Jump to content

په ناورې کې هلوکاسټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ناروې د ۱۹۴۰ زکال د اپرېل په ۹مه نېټه د جرمني له خوا اشغال شوه. د ۱۹۴۲ زکال پر مهال په ناروې کې شاوخوا ۲۱۷۳ یهودانو ژوند کاوه. له دغه شمېر یهودانو څخه لږ تر لږه ۷۷۵ یې ونیول شول چې بیا بندیان او یا هم له هېواده وشړل شول. له نیمايي څخه زیات هغه ناروېژیان چې د جرمني په کمپونو کې یې ژوند له لاسه ورکړ، یهودان و. په دغو کمپونو کې ۷۴۲ یهودان ووژل شول؛ ۲۳ نورو هم د جګړې په اوږدو کې د ناقانونه اعدامونو، وژنو او ځان وژنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ چې په دې سره د ټولو وژل شوو نارویژي یهودانو شمېر ۷۶۵ تنو ته ورسېد او د کورنیو پر حساب یې بشپړې ۲۳۰ کورنۍ جوړولې. [۱][۲]

یو شمېر یهودان له ناروې څخه په تښتېدو ژوندي پاتې شول چې په ټولیزه کچه دوه پر درې برخه یهودان په تېښتې بریالي شول. له دغې شمېرې څخه شاوخوا ۹۰۰ تنه یې د نارویژي مقاومت د خوځښت له خوا بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه سویډن او کم شمېر یې بریتانیا ته قاچاق شول. له ۲۸ څخه تر ۳۴ تنو تبعید شوي یهودان (له تبعید وروسته) په کمپونو کې د خپل بند په دوام ژوندي پاتې شول او شاوخوا ۲۵ تنه (له یادې شمېرې څخه) یې بېرته په ناروې کې جګړې ته راوګرځېدل. شاوخوا ۸۰۰ هغه نارویژي یهودان چې سویډن ته تښتېدلي و د جګړې له پای ته رسېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستانه شول. [۳][۴][۵]

مخینه

[سمول]

د شلمې پېړۍ تر لومړیو پورې د ناورې د یهودي وګړو شمېر ډېر لږ و، هغه مهال چې د ناروې په ګډون له روسیې او بالتیک هېوادونو څخه یهودي وګړو له تاوتریخوالو څخه د ډکو وژنو له امله د تېښتې لار لټوله. د دغو تېښتو بل موج په ۱۹۳۰مه لسیزه کې رامنځته شو، کله چې له جرمني او د جرمني تر کنټرول لاندې سیمو څخه یهودان د نازیانو د ځورونې له امله تېښتې ته اړ شول. نیلز کریسټین ډیټلف یو نارویژي دیپلومات و چې په ۱۹۳۰مه لسیزه کې د پولنډ وارسا ته ولېږل شو. نوموړي د ۱۹۳۹ زکال د پسرلي پر مهال په وراسا کې یو ټرانزیټي تمځای د هغو چکسلواکیايي یهودي پناه غوښتونکو لپاره جوړ کړ چې د یو نارویژي بشر پاله سازمان (Nansenhjelpen) له خوا دلته لېږل کېدل. ډیټلف لار برابره کړه څو دغه پناه غوښتونکي خواړه، جامې او همدارنګه د پولنډ ګدنیا ښار ته د تګ امکانات ترلاسه او له هغه ځایه بیا په بېړیو کې ناروې ته ولاړ شي. دغه بشر پاله سازمان په ۱۹۳۶ زکال کې د اوډ نانسن له خوا تاسیس شوی و څو د نازيانو تر کنټرول لاندې اروپايي سیمو د یهودانو لپاره په ناروې کې خوندي ځایونه برابر او ورسره مرستې وکړي. په ناروې کې د دوی لپاره دغه پناه ځایونه د لنډ مهال لپاره وو. [۶]

په ناروې باندې د جرمني برید او اشغال د ۱۹۴۰ زکال د اپرېل په ۹مه نېټه پیل شو. د ۱۹۴۰ زکال د اپرېل په ۲۴مه نېټه یوزف تربوون وړاندې له دې چې د ۱۹۴۰ زکال د جون په اوومه نېته په ناروې باندې برید پای ته ورسېږي د رایش له خوا د ناروې کمیسار وټاکل شو. د ناروې قانوني دولت له هېواده تېښتې ته مخه کړه او د تربوون تر مشرۍ لاندې اشغالګرو جرمني چارواکو په نارویژي ملکي مامورینو کنټرول خپل کړ. په دغو کې د سیمه ئیزو پولیسو (Lensmannsetaten)، جنایي پولیسو او د عامه نظم ساتنې د پولیسو په ګډون د ناروې د پولیسو بېلابېل قطعات شامل وو. د نازي پولیسو قطعات له دې ډلې زیک هایتسدینتس یا اس ډي او ګشتاپو د هغې شبکې برخه وګرځېدل چې په نارویژي وګړو باندې یې د مخ پر زیاتوالي ظلم سیاستونه پلي کول. [۷]

د یوې عمدي ستراتیژۍ په توګه، د تربوون رژیم تر ډېره پورې د جرمني مامورینو پر ځای د نارویژي مامورینو څخه د کار اخیستو په لټه کې و څو وکولای شي نارویژي وګړي په ښه توګه په خپله ولکه کې راوړي. په داسې حال کې چې د جرمني پولیسو او د هغو ملیشه ځواکونو د رایش د امنیت د اصلي دفتر تر زنجیروي قوماندې لاندې و، خو نارویژي پولیس په رسمي ډول د پولیسو په نوې جوړې شوې اداره کې شامل کړای شول او د چارو اصلي بڼه یې په داسې توګه وه چې دغو نارویژي پولیسو د رایش د امنیت له دفتر څخه قومانده اخیسته.

د یهودانو پر وړاندې ډېری تعصبات چې په اروپا کې یې معموله بڼه اخیستې وه په ناروې کې د نوولسمې پېړۍ له وروستیو او د ۲۰مې پېړۍ له لومړیو څخه څرګند شول؛ همدارنګه د ۱۹۳۰مې لسیزې پر مهال په ناروې کې نازي پلوه ملت پاله ګوند (Nasjonal Samling) یهود ستېزي د خپلې سیاسي طرحې په اډانه کې ځای پر ځای کړه. دغه مهال هالدیس نیګار اوستبای د یهودانو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه د ډکو تبلیغاتو مسئوله شوه چې د هغې چارې ۱۹۳۸ زکال ته په اړوند کتاب، د یهودانو مسئله او د هغو حل لارې (Jødeproblemet og dets løsning) کې په لنډو ټکو کې بیان شوې دي. ملت پاله ګوند همدارنګه د جګړې له پیلېدو وړاندې په ناروې کې د یهودانو اړوند د اطلاعاتو په راغونډولو لاس پورې کړی و او ځینې مهالونه به یې په خپلو اصلي نشریاتو کې د یهود ستېزي اړوند مطالب هم خپرول.

نیونې او مصادره

[سمول]

د جرمني او ناروې د پولیسو دواړو تشکیلاتو په ۱۹۴۱ زکال کې د یهودي وګړو د په نښه کولو په موخه هڅو ته زور ورکړ چې د همدغې چارې لپاره یې د ټرونډهایم په شمالي لوري کې لوانګر ته څېرمه د اجباري کار فالسټاډ کمپ جوړ کړ. هغه یهودان به چې ونیول شول په اتومات بڼه یې خپل تابعیت له لاسه ورکاوه. یهودي وګړي په ځانګړې توګه هغه کسان چې تابعیت یې نه درلود د لنډې مودې لپاره د بارباروسا عملیاتو سره په تړاو ونیول شول. لومړنی یهودي چې له ناروې څخه وشړل شو د کارګري اتحادیې فعال او میخانیکي انجینر بنجامین بېلډ و چې په وارنکارۍ تورن شو او بیا په ګروس روزن کې ومړ. موریتز رابینوویتز په ډېر احتمال سره هغه لومړنی کس و چې د ۱۹۴۱ زکال په مارچ میاشت کې د نازیانو د یهود ستېزۍ پر وړاندې په هوګسوند مطبوعاتو کې د تحریک کولو په جرم ونیول شو او د اجباري کار زاکس هاوزن کمپ ته ولېږل شو، چېرې چې نوموړې د ۱۹۴۲ زکال د ډسمبر په ۲۷مه نېټه د وهلو ډبولو له امله ومړ. [۸][۹][۱۰]

جرمني سرتېرو د ۱۹۴۱ زکال د اپرېل په ۲۱مه نېټه ټرونډهایم کنیسه اشغال او ړنګه یې کړه. د دغې جګړې په لومړیو ورځو کې له دغې کنیسې څخه د تورات نسخې خوندي ځای ته وړل شوې وې او ډېر ژر د ټرونډهایم میتودېستې کلیسا د یهودانو لپاره د مذهبي مراسمو د ترسره کولو په موخه زمینه برابره کړه. ورته مهال د ټرونډهایم یو شمېر یهودي وګړي ونیول شول او په فالسټاډ کمپ کې بندیان شول. د دغو بندیانو لومړنی بندي ډاکټر افرایم کوریتزینسکي نومېده چې د ټرونډهایم د روغتون مشر و. ورپسې یو شمېر نور هم بندیان شول. په ټولیزه توګه د دغو کسانو څخه اته تنه یې د کمپ څخه بهر هغو ځنګلونو کې په مرمیو وویشتل شول چې په ناروې کې یې د ناقانونه اعدامونو په بدنامه سیمې شهرت وموند. ورته مهال د ۱۹۴۲ زکال د فبروري په ۲۴مه نېټه په ټرونډهایم کې د یهودانو املاک د نازي چارواکو له خوا مصادره شول. [۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې

[سمول]
  1. Michelet, Marte (15 November 2014). "Bare en detalj". Dagbladet.no.
  2. These numbers do not include Jewish Soviet or Polish prisoners of war that died in captivity as a result of murder or mistreatment in Norwegian camps, nor Allied Jewish soldiers killed in action in Norway. There is some evidence that prisoners of war who were found to be Jewish were singled out and were abused. Mendelsohn 1986.
  3. Kronikk: Frontingen av «Den største forbrytelsen» gir en Holocaust-historie uten nyanser [Op-ed: To front the book The greatest crime, gives a history of the Holocaust—without nuances]
  4. "Norway". encyclopedia.ushmm.org.
  5. Ottosen, Kristian (1994). "Vedlegg 1". I slik en natt; historien om deportasjonen av jøder fra Norge (in ناروېئي). Oslo: Aschehoug. pp. 334–360. ISBN 82-03-26049-7.
  6. Cohen, Maynard M. (1997). A Stand Against Tyranny: Norway's Physicians and the Nazis. Detroit: Wayne State University Press. ISBN 081432603X. 63-82.
  7. Dag Roard Fosnes (2006). "Politiets rolle i det norske Shoah" (in ناروېئي). University of Bergen Faculty of Law. بياځلي په 2008-01-11.
  8. "Article in the Norwegian newspaper Aftenposten by Bernt H. Bull (Norwegian)". Aftenposten.no. بياځلي په 2012-08-22.
  9. Ottosen, Kristian (1994). i Slik en natt: historien om deportasjonen av jøder fra Norge [Such a night: the history about deportation of Jews from Norway] (in ناروېئي). Oslo: Aschehoug. p. 32. ISBN 8203260497.
  10. Austad, Lene. "He was never invited to anyone; "Us" and "Them" in the Man Who Loved Haugesund". Dictum. خوندي شوی له the original on 29 August 2007. بياځلي په 2008-01-13.
  11. "Ephraim Wolff Koritzinsky". Safon (in ناروېئي). خوندي شوی له the original on 4 July 2008. بياځلي په 2008-02-23.
  12. Komissar, Gerson (1997-08-24). "Den oversette premiss". Dagbladet (in ناروېئي). خوندي شوی له the original on 2012-04-19. بياځلي په 2008-01-13.
  13. Reitan 2005.