په ميانمار کې د مسلمانانو ځورول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ميانمار کې د مسلمانانو ځورول يو تاريخ لري، چې تر نن ورځې روان دي. ميانمار د اکثريت بودايي دين اتباع لرونکی هېواد دی، چې د پام وړ مسيحيان او مسلمان لږکی هم پکې شته. په داسې حال کې چې مسلمانانو د لومړي وزير U Nu (1948-63) په حکومت کې دندې تر سره کړي، د 1962ز کال د برما په کودتا سره حالات بدل شول. په داسې حال کې چې ډېر کم شمېر دندو تر سره کولو ته دوام ورکړ، ډيری مسيحيان او مسلمانان له حکومتي دندو او پوځ څخه و ايستل شول. په 1982ز کال کې د حکومت له خوا جوړ شويو مقرراتو تر مخې هر هغه چاته تابعيت نه ورکول کېده، چا چې ونه شول کولای له 1823ز کال مخکې مودې پورې خپل برمايي نسب ثابت کړي. په دې سره په ميانمار کې ډیری مسلمانان د رايې ورکولو له حق بې برخې شول، په داسې حال کې چې هغوی د څو نسلونو راهيسې په ميانمار کې اوسېدلي وو.[۱][۲][۳][۴]

روهينګيا خلک په ميانمار کې يوه ستره مسلمانه ډله ده؛ روهينګيا خلک د ميانمار د پوځي حکومت پر مهال تر ټولو زياتو ځورول شويو ډلو څخه دي، له دوی وروسته دويمه درجه زيات ځورول شوي خلک يې کاچن دي، چې په بنسټيز ډول د متحده ايالاتو باپټسټان دي. د ملګرو ملتونو په وينا روهينګيا په نړۍ کې تر ټولو زياتو ځورولو شويو خلکو څخه دي. له 1948ز کال راهيسې، يو پر بل پسې حکومتونو د روهينګيا پر ضد ديارلس پوځي عمليات تر سره کړي (په 1975، 1978، 1989، 1991-92، 2002 کلونو د عملياتو په ګډون). د عملياتو پر مهال، د ميانمار امنيتي ځواکونو روهينګيايان له خپلو ځمکو ايستلي دي، د دوی مسجدونه يې سوځولي، او پراخه چور تالان يې کړی، روهينګیا مسلمانان يې سوځولي او جنسي تېري يې پرې کړي. پر دې پوځي تاړاکونو سربېره، روهينګيا د چارواکو له خوا په تکراري ډول د غلا او شوکې هدف ګرځېدلي، او ډيری يې په زور مزدورۍ ته اړ کړای شوي دي. په ځينو قضيو کې، د روهينګيا مسلمانانو ځمکې مصادره شوي، او بيا په په سیمه ييزو بودايانو وېشل شوي دي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

تاریخ[سمول]

مسلمانان په ميانمار (چې د برما په نوم هم پېژندل کېږي) کې له يوولسمې پېړۍ راهيسې ژوند کوي. د برما په تاريخ کې لومړی مستند شوی مسلمان (چې په Hmannan Yazawin   يا د ښيښه يي ماڼۍ تاريخ ليکنه کې خوندي دی) Byat Wi و چې د Mon د واکمنۍ پر مهال يې ژوند کړی، کوم چې يو «تاټن» پاچا و او شا اوخوا 1050 کې يې واکمني کړې. د Byat Wi د ورور Byat Ta دوه زامن چې د Shwe Byin وروڼو په نوم پېژندل کېدل، په کوچنیوالي کې وژل شوي و، يا له دې امله چې دوی اسلامي عقيده درلوده، يا له دې امله چې دوی په زور مزدورۍ کولو څخه انکارکړی و. د برما د پاچايانو د ښيښه يي ماڼۍ په تاريخ ليکنو کې کښل شوي چې پر دوی له دې وروسته باور نه کېدو. د جګړې پر مهال، پاچا «کيان سيتا» يو ښکاري د نښان ويشتونکي په توګه د «نګا يامن کان» او رحمان خان د وژلو لپاره استولی و.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

له اوسنۍ ځورونې مخکې[سمول]

برمايي پاچا (1550-1581ز) «Bayinnaung» په خپل مسلمان ولس بنديزونه لګولي وو، خو حقيقي ځورونې نه وې. په 1559ز کال کې، د پیګو (اوسني باګو) له نيولو مخکې، «Bayinnaung» په اسلامي مذهبي حلالې (ذبح) بنديز لګولی و، په همدې بنسټ مسلمانان د بزو او چرګانو د حلالې غوښې له خوړلو منع شوي وو. هغه همدا راز لوی اختر او قرباني هم بنده کړې وه، چې د مذهب په نوم يې د څارويو وژل يو ظالم دود باله.[۱۸][۱۹][۲۰]

په اولسمه پېړۍ کې، په اراکان کې اوسېدونکي هندوستاني مسلمانان قتل عام شول. دا مسلمانان له شا شجاع سره اباد شوي وو، څوک چې د مغولو د ځای ناستۍ د جګړې له بايللو وروسته له هندوستانه تښتېدلی و. په ابتدايي ډول، اراکان سمندري غله سندرتوداما (1652-1687 ز)، څوک چې د «Chittagong» او اراکان سيمه ييز سمندری غل و، شجاع او د هغه پلويانو ته هلته د استوګنې اجازه ورکړه. خو د سندرتوداما او شجاع تر منځ اختلاف پيدا شو، او شجاع د يو ناکام بغاوت هڅه وکړه. سندرتوداما د شجاع ډيری پلويان ووژل، خو شجاع په خپله له دې ټولوژنې خوندي ووت.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

پاچا «Alaungpaya » (1752-1760) مسلمانان د څارويو د اسلامي طريقې په حلاله له عمل کولو منع کړل.[۲۸]

پاچا «Bodawpaya» (1782-1819) له «ميدو» څخه څلور نوميالي برمايي مسلمانان امامان له هغه وروسته ونيول او په پلازمېنه «اوا» کې يې ووژل، کله چې دوی د خنزير د غوښې له خوړلو انکار وکړ. «Bodawpaya» وروسته د دې وژنو له امله بښنه وغوښته او امامان يې د مذهبي مشرانو په توګه ومنل.[۲۹][۳۰]

برتانوي واکمني[سمول]

په 1921ز کال کې، په برما کې د مسلمانانو نفوس شا او خوا 500000 و. د برتانوي واکمنۍ پر مهال، برمايي مسلمانانو ته د هندوستانيانو په سترګه کتل کېدل، ځکه په برما کې استوګن ډيری هندوستانيان مسلمانان وو، سره له دې چې برمايي مسلمانان له هندوستاني مسلمانانو څخه جلا وو. په همدې بنسټ، برمايي مسلمانان، هندوستاني مسلمانان او هندوستاني هندوان په شریکه د «کالا» په توګه پېژندل کېدل.[۳۱][۳۲]

له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته، هندوستاني مخالف احساسات زيات شول. په برما کې د هندوستانيانو ضد او مسلمانانو ضد احساساتو ګڼ لاملونه درلودل. په هندوستان کې، مغول سترواکۍ ډېر بودايان ځورولي وو. د هندوستاني کډوالو، چې په کم عايد د ناخوښه کارونو کولو ته هم چمتو وو، او د سيمه ييزو برمايانو تر منځ د دندو تر لاسه کولو پر سر سخته سيالي روانه وه. ستر رکود دا سيالي لا پسې سخته کړه، او د هندوستانيانو ضد احساسات يې زيات کړل.[۳۳][۳۴][۳۵]

په 1930ز کال کې، په «ينګون» بندرګاه کې د مزدورانو د ستونزې له امله د هندوستانيانو مخالف بغاوتونه راوپارېدل. له هغه وروسته چې په بندرګاه کې هندوستاني کارکونکي په اعتصاب راووتل، د برتانوي شرکت د بندر کاکونکو هڅه وکړه چې د برمايي کارکونکو په ګومارلو سره دا اعتصاب مات کړي. کله چې هندوستاني کارکونکو وليدل چې خپلې دندې به لاسه ورکړي، بېرته کار ته ستانه شول، او له دې وروسته د بندر مامورينو هغه برمايي کارکونکي بېرته لېرې کړل چې تازه په تازه يې ګومارلي وو. برمايي کارکونکو هندوستاني کارکونکي د خپلو کارونو له لاسه ورکولو له امله ملامته کړل، او يوه بلوا (اړ دوړ/اله ګوله) راپورته شوه. په بندرګاه کې، لږ تر لږه 200 هندوستاني کارکونکي په ډله ييز ډول ووژل شول او سيند ته وغورځول شول. 2000 نور ټپيان شول. چارواکو د جزا قانون د 144 مادې سره سم، په هغو وسله والو بلواګرو ډزې وکړې، چې د وسلې غورځولو څخه انکاري شول. دا بلواګانې په چټکۍ سره په ټوله برما کې خپرې شوې، چې هندوستانيان او مسلمانان يې په نښه کول.[۳۶][۳۷]

په 1938ز کال کې، په برما کې د مسلمانانو ضد بلواګانې يو ځل بيا راپورته شوې. «موشي يګر» ليکي چې دا بلواګانې د برتانيې ضد او ملتپالو احساساتو څخه راپورته شوې، خو د مسلمانانو ضد په بڼه وې، تر څو د انګريزانو غبرګون راونه پاروي. له دې سره سره، برتانوي حکومت دې بلواګانو او لاریونونو ته ځواب ووايه. د مسلمانانو او برتانويانو پر ضد د تحريک مشري برمايي ورځپاڼو کوله.[۳۸][۳۹][۴۰]

د هندوستانيانو او برمايانو تر منځ په يو بازار کې له اخ و ډب وروسته يوه بله بلوا پيل شوه. د "برما د برمايانو لپاره" مبارزو پر مهال، په سرتي بازار کې له تاوتریخوالي ډک لاريون وشو، کومه سيمه چې د مسلمانانو وه. کله چې پوليسو، څوک چې په توکميز ډول هندوستانيان وو، د لاریون د ماتولو هڅه وکړه، درې مذهبي راهبان ټپيان شول. د توکميزو هندوستاني پوليسو له خوا د ټپي شويو راهبانو انځورونه برمايي ورځپاڼو خپاره کړل، او بلواګانې يې راپورته کړې. د دوکانونو او کورونو په ګډون د مسلمانانو شتمنۍ چور شوې. د رسمي سرچينو په وينا، 204 مسلمانان ووژل شول او له 1000 زيات نور ټپيان شول. 113 مسجدونه ويجاړ کړای شول.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

د 1938ز کال د سپتمبر په دوه ويشتمه نېټه، برتانوي والي د دې بلواګانو د څېړنې لپاره يوه څيړنيزه کمېټه جوړه کړه. دا روښانه شوه چې دا نا ارامي د برمايانو د ټولنيز سياسي او اقتصادي حالت د خرابۍ له امله منځ ته راغلې ده. دا راپور خپله د برمايي ورځپانو له خوا د فرقه پالنې د پارلولو په توګه وکارول شو.[۴۵][۴۶][۴۷]

سرچينې[سمول]

  1. Jesudas M. Athyal (2015). "Religion in Southeast Asia: An Encyclopedia of Faiths and Cultures: An Encyclopedia of Faiths and Cultures".. ABC-CLIO. 
  2. Human Rights Watch, "The government could have stopped this", August 2012, pg. 5, https://www.hrw.org/sites/default/files/reports/burma0812webwcover_0.pdf
  3. Selth 2003، ص. 9.
  4. Selth 2003، ص. 8.
  5. "Rohingya Muslims: among the world's most persecuted minorities". The National. Abu Dhabi. 29 October 2012. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Rohingya Muslims: World's most persecuted minority". DailySabah.com. 11 September 2017. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Abdelkader, Engy. "The history of the persecution of Myanmar's Rohingya". TheConversation.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 2 September 2017 باندې). Rohingya children 'beheaded and burned alive' in Burma.
  9. Selth 2003، ص. 13.
  10. Selth 2003، ص. 12-13.
  11. Selth 2003، ص. 12–13.
  12. Selth 2003، ص. 12.
  13. Pe Maung Tin and G. H. Luce, The Glass Palace Chronicle of the Kings of Burma, Rangoon University Press, Rangoon, Burma, January 1960
  14. Yegar, Moshe The Muslims of Burma: a Study of a Minority Group, Otto Harrassowitz, Wiesbaden, 1972; p. 2, paragraph 3
  15. Pe Maung Tin and G. H. Luce, The Glass Palace Chronicle of the Kings of Burma p. 83 paragraph 3, lines 2&3
  16. Yegar Muslims; p. 2, lines 1&2
  17. Pe Maung Tin and G. H. Luce, The Glass Palace Chronicle of the Kings of Burma, p. 103, paragraph 3
  18. Yegar Muslims; p. 10, lines 11&12
  19. Yegar Muslims; p. 10, lines 10–16
  20. Hmanan Yazawin (The Glass Palace Chronicle) Vol II p.312
  21. Yegar Muslims; p. 21, paragraph 2; pp. 22–24.
  22. Colonel Ba Shin, Coming of Islam to Burma down to 1700 AD, Lecture at the Asia History Congress. New Delhi: Azad Bhavan 1961 Mimo.
  23. H. R. Spearman, British Burma Gazetteer (Rangoon, 1880); I, pp. 293–294.
  24. Hall, History of South East Asia, pp. 33–341.
  25. Desai, A Pageant of Burmese History, pp. 61–63.
  26. Harvey, G. E. "The fate of Shah Shuja", 1661, JBRS, XII (Aug 1922) pp. 107–112.
  27. Hansen, Waldemar (1986). The Peacock Throne: The Drama of Mogul India – Waldemar Hansen – Google Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788120802254. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Yegar Muslims; p. 10, line 21
  29. Yegar Muslims; p. 12, paragraph 3
  30. Siddiq Khan, M., "Captain George Sorrel's Mission to the court of Amarapura, 1793–4", Journal of the Asiatic Society of Pakistan (Dacca); II (1957), pp. 132–140
  31. Yegar Muslims; p. 29 paragraph 1 and footnote 1; p. 31 lines 1, 2, 11
  32. Collis, Maurice, Trials in Burma
  33. Yegar Muslims; p. 32
  34. Yegar Muslims; p.111, paragraph 4, lines 8–15; p. 27, paragraph 4, lines 5–7; p. 31, paragraph 2; p. 32, paragraph 4
  35. Collis, Maurice, Trials in Burma
  36. Collis, Maurice, Trials in Burma
  37. Renaud, Egreteau (19 October 2009). "Burma (Myanmar) 1930–2007". SciencePo. Mass Violence and Resistance – Research Network. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Renaud, Egreteau (19 October 2009). "Burma (Myanmar) 1930–2007". SciencePo. Mass Violence and Resistance – Research Network. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Democratic Voice of Burma, Media conference (19–20 July, Oslo) Burmese Media: Past, present and future by U Thaung (Mirror/Kyae Mon news paper Retired Chief Editor)
  40. Yegar Muslims; p. 32, paragraph 4; p. 36, paragraph 1, lines 6, 7, 8, 9, 11, 12, 14, 15
  41. Yegar Muslims; p. 36, paragraph 3.
  42. Yegar Muslims; p. 36, paragraph 4; p. 37 lines 1, 2
  43. Yegar Muslims; p. 37, paragraph 2.
  44. Renaud, Egreteau (19 October 2009). "Burma (Myanmar) 1930–2007". SciencePo. Mass Violence and Resistance – Research Network. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Yegar Muslims; p. 38, line 1
  46. Yegar Muslims; p. 38, paragraph 2
  47. Yegar Muslims; p. 38, paragraph 2, lines 12–14