په هند کې غلامي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


په هند کې د غلامۍ لومړنی تاريخ ځکه ننګول شوی دی، چې د ځينو اصطلاحاتو لکه “dasa” او “dasyu” پر ژباړو باندې تکيه کوي. يوناني ليکوال ميګاستينيس (Megasthenes) په خپل اثر “Indika” کې د ماورين (Mauryan) سترواکۍ د تشرېح کولو پر مهال څرګندوي، چې په هندي ټولنه کې غلامي بنده (منع) وه. که څه هم ځينې سرچينې وړانديز کوي، چې غلامي د بودا (له ميلاد څخه مخکې شپږمه پېړۍ کې) د ژوند په وخت کې او ښايي ان تر ويدي (Vedic) دورې پورې هم، په لرغوني هند کې يو پراخ منل شوی دود يا بنسټ و. [۱][۲][۳]

غلامي په هندوستان کې له ۱۱ ز پېړۍ څخه وروسته د شمالي هند د مسلمان واکمنۍ پر مهال وروسته له هغې زياته شوه، چې مسلمان واکمنانو د هند نيمه وچه کې يو ځل بيا غلامي دود کړه. د سيمو د نيونې په موخه په فوځونو کې د غلامانو د کارونې تر څنګ، چې هغه وخت د اسلامي پاچاهانو تر منځ يوه اوږدمهاله عمل و؛ غلامي د هندوانو په غلام جوړولو سره يو د پام وړ ټولنيز دود شو. د ډهلي د سلطنت او د مغلو سترواکۍ د دورې د مسلمان تاريخپوهانو په اند د هندو پاچاهانو له بريدونو څخه وروسته هندوان د غلامانو په توګه ونيول شول، چې زيات يې مرکزي او لويديځې افريقا ته هم ولېږدول شول. د سوماليا له ټاپووزمې (Horn of Africa) څخه هم زيات غلامان د دکن سلطنت (Deccan Sultanates) او مغلو سترواکۍ د پياوړو يا مسلمان فوځونو په کورنيو کې د خدمت کولو په موخه، د هند نيمې وچې ته راولېږدول شول. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

هند کې غلامۍ د ۱۸ او ۱۹ پېړۍ پر مهال دوام وکړ. د استعماري دوري پر مهال هندوان د هند سمندر د غلامۍ سوداګرۍ د برخې په توګه د بېلابېلو اروپايي سوداګريزو شرکتونو له لورې، د نړۍ بېلابېلو برخو ته د غلامانو په توګه نيول شوي وو. د هند له نيمې وچې څخه له يو ميليون څخه زيات قراردادي کارکوونکي (چې د ګيرميټيياس “girmitiyas” په نوم يادېږي)، په کښتونو او معدنونو کې د کار کولو په موخه افريقا، اسيا او امريکا کې بېلابېلو اروپايي مستعمرو ته ولېږدول شول. پرتګاليانو د نږدې ۱۵۳۰ او ۱۷۴۰ ز کالونو تر منځ افريقايي غلامان پر کونکان “Konkan” ساحل باندې خپلو هندي مستعمرو ته ولېږدول. غلامي د هند د ۱۸۴۳ ز کال د غلامۍ قانون (Indian Slavery Act 1843) له مخې د ختيځ هند شرکت په ملکيتونو کې له منځه لاړه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

لرغونې هند کې غلامي[سمول]

په ويدي او نورو لرغونو هندي ادب کې د “dasa” او “dasyu” اصطلاح د «چوپړي» يا «غلام» په توګه ژباړل شوې ده، مګر ځينو نورو له دې معنا سره مخالفت کړی دی. په ريګويدا “Rigveda” کې د ډاسا “dasa” اصطلاح د يو «دښمن» په توګه هم ژباړل شوې ده، مګر په ټوله کې د اصطلاح پېژندنه د پوهانو تر منځ ناڅرګنده او د بحث وړ دی. [۱۸][۱۹]

د سماټ ليوي (Scott Levi) د نظر له مخې ښايي په لرغوني هند کې غلامي د ارتاشاسترا “Arthashastra”، مانسمريټي “Manusmriti” او ماهابهاراتا “Mahabharata” غوندې متنونو پر بنسټ د عامې دورې د پيل په واسطه يو رامنځته شوی دود وي. ښايي غلامي د بودا د ژوند او ښايي ان له نوموړي څخه وړاندې د ويدي دورې پر مهال هند کې پراخه شوې وي، که څه هم سکاټ څرګندوي چې له «غلامانو» سره د ويدي ډاسا “Dasa” تړاو ستونزه زېږونکی دی او ښايي يو وروستی پرمختګ وي. [۲۰][۲۱]

يوپندر سينګهـ(Upinder Singh)  څرګندوي چې رېګ ويدا (Rig Veda) په غلامۍ سره اشنا ده، چې د جګړې پر مهال يا د پور د پايلې په توګه غلامۍ ته ويل کېږي. نوموړې وايي چې د ډاسا “dasa” (سانسکرت: ) او وروسته وختونو کې “dasi” د نارينه او ښځينه غلامانو لپاره کارېدونکې اصطلاحګانې وې. د پوپندر په خلاف سويرا جايسوال (Suvira Jaiswal) وايي چې ډاسا قبيلې د ويدي دودونو په يو ټبر يا کورنۍ نظام کې ګډې (مدغم) وې، په داسې حال کې لکه څرنګه چې د کاکسيونټ اوسيجي (Kaksivant Ausiji)، بالبوتا (Balbutha)، تاروکسا (Taruksa)، ديوداسا (Divodasa) او نورو پوهانو د بېلګو په واسطه ښودل شوي دي؛ “dasi putras” کولی شول د پادريانو، جنګياليو او مشرانو دريځونو ته پورته شي. ځيني پوهان د «غلام» په توګه د داسا اصطلاح له لومړنيو ژباړو سره د توکميزو توپيرونو په شتون او نه شتون سره مخالفت کوي. د هند پېژندونکو سټيفاني ډبليو جميسن (Stephanie W. Jamison) او ژول پي بريريټن (Joel P. Brereton) د نظر له مخې چې د ريګويدا د وروستۍ ژباړې له امله پېژندل کېږي، داسا او داسيو (dasa/dasyu) د اريا “Arya” انساني يا نا انساني دښمنان دي. د ريګويدا له مخې د جاميسن او بريريټن دولتونه د ويدي د اندرا “Indra” الوهيت په واسطه له منځه تللي دي. په ويدي دوره کې د «غلامانو په توګه د ډاسا» ژباړه د ۲.۱۲ او ۸.۴۶ په شان مذهبي سندرو له مخې مخالفت کې دي، چې په خيريه ډول د خپلې شتمنۍ ورکووني «شتمن ډاسا» وګړي بيانوي. د هند پېژندونکي توماس ټراوټمېن (Thomas Trautmann) په اند د اريا او داسا تر منځ اړيکه چې يوازې د ريګويدا په دوه بيتونو کې څرګندېږي، ځکه ناڅرګنده او د تمې خلاف ده، چې ډاسا [وګړي] د متني ثبوت له مخې د اريا [وګړو] په پرتله په اقتصادي ډول يو څه زيات پرمختللي وو. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د اسکو پارپولا (Asko Parpola) په وينا په لرغونو هندي متنونو کې د داسا “dasa” اصطلاح “proto-Saka” ريښې لري، چې “dasa” يا “daha” اصطلاح په کې په ساده ډول د «انسان» معنا لري. پارپولا څرګندوي چې “dasa” او “dasyu” دواړه ويي د سانسکرېت او پالي “Pali” ژبو په ګډون په هندي الاصله ايرانيو ژبو کې عام نه دي او ياد ويوکي ښايي د PIE ريښې  “*dens-“ميراث وي او د “saka” ويي ښايي له “dasa” څخه تکامل کړی وي. د ماشيلېن ايشی (Micheline Ishay) د نظر له مخې چې د انساني حقونو د څېړنو او ټولنپوهنې پروفيسور دی، د “dasa” اصطلاح د «غلام په توګه ژباړل» کېدلی شي. د غلامۍ دود يا بنسټ د لږو يانې محدودو حقونو په درلودلو سره ناخپلواک کار څرګند کړ، مګر په لرغوني هند کې لکه د بابلي او عبراني غلامۍ غوندې د يوناني نړۍ خلاف انګېرل شوې غلامۍ نرمه ځانګړتيا او ټاکلې (محدوده) کچه درلوده. ايشی “Ishay” څرګندوي چې ناخپلواک کار په لرغوني هند کې دوه ډوله کېدلی شي، چې يو يې underadsatva او بل يې د ahitaka په نوم يادېږي. په سختۍ کې د کار لپاره ځان ګرو کولو ته “underadsatava” وايي، په داسې حال کې چې د “ahitaka” له مخې د يو شخص ناخپلواک کار د جګړې پر مهال د نيونې په وخت کې د پور يا جريمې [د پيسو په واسطه خلاصون] پر وړاندې ژمن يا ګرو شوی و. “Isahy” څرګندوي، چې د غلامۍ دې بڼو د ناخپلواک کار موده محدوده کړه او دې ډول غلام د خپلې شتمنۍ حقونه درلودل او خپله شتمني يې خپلو خپلوانو ته لېږدولی شوه. [۲۶][۲۷]

د داسا اصطلاح چې په لومړنيو بودايي متنونو کې څرګندېږي، پوهان يې په بېلابېل ډول د چوپړي يا غلام په توګه ژباړي. بودايي نسخې هم د “kapyari” يادونه کوي، چې پوهانو په حقوقي ډول د ضمانت شوي يا تړل شوي خدمت کوونکي (چوپړي يا غلام) په توګه ژباړلې ده. د ګريګوري چوپين (Gregory Schopen) په اند بودا په “Mahaviharin Vinaya” کې وايي، چې د راهبانو يوه ټولنه ښايي “dasa” اصطلاح د بيارغونې (ترميم) او نورو عادي کارونو لپاره ومني. ورته بودايي متن وروسته بيانوي، چې بودا په صومعو (د روحانيونو استوګنځايونو) کې د کار لپاره د “kalpikara” او “kapyari” اصطلاحګانو کارول ومنل او هغوی لپاره يې د ودانۍ د بېلو برخو جوړول تاييد کړل. چوپين د داسا اصطلاح د چوپړيانو يا نوکرانو په توګه ژباړي، په داسې حال کې چې د “kalpikara” او “kapyari” اصطلاحګانې ځکه په ترتيب سره مريي او غلام ژباړي چې دوی د عوامو په واسطه بودايي مذهبي ټولنې څخه اخيستل کېدلی يا ورکول کېدلی شي. د نوموړي په وينا دا چې د چاپي متنونو په هندي نسخو کې د وينا دا برخې نه موندل کېږی او په سري لانکان (Sri Lankan) نسخه کې موندل کېږي، نو ځکه کېدای شي وروستۍ لاسوهنې (تحريفونه) وي چې د لرغوني هندي دود په پرتله سريلانکايي دود منعکس کوي. د چوپړيانو او مريي يا تړي شوي کارکوونکي بحث د تبت “Tibet” په موندل شويو ليکلي يا چاپي متنونو کې هم موندل کېږي، که څه هم تفصيل يې توپير لري. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. Scott C. Levi (2002). "Hindus Beyond the Hindu Kush: Indians in the Central Asian Slave Trade". Journal of the Royal Asiatic Society. Cambridge University Press. 12 (3): 277–288. doi:10.1017/S1356186302000329. JSTOR 25188289. S2CID 155047611. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), Quote: "Sources such as the Arthasastra, the Manusmriti and the Mahabharata demonstrate that institutionalized slavery was well established in India by beginning of the common era. Earlier sources suggest that it was likely to have been equally widespread by the lifetime of the Buddha (sixth century BC), and perhaps even as far back as the Vedic period. [footnote 2: (...) While it is likely that the institution of slavery existed in India during the Vedic period, the association of the Vedic 'Dasa' with 'slaves' is problematic and likely to have been a later development."
  2. Ram Sharan Sharma (1990). Śūdras in Ancient India: A Social History of the Lower Order Down to Circa A.D. 600. Motilal Banarsidass. د کتاب پاڼي 25–27. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-208-0706-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. McCrindle, John (1877). Ancient India As Described By Megasthenes And Arrian. London. د کتاب پاڼې 40. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Andre Wink (1991), Al-Hind: the Making of the Indo-Islamic World, vol. 1, Brill Academic (Leiden), کينډۍ:ISBN, pages 14-32, 172-207
  5. * Burjor Avari (2013), Islamic Civilization in South Asia, Routledge, کينډۍ:ISBN, pages 41-68;
    • Abraham Eraly (2014), The Age of Wrath: A History of the Delhi Sultanate, Part VIII, Chapter 2, Penguin, کينډۍ:ISBN;
    • Vincent A. Smith, The early history of India, 3rd Edition, Oxford University Press, Reprinted in 1999 by Atlantic Publishers, Books IV and V - Muhammadan Period;
    • K. S. Lal, Muslim Slave System in Medieval India (New Delhi, 1994);
    • Utsa Patnaik and Manjari Dingwaney (eds), Chains of Servitude: bondage and slavery in India (Madras, 1985)
  6. Salim Kidwai, "Sultans, Eunuchs and Domestics: New Forms of Bondage in Medieval India", in Utsa Patnaik and Manjari Dingwaney (eds), Chains of Servitude: bondage and slavery in India (Madras, 1985).
  7. Bernard Lewis (1992). Race and Slavery in the Middle East: An Historical Enquiry. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-505326-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Indrani Chatterjee; Richard M. Eaton (2006). Slavery and South Asian History. Indiana University Press. د کتاب پاڼي 122–123. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-253-11671-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), Quote: "The importation of Ethiopian slaves into the western Deccan profoundly altered the region's society and culture [...]"
  9. [a]Andrea Major (2012). Slavery, Abolitionism and Empire in India, 1772-1843. Liverpool University Press. د کتاب پاڼي 42–43. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78138-903-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); [b]David Eltis; Stanley L. Engerman (2011). The Cambridge World History of Slavery: Volume 3, AD 1420–AD 1804. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 73–74. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-316-18435-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), Quote: "The war was considered a major reason for the importation of Ethiopian slaves into India during the sixteen century. Africans of slave origins played a major role in the politics of Mughal India [...]"
  10. William Gervase Clarence-Smith (2013). The Economics of the Indian Ocean Slave Trade in the Nineteenth Century. Routledge. د کتاب پاڼي 4–5, 64–66 with footnotes on 69. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-135-18214-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Ghoshal, Devjyot. "The forgotten story of India's colonial slave workers who began leaving home 180 years ago". Quartz India (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. William, Eric (1942). History of the People of Trinidad and Tobago. Buffalo: Effworld Inc. د کتاب پاڼي 1–4. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781617590108. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Carole Elizabeth Boyce Davies (2008). Encyclopedia of the African Diaspora: Origins, Experiences, and Culture [3 volumes]: Origins, Experiences, and Culture. ABC-CLIO. د کتاب پاڼي 553–556. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85109-705-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Walker, Timothy (2004). "Abolishing the slave trade in Portuguese India: documentary evidence of popular and official resistance to crown policy, 1842–60". Slavery & Abolition. Taylor & Francis. 25 (2): 63–79. doi:10.1080/0144039042000293045. S2CID 142692153. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Slavery :: Britannica Concise Encyclopedia". Britannica.com. 
  16. "Historical survey > Slave-owning societies". Britannica.com. 
  17. Islamic Law and the Colonial Encounter in British India Archived 29 April 2009 at the Wayback Machine.
  18. Sharma, Arvind (2005), "Dr. BR Ambedkar on the Aryan invasion and the emergence of the caste system in India", Journal of the American Academy of Religion, 73 (3): 843–870, doi:10.1093/jaarel/lfi081, [Paraphrasing B. R. Ambedkar]: "The fact that the word Dāsa later came to mean a slave may not by itself indicate such a status of the original people, for a form of the word "Aryan" also means a slave. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. West, Barbara (2008). Encyclopedia of the Peoples of Asia and Oceania. Infobase. د کتاب پاڼې 182. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0816071098. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Manusmriti with the Commentary of Medhatithi by Ganganatha Jha, 1920, کينډۍ:ISBN
  21. Scott C. Levi (2002). "Hindus Beyond the Hindu Kush: Indians in the Central Asian Slave Trade". Journal of the Royal Asiatic Society. Cambridge University Press. 12 (3): 277–288. doi:10.1017/S1356186302000329. JSTOR 25188289. S2CID 155047611. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), Quote: "Sources such as the Arthasastra, the Manusmriti and the Mahabharata demonstrate that institutionalized slavery was well established in India by beginning of the common era. Earlier sources suggest that it was likely to have been equally widespread by the lifetime of the Buddha (sixth century BC), and perhaps even as far back as the Vedic period. [footnote 2: (...) While it is likely that the institution of slavery existed in India during the Vedic period, the association of the Vedic 'Dasa' with 'slaves' is problematic and likely to have been a later development."
  22. Thomas R. Trautmann (2006). Aryans and British India. Yoda Press. د کتاب پاڼي 213–215. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-902272-1-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Stephanie Jamison; Joel Brereton (2014). The Rigveda: 3-Volume Set. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 56–57. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-972078-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Jaiswal, Suvira (1981). "Women in Early India: Problems and Perspectives". Proceedings of the Indian History Congress. 42: 55. JSTOR 44141112. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Upinder Singh (2008). A History of Ancient and Early Medieval India: From the Stone Age to the 12th Century. Pearson Education. د کتاب پاڼې 191. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788131711200. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Asko Parpola (2015). The Roots of Hinduism: The Early Aryans and the Indus Civilization. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 102–103. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-022691-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Micheline Ishay (2008). The History of Human Rights: From Ancient Times to the Globalization Era. University of California Press. د کتاب پاڼې 51. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-25641-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Gregory Schopen (2004). Buddhist Monks and Business Matters: Still More Papers on Monastic Buddhism in India. University of Hawaii Press. د کتاب پاڼې 201. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8248-2547-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Gregory Schopen (2004), Buddhist Monks and Business Matters, University of Hawaii Press, کينډۍ:ISBN, page 202-206
  30. Gregory Schopen (1994). "The Monastic Ownership of Servants and Slaves". Journal of the International Association of Buddhist Studies. 17 (2): 156–162 with footnotes, context: 145–174. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Gregory Schopen (2010). "On Some Who Are Not Allowed to Become Buddhist Monks or Nuns: An Old List of Types of Slaves or Unfree Laborers". Journal of the American Oriental Society. 130 (2): 225–234 with footnotes. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)