Jump to content

په هالنډ باندې د جرمني برید

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په هالنډ باندې د جرمني برید (په هالنډي: Duitse aanval op Nederland) چې د هالنډ د جګړې (په هالنډي: Slag om Nederland) په نوم هم پېژندل کېږي، په لاندنیو هېوادونو (بلجیم، لوکزامبورګ او هالنډ) باندې د نازي جرمني د عملیاتو (په جرمني ژبه: Fall Gelb) برخه و. دغه جګړې د ۱۹۴۰ زکال د مۍ له ۱۰مې نېټې څخه د مۍ په ۱۴مه نېټه د ټولو هالنډي ځواکونو تر تسلیمۍ پورې دوام وموند. ورته مهال په زیلانډ ایالت کې هالنډي ځواکونو د مۍ تر ۱۷مې نېټې پورې د نازي ځواکونو پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړ؛ هغه مهال چې جرمني دغه هېواد په بشپړه توګه اشغال کړ.

په هالنډ باندې برید کې د لومړي ځل لپاره د تاکتیکي ځایونو د نیولو او همدارنګه د ځمکنیو ځواکونو په مخکې تګ کې د مرستې په موخه له چتربازانو ګټنه وشوه. د جرمني هوايي ځواکونو له چتربازانو څخه په روتردام او هاګ کې د څو هوايي ډګرونو په نیولو کې ګټنه وکړه؛ دغې چارې په چټکۍ سره د هېواد د تسخیر او همدارنګه د هالنډي ځواکونو په درولو کې مرسته وکړه.

د مۍ په ۱۴مه نېټه د نازي جرمني د هوايي پوځ له خوا د روتردام له شدید بمبار وروسته جرمنانو ګواښ وکړ چې که چېرې هالنډي ځواکونه تسلیم نه شي، د هالنډ نور ښارونه به هم بمبارد کړي. د هالنډ د پوځ لوی درستیزیت پوهېده چې نه شي کولای د جرمني د بم غورځونکو الوتکو مخه ونیسي، همدا و چې د هالنډ سلطنتي پوځ ته یې د جګړې د درولو قومانده ورکړه. په دې سره هالنډ د جرمني لاس ته ورغی. د هالنډ وروستۍ اشغال شوې برخه بیا په ۱۹۴۵ زکال کې آزاده شوه.

مخینه

[سمول]

پیلامه

[سمول]

په پولنډ باندې د جرمني له برید وروسته بریتانیا او فرانسې په ۱۹۳۹ زکال کې له جرمني سره د جګړې اعلان وکړ، خو د ۱۹۳۹ – ۱۹۴۰ زکال په ژمي کې د فوني جګړې تر مهاله په لویدیځه اروپا کې کوم مهم ځمکني عملیات ترسره نه شول. په دغه موده کې، بریتانیا او فرانسې خپل ځواکونه د یوې اوږد مهالې جګړې لپاره چمتو کړل او جرمني هم له شوروي سره یوځای په بشپړه توګه پولنډ ونیو. د اکتوبر په ۹مه نېټه اډولف هېټلر امر وکړ چې په لاندنیو هېوادونو باندې د برید په موخه پلانونه جوړ شي څو له هغو څخه د لویې بریتانیا پر وړاندې د سنګرونو په توګه ګټنه وکړي او همدارنګه د متفقینو له خوا د ورته چارې مخه ونیسي څو ونشي کولای روهر سیمه وګواښي. همدا و چې جرمني د هالنډ – بلجیم د سولې ګډ وړاندیز د نومبر په ۷مه نېټه رد کړ. [۱][۲][۳]

دغه مهال د هالنډ وسله والو ځواکونو د دغه ډول برید پر وړاندې د مقاومت په موخه اړین چمتوالی نه درلود. هغه مهال چې هېټلر واک ته ورسېد، هالنډیانو بیاځلي په وسله وال کولو لاس پورې کړ، خو چټکتیا یې له فرانسې او بلجیم څخه کمه وه او یوازې په ۱۹۳۶ زکال کې یې په تدریجي ډول په پوځي بودیجه کې زیاتوالی راووست. په پرله پسې ډول هالنډي دولتونو لېوالتیا لرله چې د یو حاد پوځي ګواښ په توګه د جرمني له ګڼلو ډډه وکړي. دغه چاره تر ډېره پورې د یو حیاتي سوداګریز شریک سره له مخالفت څخه د مخنیوي په موخه وه، آن تر دې چې د نازي سیاستونو اړوند نیوکه کوونکي یې ځپل؛ دغو مواردو تر یوه بریده د بودیجوي محدودیتونو له هغه سیاست څخه سرچینه اخیسته چې د هالنډ محافظه کارو دولتونو له لوی اقتصادي ناورین سره د مبارزې په موخه ترې بیهوده ګټنه وکړه او د هالنډ ټولنې ته یې پام وړ زیان واړوه. له ۱۹۳۳ زکال څخه تر ۱۹۳۹ زکال پورې د هالنډ لومړی وزیر هندریکوس کولین شخصا په دې باور و چې جرمني به د هالنډ بې پلویتوب تر پښو لاندې نه کړي؛ همدا و چې د هالنډ لوړ پوړو افسرانو د پوځي دفاع په ګټه د عامه افکارو د بدلون په برخه کې هېڅ کار ونکړ. [۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د ۱۹۳۰مې لسیزې په وروستیو کې نړیوالو اندېښنو زیاتوالی وموند. کړکېچونو په ۱۹۳۶ زکال کې د راینلنډ له اشغال، په ۱۹۳۸ زکال کې له آنشلوس او سوډټن کړکېچونو، د ۱۹۳۹ زکال په پسرلي کې د جرمني له خوا د بوهمیا او موراویا د اشغال او همدارنګه په البانیا باندې د ایټالیا له برید څخه سرچینه واخیسته. دغو پېښو د هالنډ حکومت لا بیدارۍ ته اړ کړ، خو تر هغه بریده یې چې کولای شو خپل غبرګونونه یې محدود کړل. په دغو کې تر ټولو مهم اقدام هم د ۱۹۳۹ زکال په اپرېل میاشت کې د ۱۰۰ زور کسانو بسیج کول وو. [۱۰]

وروسته له هغه چې د ۱۹۳۹ زکال په سپټمبر میاشت کې جرمني په پولنډ برید وکړ او ورپسې دویمه نړیواله جګړه پیل شوه؛ هالنډ تمه لرله چې ۲۵ کاله وړاندې د لومړۍ نړیوالې جګړې په څېر به په دغه جګړه کې هم بې پلوه پاتې شي. د بې پلویتوب ساتلو څخه د ډاډ په موخه د اګست په ۲۴مه نېټه د هالنډ پوځ بسیج او ځای پر ځای کړای شو او په پریمانه کچه بودیجه (له ۹۰۰ میلیون ګیلدر څخه زیات) یې دفاعي برخې ته تخصیص کړه. له دې امله چې هالنډیانو د ډیری نوو پوځي تجهیزاتو فرمایش جرمني ته ورکړی و، اوس نو چې جګړه پیل شوې وه ډېره ستونزمنه وه هغه ترلاسه کړای شي. سربېره پر دې یې د بودیجې پام وړ برخه هالنډي ختیځ هند (اوسنۍ اندونیزیا) ته ځانګړې کړې وه چې د دغو ډېره برخه د دریو جنګي بېړیو د جوړولو پلان ته ځانګړې وه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د فرانسې او جرمني ترمنځ د لاندنیو هېوادونو ستراتیژیک موقعیت او همدارنګه د هغوی د دفاعي کرښو د استحکاماتو نشتون دغه سیمه د دواړو لورو د برید پر مسیر واړوله. وینسټون چرچېل د ۱۹۴۰ زکال د جنوري په ۲۰مه نېټه د یوې راډیويي وینا پر مهال هڅه وکړه څو دغه هېوادونه متقاعد کړي چې د جرمني نه مخنیوي کېدونکي برید ته په تمه پاتې نه شي بلکې له انګلیسي – فرانسوي انتانت اتحاد سره مل شي. بلجیم او هالنډ دواړو له دغې چارې ډډه وکړه، آن هغه مهال هم چې د جرمني د برید پلان وروسته له هغه د بلجیم لاس ته ولوېد چې یوه جرمنۍ الوتکه د ۱۹۴۰ زکال په جنوري کې راوغورځېده؛ دغه پېښه د میکلین پېښې په نوم شهرت لري. [۱۵][۱۶]

د فرانسې اعلی سرقومندانۍ پلان درلود چې د لاندنیو هېوادونو بې پلویتوب تر پښو لاندې کړي، که چېرې هغوی د ۱۹۴۱ زکال په اوړي کې د انتانت ځواکونو د پلان شوي لوی برید په موخه د انګلیس او فرانسې له ائتلاف سره یوځای نه شي؛ خو د فرانسې کابینې د منفي عمومي غبرګون له وېرې دغه پلان ویټو کړ. ورته مهال دغې طرحې ته پام وشو چې که چېرې جرمني په یوازې توګه په هالنډ برید وکړي او یا هم که چېرې هالنډ د خپل قلمرو د سویلي برخې له لارې د بلجیم پر لور د جرمني په مخکې تګ کې له دښمن سره مرسته وکړي، بیا به نو انتانت د بلجیم له لارې مخکې تګ وکړي؛ دغه دواړه احتمالات د هالنډ د فرضیې تر عنوان لاندې تر بحث لاندې ونیول شول. ورته مهال د هالنډ دولت هېڅکله د دغو احتمالي مواردو څخه د هر یو د ترسره کېدو په حالت کې په رسمي ډول کوم پلان جوړ نه کړ. ډیری وزیرانو یې دا غوره وګڼله چې د جګړې پر وړاندې مقاومت وکړي، په داسې حال کې چې د دغه هېواد اقلیت واکمنانو او ملکې ویلهلمینا په هر ډول شرایطو کې له جرمني سره له اتحاد ډډه وکړه. هالنډیانو څو ځله هڅه وکړه د یو منځګړي په توګه د جرمني او انتانت ترمنځ د سولې هوکړې ته د رسېدو په برخه کې اقدام وکړي. [۱۷][۱۸][۱۹]

په ناروې او ډنمارک باندې د جرمني له برید وروسته د جاپان نوې پوځي اتشې کپتان تاداشي مائدا ګواښ وکړ چې په هالنډ باندې د جرمني برید حتمي دی، دغې څرګندونې د هالنډ پوځ ته روښانه کړه چې له جګړې څخه ځان ساتنه یې ناشونې ده. همدا و چې هم یې له انګېزوي او هم له جسمي پلوه بشپړې جګړې ته چمتوالی ونیو او سرحدي پوځونه یې د تیارسۍ په حال کې کړل. [۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې

[سمول]
  1. Shirer (1960), p. 633
  2. Frieser (2005), p. 74
  3. Gunther, John (1940). Inside Europe. New York: Harper & Brothers. pp. xxi.
  4. Amersfoort (2005), p. 77
  5. De Jong (1969), p. 438
  6. De Jong (1969), p. 506
  7. Amersfoort (2005), p. 67
  8. De Jong (1969), p. 541
  9. De Jong (1969), p. 542
  10. De Jong (1969), p. 570
  11. De Jong (1969), p. 642
  12. De Jong (1969b), p. 363
  13. Amersfoort (2005), p. 78
  14. De Jong (1969), p. 548
  15. De Jong (1969b), p. 129
  16. De Jong (1969b), pp. 203–208
  17. Amersfoort (2005), p. 92
  18. De Jong (1969b), p. 144
  19. De Jong (1969b), p. 143
  20. De Jong (1969b), p. 254
  21. De Jong (1969b), p. 251
  22. De Jong (1969b), pp. 254–256