په منځني ختیځ کې د برتانیا بهرنی سیاست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په منځني ختیځ کې د برتانیا بهرنۍ سیاست په ځانګړې توګه په تېرو دوه نیمو پېړیو کې ګڼ شمېر پاملرنې شاملولې چې په هغو کې برتانوي هند ته د لاسرسي تداوم، دې لاسرسې ته د روسیې یا فرانسې د ګواښونو بندول، د سویس د کانال ساتنه، د روسي ګواښونو په وړاندې د مخ په زوال عثماني سترواکۍ  څخه ملاتړ، له کال ۱۹۰۰ څخه وروسته د منځني ختیځ د تيلو له زیرمو څخه د تیلو د اکمال تضمین، په منځني ختیځ کې د مصر او نورو هېوادونو ساتنه او په مدیترانه کې د برتانیا د سمندرې رول تقویت کول شامل دي. د عمده اندېښنې زماني چوکاټ له کال ۱۷۷۰ څخه چې روسيې په  تورې بحیرې تسلط پیل کړ پیلیږي او د شلمې پېړۍ په نیمايي کې د سویس د بحران ( د عربو او اسرائیلو دویمه جګړه)  او د یوویشتمې پېړۍ په  لومړیوکې د عراق تر جګړې غځېږي. دا سیاستونه د برتانیا د بهرنیو اړیکو د تاریخ یوه نه جلا کېدونکې برخه ده.     ‍  

د ناپیلیون ګواښ[سمول]

ناپیلیون  له ۱۷۹۰ تر ۱۸۱۵ پورې د برتانیا په وړاندې د  فرانسې د جګړو مشر، فرانسوې جنګي بیړۍ وکارولي تر څو د هغه ستر پوځ په مصر چې د عثماني سترواکۍ یو لېرې  او عمده ولایت و یرغل وکړي. د برتانیا تجارتي ګټو چې د لوینت کمپنۍ په واسطه یې استاذولي کېده په مصر کې یو بریالی بنسټ درلود او په حقیقت کې دې کمپنۍ د ټول مصر د پلوماسي مدیریت کوله. په کال ۱۷۹۸ کې برتانیا د ځواب په ډول د نیل په جګړه کې د فرانسې بیړۍ ډوبه کړه او  هڅه یې وکړه چې د ناپیلیون پوځ یې دام کې راولي. ناپیلیون وتښتید او هغه پوځ چې ده تر شا پرېښود د برتانیا له خوا یې ماته وخوړه او په کال ۱۸۰۱ ز کې بېرته فرانسې ته ستون شو. کله چې د برتانیا له عثمانیانو سره په جګړه کې ښکېل وه، نو یو ځواک یې الکساندریې ته واستاوه خو دې ځواک ته د مصریانو له خوا چې مشري یې محمد علي کوله ماته ورکړل شوه او بېرته ووت. برتانیا تر کال ۱۸۲۵ ز پورې  ا کمپنۍ خپل بهرني سیاست ته جذب کړه. [۱][۲][۳]

د یونان خپلواکي ۱۸۲۳- ۱۸۳۳[سمول]

په ټوله کې اروپا آرامه وه او د خپلواکۍ لپاره د یونان اوږده جګړه په کال ۱۸۲۰ کې عمده نظامي جګړه وه. صربیا په کال ۱۸۱۵ کې خپل استقلال له عثماني سترواکۍ څخه ترلاسه کړی و. یوناني بغاوت په کال ۱۸۲۱ کې هغه بغاوت سره نژدې شو چې په غیر مستقیمه توګه د روسيې له خوا یې ملاتړ کېده. یونان ځواکمنې معنوي او سوداګریزې ټولنې در لودې چې داسې تبلیغات یې کارول چې د فرانسې  هغه انقلاب ته یې انعکاس ورکاوه چې د لویديځې اروپا رومانتیزم سره یې علاقه درلوده. د عثماني سترواکۍ  د سختو کساتونو سره سره، یوناني یاغیانو خپل بغاوت ژوندی وساته. د برتانوی شاعر لورد بېرون په څیر ملاتړو، له یونانیانو څخه د برتانیا د ملاتړپه هڅولو کې عمده رول درلود، دا هڅونه تر ډیره د فلسفي رادیکالو، د ویګس د ګوند دغړیو او د ایوان جلیکل د مذهبې ډلې له خوا تر سره کېده، که څه هم د جورج کنینګ ( ۱۷۷۰-۱۸۲۷) او ویسکونت کستلر ریګ په څیرد برتانیا  د بهرني سیاست سترجوړونکې  تر ډېره په دې اړوند محتاط ول. هغوی توافق در لوده چې عثماني سترواکي یوه وحشی  سترواکي ده خو هغوی دا پرېکړه کړې وه چې هغه یوه اړین شیطان دي. تر کال ۱۹۱۴ پورې د برتانیا پالیسي دا وه چې د عثمانې سترواکۍ ساتنه وکړي په تېره بیا د روسي له دښمنیو ډکو فشارونو په وړاندې. که څه هم کله چې د عثماني سترواکۍ چلند د عیسویانو په وړاندې بې کچې یرغلیز شو نو لندن د سمونونو او امتیازونو غوښتونکی شو.  [۴][۵][۶][۷][۸]

د دريو سترو قدرتونو د مداخلې زمینه د روسيې د اوږدې  پراختیا له امله چې د عثماني ستر واکۍ د زوال په بیه  تمامه شوې وه پایله وه . که څه هم په سیمه کې د روسیې جاه طلبي د نورو اروپایي قدرتونو له خوا یو جغرافیایي ستراتیېژیک ګواښ بلل کېده. اطریش له دې وېرېده چې د عثمانې سترواکۍ تجزیه به د دې هیواد د جنوبي پولو د بې ثباتۍ لامل شي. روسیې یونان کې خپلو ارتودکس عیسویانو ته قوی احساسی ملاتړ ورکاوه، برتانیا د عوامو له خوا په جدیت سره تحریک کېده چې د یونانیانو ملاتړ وکړي. په لندن کې حکومت د مدیترانې په سیمه کې د شاهې سمندرې ځواک ځواکمن رول ته ځانګړې پاملرنه کوله. له دې وېرې چې روسیه ښايي د یونانیانو د ملاتړ لپاره یو اړ خیز اقدام وکړي، برتانیا او فرانسې روسیه په یوه تړون کې را ایساره کړه چې موخه یې د یونان د خپلواکۍ تضمین او په عین حال کې د روسیې د مخنیوي لپاره د عثماني سترواکۍ د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه وه.   [۹]

سترو قدرتونو د کال ۱۸۲۷ دتړوڼ په بنسټ سره هوکړه و کړه چې د عثماني سترواکۍ به اړکوي چې یونان ته به د عثماني سترواکۍ په منځ کې خپلواکي ورکوي، هغوی همدارنګه سمندرې بېړۍ یونان ته واستولي ترڅو خپل سیاست عملي کړي.  په ناوارینو کې د متحدینو پرېکنده سمندرې بري د عثماني ستر واکۍ ځواک او د دې سترواکۍ مصری ائتلاف  مات کړ. دې بري د تېښتې په حال کې یوناني جمهوریت وژغوره. خو لاهم د روسیې له خوا ددونورو نظامي مداخلو اړتیا وه ، چې یوه یې د روسیې او ترکیې تر منځ د کال ۱۸۲۸ـ۱۸۲۹جګړې په بڼه وه او بل د فرانسې له خوا پیلیو پونیس ته د فوق العاده ځواکونواستول و تر څو وکولای شی عثماني ځواکونه له مرکزي او سویلي یونان څخه وباسی او په پای کې د یونان خپلواکې وګټل شي. د یونان ملتپالو د(( سترې مفکورې ))  په نامه یوه پرېکړه اعلان کړه چې دهغې له مخې د ۸۰۰۰۰۰ وګړو کوچنۍ ملت به په سیمه کې  د میلیونونو یوناني ارتودیکسې معتقدینو ځای ته وغځوی چې د عثماني سترواکۍ په لاس کې و او قسطنطنیه  به یې پلازمېنه وي.  دا مفکوره د برتانیې دهغې موخې سره په ټکر کې وه چې غوښتل یې عثمانې سترواکۍ وساتي، نو لندن په منظم ډول د یونانیانو مخالفت وکړ تر څو چې په کال ۱۹۲۲ ستره مفکور هغه وخت پای ته ورسول شوه چې ترکیې له اناتولیې څخه یونانیان و ایستل.   [۱۰][۱۱][۱۲]

د کریمیا جګړه[سمول]

د کریمیا جګړه چې له ۱۸۵۳ تر ۱۸۵۶ پورې یې دوام وموند یوه عمده جګړه وه چې د کریمیا په پينيسنولا کې پېښه شوه. روسي سترواکۍ هغه ائتلاف له لاسه ورکړ چې د برتانیا، فرانسې او عثماني سترواکۍ څخه جوړ و. د جګړې فوري لاملونه کوچني و خو اوږد مهاله لاملونه د عثماني سترواکۍ انحطاط او د برتانیا په  موقف باندې د روسیې غلط فهمي وه. لومړې نیکولاس تزار په شخصي توګه له لندن څخه ليدنه وکړه او د بهرنیو چارو وزیر لورد ابردین سره یې په دې مشوره وکړه چې څه به پېش شی که عثماني سترواکۍ ونړېږي او باید ووېشل شي. تزار په بشپړه توګه د برتانیا په دې موقف غلط پوه شو چې لندن د روسیې د یرغل ملاتړی دی. په حقیقت کې لندن له پاریس سره په دې موقف کې ملګری شو چې د عثماني سترواکۍ د ماتېدو مخالف و په تېره  په دې اړوند د روسی د هر ډول ستر عمل په مقابل کې. کله چې لورد ابردین  په کال ۱۸۵۲ کې لومړی وزیر شو،  تزار په تېر وتنې سره دا وګڼله چې په ترکیه باندې د یرغل لپاره هغه له ځان سره د برتانیا منظوري لري. تزار هغه وخت هک حیران شو چې کله لندن د جګړې اعلان وکړ. لورد ابردین د جګړې مخالفت و کړ خو عامه نظرونو د جګړې غوښتنه کوله نو دې یې له قدرت لېرې کړ. لورد پالمرستون  نوی لومړی وزیر و چې د روسیې سر سخته مخالف و. هغه عامه تصور جوت کړ چې د روسیې په وړاندې جګړه د برتانیا یي اصولو یو تعهد و، په تېره د دې لپاره چې له آزادي، تمدن، آزاد تجارت څخه دفاع  وکړي او ماته خوړلي حریف وځپي. جګړه تر ډېره د کریمیا په پېننسولا او توره بحیره کې وه. دواړو خواوو عملیات په غلطه توګه مدیریت کړل، نړۍ د نارغیو له امله د ډېرو مړينو په پار وحشت وهلې شوه. په پای کې د برتانیا او فرانسې ائتلاف بریالی شو او او روسيې د تورې بحيرې کنترول له لاسه ورکړ چې په کال ۱۸۷۱ کې بیرته د تورې بحیرې کنترول تر لاسه کړ.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Piers Mackesy, British Victory in Egypt, 1801: The End of Napoleon's Conquest (1995).
  2. M.S. Anderson, The Eastern Question: 1774-1923, (1966) pp 24-33, 39-40.
  3. J.A.R. Marriott, The Eastern Question (1940) pp 165-83.
  4. Macfie, pp 14-19; Anderson, pp 53-87.
  5. Robert Zegger, "Greek Independence and the London committee," History Today (1970) 20#4 pp 236-245.
  6. Kenneth Bourne, The foreign Policy of Victorian England 1830-1902 (1970) p. 19.
  7. Rich. Great Power Diplomacy: 1814–1914 (1992) pp. 44–57.
  8. Allan Cunningham, "The philhellenes, Canning and Greek independence." Middle Eastern Studies 14.2 (1978): 151-181.
  9. Henry Kissinger. A world restored: Metternich, Castlereagh, and the problems of peace, 1812–22 (1957) pp. 295–311.
  10. Paul Hayes, Modern British Foreign Policy: The nineteenth century, 1814–80 (1975) pp. 155–73.
  11. Douglas Dakin, Greek Struggle for Independence: 1821–1833 (U of California Press, 1973).
  12. Charles Jelavich and Barbara Jelavich, The establishment of the Balkan national states, 1804-1920 (1977) pp 76-83.
  13. R. W. Seton-Watson, Britain in Europe 1789-1914, a Survey of Foreign Policy (1937) pp. 301-60.
  14. Orlando Figes, The Crimean War: A History (2011).
  15. Seton-Watson, Britain in Europe 1789-1914, 319-327.
  16. Nicholas Riasanovsky, Nicholas I and official nationality in Russia 1825-1855 (1969) pp 250-52, 263-66.
  17. Robert Pearce, "The results of the Crimean War." History Review 70 (2011): 27-33.
  18. Figes, The Crimean War, 68-70, 116-22, 145-150.