په ملي اقتصاد کي د انفلاسیون اغیز
دانفلاسيون اثرات په ملي اقتصاد
[سمول]١- په توليد باندي دانفلاسيون اثر : دکينزيانو په نظر که اقتصاد په خپل کامل ظرفيت سره کار نوي کړي او بي کاره عوامل موجود وي نوانفلاسيون په توليد کي دزياتوالي سبب هم ګرځي ، ځکه چي دپيسو رشد دقيمت لرونکوآ شياودزياتوالي سبب ګرځي او دسود نرخ کميږي ، ددي په اثر دپانګي اچوني لپاره تقاضا زياتيږي ، عايد اومجموعي مصرف لوړيږي اواقتصاد دتعادل په يوه لوړه سطحه کي قرار نيسي .مګرددي وضعي ادامه ساختماني مشکلات رامينځته کوي ، دتوليد ځني عوامل کم يافته کيږي اودهغي قيمتونه په چټکي سره زياتوالي مومي چي دغه زياتيدنه دزيات انفلاسيون سبب ګرځي ، چي دسود نرخ اومزدونه لوړوي چي دانفلاسيوني اوپه اقتصاد باندي دمتصديانو اومصرف کونکو د عدم اعتماد سبب ګرځي اودرکود لاره شورع کيږي .دپيسو کميدل اودپيسو دمقدار زياتوالي ، انفلاسيون نورهم زياتوي چي په نتيجه کي توليد کموي او استخدام ټيټوي .
٢- په استخدام باندي دانفلاسيون اثر:
[سمول]کله چي انفلاسيون دوامداره شي په استخدام باندي دهغي منفي اثرداسي دي لکه څرنګه چي دتوليد په کموالي باندي دهغي اثر دي ، کچيري استخدام دکامل استخدام مرحلي ته نژدي وي ، نودپيسو دمقدارزياتيدل قيمتونه داستخدام په پرتله زيات لوړوي .دپانګي اچوني کموالي ، احتکارزياتيدل اوغير منقولو اجناسو اخستل ټول يو دبل سره لاس يو کوي اود استخدام دکموالي سبب ګرځي .
٣- په ثروت باندي دانفلاسيون اثر: داسي ويل کيږي چي انفلاسيون شتمن لاپسي شتمن کوي اوخصوصآ هغه کسان چي احتکاري فعاليتونه سرته رسوي .
څرنګه چي دپيسي ارزښت د زخيري په حيث اوپه شديدو حالاتوکي خپله دنده دحيسابي واحد په توګه نشي اجراکولي (( په اجناسوکي تيښته صورت نيسي )) هرڅوک غواړي چي کم ارزښته کيدونکي پيسي زرترزره مصرف کړي او په اجناسوي تبديلي کړي چي پدي سره داجناسو قيمتونه ورځ په ورځ لوړيږي اوانفلاسيون نورهم زياتيږي .شتمن زياتره غيرمنقول اجناس لکه کورونه ، ښاري ځمکي اوداسي نورخريداري کوي چي ددغي اجناسوقيمتونه په چټکي سره زياتوالي مومي ، په نهاي حالت چي مونږ هغه ته Hyperinglation )) (( وايو څرنګه چي پيسي خپل زخيروي ارزش اوحيسابي واحدوضيفي نشي ترسره کولي ، دتبادلي دوسيلي په توګه وضيفه ي هم دخطرسره مخامخ کيږي ، مسلا قيمتي اجناس دملي پيسوپه ځاي په خارجي اسعارواخستل کيږي اوخرڅيږي.
٤- دعايد په ويش باندي دانفلاسيون اثر: انفلاسيون په اقتصادکي دعايد ويش ته تغير ورکوي ، امادا تغير په دي ترتيب ندي لکه څرنګه چي اقتصادي سياست مداران توقع کوي ، څرنګه راتلونکي پيسي نظر اوسنيو پيسوته کم ارزښت لري ، نوپدي اساس دداين اومديون رابطه دمديون په ګټه تغير خوري ، پداسي حال کي چي داينين اکثره عام خلک وي ، متضررکيږي ، ځکه چي هغوي باارزښته پيسي په قرض ورکوي اوکم ارزښته پيسي ترلاسه کوي .
همدارنګه پس اندازکونکي هم متضررکيږي ، ځکه چي اوس ي پس اندازکم ارزښت لري اويا هم کم اجناس خريداري کولي شي ، همدارنګه متقاعدين اوهغه خلک چي ثابت عايد ولري متضررکيږي ځکه چي عايد ي داخستلو قدرت بايللي .له بلي خوا هغه خلک چي احتکاري فعاليتونه کوي زياته ګټه ترلاسه کوي ، حکومت چي لوي مديون دي ، دټولو څخه زياته ګټه کوي چي پدي توګه اجتماعي عدالت خرابيږي .
٥- په پس اندازباندي دانفلاسيون اثر: کچيرته خلک په نغد ډول خپلي پيسي وساتي ، دانفلاسيون دوجي تاواني کيږي اودپيسو دارزش دکموالي په وجه دهغوي شتمني کموالي مومي اوپه مجموع کي دپيسو واقعي ارزش کميږي ، په همدي خاطر خلک خپلي نغدي پيسي په هغوشيانو تبادله کوي چي دقيمتونو دلوړوالي په مقابل کي مقاوم وي .
٦- په اقتصادي ثبات باندي دانفلاسيون اثر: په عام ډول سره داسي ويل کيږي چي کچيرته دقيمتونو په سطحه کي په ورو ورو ډول اضافه والي راشي ، دغه حالت د متشبيثينو دتشويق سبب ګرضي ، ځکه پداغه حالت کي دګټي په مقدارکي زياتوالي راځي چي دغه ګټه دوباره په کار اچول کيږي چي ددي په زريعه په کار اوعوايدو کي زياتوالي راځي .خوکچيرته په يوملک کي دقيمتونو په سطحه کي په مسلسل اوتيزډول زياتوالي راشي اوياهم دقيمتونو په زياتوالي کي کوم کنترول وجودونلري ، نو دغه حالت دکاروباري افرادو ، پانګه اچونکو اوحکومت لپاره دتشويق وړدي . په قيمتونوکي دډيرزياتوالي په وجه پانګه اچونکي خپل ترجيحات بدلوي ،وسايل دغير توليدي سکتورونو طرف ته سوق کيږي اوپه تقاضاکي کموالي راځي ، چي داحالت په اقتصادي ثبات منفي اثرکوي .
٧- په اقتصادي ترقي باندي دانفلاسيون اثر : که په يوهيوادکي حقيقي ملي عايد ديوي اوږدي مودي لپاره مخ په زياتيدووي ، دغي حالت ته اقتصادي وده ويل کيږي ،ورسته پاتي هيوادونه زر ترزره ترقي حاصلول غواړي ، ليکن دوي سره مالي وسايل په کافي اندازه وجودنلري ځکه اقتصادي وده داضافي ارزش اوپس انداز په اساس ممکن کيداي شي .
زيات اقتصاد پوهان لکه ارترليوس داسي باور لري چي ورسته پاتي هيوادونه دتمويل خاسر درامينځته کيدو په زريعه دپانګي اچوني رفتار تيزولي شي اوکه دغه حالت په ملي عايدکي داجرينوبرخه لوړه شي نودپس اندازعمل شورع کيږي ، چي ددي په واسطه اقتصادي ترقي ممکن کيداي شي ، ليکن انفلاسيون په اقتصادي ترقي منفي اثرغوځوي اودانفلاسيون په وجه دخلکو دخريد قوت راټيټږي اوهمدارنګه انفلاسيوني شرايطوکي دپس اندازونو تشويق کيږي چي په نتيجه کي په پانګه اچونه باندي منفي اثرکوي چي دپانګي اچوني دکموالي په وجه دعايداتو اوتوليداتو په اندازه کي کموالي راځي اوداقتصادي ترقي هدف نشي حاصليدي ، ددي څخه علاوه داسي هم ويل کيږي چي داقتصادي ودي لپاره يواځي ماليات ضرور ندي بلکي دطبعي منابعو، تکنالوژي ، کارګرانو اونورو څخه هم بايد صحيح استفاده وشي ، اقتصادي ترقي اوانفلاسيون دواړه دياغي اسونو په څيروي چي په يو وخت کي ديو کس لخوانشي کنترول کيدي
مأخذ
[سمول]اقتصاد کلان