په نازي جرمني کې ښځې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په نازي جرمني کې ښځې د نازي ګوند (NSDAP) د نازېسم د دوکتورینو تابع وې هغه دوکتورین چې د جرمني له سیاسي ډګر او همدارنګه د هغو له اجرایوي جوړښت او اجرایويي کمېټو څخه یې د ښځو ویستل ترویج کول. بل پلو یوازې د شمېرو د شتون (په عملي بڼه څه شتون وه نه لري) او د سیمه ییزو بنسټونو د کمښت یا هم دواړو له امله ډیری ښځو د نازي ګوند غړیتوب ترلاسه کړ. له دې سره په خوا کې نازي رژیم په رسمي ډول ښځې هڅولې چې د میندو او ښځو رول ولوبوي. همدا و چې ښځې له مسئولیت لرونکو ټولو ځایګیو په پام وړ توګه له سیاسي او علمي برخو وویستل شوې.[۱][۲]

دغه پالیسۍ د وایمار په جمهوریت کې د ښځو د حقونو له ودې او همدارنګه له جنسیتي برابریو سره په بشپړ ډول په ټکر کې وې او په همدغه کچه یې د جرمني په سترواکۍ کې د تر ډېره نارینه او محافظه کارانه لیدلوري په پرتله توپیر درلود. ورته مهال د نازي ګوند په مرکزي بنسټونو کې ښځو ته د اړوندو ډلګیو لکه د جرمني نجونو د ډلې (Bund Deutscher Mädel) او د سوسیالیستو ښځو د ملي ډلې (NS-Frauenschaft) د هڅو وروستۍ موخه د «خلکو د ټولنې» د انسجام رامنځته کول و.

په نازي جرمني کې آیډیال ښځو له کوره بهر دنده نه لرله. د دې پر ځای دا غوره ګڼل کېده چې هغه باید د خپلو مېړونو لپاره ښه ښځه واوسي، مسولیت منونکې او پاملرنه کوونکې مور وي (د خپلو ماشومانو د روزنې لپاره د نازیانو د فلسفې او آرمانونو سره مطابق ځانګړې پالنې وړاندې کړي) او همدارنګه د کور په نورو چارو لکه پاکوالي او پخلي کې وړتیا ولري. ښځو هر ډول زده کړو ته د لاسرسي ډېر محدود حقونه لرل او هغو زده کړو ته یې چې لاسرسی درلود هغه هم تر ډېره کورنیو چارو ته اړوندېدې. د وخت په تېرېدو سره په نازي جرمني کې دندې لرونکې ښځې په پوهنتونونو کې له تدریس، په طبي مسلکي چارو او همدارنګه په نازي ګوند کې په سیاسي ځایګیو باندې د خدمت کولو په برخو کې له محدودیتونو سره مخ شوې. یوازې د سوسیالېستو مېرمنو د اتحادیې له ریسې ګرترود شولتس کلینک پرته نورو ښځو اجازه نه لرله رسمي دندې ترسره کړي. ورته مهال یو شمېر پام وړ استثناآتو هم شتون درلود چې یا هم هېټلر ته د نږدیوالي لکه ماګدا ګوبلس او یا هم په ځانګړې برخه کې د پام وړ وړتیا لرلو له امله و لکه فلم جوړونکې لني ریفنشتال یا هوانوردې هانا رایچ چې رسمي دندې یې مخته وړې. ډیر دغه محدودیتونه وروسته له هغه له منځه ولاړل چې د جګړې د مهال اړتیاوو اړینه وګڼله د رژیم په پالیسیو کې بدلون راوړل شي. [۳]

په نازي جرمني کې د «معمولي» جرمنیو ښځو تاریخ لیکنې د وخت په اوږدو کې پام وړ بدلون موندلی. هغه څېړنې چې د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو سره سمې پیل شوې، هڅه یې کړه چې ښځې د نازیانو د ظلمونو نورې قربانیانې وبولي. ورته مهال د شلمې پېړۍ په وروستیو کې تاریخ پوهانو دا استدلال وکړ چې جرمني ښځو کولای شوای د رژیم د چارو پر بهیرنو او آن په جګړه اغېز وکړي. سربېره پر دې دغو څېړونو وښووله چې د نازي رژیم پر مهال د ښځو تجاربو د طبقاتو، عمر او مذهب له مخې له یو بل سره توپیر درلود.[۴]

په داسې حال کې چې ګڼ شمېرو ښځو د نازي سیسټم په زړه کې اغېزمن رول درلود یا یې هم نازیانو ته د اړوندو اجباري کار په کمپونو کې رسمي دندې لرې، خو ډېر کم شمېر یې په جرمني مقاومت کې ونډه لرله چې د لیبرتاس شولز – بویسن (Libertas Schulze-Boysen) او سوفي شول (Sophie Scholl) په څېر یې د خپل ژوند په ورکړې د هغې بیه پرې کړه. [۵]

مخینه[سمول]

د وایمار په جمهوریت کې ښځو د نورې اروپا په پرتله غوره ځایګی درلود. د وایمار اساسي قانون د ۱۹۱۹ زکال د جنوري په ۱۹مه ښځو ته د رایو د ورکولو حق ورکړ (۱۷ او ۲۲ ماده) او د مدني مسایلو اړوند یې د جنسیتي برابري (۱۰۹ ماده)، د ښځینه مامورینو پر وړاندې د تبعیض د ممنوعیت (۱۲۸ ماده)، د زېږون د حقونو (۱۹ ماده) او په واده کې د دواړو لورو د حقونو د برابرۍ (۱۱۹ ماده) اعلان وکړ. د جرمني د فییمنېستي خوځښت مخکښه مشره کلارا زتکین له ۱۹۲۰ زکال زکال څخه تر ۱۹۳۳ زکال پورې د رایشتاګ (پارلمان) استازې وه او آن د هغو تر مشرۍ پورې یې هم مسئولیت ور تر غاړې شو. خو له دې سره وایمار ښځو ته د آزادیو ورکولو په برخه کې لوی بدلون ته چمتو نه و. په پارلمان کې د ښځو ونډه لږ وه. مورګلوي د ښځو د غوره ټولنیز کار په توګه ترویج کېده. د جنین سقط له قانوني چلن سره د مخ کېدو وړ و (د جزا د قانون ۲۱۸ ماده)؛ همدارنګه ښځینه کارګرانو پام وړ اقتصادي پرمختګونو لکه برابرو امتیازاتو ته لاسرسی نه درلود. د لګښت پالنې (consumerism) په رامنځته کېدو سره سوداګریو او دولت لا زیاتې کاري قوې ته په مخ پر زیاتېدوني ډول اړتیا پیدا کړه؛ له دې سره چې کار د ښځو پر وړاندې د یو شمېر محدودیتونو د له منځه تلو لار پرانیسته، خو بیا هم هغوی تر ډېره په دفتري چارو کې سکرتریت یا هم د پلورلو کارمندتوب ته محدودې کېدلې، هغه دندې چې دوی ته په کې له نارینه و څخه ۱۰ تر ۲۰٪ کم معاش ورکول کېده؛ هغه هم د بېلابېلو پلمو پرمټ لکه په کورنیو چارو د پوهېدو له امله هغوی کولای شي د کور په لګښتونو کې سپما وکړي. [۶][۷][۸]

په داسې حال کې چې د وایمار جمهوریت تر چتر لاندې ډېری ګوندونو په ټاکنو کې د ښځو نوماندانو په لرلو ونډه واخیسته (یو شمېر یې بریالۍ هم شوې)، خو نازي ګوند دغه کار وه نه کړ. په ۱۹۳۳ زکال کې د کلتور وزیر یوزف ګوبلس دغه موضوع په داسې توګه توجیه کړه چې «دا غوره ده هغه چارې چې نارینه و ته اړوندېږي نارینه و ته پرېښودل شي». د ۱۹۳۳ زکال د نومبر میاشتې د ټاکنو په پایله کې جرمني هغه هېواد وګرځېد چې په خپل پارلمان کې یې هېڅ ښځینه استازې نه لرله؛ په داسې حال کې چې د تېر پارلمان له ټولو ۵۷۷ څوکیو څخه  ۳۷ یې ښځو ته اړوندې وې.[۹]

د نازي رژیم پیل[سمول]

د لومړي وزیر په توګه واک ته د هېټلر په رسېدو سره د ښځو ډیری حقونه له منځه ولاړل، له دې سره چې هیټلر تر یوې کچې د نفوذ لرونکو ښځو او ښځینه رایو ورکوونکو د ملاتړ پر مټ بریا ته ورسېد. په عالي محفلونو کې له مخکښو ښځو لکه د هوګو بروکرمن د مدیر مسئول له مېرمن شاهزادګۍ الیسا بروکمن او د صنعتګر اډوین بکشتاین له مېرمنې هلینا بکشتاین سره د هیټلر بلدتیا لامل وګرځېده د نازي ګوند لپاره په پیل کې پام وړ مالي سرچینې پیدا کړي. د بېلګې په توګه د یوې اشرافي کورنۍ کونډې ګرترود فون سیدلیتز په ۱۹۲۳ زکال کې له نازي ګوند سره ۳۰ زره مارکه مرسته وکړه؛ همدارنګه هلینا بکشټاین چې په اوبرزالزبرګ یې املاک لرل له هېټلر سره یې مرسته وکړه د واخنفیلډ ملکیت ترلاسه کړي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

هلن بواک د هغه رول اړوند چې ښځینه رایو ورکوونکو واک ته د هېټلر د رسېدو اړوند ولوباوه، څرګندوي چې «نازي ګوند له ۱۹۲۸ زکال وروسته د نارینه و په پرتله د ښځو پام وړ ملاتړ ترلاسه کړ؛ دغه ملاتړ نه د هغوی د همغږو چارو، نه هم د رهبر د کاریزماتیک شخصیت او نه هم د کوم ځانګړي تبلیغاتي عنصر له امله و، بلکې د هغو لاملونو له امله یې رایه ورکړه چې نارینه وو د هماغو له مخې رایه ورکړې وه – دا د شخصي ګټو لپاره وه، د دې باور پر مټ وه چې دغه ګوند په تر ټولو غوره توګه د جرمنۍ ټولنې د څرنګوالي اړوند خپل لیدلوري څرګندوي او آن کېدای شي د فردي مسایلو اړوند د ګوندي دریځونو سره مخالفت وکړي». [۱۶][۱۷][۱۸]

په ۱۹۳۵ زکال کې هیټلر د سوسیالېستو ښځو په ملي کانګرس کې د وینا پر مهال د ښځو حقونو ته په نغوتې وویل:

په رښتیا سره، ښځو ته د برابرو حقونو د ورکړې موضوع، هغه ډول چې مارکسېزم یې غواړي په هېڅ ډول برابر حقونه نه شي وړاندې کولای، بلکې له حقونو څخه د هغوی د محرومیت په توګه ده. ځکه چې ښځې هغو برخو ته بولي چېرې چې هغوی یوازې کولای شي ټیټ ځایګی ولري. ښځو ته په داسې موقعیت کې قرار ورکوي چې نه شي کولای د نارینه و او ټولنې پر وړاندې خپل ځایګی پیاوړی کړي – دا یوازې هغوی کمزورې کوي. [۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. "La femme sous le regime Nazi". Histoire-en-questions.fr. د لاسرسي‌نېټه June 21, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Franz-Willing, Georg (1962). Die Hitlerbewegung. R. v. Deckers Verlag G. Schenck, Hamburg. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Stephenson (2001). Women in Nazi Germany, pp. 17-20.
  4. SHARMAN, FIONA. "How has the historical representation of women in Nazi Germany changed since 1933?." Historical Social Research 20 (1995): 51.
  5. Lower (2013). Hitler's Furies: German Women in the Nazi Killing Fields, pp. 97-144.
  6. Marie-Bénédicte Vincent, Histoire de la société allemande au XXe siècle. Tome I. Le premier XXe siècle. 1900–1949, Paris, 2011, p. 41
  7. Marie-Bénédicte Vincent, Histoire de la société allemande au XXe siècle. Tome I. Le premier XXe siècle. 1900–1949, Paris, 2011, p. 42
  8. Moser-Verrey 1991، ص. 32.
  9. Moser-Verrey 1991، ص. 27.
  10. Fabrice d'Almeida, La Vie mondaine sous le nazisme, 2008, chapter "Naissance de la haute société nazie".
  11. Helen L. Boak, "Our Last Hope": Women's Votes for Hitler - A Reappraisal, German Studies Review, 12 (1989), page 304.
  12. Richard J. Evans, German Women and the Triumph of Hitler, The Journal of Modern History, Vol. 48, No. 1, On Demand Supplement (Mar., 1976), pp. 123-175.
  13. Fabrice d'Almeida, La Vie mondaine sous le nazisme, 2008, pages 35 et 41.
  14. Fabrice d'Almeida, La Vie mondaine sous le nazisme, 2008, page 44.
  15. Sigmund (2000). Women of the Third Reich, p. 8.
  16. Helen L. Boak, "Our Last Hope": Women's Votes for Hitler - A Reappraisal, German Studies Review, 12 (1989), page 303.
  17. See: Page 213, Note no.20, in Lower, Wendy. Hitler's Furies: German Women in the Nazi Killing Fields. Boston: Houghton Mifflin Harcourt, 2013.
  18. Richard F. Hamilton, Who voted for Hitler?, 2014.
  19. Ayçoberry, Pierre (2008). La société allemande sous le IIIe Reich, 1933-1945. éditions du Seuil. د کتاب پاڼې 193. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)