په نیو اشوري امپراتورۍ کې دولتي اړيکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په نیواشوري امپراتورۍ کې دولتي اړیکو د اشور پاچا او چارواکو ته اجازه ورکوله چې په ټوله امپراتورۍ کې په چټک او د باور وړ ډول لیکونه ولېږي او ترلاسه کړي. پیغامونه د [1]ريلې کولو د یو سیستم (په اشوري: kalliu) له لارې لېږل کېدل چې له ميلاد څخه مخکې د لومړی زریزې په لومړیو کې انقلابي و. پیغامونه د سپرو پوځیانو له‌خوا چې پر کچرو يې سفر کاوه لېږدول کېدل. په مهالنيو واټنونو کې به پیغامونه تازه دمو سپرو پوځیانو ته سپارل کېدل او لومړني به هلته (په مشخصو تمځایونو کې) دمه کېدل. تمځایونه د امپراتورۍ د لويې لارې په سیستم کې په منظمو فاصلو کې جوړ شوي وو. په دې توګه پیغامونه له ځنډ پرته لېږل کېدی شوی یا هم پرته له دې چې د سپرو پوځیانو د دمې کولو لپاره په تمه پاتې شي، دې سیستم بې ساری ارتباطي سیستم وړاندې کاوه چې د تلګراف تر معرفي کېدو مخکې په منځني ختيځ کې راونه پرځول شو.

د دې سیستم اغېزمنتیا په منځي ختيځ کې د نیو-اشوري امپراتورۍ په واکمنۍ او په ټوله امپراتورۍ کې د انسجام په ټېنګښت کې مرسته وکړه. د اشوریانو دا نوښت د راتلونکو نورو امپراتوريو په واسطه ومنل شو چې له ډلې يې د اشوریانو د ارتباطي شبکې د پراختیا وارثه د هخامنشیانو امپراتوري یادولی شو.

تاريخچه[سمول]

نیو-اشوري امپراتوري د اوسپنې په زمانه کې یوه امپراتوري وه چې مرکز يې په بین النهرین کې و. د دویم اداد-نیراري (چې له ميلاد څخه مخکې يې له ۸۹۱ څخه تر ۹۱۱ کال پورې واکمني وکړه) واکمني د امپراتورۍ د پیل په توګه په پام کې نیول کيږي. هغه او د هغه ځای‌ناستو له ميلاد څخه مخکې د اوومې پېړۍ تر وروستیو پورې د منځني ختيځ پر ډېره برخه د ا مپراتورۍ واک ته پراختیا ورکړه چې په لویديځ کې تر مصر په ختيځ کې تر فارس خليج پورې غزېده. د امپراورۍ له ودې سره یې بېلابېلې بېخ‌بناوې او اداري نوښتونه وړاندې کړل چې د راتلونکو امپراتوریو لکه د مصر او ایران امپراتوریو ته په بېلګو بدل شول.  [۱][۲]

د دولتي اړيکو سیستم د یوې لويې امپراتورۍ د حکومت‌ولي د ننګوونو د حل لپاره رامنځته شوی و. په احتمالي ډول د درېیم شلمانسر (واکمني. له میلاد څخه مخکې له ۸۲۴-۸۵۸ کال) له واکمنۍ څخه سرچينه اخلي چې هغه مهال اشور په منځني ختيځ کې تر ټولو ستر ځواک و. په امپراتورۍ کې د انسجام د خوندیتوب او حکومت لپاره پاچا او د هغه د دربار چارواکو او قومندانانو په ولایتونو کې د اړیکو د جوړولو لپاره یو چټک او د باور وړ سیستم ته اړتیا لرله. [۳]

اجزاء[سمول]

کچر[سمول]

اوږدو فاصلو ته د دولتي پیغام رسوونکي په ځانکړي ډول پر کچرو سپرېدل. اشور لومړنی تمدن و چې د دې موخې لپاره يې له کچرو څخه کار واخیست. کچر دوه رګي څاروي دي چې پلار يې خر او مور يې اسپه وي. هغوی د یو اس د ځواکمنتیا او د یو خره د ځيږتوب ترکیب لري. د هغوی نه باروري او د روزنې پراخه اړتیا د هغوی د قیمت‌والي په معنا وه، خو د هغوی استحکام، سخت‌سري او د نیو اشوري امپراتورۍ په اقلیمي شرایطو کې په اوږدو فاصلو کې د سفر لپاره د هغوی ساتنې دوی اېډیال کړي وو. کچر همدارنګه په رود کې د لامبو کولو له امله هم ښه و- چې دا په ټول بین النهرین کې یو عام خنډ و. سپرو پوځیانو د اشور د اړیکو په سیستم کې له دوو کچرو سره سفر کاوه، داسې که چېرې یو ګوډ شوی وی دوی به نه سرګردانه کېدل او د هغوی د تازه ساتلو لپاره به په متناوب ډول پرې سپرېدل.   [۴][۵]

ريلې چلوونکي[سمول]

رسمي پيغامونه د ریلې سیستم د یو لړ سپرو پوځیانو یا د باور وړ استازي په‌واسطه د یو لیک له لارې لېږل کېدای شوی. د ریلې سیستم (کالیو/ kalliu) یو اشوري نوښت و چې د چټکو اړیکو جوړولو اسانتیا ته یې اجازه ورکړې وه. د دې پر ځای چې یوازې په یوه باوري سپاره سرتېري تکیه وشي هر سپاره پوځي به یوازې د لارې یوه برخه واټن واهه. دا برخه په تمځای کې پای ته رسېده، چېرته به چې لیک له دوه تازه دمو کچرو سره بل سپاره سرتېري ته سپارل کېده. دا چې سپاره سرتېري او کچېرې به په هر تمځای کې د لومړني لېږدوونکي له دمې پرته بدلېدل، پیغامونه په ډېرې چټکۍ سره لېږدول کېدل. سپاره سرتېري او کچر د اشوري پوځیانو په‌واسطه تأمینېدل.  [۶][۷][۸]

د ریلې سیستم د چټکتیا سره سره له باوري استازو څخه هم د اړیکو د نه حیاتیت په صورت کې کار اخیستل کېده او ډېرو حساسو پیغامونو یا هغو ته چې ځای پر ځای (د پېښې له ځایه) ځوابونه ته يې اړتیا لرله لومړیتوب ورکول کېده. ځينې وختونه دواړه میتودونه په هم‌مهال ډول کارول کېدل، لکه د سناچېریب له ولیعهد شهزاده څخه د هغه پلار دویم سارګون ته پاتې شوی لیک.   [۸]

د سړک شبکه[سمول]

نیو-اشوري امپراتورۍ د لویې لارې یو سیستم جوړ کړ چې د امپراتورۍ ټولې برخې يې سره نښلولې. دا سړکونه چې د هول‌ساري/hūl šarri  (یا هارن ساري/ harran šarri چې په بابلي ژبه د «پاچا د سړکونو په معنا و») په نوم یادېدل، ښايي د پوځي لښکر لېږدونو په موخه د کارول شویو لارو په توګه يې وده کړې وي. هغوی په پرلپسې ډول پراختیا موندله، چې تر ټولو لويه پراختیا يې د درېیم شلمانسر د واکمنۍ (له میلاد څخه مخکې ۸۲۴-۸۵۸) او د درېیم تيګلاتپیلسر (له ميلاد څخه مخکې ۷۲۷-۷۴۵) د واکمنۍ تر منځ وه. [۹]

تمځایونه[سمول]

د اړیکو د سیستم په ملاتړ د امپراتورۍ قومندانانو په‌خپلو ولایتونو کې د پاچا د سړک په اوږدو کې په منظمو فاصلو کې د تمځایونو لړۍ ساتلې. چې په اشوري ژبه ورته بېت‌مرديټ/ bēt mardēti(د یوې ټاکلې لارې کورنی دريځ) ویل کېدل. په دغه ځايونو کې سپرو سرتېرو خپل لیکونه له کچرو سره نویو سپرو سرتېرو ته سپارل. هغوی په مېشت ځایونو لکه د نیپور ښار، یا لرې پرتو سیمو کې دننه جوړ شوي وو، داسې ځایونه چې په یوازې ډول يې منزوي مېشت‌ځایونه جوړول. د تمځایونو تر منځ فاصله نږدې له ۳۵ څخه تر ۴۰ کیلو متره (۲۲ تر ۲۵ مایله) وه. دې تمځایونو د لېږدونکو کسانو، استازو او د هغوی څارویو ته د لنډمهال لپاره پناه‌ځای او د اړتیاوړ توکي برابرول.  [۳][۶][۱۰][۱۱]

دا تمځایونه له هغو کاروان‌سرایونو سره د پرتلې وړ و چې وروسته په ټوله اسلامي نړۍ کې د سوداګریزو مسافرو لپاره جوړ شول، په هر حال د اشوریانو د سړک تمځایونه د کاروان‌سرای خلاف د مجازو دولتي پیغامونو په انحصار کې وو او د خصوصي مسافرانو پر مخ تړلي وو. د سړک غاړې له دې تمځایونو څخه هېڅ کوم تمځاي نه پېژندل شوی نه هم کيندل شوی او تاريخ‌پوهان یوازې له اشوري متنونو څخه د هغوی په سپړاوي پوهېږي. [۱۰][۱۲]

جواز او تصدیق/کره‌توب[سمول]

د امپراتورۍ د پوستي سیستم کارونه د لوړپوړو دولتي چارواکو د پيغامونو پر ټولګې محدوده وه. د نږدې ختيځ د تاريخ پروفیسور کارن رادنر اټکل وکړ چې له ۱۵۰ چارواکو څخه جوړې شوې يوې ډلې لپاره چې د اشور د مشرانو په نوم یاديږي د لاس‌رسي وړ وه. دوی ټولو د اشور د سلطنتي مهر یوه کاپي لرله چې د خپل اقتدار د پېژندګلوۍ لپاره يې پيغامونه پرې مهر کول. پر مهر اشوري پاچا له یو نه کنترولېدونکي زمري سره د نښتې په حال کې ښودل کېده او په ټوله امپراتورۍ کې پېژندل کېده. یوازې د دغې مهر لرونکي لیکونه د دولتي سیستم له کارولو سره لېږل کېدل. [۶][۱۲][۱۳]

چټکتیا[سمول]

راندر اټکل وکړ چې د لویديځ سرحدي ولایت قووه (د نننۍ ترکیې ادانا ته څېرمه) څخه د اشور زړه ته د یو پیغام لېږلو- په ۷۰۰ کیلو متره (۴۳۰ مایله)  فاصله کې د یو زاغ د الوتلو په څېر و چې له فرات او دجلې سیندونو او  ډېرو فرعي څانګو څخه تېرېده چې هېڅ یوه هم پل نه درلود- له پنځو ورځو څخه يې لږ وخت نیوه تر څو ورسېږي. د اړیکو دا چټکتیا بې مثاله وه او تر ۱۸۶۵ کال پورې د عثمانې خلافت په بهیر کې د تلګراف تر معرفي کېدو مخکې په منځني ختيځ کې راونه پرځول شو. [۱۱][۸]

سرچينې[سمول]


[1] ابلاغول/نقلول، ژباړن

  1. Radner 2015b، ص. 95.
  2. Encyclopædia Britannica 2017.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Radner 2012، Road stations across the empire.
  4. Radner 2012، The original hybrid transport technology.
  5. Radner 2018، 0:07.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ Radner 2018، 13:06.
  7. Radner 2018، 4:20.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ Radner 2015، ص. 64.
  9. Kessler 1997، ص. 130.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Radner 2015، ص. 63.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Radner 2012، Making speed.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Radner 2015، ص. 65.
  13. Radner 2012، Authorisation needed.