي ګيري اوداسې نور ابتدايې صنعتونه دي. په ابتدايې صنعت کې انسان خپله کوم شى نه توليدوي بلکې هغه ديو مخصوص عمل په ذريعه قدرتي وسايل او پټې خزانې حاصلوي مثال:يو دهقان په ځمکه کې دزراعت يو مخصوص عمل تر سره کوي چې دهغې په نتيجه کې فصل حاصل کيږي.

٢:ثانوي صنعت :ثانوي صنعت څخه مراد هغه عمل دى چې په هغوې کې خام موادزيات مفيد شکل باندې تبديليږي داعمل په هغه ټولو شکلونو باندې مشتمل دى چيرته چې دخامو موادو څخه مختلف ډوله اجناس او خدمات توليديږي چې دې عمل ته کار خانه داري هم ويل کيږي .

دمثال په ډول غنم  دزراعت په مرحله کې دابتدايې صنعت توليد دى مګر کله چې ددې څخه د سيلو په فابريکه کې ډوډۍ اوډبل ډوډۍ جوړيږي نو دې عمل ته ثانوي صنعت ويل کيږي.

کامرس(Commerce):

کامرس نه مراد ټول هغه اقتصادي مصروفيتونه دي چې اجناس دتوليد دځاى نه ترمصرف کوونکو پورې په رسيدوکې مرسته کوي . په دغه فعاليتونوکې داجناسوخريداوفروش ،دحمل اونقل وسايل ،بينکاري ، بيمه ، گودام داري ، اشتهاراوهمداسې نورشامل دي .

دکامرس تعريف مونږ په يومثال کې هم کولاي شوواضيح کړو.

فرض کوويوعمده فروش درخت کاروبارشروع کوي درخت داخيستلولپاره سرمايې ته ضرورت دى، دغه سرمايه دادخپل ذاتي سرمايې څخه هم اخيستلاې شي اويادبانک اونورومالياتي اداروڅخه يې هم اخيستلاې شي دسرمايې دبندوبست نه وروسته هغه رخت دمختلفومارکيټونوڅخه  اخلي اودرخت دپيرودلولپاره د دلالانواوايجنټانوڅخه مرسته ترلاسه کوي اودمختلفومارکيټونوڅخه رخت خپل دوکان ته په راوړلوکې دحمل اونقل دوسيلې څخه استفاده کوي اوهغه دحمل اونقل دوسيلې دنقصان نه دحفاظت لپاره يې سفري بيمه  کوي اوکله چې ددې دوکان ته رخت ورسيږي داضروري نده چې سم دستي دې وپلورل شي کيداې شي چې پدغه وخت کې رخت ته ضرورت نه وي نودڅه وخت لپاره ددې رخت ذخېره کول پکاردي  .

رخت دعمده فروش څخه   پرچون فروشان اخلي اوبيادپرچون فروشانوڅخه يې عام خلک اوصارفين اخلي .

درخت دپيردولوټول مراحل يعنې عمده فروش ته درخت داخيستلولپاره سرمايې حاصلول، درخت داخيستلولپاره ددلال خدمت حاصلول اوداخيستل شوي رخت خپل دوکان ته په راوړلو کې دحمل اونقل دوسيلې استمعالول اود حمل اونقل دنقصاناتو اوپه ګودام کې دذخيره شوي رخت دنقصان څخه دبچکيدو لپاره دبيمې څخه ګټه اخستل اوپه لوړ قيمت د خرڅولولپاره يې يو څه موده ذخيره کوي او بيايې په پرچون فروش باندي پلوري او پرچون فروش بيارخت په عام صارفينو باندي پلوري چې داټول دکامرس مثال دى.

دکامرس مختلف تعريفونه:

١:-کامرس داقتصادي فعاليتونو مجموعه ده چې اجناس دتو ليد،تقسيم اونقل لپاره توليد کوونکي اومصرف کوونکي ترمنځ رابطه قا يموي.

٢:-جيمز سټيفن دکا مرس تعريف په دې الفا ‌ظو کړې:-

کامرس ددې ټولو کارونو مجموعه ده چې داجنا سو تبادله کښې انساني،وختي اوفاصلې تر منځ دمشکلاتو په لرې کولوکې کيږي .

کامرس په دوه ډوله دى چې عبارت دى له:

١: تجارت .

٢ : دتجارت معاونين .

دتجارت تعريف:

[سمول]

دتجارت لفظي مانا داجناسو دتبادلې څخه عبارت دى ولې په اصطلاح کې دتو ليدوونکواو مستحليکينو تر منځ دا جنا سو تبادله ده.

يا په بل عبارت تجارت د منقولو اجناسو او اموالو د خريد او فروش څخه عبارت دى چې د ګټې په منظورپه دوا مداره توګه دشغل او پيشې په ډول وي

تجارت لفظي مانا داجناسو تبادله ده ليکن په کامرس کې تجار ت څخه مراددموُلد اومشتري ترمنځ داجناسوتبادله ده.

دتجارت ډولونه:

               الف: داخلي تجارت                                   ب: خارجي تجارت 


                    پرچون فروشي        عمده فروشي                    واردات                  صادرات

الف: داخلي تجارت:

داخلي تجارت عبارت دهغه تجارت څخه دى چې ديو ملک دسر حداتو په داخل کې ټولې معاملې سرته رسوي.

داخلي تجارت په دوه ډوله دى.

·       عمده فروشي 

·       پرچون فروشي

عمده فروشي:په عمده فروشي کې اجناس په زياته پيمانه اخيستل اوپلورل کيږي او کوم شخص چې دغه معامله سرته رسوي هغه شخص ته عمده فروش وايې .او همداشان مونږ ويلاې شو چې عمده فروش د مؤلد او پر چو ن فروش تر منځ رابطه قايموي.

پرچون فروشي:پرچون فروشي عبارت دهغه کاروبارڅخه ده چې اجناس لږ لږ د ضرورت مطابق په خلکو باندې پلوري .او کوم شخص چې دغه کا ر سرته رسوي هغې ته مونږ پرچون فروش ويلاې شو..پر چون فروش دا جنا سو په تقسيم کې مثبت رول آداکوي. پرچون فروش په مستقيم ډول اجناس په مصرف کوونکو باندې پلوري نو لدې کبله د يته  دخلکو د خوا هش ،تقاضا او خوښې معلومات وي. پرچون فروش اجناس دعمده فروش څخه اخلي او په مصرف کوونکو باندې  يې پلوري .اوپرچون فروش دعمده فروش او مصرف کوونکو ترمنځ رابطه قا يموي.

دداخلي تجارت خصوصيات

[سمول]

١: دهيواد په داخل کې : دغه تجارت  يواځې ديو هيواد په داخل کې صورت نيسي.

٢: محد وديت  ددې تجارت  دايره يواځې دملک داخلي مارکيټو نو پورې محدوده ده

٣: داخلي پيسې  پدې  تجارت کې راکړ ه ورکړه  صرف په داخلي پيسوسره صورت نيسي

٤: داجناسو قسم دا تجارت يواځې اکثره وخت په داخلي اجناسوسره کيږي هو بعضې وخت دبل هيواد اجناس هم پکې شامليږي هغه شيان چې روزمره استعماليږي .(٦).

٥: يوشان سهولت  په داخلي تجارت کې ټو لو تاجرانو ته يوشان دولتي سهولتونه ورکول کيږي

٦: ترانسپورت مصارف: په داخلي  تجارت  کې دترانسپورت مصارف کم وي

٧: پوره قبضه : په داخلي تجارت  کې پيردونکوته په اجناسو باندې قبضه ورکول کيږي.

٨: عدم مداخلت:  په داخلي تجارت کې حکومت مداخله نه کوي داجناسو دخريداو فروش لپاره خلک ترزياتې اندازي پورې ازاد وي

ب: خارجي تجارت

[سمول]

دتاريخ په ابتدايې دوره کې دانسان ضرورتونه ډيرمحدوداوساده وو اوهغوې په يوه سلسله کې ترډيره حده خودکفاوو. څه وخت چې انسان ترقي اوپرمختگ وکړو دهغې سره سم يې په ضرورتونوکې هم زياتوالې رامنځته شواوبالاخره يو ې داسې مرحلې ته ورسيدل چې  دخپلو ضرورتونودرفع کولوپه خاطردنورومحتاج شو.دغې محتاجۍ تجارت رامنځته کړو دا تجارت دکورنيوڅخه شروع اوقبيلوته ورسيده دوخت په تيريدوسره يې په انساني ضرورتونوکې دومره زياتوالي راوستو چې اوس يوه قبيله او يايوهيوادکه هرڅومره پرمختللې هم وي په اقتصادي لحاظ په خپلوټولوضرورتونوکې خودکفاکيداې نشي پدې اساس دخپل ضرورت وړډيرشيان دنوروهيوادوڅخه لاسته راوړي اوخپل احتياجات پري رفع کوي ددغه احتياج په وجه دمختلفوهيوادونوترمنځ تجارت رامنځته شوچې دغه تجارت ته خارجي تجارت يا نړيوال تجارت وايي.

دخارجي تجارت تعريف: خارجي تجارت عبارت دهغه تجارت څخه دى چې په هغې کې ددوو مختلفوهيوادونو د وسيدونکوتجارانواوسوداګرانوترمنځ داجناسواوخدماتوتبادله صورت نيسي.ياپه بل عبارت ټولې هغه تجارتي اړيکــــې چې ديوهيواددســـرحداتوڅخه دباندې صورت نيسي عبارت دخارجي تجارت څخه دي.

د خارجي تجارت ډولونه

١ : واردات    ٢:  صادرات.

ا ١ : واردات :

ټول هغه توکي او خدمات چې له نورروهيوادونو څخه يوهيواد ته داخليږي دوارداتوڅخه عبارت دي.

د مثال په ډول افغانستان له نوروهيوادونونه خوراکي مواد ،لباس او داسې نورشيان واردوي.

٢ : صادرات:ټول هغه اجناس چې ديوهيوادپه داخل کې توليديږي اونوروهيوادونو ته يې انتقال صورت نيسي صادرات بلل کيږي.اوکوم هيوادچې دغه اموال يااجناس صادروي هغې ته صادرونکې هيواد وايي .

دمثال په ډول لکه افغانستان چې وچه ميوه، پوستکي صادروي.

دخارجي تجارت درامنځته کيدودلايل :

په زيات مقدارتوليد: که چيرته يوملک کې يوجنس په زيات مقدارپيداکيږي نوهغه ملک دهغه جنس صادرات زياتوي.

په قدرتي وسايلوکې فرق : خداى(ج) ټولوملکونوته يوشان ځمکه نده ورکړې  دکوم ملک ځمکه دزراعت لپاره ډيره ښه ده اودځينوملکونوځمکه دمعدن لپاره ډيره گټوره وي  نولدي وجې خارجي تجارت رامنځته کيږي .

په مصارفو کې فرق : که چيرته يوملک يوجنس دبل ملک دجنس په نسبت په کم مصارفوتوليدوي نوهغه ملک په نړيوال بازارکې ځان داخلوي.

مرسته کوونکې فعاليتونه.

[سمول]

Ø     بانک

Ø     بيمه

Ø     گودام (ذخيره)

Ø     تجارتي دلال (ايجنټ )

Ø     اشتهار

Ø     دحمل اونقل وسايل

بانک

[سمول]

سرمايه چې په تجارت کې بنيادي رول لوبوي ددې څخه بغيرڅوک نشي کولاې چې اجناسوخريد اوفروش وکړي  د نن سباپه نوي عصرکې تجارت ډيره پراختيا کړيده نودکارخانې مالک اوتجار نشي کولاې چې په زياته اندازه پيسې لاسته راوړي نودوې کولاې شي چې دبانک ياکومې بلې مالي ادارې څخه پيسې لاسته راوړي اوبانک يواځې دانه چې دويته پيسې ورکوي بلکې نوروهيوادونوته ددوې پيسې په اسانۍ سره استوي .

ترانسپورتي وسايل

په نن سبا پرمختللي دورکې اجناس په يوځاي کې نه توليد کيږي ،توليد په يوځاې کې اومصرف په بل ځاې کې صورت نيسي نونن سبا کې دترانسپورت  پرمختللي وسايل پيداشوي دي چې داجناسوپه حمل اونقل کې ډيرگټورتماميږي اواجناس دتوليد ځاې څخه ترمستهلک پورې په اسانۍ سره رسيږي  کوم ملک سره چې پرمختللي دحمل اونقل وسايل موجود وي نوکولاې شي چې په ډيره پيمانه اجناس توليد اونوروهيوادونوته يې واستوي اوخرڅ  يې کړي نو کوم مشکل ورته نه پيښيږي .

بيمه

[سمول]

دا جناسودتوليد څخه نيولې تر خر څلاو پورې ډير خطرونه مو جود او منځ ته نو دهغې نقصان ټول کاروبار يواندازه  خطرات د بيمې شرکت ته انتقاليږي.

ګودام(ذخيره)

[سمول]

اجناس چې کله دتوليد دځاې څخه مار کيټ ته رسيږي نو ضروري نده چې سم دستي دې خرڅ شي ددې لپاره بعضې وخت اجناس د منا سب قيمت لپاره او داجنا سو په تقاضا کې د توازن برابرولو لپاره ذخيره کيږي دا جناسود ذخيري په وخت کې دا خبره بايد په نظر کې ونيول شي چې هغه داسې محفوظ وساتل شي چې ضا يع نشي او دګټي په ځاې تاوان ونکړي .

دلال

[سمول]

تجا رتي دلالان دا جناسو په ليږدولو کې ډيراهم کردار ادآکوي په نن صبا صنعتي دور کې په ډيره زياته پيمانه اجناس تو ليديږي او مؤلدين نشي کولاې چې ټول اجنا س په اسا نۍسره چيرته انتقال کړي نوددې لپاره مختلف خلک خپل دلالان مقرره وي دغه دلال دمولد اومصرف کوونکې ترمنځ رابطه قايموي داد مولدمال په مصرف کوونکې باندې خرڅوي اودخپل خدمت معاوضه (کميشن) اوصول کوي ديته تجارتي دلال وايي اوددوې په وجه په زياته پيمانه خريد اوفروش ممکن کيږي.

تشهيراودهغې موخې     Advertising))

[سمول]

دايډورډټايزنګ کليمه له لاتيني ژبې څخه اخستل شوې چې مانا يـې  کوم شى ته پام وراړول دي.دتشهيردځانګړتياوواصلي تصورڅخه دخبرتيا لپاره ددې لاندې پيژندل شويو تعريفونه ضروري دي:

دتشهير تعريفونه ډير دي خو زه دهغې څخه يوڅوپه لاندې ډول ذکرکوم.

١:-دامريکن مآرکټنګ آنجمن دتشهير((Advertisingتعريف په لاندې ډول کړيدى.

دکومې معروفې ادارې لخواله تاديه کولووروسته ،په غيرشخصې ډول اويامشخصې طريقې سره دخيالاتو،شيانواوخدماتوڅرگندولوته تشهيروايي.

٢:-ويليم سټايټن دتشهيرتعريف داسې کړيدى:

تشهيرهغه ډول ټول فعاليتونه په خپل لمن کې رانغاړي چې ترمخه يې دخلکوپه وړاندې غيرشخصي،ژبني اوتصويري ډول ،دشيانو،خدماتواوخيالاتودکوم معروف سپانسر-لخواله تاديه کولووروسته څرګندونې وشي.

ډمچردتشهيرتعريف داسې کړيدى:

تشهيردشيانو،خدماتواوخيالاتوپه اړونددمطلقواطلاعاتوبرابرول،له تاديه کولووروسته دشيانودخرڅلاواويادمناسب ملاتړدلاسته راوړلولپاره کيږي.

دتشهيرلپاره ضروري وسايل :

دتشهيرلپاره دلاندې وسايلوڅخه کاراخستل کيږي:لکه ورځپاڼو ،تلويزونونو،راډيوګانو،مجلواوداسې نورو وسايلو څخه .                                                                                                                                 دتشهيرموخې (Objective of Advertising)   

١:-اطلاع ورکول اوپلورل.

٢:-په مستقيم ډول په پلورلوکې مرسته کول.

٣:-دمشتريانوډاده کول اودهغوۍ شک لرې کول.

٤:-دويش د چينلونو منظم کول.

٥:-دکمپنۍ لپاره ښه تصورپيداکو ل.

د کوپراتيف پيژندنه

[سمول]

د کوپراتيف ( cooperative ) کليمه يو ه انګليسي کليمه ده ، چې د (cooperation  ) څخه اخستل شويده، چې لغوي مانا يې مرسته، تعاون او همکاري ده . او په پراخ مفهوم سره د ګډو اقتصادي او ټولنيزو موخو دلاس ته راوړلو په منظور د ګډو هلو ځلو او مشترک کوشش او تلاش مانا ورکوي د کوپراتيف په اړه يو لړ تعريفو نه وړاندې شوي ، چې ټول يې په لږ توپير سره يو بل ته ورته والې لري او په لاندې ډول دي.

۱: هغه مرسته او تعاون کوم چې د کوپراتيف د غړو له پاره او د يوې ټولنې د غړو د ستونزو د رفع کولو لپاره رامنځته کيږي کوپراتيف څخه عبارت دی.

۲: کوپراتيف د هغه داوطلبانه سازمان څخه عبارت دی ، چې د کوپراتيف د غړو د اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري ستونزو د حل او د دوې د ګډو اميدونو او غوښتنو لپاره تاسيس او په د يموکراتيک ډول سره اداره کيږي.

۳: کوپراتيف يو داسې ټولنه ده، چې د ګډو علايقو خاوندان دټاکلو مقصدونو لپاره ، چې د يوې ښې او مرفوع اقتصادي وضعې راوستل دي. ديمو کراتيکي ادارې پراساس د پانګې په پوره کولو کې ورته ونډه اخيستنې له لارې او د ګټې او تاوان په منلو سره هغه جوړوي.

د پورتني تعريف څخه څرګنديږي چې د يو لړ خصوصياتو درلودونکي دي دا خصوصيات عبارت دي له :

لمړی: داچې کوپراتيف د داسې کسانو لخوا جوړيږي ، چې په خپلو هدفونو او مقصد ونو کې سره يو وي او يو ډول اړتيا وې لري.

دوهم : د کوپراتيف مقصد يوازې د ګټې لاس ته راوړل نه بلکې غړوته د ټولنيز او اخلاقي مرستو رسول هم جوړوي.

دريم : کوپراتيف کې د استثمار مسله نشته او د ديمو کراتيک نورمونو په وسيله اداره کيږي.

د حمل او نقل وسايل

[سمول]

په پخوا وختونو کښې د اموال په انتقال کښې زيات مشکلات موجود وو. سوداګرو به په اوښانو ، اسونو او نورو حيواناتو باندې اجناس او اموال د يو ځاې څخه بل ځاې ته انتقالول .د بحري کښتيو او بادباني کښتيو څخه هم استفاده کوله .چې اکثره وخت به د باد لپاره انتظار کولو .د حمل او نقل دغه وساېل نه يوازې دا چې ډير ورو وو ،بلکه غير محفوظ هم وو. نو په همدې وجه اموال د يو ځاى څخه بل ځاى ته په اسانۍ سره نشو منتقل کيدلاې .نو همدا وجه وه چې د نړۍ هيوادونو به ونکو او مصرف کوونکو تر مينځ فاصله له مينځه تللې  کوم اجناس چې دنړۍ په هر هيواد کښې توليديږي هغه سيمو ته چې ضرورت ورته وې په اسانۍ سره لــــيــــږدول کيږې. د همدې لپاره موجوده دورکښې د حمل او نقل وسايل د يو هيواد په صنعت ، تجارت ، او اقتصادې انکشاف او پرمختګ کښې مهم رول اجرا کوي.












انساني فعاليتونه


 

                افتصادي فعاليتونه                                          غيرافتصادي فعاليتونه         

 

                                 کاروباري فعاليتونه         غيري کاروباري فعاليتونه

 

        کامرس                                                                               صنعت

 

   تجارت                              دتجارت معاونين

 

 داخلي تجارت        خارجي تجارت

 

عمده فروشي      پرچون فروشي

 

صادرات                                  واردات

 

ترانسپورت   بانک     بيمه    ذخيره     ايجنټ     اشتهار

 

                      ابتدايي صنعت                                                                                 ثانوي صنعت


    دکان راويستل              زراعت                 ماهي گيري

 


    دستکاري                  تعميراتوجوړول           دکان راويستل              دمصنوعاتوجوړول




دويم فصل

[سمول]

په ټولنه کې دافتصادي فعاليتونواهميت

[سمول]

دا چې موږ په اقتصادي فعاليتونو باندې پوهه شو نواوس داقتصادي فعاليتونوپه اهميت باندې خبرې کوو.يعنې پدې باندې خبرې کووچې په ټولنه کې د اقتصادي فعاليتونو اهميت

په ټولنه  کې دتجارت اهميت

[سمول]

په پخواوختونوکې به اکثره توکي دخپل ځان ياديوې کورنې لپاره توليديدل خودوخت په تيريدودنفوس دزياتوالې سره د جنس سيستم منځته راغې  يانې دخلکوترمنځ تبادلې صورت ونيواشيابه ديوبل په مقابل کې په مناسب ارزښت تبادله کيدل خودغه سيستم دخلکوترمنځ مشکلات رامنځته کړل يعني که يوچا چې يوڅه غوښتل نودهغه شي دلاسته راوړلوپه مقابل کې بايدبل شخص ته په څه امتيازاتوقايل وي ، نوهمدامشکلات ددې سبب شول چي خلک ديوداسې شي په تلاش کې شول چې دخلکوترمنځ په تبادله کې دمنځګړيتوب رول ولوبوي همداوجه وه چې پيسې منځته راغلې اوتبادلې په پيسوصورت ونيو،تجارت يې کليوالي اوښاري سيموته وغځوه اوهمدارازدټرانسپورټ داسانتيا په اساس دملتونو ترمنځ صادراتواووارداتوصورت ونيوکله چې په اتلسمه پيړۍ کې صنعتي انقلاب رامنځته شونوتوليداتوته يې لا پراختيا ورکړه.

دکلونوپه تيريدوسره دکارګرانوويش،داجناسومشخص کيدل اومعياري کيدل،دماشينونومنځته راتلل اوهمدارنګه دتجارتي فعاليتونو کمپيوټري کيدل هغه عوامل وچې تجارته يې رونق ورکړ.

اوهمدارنګه دتجارت اهميت دامکان په صورت کې دهغه فعاليتونو څخه چې دهغې سره تړاولري ترلاسه کيدلاې شي اوپه لاندې ډول يې روښانه کوو.

١: دمارکيټ پراخيدل:په اوسنۍ نړۍ کې اشيااوخدمات دمشتريانود غوښتنواوضرورتونوپه اساس توليديږي اشيااوخدامات يعنې هلته مشتريانوته په خپل وخت په اعلې درجه اومناسب قيمت سره برابريږي اوپه همدې ډول داوسنۍ زمانې سوداګرکوښښ کوي ترڅودهيواددننه اوبهرمشتريانوته ددوې دخوښې مطابق اجناس اوخدمات وړاندې کړي.

اوپه مارکيټ کې مناسب ځاى پيداکړي.

٢:نوښتونه اوابتکارات: اوسنې تجارت دنويواوعصري توليداتو په مټ پرمختګ کوي مثلاَ دکريډيټ کارډمنځته راتلل،دموبايل ټليفون اسانتياوې هغه سهولتونه دي چې داجناسواوخدماتوپه ويش کې يې عمده مرسته کړې ده په همدې ډول داجناسوپه توليد کې دنويوموادوڅخه کار اخستل کيږي.


٣:لارې اومواصلات:لارې اومواصلات هغه عوامل دي چې دسوداګرو اومشتريانوپه منځ کې دمنځګړيتوب رول لوبوي،يعنې سوداګرکولاې شي چې دلارواومواصلاتوپربنسټ خپلومشتريانوته اجناس او خدمات په خپل وخت ،په صحيح ځاى اوټيټ قيمت سره ورسوي اود تجارت په پراخواولي کې  زياتې اسانتياوې رامنځته کړي دي.

٤:دبانکي قرضونوتيارول:په اوسنۍ نړۍ کې تجارتي بانکونه اونورې مشخصې ادارې وجودلري چې بزګرانو،تجارانواوتوليدوونکوته قرضې ورکوي،ترڅواجناس اوخدامات توليد تجارت دحالا تو څخه معلومات  داخلي تجارته دداسې مقاماتو معلومات  وي چې کوم ځاى نه هغه مال په کم قيمت  سره واخلي  علاوه لدينه دهغه مارکيټونومعلومات هم وي چې هغه هلته په جګ (لوړ) قيمت خرڅ کړي .

٢: دمصرف کوونکو خوښه: داخلي تجار ته دمصرف کوونکوخوښه هم معلومه وي نوددې لپاره داخلي تجار دهغوې دخوښې مطا بق مال لاس ته راوړي او ددوې حضورته يې وړاندې کوي  يواځې دمصرف کوونکو لپاره خدمات نه بلکې خپل کارو بار ته هم ترقي ورکوي

٣: دپيسو په ورکړه کې استحکام په داخلي تجارت کې ټولې پيسې داخلي استعماليږي نو له دې کبله دپيسو په ورکړه کې دتوازن استحکام ته ضرورت نشته اونه کوم خطر واقع کيږي.

٤:دحمل اونقل مصارف:په داخلي تجارت کې خريد او فروش په يو هيواد کې دننه کيږي ما ل دنيژدي علا قو څخه اخيستل کيږي اوپه نيژدي علاقو کې بيرته په مصرف رسيږي نو لدې امله په داخلي تجارت کې د ترانسپورت مصارف کم وي.

٥ دتجارت آزادي: دداخلي تجارت لپاره دحکومت څخه داجازې ضرورت نه وي اونه داسعارو تبادلې ته ضرورت وي نو په تجارتي آزادۍ سره داخلي تجارت پراختيا پيداکوي.

٦ يوشان دولتي سهولتونه:په داخلي تجارت کې ټولو تجارانو ته يو شان اسانتياوې برابريږي لکه دعايد ټيکس ديوې اندازې سره نا فذ کيږي ،دبيمې يو شان اسانتياوې برابريږي .

٧ معمولي ماليه:په داخلي تجارت  کې تاجرډيره معمولي ماليه ادآکوي ليکن په خارجي تجارت کې يو تاجر په زيات مقدارکې وارداتي او صادراتي ما ليه اداکوي.

٨ داجناسوموجوديت:دداخلي تجارت په وجه يوه علاقه يا ښار کې هغه اجناس چي هلته نه پيداکيږي دنورو علاقو دي ددې لپاره تجارانوته دوارداتي ياصادراتي لايسنس دحاصلولو ضرورت نه پيښيږي.

١٣ د کارآسانه طريقه:دداخلي تجارت دکار طريقه ډيره آسانه او ساده ده ځکه چې ددې لپاره خونه د ليټر آف کريډيټ خلاصولو ضرورت وي اونه دهغو اسنادو تيارول پکاردي چې دخارجي تجارت لپاره ضروري وي.

١٤ صنعتي پرمختګ: دداخلي تجارت په وجه صنعتي توليدات ډيرژر پلورل کيږي مؤلد ته دخپلو اجناسو دپلورلو لپاره دزيات انتظار ضرورت نه وي هغه ته دتو ليداتو پيسې ژر لاسته ورځي چې هغه دغه پيسې خپل کا روبارته د پراختيا ورکولو لپاره استعمالوي پدې ډول په هيواد کې دننه په صنعتي پر مختګ کې زياتوالې راځي.

١٥ دبيمې اخراجات: په داخلي تجارت کې په عام ډول داجناسو بيمه نه کيږي پدې ترتيب دحمل ا ونقل مصارف کميږي او مصرف کوونکو ته ازدانه اجناس لا سته ورځي.

١٦ سيمه ايزه ازادي:په داخلي تجارت کې تاجر د سيمه ايزو پا بنديوڅخه آزاد وي هغه که د هيواد هرې سيمې ته لاړشي هلته داجناسو خريد او فروش کولاې شي پدې ترتيب هغه ته دخپل کاروبار په پراختياکې مرسته حاصليږي.

دخارجي تجارت اهميت:

[سمول]

دخارجي تجارت اهميت په لاندې ټکو کې بيانولې شو.

په قحط باندې کنترول: دقحط اومصيبتونوپه وخت کې يوملک دبل ملک څخه اجناس اخلي اودغه شان خپل ضرورتونه رفع کوي نوځکه خارجي تجارت ډيرگټوردى.

دوسايلوبهتراستعمال : دخارجي تجارت په موجودگۍ  کې هرهيواد خپل وسايل اوتوليدات دنوروتوليداتولپاره په کاراچوي اودغه شان دوسايلوبهتراستعمال رامنځته کيږي.

داجناسولاسته راوړل: دخارجي تجارت په موجودګۍ کې يوهواد داسې اجناس د نورو هيوادونو څخه په داخل ددې هيوادکې موجود نه وي اوکه موجودهم وي نوهغه په کم مقدارسره وي اويابه يې تمام شوي مصارف  لوړوي.مثلا افغانستان د پاکستان څخه خوراکي مواد،لباس اوداسې نورلاسته راوړي.

درسم اورواج څخه خبرتيا: دخارجي تجارت په وجه تجاران د يوهيواد څخه بل هيواد ته تګ او راتګ کوي همدغه شان يودبل دژبې ،مذهب ،رواج ،ادب اوداسې نورومسايلوڅخه ځان خبروي اوخپل تجارت ته ترقي ورکوي .

دمارکيټ پراختيا: په خارجي تجارت کې څه هيوادونه شيان واردوي اوڅه شيان صادروي نوداجناسوتبادله په ډيروسيع پيمانې سره صورت نيسي نوپدې سره مارکيټ هم پراختيا پيداکوي.

داضافه توليداتو څخه استفاده صورت نيسي:په هغه صورت کې چې يوهيواد ځينوتوکوپه توليدکې زياتوالې ولري نودخارجي تجارت په موجوديت کې هغه اضافي توکي بل هيوادته صادروي چې په نتجه کې داضافي توليداتوڅخه په مناسب ډول استفاده صورت نيسي.

ارزان بيه توکي ترلاسه کيږي:.دخارجي تجارت په اساس دډيروهيوادونوترمنځ ازادرقابت رامنځته کيږي اوهرهيوادغواړي چې دنوروهيوادونوپه نسبت دنړۍ په مارکيټونوکې دخپلوتوليداتولپاره په زياته اندازه دخرڅلاو زمينه مساعده کړي .نوددې لپاره چې يوهيواددخپلوتوليداتولپاره په زياته اندازه دخرڅلاؤزمينه مساعده کړي نودوې خپل توليدات مارکيټ ته په ارزان ډول اوپه ښه کفيت سره وړاندې کوي نوپدې ترتيب سره مصرف کونکي په ارزان ډول خپل دضرودت وړاجناس په لاس راوړي.

نړيوال تجارت دوروسته پاتې هيوادونو دپرمختګ سبب کيږي:کوم هيوادچې په اقتصادي لحاظ روسته پاتې وي اويوازې خام موادتوليدوي دغه هيوادخپل خام موادنوروهيوادونوته صادروي اوپه مقابل کې خپل د ضرورت وړاجناس اوتوکي دنوروهيوادونوڅخه خپل هيوادته واردوي ترڅوخپل ـاقتصادي پرمختګ ته تيزوالې ورکړي.

نړيوال تجارت په نړيوال امن کې مهم رول لوبوي:څرنګه چې دخارجي تجارت په اساس يوهيواددبل هيوادڅخه خپل دضرورت وړاجناس او توکي ترلاسه کوي نوهيوادونه ددې ارزښت په نظرکې نيولوسره دنوروهيوادونوپه خلاف دهرډول تيري څخه ډډه کوي چې په نتجه کې دنړيوال امن په تامېن کې موثرتماميږي.

نړيوال تجارت دتوکواواجناسودذخيره کولوامکان کموي:څرنګه چې دنړيوال تجارت په جريان کې دمختلفوهيوادونوترمنځ رقابت صورت نيسي اوهرهيوادغواړي چې دنړۍ په بازارونوکې دبل هرهيوادپه نسبت زيات توکي اواجناس خرڅ کړي نوپدې ترتيب سره نړيوال تجارت دتوکواواجناسودذخيره کولوامکان کموي.

دنړيوال تجارت په جريان کې دکارکونکولپاره يې لوړوي.نوپدې ترتيب سره خلکوته باکيفيته توليدات په کم قيمت سره وړاندې کيږي اوپه نتيجه کې دژونددسطحې دلوړوالي باعث کيږي.

نړيوال تجارت په نتيجه کې دنوې ټيکنالوژي داستعمال سبب کيږي:دنړيوال تجارت په نتيجه کې دنوې ټيکنالوژي انتقال ديوهيواد څخه بل هيوادته په اسانۍ سره صورت نيسي اوروسته پاتې هيوادونه د نوې ټيکنالوژۍ په استعمال سره دغربت اوافلاس په له منځه وړلو سره قادريږي.

بانک اودهغي اهميت

[سمول]

د بانک  تعريف:دبانک په باره کې دوه مختف نظرونو وجودلري ،يونظر دادى چې بانک دايټالوي ژبې(Banqu)څخه اخستل شوې چې مانايې Bench(ميز)دى اودوهم نظردادى چې بانک د الماني ژبې د(Bance)څخه اخستل شويدى چې مفهوم يې دونډودشرکت څخه عبارت دى.

دبانک تعريف په برخه کې مختلفواقتصادپوهانومختلف تعريفونه کړيدي خوزه دلته يوازې يوتعريف دهغې څخه ذکرکووم.بانک دهغه اعتمادوړمالي ادارې څخه عبارت دى چې يوګروپ خلکوڅخه پيسې دامانت په توګه ترلاسه کوي اودوهم ګروپ خلکوته يې په قرض ورکوي .

د بانک اهميت

  بانک په نني عصرکې دبشرداقتصادي تبادلې يوه مهمه لاسته راوړنه ده په خپل سرپه يوه وخت کې ندې رامنځته شوې بلکه په همغه ډول چې پيسې دتبادلې دتکامل له امله اود ورځنۍ اړتيا او پراختيا له امله راڅرګندې شوي بانک هم پدې جريان کې خپله اړتيا او اهميت څرګند کړې .

په نړۍ کې مختلف بانکي سيستمونه وجودلري علاوه له مرکزي بانک څخه زراعتي ،صنعتي ،تجارتي ،خصوصي اونوربانکونه شته ده چې ځيني اشخاص ،صرافان ،تجاران ،او تصديګانې خپلې معاملې لکه داسعاروتبادله ،داسعارو صادرول او واردول او همدارنګه اوږدې مودې قرضونو ورکول اجرا کوي .دساينس اوټکنالوژي په پرمختګ اوانکشاف سره دنورو سيستمونو ترڅنګ په بانکي سيستم کې هم پرمختګ رامنځته شو لکه په اوسني بانکي سيستم کې چې سوداګريز بانکي سيستم يا (E-Banking System) دى چې پدې سيستم سره دتجارانو او معامله کوونکوته آسانتيا رامنځته شوې څرنګه چې پخوا داسعاروپه انتقال ،تبادله ،صادرولو او واردولو کې ځينې مشکلات وو هغه پدې سيستم سره رفع شول .چي ځيني مثالونه يې عبارت دي له کريدت کارډ ،ډبيت کارډ، ATM CARD کارډ  آن لاين بانکي سيستم څخه چي دننۍ دورې پرمختللې بانکي سيستم بلل کيږي .

څرنګه چې له يوې خوا دتجارتي بانکونوعمده هدف او مقصد داعظمي ګټې لاسته راوړل وي نوددې ډيرکوشش پدې برخه کې دى چې خپلو مشتريانوته ډيرآسانه سهولت رامنځته کړي .

نوددغوکټوپه نظرکې نيولوسره کولاې شوچې دتجارتي بانکونورول اودهغې اهميت ديو هيواد په اقتصادکې په لاندې ډول وليکو.

تجارتي بانکونه ديوهيوادپه اقتصادي پرمختګ کې فعاله اوپه زړه پورې ونډه لري.که چيرې ديوه هيوادبانکي سيستم موثر.پياوړې اوپه ښه توګه منظم وي،نوپه نتيجه کې يې په اقتصادي وده کې البته په ځانګړواقتصادي سکتورونوکې چټک پرمختګ ترلاسه کيږي اودنوموړي هيواداقتصادي پرمختګ په منظمه توګه رشدکوي،ترڅودښه بانکي سيستم په درلودلوسره د امکان وړبدلون ترسترګوشي اوپه ضمن کې اقتصادي پرمختګ وده وکړي.

دتجارتي بانکونواقتصادي اهميت اوهمدارنګه دهغوې رول په لاندې نقطوکې تربحث لانې نيول کيږي.

١:بانک دسرمايې جوړولوته وده ورکوي:-تجارتي بانک دمالي منابعوپه تهيه اوبرابرولوکې دپام وړاوپه زړه پورې رول لري،ترڅونوموړې بانک دپس اندازعادت ته په ځانګړي امتيازاتوورکولوسره قايل شي اوهغه ته تشويقي بڼه ورکوي .اوهمداشان تجارتي بانک ديوهيواد په ښاراو اطرافوکې خپلې څانګې فعالوي ترڅوله دې لارې ذخيره شوې پيسې په اقتصادي جريان راولي اوحتى په لرې پرتوسيموکې هم دپس اندزپيسوته وده ورکوي اوهغويې په کاراچوي.

نوموړى پس اندازدغه تجارتي بانک بيادنوروتجارتي ارګانونوپه واک  اوخدمت کې ورکوي.چې هغوې يې په هيواکې دتجارتي اوتوليدي موخواوهدفونولپاه وکاروي،چې له يوې خواتجارتي بانک خپله ګټه ترلاسه کړي اودبلې خواڅخه دغه ارګانونوته دخپلوفعاليتونودپرمخ بيولولپاره سرمايه تهيه کړي،نوله دې وجهې ويلاې شوچې بانکونه نه يوازې دهيواددشتمنۍ دساتنې په توګه کارکوي،بلکې دهيوادداقتصادي پرمختګ په لاره کې دمالي منابعودپيداکولويوه مهمه سرچينه ګرځي.ترڅوداقتصادي پرمختګ لپاره دپام وړمالي اوپولي منابع تهيه کړي.

په نوې فعال شوې تجارتي مرکزونو کې سرمايه ګزاري:-په عامه توګه تاجران دزياتوخطرونو سره مخامخ کيږي اوپه خپله تصدۍ کې دسرمايې په باب ويره لري،پداسې حالاتوکې تجارتي بانکونه نوموړې تصدۍ ته منځ مهاله اولنډ مهاله قرضونه ورکوي، ترڅودوې په دغه پورونوسره پدې وتوانيږي،چې نوموړې پيسې دخپلوتوليداتو دتوليد لپاره په کارواچوي اوهغې څخه په مستقيمه توګه په توليد کې کارواخلي. دټاکلې مودې په موخه دقرضونوترلاسه کول داقتصادپه توليدي ظرفيت کې زياتوالې رامنځ ته کوي،کله چې توليدي ظرفيت لوړشي نوپدې صورت کې داستخدام سطحه لوړيږي.داستخدام دسطحې په لوړيدوسره دخلکوپه عايداتوکې لوړوالى راځي،چې طبعادعايدپه لوړيدوسره موازي ددوې مصارف هم لوړوالې پيداکوي،کله چې ديوې ټولنې وګړي زيات مصارف ترسره کړي، نوپدې صورت کې هم ددوې دژوندسطحه لوړيږي،اصلاداقتصاد عمده هدف همدغه دى ترڅو دخلکودژوند سطحه لوړه کړي.


سوداګرۍ اوصنعت ته وده ورکول:-په ١٩او٢٠پيړۍ کې په تجارتي بانکي سيستم کې د ودې سره سم دسوداګرۍ اوصنعت په څانګوکې هم په بې دريغه توګه پرمختګ رامنځ ته شواودبانکي سيستم په ودې سره دسوداګرۍ اوصنعت په برخه کې هم دپام وړبدلون ترسترګوشو دبانکي حوالو،دبانکي چکونواوهمدارازدتبادلې بيلونواواعتباري کارټونوپه هيوادکې دننه اودهيوادڅخه بهرپه سوداګۍ اوصنعت کې مثبت بدلون ترسره کړ.

دوسايلوپوره اومکمل استعمال:څرنگه چې سرمايه دمهموتوليدي عواملوڅخه ده نوکله چې سرمايه لږه اوپه کم شکل دعواموسره موجوده وي په هغې هيڅ کارنشي کولاې نودبانک پواسطه هغه ټوليږي اوپه کافي اندازه  سرمايه ورڅخه جوړيږي اووروسته لدې هرکارپدې عملي کيدلاې شي نوځکه دبانک توليدي وسايل په پوره ډول استعماليدلاې شي.

دزراعـت پــرمخـتګ:-تجـارتـي بانکـــونه په ځانګــړي تـــوګــه په پرمختيـــايي

هيوادونوکې دزراعتي پرمختګ لپاره اوهمداشان په ټيټه سويه صنعتونوته په اطرافواوکليوکې قرضونه ورکوي،ترڅوزراعتي سکتورپردغه قرضونوسره پدې وتوانيږي،چې خپل سکتورکې دپام وړ بدلون راولي.زراعتي سکتورته قرض ورکول دزراعتي محصولاتوپه زياتوالې اوهمدارازدبزګرانودعايداتوپه زياتوالي کې پوره مرسته کوي،چې دصنعتي سامان الاتوپه تقاضا کې زياتوالې اودصنعت په پراختيا کې عمده رول لري.کله چې زراعتي سکتوردپام وړسرمايه ترلاسه کړي،نودوى هڅه کوي چې دنوي تخنيک څخه برخمن شي اوهمداشان ددوي تقاضا نوي صنعتي توکوته پيداکيږي،پدې ترتيب دزراعت دسکتورسره سم صنعتي پرمختګ هم وده کوي.

دضرورت مطابق دسرمايې استعمال :  هرکله چې په يوهېواد کې داقتصادي پرمختيالپاره کارپيل کيږي نودهرې خواڅخه دسرماېې لپاره تقاضازياتيږي اودضرورت دپوره کولولپاره دداسې اداروجوړول پکاردي چې دسرماېې کموالې پوره کړاې شي چې په اقتصادي پرمختيا کې ځينې پروژوته داوليت حق ورکول کيږي ترڅوسرمايه دضرورت مطابق استعمال شي نوځکه دمال پاليسي مطابق ځينوبرخوته زيات قرض اوځينوبرخوته کم قرض ورکول کيږي.

سيمه ايزتفاوت له منځه وړل:داقتصاد په ټولواړخونوکې په يو وارسره اقتصادي فعاليتونه نه شي پيل کيدلاې نوځکه ځينې سيمې ترقي اوپرمختگ کوي اوځينې سيمې وروسته پاتې کيږي خوددې مشکل دله منځه وړلولپاره (سيمه ايزتفاوت) بانکونه ډيرمهم رول لوبوي ځکه دبانکونوشاخصونه په هره سيمه کې خلاصيدلاې شي اوپه هرځاې کې خلکوته سرمايه برابرولاې شي اوخلکوپس اندازونه هم جمع کولاې شي.

داقتصادي حالت محکموالې:

[سمول]

بانکونه داعتباري سرمايې پواسطه کولاې شي ديوهېواد اقتصادي وضع دبهران دمشکل اوگډودۍ څخه وژغوري اوکله چې ضرورت پيداشي نوپه زياته اندازه اعتباري وسايل توليد وي اوکله چې په يوملک کې حالات انفلاسيوني شي اعتباري سرمايه بايد کمه شي ترڅوبيرته دهېواد اقتصادي حالت خپل اصلي شکل غوره کړي (انفلاسيوني حالت له منځه ولاړشي) بانکونه دخپلوپاليسوپواسطه کولاې شي چې ديوهېواد اقتصادي حالت اووضع کنترول اوهغه قوي اومحکمه ساتي.

دبانکونوپواسطه مختلف قسم راکړه ورکړه صورت نيسي چې دهغوې څخه ټکسونه اوتعرفې اخلي. اوهمدارنگه دبانکونوڅخه خلک داجتماعي رفاه لپاره قرضې اخلي چې دټولنې دخلکودژوندسطحې دلوړوالي  سبب گرځي.

تجارتې بانکونه دصادراتوزياتوالي په منظورسهولتونه برابروي چې دصادراتو زياتوالې ديوه هيواد دتادياتودبيلانس دښه والي سبب گرځي اوهمدارنگه په بانک کې دحسابونوزياتوالې دبانکي کارگرانولپاره عملي کارونودزياتوالي سبب ګرځي اوهمدارنگه دصنعت دپراختياله مخې خلکوته دکارزمينه برابروي.

دمالي پالېسۍ تطبېقول:-ديوهيواد مرکزي بانک په هيواد کې دفعاله بانکي سيستمونوله لارې دکريډيټ حجم کنترولوي،چې دادنرخ په تسلسل اوهمدارازپه لږوخت کې دزياتې اقتصادي ودې په راوستوکې مهم رول لري.

داقتصادپولي کول:-تجارتي بانکونه دهيوادپه اطرافواووروسته پاتې سيموکې خپلې څانګې خلاصوي،څووکولاى شي چې داجناسوتبادلوي سيستم   Barterڅخه ځان خلاص کړي اوپولي اقتصادپه وجود راوړي.

دپيسواستعمال دتوکوپه توليداتوکې خوراډير زياتوالې راوستې دى اودتجارتي بانکونوپه وسيله جنسي اقتصاد اوس په پولي اقتصاد تبديل شويدى.

دصادراتو دپرمختګ ادارې:-ديوهيواددصادراتودزياتوالي اوودې په خاطرتجارتي بانکونوځانګړې ادارې په وجودراوړي .نوموړي ادارې سوداګرواومشتريانوته دسوداګرۍ په باب عام مالومات اوهمدا راز دهيواددننه اوبهرداقتصادي حالاتواړوندلازمې لاښوونې اوسپارښتنې

کوي همداعلت دى چې بانکونه دهيواد په اقتصادي وده اوپرمختګ کې زياته ونډه لري اومستقيماديوه هيوادپه اقتصادي دشداوانکشاف باندې اغيزې کوي،سرمايه ګزارى تشويقوي اودپس اندازونولپاره دپام وړشرايط رامنځ ته کوي.

دټرانسپورټ اهميت

[سمول]

څرنګه چې انسان يو اجتماعي حيوان  (Social Animal  ) دى او هيڅکله خپل ضرورتونه پخپله په انفرادي ډول نشې پوره کولاې .نو ددې اړتيا پيدا کيږې تر څو د نورو انسانانو سره اړيکي پيدا کړي . نود همدغه ضرورت له امله د بشراړيکې نه يوازې دبشر سره بلکې په طبعت کښې د ټولو موجودو منابعو او امکاناتو سره اړينې بريښي .

دکانياتو طبيعي جوړښت په خپله ددې تقاضا کوي چې انسانان د خپلو اړتياوو د رفع کولو لپاره له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته په حرکت او د اجناسو په انتقالاتو لاس پورې کړي . ځکه بشر د خپلو ضرورتو نو د پوره کولو په خاطر د ځان لپاره د اړينو (  توليدشوو ) اجناسو  د لاسته راوړلو په لټه کښې وي چې د توليد لپاره ضروري توليدي عوامل په طبيعت کښې په پراګنده ډول پراته دي . او ددې عواملو د يو ځاې کولو لپاره يو لړ هلو ځلو ته ضرورت دى چې په دې لړ کښې انسان مجبوردى تر څو له يوې منطقې څخه بلې منطقې ته په حرکت کښې شي .

څرنګه چې په ملي اقتصاد کښې د مملکت په سطحه اقتصادي مسايل په عمومي ډول څيړل کيږي او د بنسټيزهدف په ډول د هيواد په کچه د عوايدو د زياتوالې او د خلکو د ژوندانه د سطحې د لوړوالې هڅه کيږې . نو ددې هدف د ترلاسه کولو لپاره د ملي اقتصاد د هستې په چاپيره کې مختلف اقتصادي فعاليتونه  فعالت کوي اوددغه فعاليتونوپه جريان کې تل هڅه کيږي چې ملي وسايـــل، طبيعي او غــيـــر طبـيــعـــي منابع، د کــــار وسايـــــل او مــعــــدنيات په کار واچول شي او لـــــه هغـــو څخه پــه اعـــــظمـــي ډول د اقــتصاد د قـــــوانينو مطابق ګټه واخستل شي .

مــنـــــاقــــــــــلات د مــــــلي اقـــتــصـــاد يـــــو عـــمــــده بــــــرخــــــــــه جـــوړه وي او د مــلي اقــــتـــــصـــاد د نـــــــــــورو سکـــتــورونو سره نــيغ پــه نــيـعــــــــه اړيکې لري چـــــــــــې دغــــــــــــــــه اړيــــکـــې  پــه لا نــدې شــکــل کښې  .ښــودل کـــــيــږي .







اقتصاد په  سطحه دغه ټول موجود ه


ملې اقتصاد

ذراعت
   تجارت
ترانسپورټ
صنعت
ټوريزم
مخابرات
ساختمان

 









                                                                                                                                        

د پــورتـنـي شـکــل له مخې مــعلو مــيږي چې ترا نسپورت داقتصادي فعاليتونو څخه يومهم فعاليت دى چې په ټولنه کې دانسانانو ترمنځ رابطې په قايمولو سربيره دمختلفو منابعوديوځاې څخه بل ځاې ته په انتقال کې هم  ډيرزيات مهم رول لوبوي  اوهمدارنګه دملي اقتصاد دمختلفو سکتورونوترمنځ  درابطې دقايمولويومهم سکتوردى  نو پس ويلاې شو چې ترانسپورت د يـــو هـيــــواد پــه انــــکــــشـــاف او پـــرمــخــتــګ کښې مــــهــم رول لــــــري چې  د نورواقتصادي فعاليتونوترڅنګ ديوټولنې په پرمختګ کې بايددپامه ونه غورځول شي.


دتشهيراهميت         ( Importance of Advertising)

[سمول]

١:-د پيداکوونکې،دکارخانه دارلپاره دتشهيراهميت.

٢:-د پرچون فروش لپاره دتشهيراهميت.

٣:-دلګښت کوونکې لپاره دتشهيراهميت.

٤:-د ټولنې لپاره دتشهيراهميت.

١:-دپيداکوونکي(مولد)لپاره دتشهيراهميت:

دپيداکوونکي څخه مرادکارخانه دار،توليدکوونکې اويامارکيټ ته دشيانووړاندې کونکې دى.

الف:دپلورلوپه پروسه کې زياتوالې:څرنګه چې دتشهيرپواسطه ډيرخلک دشيانوپه باب خبرتيا ترلاسه کوي .ځکه نوتشهيردشيانوپه خرڅلاووکې دزياتوالي سبب ګرځي.

ب:مستقله تقاضا:دډيروشيانوپه تقاضاکې تشهيرمرستندويه ثابتيږي،دبيلګې په ډول پخوابه کافي يواځي په يخ موسم کې څښل کيده خو اوس کافي د ګرمۍ په موسم کې هم استعماليږي.

ج:په زيرمه کولوکې کمښت اودپانګې ژر راستنيدل:دتشهيرله برکته شيان په ډيره کچه خرڅيږي چې دهمدې پروسې په جريان کې پکاراچول شوې سرمايه بيرته راستنيږي، دزيات خرڅلاووله کبله پيداکوونکې سره ډيرکم شيان زيرمه کې پاتې کيږي.

د:په بيو کې کمښت:دزياتې تقاضا په وجه شيان په ډيره کچه جوړيږي اوتوليديږي اوپه زيرمه کې ډيربدلون راځي چې له همدې امله دشيانوپه توليدکې دکارخانه دار لګښت راځي اوپه همدې اساس په بيوکې دکمښت لپاره اسانتياوې رامنځته کيږي.

و:د وقارپه ځاى ساتل:دمنظم تشهير په اساس په ډيره کچه دشيانودپلورل کيدوله کبله په کمپنۍ کې دپوردتاديه کولوصلاحيت پيداکيږي اوپه کمپنۍ باندې دخلکواعتماد زياتيږي اوتشهيردکمپنۍ دنيکنامۍ سبب ګرځي.

ه:دسوداپلورلوپه وړتياکې زياتوالې:دتشهيرپواسطه په مستقيم ډول  پلورلوکې زياتوالې راځي ،څرنګه چې دتشهيرپواسطه خريدارانوته له وړاندې نه دشيانوپه باره کې معلومات وي نوپلورونکوته په پلورلوکې اسانتياوې رامنځته کيږي اوهغه په ښه ډول دشيانواخستوته خريدارهڅوي

ء:په کارکوونکوکې زياتوالي:تشهيرپه کمپنۍ کې دکارکولواخلاقي رويه باندې مثبته اغيزه لري هغه ادارې چې په غوره توګه دخپلوشيانوتشهيرکوي دداسې ادارې په کارکونکو کې دبرترۍ احساس پيداکيږي.


٢:دپرچون فروش لپاره دتشهيراهميت:

الف:دارتباط وسيله:.

ب:دپانګې راګرځيدنه:.

ج:دکاروبارپه لګښتونوکې کموالې: د:په عزت او وقارکې زياتوالې:دتشهيرپواسطه دپرچون فروش په عزت اواعتبارکې زياتوالې راځي .څرنګه چې پرچون فروش ددغو شيانوکاروبارکوي اوداشيان دکفيت په لحاظ غوره دي اوپه پراخه کچه يي تشهيرکيږي،ځکه نودکارخانه دارپه شان پرچون فروش ته هم دغه تشهيرګټه رسوي.

٣:دمستهلکيونولپاره دتشهيراهميت

الف:داخستلواسانتياوي:دتشهيرعمل دلګښت کوونکو داخستلوپه عمل کې اسانتياوې رامنځته کوي ،دتشهيرپواسطه مستهلکينوته دامعلوميږي چې له کومه ځايه اوپه کومه بيه شيان خريداري کړي،دشيانوپه اړه اړين معلومات دتشهيرڅخه په لاس راځي اودخريدارۍ په هکله پريکړه اسانيږي

ب:مستهلکينو ته تعليم:دتشهيرپواسطه مستهلکينوته په پخوانيوشيانوباندې دکنټرول په حاصلولوکې مرسته کيږي اومستهلکينوته دنويوشيانواودهغې داستعمال

په هکله تعليم اوزده کړه ورکول کيږي چې په دې سره دمستهلکينودژوند کفيت لوړتيا مومي.

ج:غوره کيفيت:دتشهيرپواسطه مستهلکينوته شيانودکيفيت په هکله معلومات کيږي او په دې ترتيب مستهلکين دغوره کيفيت لرونکې شيان ترلاسه کوي.

٤:دټولنې لپاره دتشهيراهميت

الف:په روزګارکې زياتوالې: تشهيردخلکولپاره دروزګاردبرابرولو يوه ګټوره وسيله ده ، دصنعتي پرمختياپه وجه په روزګارکې پراختياپيداشوې ده چې په توليداتوکې دزياتوالي  سبب ګرځيدلاې شي.د ډيرو توليداتودجذبولولپاره سترومارکيټونوته اړتيا ده .دتوليد شويوو توکوسره دټولوخلکوداشناکولولپاره تشهيرضروري دى.چې په نتيجيه کې دډيروخلکولپاره دروزګارزمينه مساعديږي.

ب:دچاپ يا پرس ازادي:دپرس لپاره تشهيردعوايدو يوه مناسبه ذريعه ده،دعوايدو په زريعه پرس خپل ارزښت برقرارساتلاې شي ،هيڅ ډله په اقتصادي منشا‌ء سره نشي کولاې چې له پرس څخه غلطه فايده پورته کړي که تشهيرپه منظم ډول اوپرله پسې ډول وي نودپرس په بيه کې کموالې راولي.


ج:دژوند دکيفيت ښه کول:تشهيرنه يواځې داچې مصرف کوونکوته دشيانوپه باره کې دمعلوماتويوه وسيله ده بلکې دشيانوداستعمال اودروزګارلپاره دزمينې دبرابرولويوه مهمه وسيله هم ده .په هغې کې دښه والي اوبهترۍ له کبله کم بيه ،غوره کيفيت اومختلف شيان هم حاصليږي.چي داټول دژوند دکفيت په لوړوالي کې مرستندوې ثابتيږي.

په ټولنه کې دکرنې اهميت

[سمول]

کرنې ته دنن څخه  40  کاله مخکې په پرمختيايې هيوادونوکې دومره اهميت نه ورکول کيده.مګرپه ١٩٤٠ کال کې دکرنې اهميت شروع شوه اودکرنې سکتورته توجه وشوه په تيره بياپه ١٩٧٠ او١٩٨٠ کلونوکې په اقتصادي پرمختياکې دکرنې اهميت نورهم زيات شو .

په اقتصادي پرمختياکې دکرنې دسکتوراهميت دلاندنيوحقيقتونوڅخه څرګنديږي .

١  : دغذائې موادوپه عرضه کې زياتوالې :په وروسته پاتې هيوادونوکې نفوس په چټکۍ سره مخ په زياتيدودي اود دغو نفوسو دژونددبقالپاره د غذائي موادو د عرضې زياتوالې لازمي دى .په پرمختيائي هيوادونوکې دزياتيدونکونفوسوپه نسبت دخوراکي موادو په عرضه کې زياتوالې نه رامنځته کيږي او پدې هيوادونوکې دنفوسودزياتوالي علت دادې چې پدې هيوادونوکې داضافه طبي سهولتونوپه مرسته دمړينې اندازه کميږي .خوله بلې خواخلک ديته تيارنه دي چې نفوس کنترول کړي څرنګه چې دنفوسودزياتوالي په نتيجه کې خوراکي موادوته تقاضازياتيږي ولې پرمختيايي هيوادونه دومره امکانات نلري چه د زيات شوي نفوس په انډول په غذايي موادو کې زياتوالې راولي ځکه چه د مالتوس نظريه ده چه د نفوسو زياتوالې د هندسي تصاعد او د غذايې موادو زياتوالې د حسابي تصاعد شکل لري نو دخوراکي موادو د تقاضا د پوره کولو لپاره په کرنيزو محصولاتو کې د زياتوالي ضرورت رامنځ ته کيږي ځکه کرنيز سکتور د غذايې موادو او ضرورتونو د پوره کولو سره اقتصادي پرمختګ ته لاره هواروي په داسې حال کې چې پرمختايې هيوادونه د غذايې موادو د کموالي سره مخامخ دي نو د غذايې موادو په واردولو سره د اقتصادي پرمختيا سرعت کميږي .

٢  :  کرنيزصادرات :دپرمختيايې هيوادونوعايدات تر يوې کافي اندازې پورې عايدات دکرنيزو محصولاتو د صادراتو  څخه ترلاسه کيږي .داقتصادي پرمختياپه اوايلوکې زراعتي محصولا تو د صادراتوپه زياتوالي سره دخارجي اسعارولاسته راوړنه بايد ترنظروړحدپورې زياته شي ترڅودغوخارجي اسعاروپه مرسته دهيوادڅخه بيرون صنعتي اجناس ،ماشين الات اوداسې نورترمطلوبه حده پورې ترلاسه کړي .نودکرنيزسکتوردپرمختګ په مرسته دصادراتو زياتوالې اواقتصادي پرمختګ په سرعت کې تيزوالې راځي.


٣  :  دکارګرې قوې انتقال دکرنې سکتورڅخه بل سکتورته :دليوس (levis) په خپله نظريه کې ددې خبرې وضاحت کړې چې په پرمختيايې هيوادونوکې دکارګرې قوې عرضه ډيره وي ددې خبرې څخه مطلب دادى چې پدې هيوادونوکې دمنطقوي نفوسوپه نسبت ښاري نفوس کم دي .دنفوسو زياته برخه په کرنه کې بوخت دي اوددې هيواودنو دکرني په برخه کي پټه وزګارتياليدل کيږي .ددينه مطلب دادى چې دځمکې په يوه ټوټه کې څومره کسانوته ضرورت وي چې کاروکړي دهغې څخه زيات افرادپرې کارکوي يعنې که ددې افرادوڅخه ځينې کارګرنوروسکتورونوته انتقال شي  بياهم په کرنيزومحصولاتوکې څه فرق نه راځي پداسې حالاتوکې دکرنيز سکتورڅخه افرادبل سکتورته انتقال کيدلاې شي.

٤ : دسرمايې په تشکيل کې دکرنې دسکتوربرخه :په وروسته پاتې هيوادونوکې داقتصادي پرمختګ دوروسته پاتې والي اساسي عامل دسرمايې کموالې دى .

دسرمايې په تشکيل کې داضافه  والي په مرسته کولاې شوچې داقتصادي پرمختياجريان ته سرعت ورکړو.کرنه دسرمايې په تشکيل اوپانګه اچونه کې مهم رول لوبوي .دوروسته پاتې هيوادونودنفوسواکثره برخه په کليوکې اوسيږي چې په کليوکې اکثره خلک بې تعليمه وي اوداکثره خلکوميلان پس اندازته ډيرکم وي هغوې خپله اضافي سرمايه په خپلوکورنوکې ذخيره کوي پدې خلکوکې دپس اندازاوبانکدارۍ عادت پيداکيږي اوددوې سرمايه نورو توليدي سکتورنوته انتقال کيدلاې شي .اودکرنې دسکتورڅخه ترلاسه کيدونکې اضافي کارګره قوه کيداې شي چې دنهرونو،ډيمونو،سرکونواوداسې نوروپه جوړولوکې ترې استفاده وشي چې پدې سره داقتصادي پرمختګ په جريان کې تيزوالې رامنځته کيداې شي .

٥: صنعتي کيدنه:کله چې دکرنيزومحصولاتواندازه لوړه شي نود د هقانانوعايدات زياتيږي  چې دعايد دغه زياتوالې صنعتي اجناسوته  د تقاضادزياتوالي سبب ګرځي .دهقانان دزياتوعايداتوپه لاسته راوړلوسره په زياته اندازه اجناس اوخدمات پلوري .کله چې صنعتي اجناسوته تقاضازياته شي نودصنعتي کارخانودرامنځته کيدوسبب ګرځي نوبناً دکرنيزو عايداتو زياتوالې دهيوادپه اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبوي .




دبيمې اهميت

[سمول]

بيمه دکاروبار،جايداداوژوندانه لپاره دزياداهميت لرونکې ده چې په لاندې ډول يې څيړو.

١:دکاروبارلپاره دبيمې اهميت  : کاروباري خلک په دوديز ډول دليرې پرتوهيوادونوڅخه دبحري کشتيوپه ذريعه مالونه راغواړي چې دغه مالونوته دسفرپه مهال داورلګيدنې اونوروبحري خطرونودپيښيدوويره موجوده وي .کچيرې دبيمې په وسيله دغه زيانونه دبيمې شرکت ته انتقال نشي نوتجاربه مجبوروي چې دغه زيان پخپله وگالي چې په نتيجه کې تجارمفلس اودخپل کاروبارپريښودوته مجبور شي .ددې څخه داسې معلوميږي چې دبيمې په صورت کې دکاروبارزيانونه له تجارڅخه دبيمې شرکت ته انتقال اودکاروبارلپاره ډاډاواطمنان رامنځته کيږي .

٢:دجايدادلپاره دبيمې اهميت : کور،دوکان اونوروغيرومنقوله جايدادونوته زياد خطرپيښيدلاې شي .کچيري نوموړي شيان بيمه نکړاې شي نوزيانونه به يواځې دجايداد دخاوندپه غاړه وي مگردبيمې په صورت کې نوموړې زيان دبيمې شرکت ته انتقال مومي .

٣:دژوندانه لپاره دبيمې اهميت : دانسان په ژوند هيڅ اعتبارنشته اوهيڅکله ددې معلومات نه کيږي چې انسان ته مرگ کله ،چيرته اوڅنگه پيښيږي کچيرې انسان ته په ناڅاپي ډول مرگ پيښ شي اودهغه څخه پاتې خلکوته هيڅ عايداتي وسيله نه وي پاتې نوهغوې دمالي ستونزوسره مخامخ کيږي .نوپدې ډول که نو موړي شخص خپل ژوند بيمه کړې وي نو دده کورنۍ له پورتنيو ستو نزو سره نه مخامخ کيږي ځکه د بيمې شرکت دپيښوپه صورت کې دويته يو څه پيسې ورکوي 

دصنعت اهميت

[سمول]

څرنګه چې مونږاوتاسي پداسې يو وخت کې ژوند کووچې دټولې نړۍ هيوادونه صنعتي کيدوته مخه کړيده ټول دژوند دلوړې سطحې غوښتونکي دي او غواړي چې خپل ځانونه دبيکارۍ ،فقراوپه عمومي صورت داقتصادي وروسته پاتي توب دنارغيوو څخه چې ددغه هيوادونوڅخه اکثرًا ورسره لاس اوګريوان دي وژغوري ددې جملې څخه هغه هيوادونه چې اقتصادي پرمختګ يې چندان ندې کړې ارزو لري چې هغه اقتصادي پرابلمونه چې پدې ورستيوو دوه پيړيو کې رامنځ ته شوي کم اوله مينځه يوسي .

حقيقت دادى چې هغه هيوادونه چې دوروسته پاتې هيوادونو په قطار کې ولاړ دي دوې هغه وخت کولاې شي چې دپرمختګ په لورې قدم واخلي چې دغه هيوادونه صنعتي کيدلو لپاره نه ستړې کيدوونکې هلې ځلې وکړي .ځکه چېپه صنعت کې هغه ټول فعاليتونه شامليږي چې دهغې تعلق داجناسواوخدماتودتوليدسره وي پدې کې، زراعت، دمعدنونوکيندل، ماهي گيري، کارخانه داري اوداسې نورټول په صنعت کې شامليږي .

دغه شان صنعت دمادي نعمتونودتوليدغوره سکتورڅخه عبارت دى چې په تخنيکي لحاظ دملي اقتصادټول سکتورونه تجهيزوي اوبشپړوي اودنوروسکتورونولکه تجارت،زراعت،ترانسپورت ،ساختمان ،مخابرات اوداسې نوروته په تخنيکي اواقتصادي سطحوکې وده ورکوي .

_ دصنعتي پرمختگ په مرسته عايدات زياتيږي اوورسره کرنيزومحصولاتوته تقاضا پيداکيږي څرنگه چې ددې اجناسواړيکه دکارجذبونکې تکنالوژۍ سره ده نودې اجناسوته په تقاضاسره په کښت کې دکارتقاضااضافه کيږي چې دهغې پواسطه په عايداتوکې زياتوالې رامنځته کيږي چې ددې دواړوسکتورونوپه پرمختگ سره تجارت هم ترقي کوي چې دتجارت ترقي دټولنې دپرمختګ سبب کيږي.

_ دصنعتي پرمختگ په صورت کې دښارونوپه تعدادکې زياتوالې راځي دکارکولوزمينه برابريږي دغه شان عايدات زياتيږي چې دې سره اجناسوته تقاضاهم زياتيږي اودغه شان توليدات زياتيږي نوپه نتيجه کې دزياتو خلکو لپاره د کار زمينه مساعده کيږي اوپه نتيجه کې په ټولنه کې دغربت دله منځه وړلوسبب کيږي.

_دصنعت دپرمختگ څخه داسې نتيجه اخلوچې تجارت دصنعت سره مستقيم ارتباط لري لدې امله دصنعت دپرمختگ سره سم تجارت هم پرمختگ کوي همدارنگه صادرات زياتيږي چې دې سره زموږ هيواد هم ترقي کوي.

_دصنعت پرمختگ دتجارت لپاره پانگه برابروي همدرنگه کوم اجناس چې توليدوي هغه نوروهيوادونوته صادروي چې دې سره يواندازه اسعارلاسته راځي چې ددغه اسعاروپه وجه موږ دصنعت دپرمختگ لپاره خام مواد واردوو دغه شان خارجي تجارت اوداخلي تجارت تقويه کيږي .




دريم فصل

[سمول]

غيرافتصادي ياغيرتوليدي فعاليتونه

[سمول]

Non economic (Non productive activities)

غيراقتصادي فعاليتونه دانسان دهغه فعاليتونوڅخه عبارت دي چې دهغې هدف دمادي ګټې لاسته راوړل نه وي بلکه دانساني همدردۍ،قربانۍ،محبت اواخلاقو، مذهبي،رواجي .... اونورواحساساتوزيږنده وي.دمثال په ډول دضعيفواوبيوزلوخلکو سره کومک کول دناروغ پوښتنه کول اودروحاني سکون اوارام لپاره دعبادت کول اوداسې نور...داټول فعاليتونه غيراقتصادي فعاليتونه دي چې بيغيردکومې مادي معوضې څخه ترسره کيږي.اود دې فعاليتونوپه نتيجه کې کوم داسې اشيااوخدمات نه توليديږي چې هدف ورڅخه دمادي معاوضې لاسته راوړل وي.

دغيراقتصادي فعاليتونوډولونه:

که مونږ خپل چاپيريال ته نظرواچونووبه وينوچې دغيراقتصادي فعاليتونوډولونه ډيرزيات دي ځکه انسانان چې هرډول فعاليت ترسره کوي د دوو فعاليتونوڅخه به خالي نوي يابه غيراقتصادي فعاليتونه وي اويابه اقتصادي فعاليتونه وي امامونږ د هغې څخه دبيلګې په ډول دغيراقتصادي فعاليتونو يوڅوډولونه ذکر کوو.

١:ديني فعاليتونه:

[سمول]

که چيرې مونږداسلام مقدس دين احکاموته پاملرنه وکړونودا به راته معلومه شي چې په دغه احکاموکې مسلمانانوته دداسې فعاليتونوترغيب شوى چې دهغې په ترسره کولوسره مسلمانان ددنيااواخرت کاميابۍ ته رسيدلاې شي .چې دهغې دجملې څخه يې ځيني په لاندې ډول بيانوو.

خيريه اوقاف:

[سمول]

دوقف پيژندنه:په عربي ژبه کې وقف بندولوته وايې اوپه شرعي اصطلاح کې ديوې شتمنۍ بندول اودالله (ج) په لاره کې لګول دي .

دوقف ډولونه:وقف په دوه ډوله دى.    ( الف) اهلي وقف           (ب) خيريه وقف

الف:اهلي وقف: په يوې ځانګړې ډلې دشتمنۍ وقف کول دي .دمثال په ډول لمسي اوخپلوان

ب:خيريه وقف:دخيراوښيگيڼې لاروچاروته د مال وقف کول دي .


دوقف پيل:ځيني علما‌ء وايې چې لومړى وقف دپيغمبر(ص) ؤچې خپله شتنمۍ يې وقف کړې وه .خوځيني علماء وايې چې مخيريق نومې صحابي خپل مال داحددغذا په ډګر وقف کړو ،ويي ويل که چيرې زه په احدکې شهيدشوم زمامال دې دپيغمبر(ص)وي هلته په شهادت ورسيد رسول(ص) دده مال واخست اوپه مسکينانويې وويشلو.

خوبياځيني علما‌ء په دې نظردي چې لومړى وقف دحضرت عمر(رض)ؤ چې په اووم هجري کال کې دخيبرله غزاڅخه دراستنيدوپرمهال يې ترسره کړى ؤو.

دوقف حقيقت:ټول اسلامي پوهان په دې هکله اتفاق لري چې وقف دشتمنۍ دذات له بندولو څخه عبارت دى چې ګټه يې دخيرپه لاروچاروکـــې په لګښت رسيږي. نوپــــردې اساس دوقف عين (مال) نه خرڅيږي اونه په ګروۍ ورکول کيږي اونه په هبه اونه په ميراث وړل کيږي.بلکې دوقف په جهتونوکې دوقف کوونکودشرطــــونــوپه برابرپکـې تصـــرف کيږي وقفونه دټولنيزتکافل بهترينه وسيله اوپه اسلامي هيوادونوکــې يي ستـــردورتــير کړى دى په ځانګړي توګه دمدرسواوجوماتونوپه جوړولوکې .

که چيرې په راتلونکي کې هم داډول سنت په اسلامي امت کې ژوندي وساتل شي ستر رول به ولوبوي .

٢:ټولنيزفعاليتونه

[سمول]

ټول هغه مشخص انسانــــي فعاليتــونه چې په هغې کې مفادياګټه مطرح نه وي يانې يوازنې هدف يې ټولنې ته دخدماتوسرته رسول وي لکه روعتونونه، دتعليمي اداروپه وړياډول جوړول ترڅـوټــولنه ترې ګـټه پورته کړي داډول فعاليتـونـه په غيراقتصادي فعاليتونوکې شميرل کيږي.

٣:غيرفانوني فعاليتونه

[سمول]

ټول اقتصادي فعاليتونه بايد قانوني وي که چيري يوڅوک دا ډول کارونــه ســرته ورسوي چـــې ټولني ته ضــرري وي لکه دمخدره مــــوادوقاچاق،تور مارکيټ اوداسې نور فعاليتونه داقتصادي فعاليتونوڅخه نه شميرل کيږي.


څلورم فصل

                                              په ټولنه کې دغيراقتصادي فعاليتونو اهميت

داچې موږ غيراقتصادي فعاليتونه وڅيړل او ورباندې پوهه شو نواوس غواړم چې په ټولنه کې دغيرې اقتصادي فعاليتونواهميت بيان کړم.

دصدقې اهميت:

څرنګه چې الله تعاله مسلمانانوته دصدقې په ورکړه دډيراجراوثواب وعده ورکړې ده نود دې لپاره چې مسلمانان ددغه نعمت څخه برخمن شي نوبايددالله(ج) په لاره کې دخپل مال يو څه برخه صدقه کړي چې داډول ورکړه دټولنې لپاره دډيرارزښت لرونکې ده دمثال په ډول خلک په دې سره دخيرپه چاروکې هڅيږي اوپه نتيجه کې په اړو او بيوزلوخلکوباندې پراختيا راځي اودهغوې دزياتومشکلاتودرفع کولوباعث کيږي اوداښکاره خبره ده چې يوانسان هغه وخت حرام مال لاسته راوړلولپاره هڅه کوي چې کله هغوې مشکلات ولري اوددغه مشکلاتو درفع کولولپار مالي امکانات ونلري نوڅرنګه چې دصدقې په ورکولوسره ددوې دغه مشکلات په ډيرښه شان سره رفع کيږي نودوې ديته نه اړ کيږي چې دخپلومشکلاتودرفع کولولپاره په غيرمشروع طريقه دبل مال  لاسته راوړي نوپه دې اساس سره ويلاې شوچې دصدقې ورکړه دټولنې په نظم ساتلو کې دزيات اهميت درلودونکې ده.

دخيريه اوقافواهميت

[سمول]

څرنګه چې داسلام سپيڅلي دين په خپل لومړي څرک کې  خلک دخيرچاروته تشويق کوي چې دهغې دجملې څخه موږ خيريه اوقاف بيانولې شوچې په اسلامي ټولنه کې دډيراهميت درلودونکي دي.

دالله(ج) درضادحاصلولولولپاره دمال لګښت کيداې شي يو څوک يې ټولنې ته دخدمت په منظورمصرف کړي په داسي حال کې چې دعيني فريضي په حيث زمه واري هم نه لري خوبياهم زړسوانده خلک چې دخلکوکړاوونه وګوري نودخير،ښيګڼې بيلابيلوچاروته لکه وقفونو،وصيتونواونوروخيريه چاروته اقدام کوي.

داسلام په تاريخ کې وقف ټولنيزه خيريه موسسه وه چې سترې ګټې يې خلکوته رسيدلي دي چې له دې جملې څخه په ښوونه اوروزنه،جهاد،روغتونونو،دشلو او ګوډوخلکوپه کفالت ،ځلميانوته دنکاح په کولو،ذهني ناروغانوته علاج اوداسې نورې ډيرې خيريه چارې چې دخلکوپه ذهين کې نه ګرځي شاملې دي له همدې امله دخيردچارو داهميت اوارزښت په هکله داسې نتيجې ته رسيږوچې دخيرپه چاروکې برخه اخيستنه دزړه په مينه اودثواب په نيت خلک ترسره کوي دبشريت سترلارښود حضرت محمد(ص) داسې ويلي دي ( اذامات الانسان انطع عمله الامن ثلاث صدقة اوعلم ينتفع به اوولدصالح  يدعواله)

ترجمه:کله چې يه سړى مړشي کړه وړه يې پاى ته ورسيږي پرته له درى شيانوڅخه جاري صدقه اوياعلم چې ګټه پرې اخستلې شي اويانيکوکاره اولادچې ديته دعاکوي.

دخيريه اوقافومثالونه ډيردي چې دټولنې لپاره ارزښناک ثابت شوي دي چې ددې جملې څخه موږ يواځې دحضرت عثمان (رض) چې درومه څايې وقف کړې وه يادونه کوو.

له حضرت عثمان(رض) څخه روايت دى چې هرکله داسلام سترلارښودحضرت محمد(ص) مدينې منورې ته دهجرت په ترڅ کې تشريف راوړو درومه دڅاه پرته هلته خوږې اوبه نه وې رسول (ص) وويل په تاسې کې داسې څوک شته چې درومه څاه په بيه واخلي اوبياخپله بوکه دمسلمانانودبوکوسره يوځاې کړي(وقف کړي) ددې په بدل کې به الله تعاله ورته په جنت کې څاه ورکړي حضرت عثمان(رض) وايې چې ماپه خپلوپيسو دغه څاه په بيه واخستله .

نوپه دې ترتيب ويلاې شوکه چيرې مسلمانان دخيرښيګڼې په کارونوکې په صادقانه ډول ونډه واخلي نو ددوې د دنيااواخرت دکاميابۍ سبب ګرځي .









پايله

[سمول]

ديوې ټولنې دپرمختګ لپاره اقتصادي اوغير اقتصادي فعاليتونه لازم اوملزوم دي دمثال په ډول په هغه صورت کې چې موږ اقتصادي فعاليتونه لکه زراعتي،صنعتي،بانکي ،تجارتي ،حمل اونقل اوداسې نورفعاليتونه په منظم اوښه ډول ترسره کړو نوزموږټولنه دپرمختګ په لورې قدم ايښودلې شي ځکه په هغه صورت کې چې دکرنې محصولات زيات شي نوپه نتيجه کې دصنعت لپاره خام مواد په ښه توګه برابريږي چې صنعت بيا دتجارت دپرمختګ سبب ګرځي اوددې لپاره چې تجارت پرمختګ وکړي نوبايد بانکي فعاليتونه دحمااونقل دښووسايلوڅخه چې دتجارت معاوينين ګڼل کيږي ورته خاصه توجو وشي اما ددې ترڅنګ بايد غيراقتصادي فعاليتونه هم دپامه ونه غورځول شي ځکه نه يواځې داچې دانسانانو مادي اړتياوې رفعه شي بلکې دوې بايد په ذهني اوروحاني ډول هم ارام اوسوکاله وي چې ددې لپاره دغيراقتصادي فعاليتونو ترسره کول ضروري دې دمثال په ډول مسلمانان دروحاني سکون لپاره عبادت کوې همدارنګه دبيوزلوخلکواړتياوي چې دزکات ،خيريه اوقافواوداسې نورو په ورکولوسره رفعه کيږي اوپه ټولنه کې دناامنۍ په مخنيوي کې دپام وړ رول لوبوي اوپه مجوع کې ددې لپاره چې زموږ اقتصادي اوغيراقتصادي فعاليتونه يه ښه ډول ترسره شي نوموږ بايدمسلکي کدرونه ولرو دغه مسلکي کدرونه دښوونې او روزنې په نتيجه کې منځته راځي .

نوپس په خلاصه ډول ويلاې شو چې زموږ ټولنه هله دسوکالۍ په لورې روانيدلې شي چې موږ اقتصادي اوغيراقتصادي فعاليتونوته پام وروګرځوو.

وړانديزونه

[سمول]

١:ديوې ټولنې دپرمختګ لپاره داقتصادي اوغير اقتصادي فعاليتونوسرته رسولوته خاصه توجووشي.

٢:دولت بايد داقتصادي اوغيراقتصادي فعاليتونودسرته رسولولپاره خصوصي سکتور تشويق کړي.

٣:ددې لپاره چې دټولنې لومړني اړتياوي پوره شي اودصنعت لپاره خام مواد برابرشي نودولت بايد دکرني سکتور ته ډيرې اسانتياوې برابرې کړي .

٤:لکه څرنګه چې ديو هيوادپه پرمختګ کې صنعت رغنده رول لري نودولت بايد دصنعت لپاره ډيرې اسانتياوې برابرکړي.

٥:داچې تجارت ديوې ټولنې پرمختګ کې رغنده رول لوبوي نودولت بايد دهغې پراختيالپاره لاندې ټکي په نظر کې ونيسي.

الف:وړواوغټوتجارانوته يوډول سهولتونه برابر کړي .

ب:داخلي اوخارجي تجارت ته پراختياورکړي.اوپدې باره کې دمختلفوهيوادونو سره قراردادونه لاسليک کړي.

ج:بانکي فعاليتونو،دحمل اونقل وسايلو،بيمې اوداسې نوروبرخوته خاصه توجو وشي .

٦:څرنګه چې غيراقتصادي فعاليتونه ديوې ټولنې په پرمختګ کې رغنده رول لوبوي اودټولنې دسوکالۍ باعث کيږي نودولت بايد ددغه فعاليتونودسرته رسولولپاره عام وګړي وهڅوي اوپه دې برخه کې بايدداسې لارې چارې ولټوي چې دهغې په اساس په ريښتينې ډول دبيوزله خلکواړتياوي رفعه شي ترڅوپه ټولنه کې مثبت رول دڅرګندونې باعث وګرځي.


ماخذونه

[سمول]

١-  حسين،خادم:اصولِ تجارت،نويدپبليکيشنزلاهور.کال ٢٠٠٦م .

٢- دشيخ زايد پوهنتون پوهنيزه مجله،لومړي کال لومړي ګڼه،کال ١٣٨٨

٣-حسين،خادم:اُصولِ بنکاري، نويدپبليکيشنزلاهور.کال ٢٠٠٦م.

٤-  سبحاني،ګلاب شاه:دتجارت اساسات ليکچرنوټ،ننګرهارپوهنتون ١٣٨٥هـ ش.

٥- مير،جرالدم:مباحث اساسى اقتصادتوسعه،(ترجمه:دکترغلام رضاآزاد ارمکى) ،کتابخانه ملى ايران،کال ١٣٧٨.

٦- رسا،رحمن الله: بانکي تصدي ليکچر نوټ،کال ١٣٨٩

٧- الخطيب،دوکتورمحمود: داسلامي اقتصاداساسات،(پښتوژباړه: ملوي محمدشريف رحماني) جمعيت اصلاح وانکشاف اجتماعي افغانستان،کال ١٣٨٨.
















لړليک

سرليک                                                                                           مخ

د ليکنې موخې...........................................................................................................................................

د ليکنې سوالونه ...........................................................................................................................................

د ليکنې ارزښت ...........................................................................................................................................

سريزه 1

لومړى فصل... 2

انساني فعا ليتونه.. 2

١ =  اقتصادي فعاليتونه : 2

١ =  غيرى کاروىباري فعاليتونه.. 2

٢ =  کاروباري فعاليتونه.. 2

صنعت.... 4

کامرس(Commerce): 4

دتجارت تعريف: 5

الف: داخلي تجارت: 6

دداخلي تجارت خصوصيات.... 6

ب: خارجي تجارت.... 7

دخارجي تجارت درامنځته کيدودلايل... 8

مرسته کوونکې فعاليتونه. 8

بانک...... 8

بيمه.. 9

ګودام(ذخيره).. 9

دلال.. 9

تشهيراودهغې موخې     Advertising)).. 9

د کوپراتيف پيژندنه.. 10

د حمل او نقل وسايل... 11

دويم فصل... 13

په ټولنه کې دافتصادي فعاليتونواهميت.... 13

په ټولنه  کې دتجارت اهميت.... 13

دخارجي تجارت اهميت: 15

بانک اودهغي اهميت.... 17

داقتصادي حالت محکموالې: 20

دټرانسپورټ اهميت.... 21

دتشهيراهميت         ( Importance of Advertising).. 23

په ټولنه کې دکرنې اهميت.... 25

دبيمې اهميت.... 27

دصنعت اهميت.... 27

دريم فصل... 29

غيرافتصادي ياغيرتوليدي فعاليتونه.. 29

١:ديني فعاليتونه: 29

خيريه اوقاف: 29

٢:ټولنيزفعاليتونه.. 30

٣:غيرفانوني فعاليتونه.. 30

دخيريه اوقافواهميت.... 31

پايله.. 33

وړانديزونه.. 34

ماخذونه.. 35