په مقدونيه کې د ۲۰۰۱ کال ياغيتوب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په مقدونيه کې ۲۰۰۱ ز کال ياغيتوب يوه وسله واله نښته وه. دا نښته هغه مهال پيل شوه، چې د البانيا ملي خپلواکي غوښتونکي فوځ توکميزې وسله والې ډلې چې د کوسوو د جګړې له پخوانيو فوځيانو څخه جوړ شوې وه او په پريسيوو ((Presevo دره کې بغاوت د ۲۰۰۱ ز کال د فبروري په پيل کې د مقدونیه پر امنيتي ځواکونو باندې بريد وکړ او د همدې کال د اګسټ پر ۱۳ مه نېټه د “Ohrid” په تړون يا هوکړې سره پای ته ورسېد. داسې ادعاوې هم وې، چې ياد خپلواکي غوښتونکي فوځ له هېواد څخه د البانيا د زياتره سيمو د بېلولو هيله درلوده، که څه هم د ډلې لوړ پوړو چارواکو دا خبره رد کړې ده. نښتې د کال په اوږدو کې دوام وکړ، که څه هم په ټوله کې زيانونه په دواړو اړخونو کې لسګونو تنو پورې ټاکلي يا محدود پاتې شول. په دې سره د يوګوسلاويا جګړې مقدونيه (اوسنۍ شمالي مقدونيه) ته رسېدلې وې. د مقدونيه سوسياليست جمهوريت (Socialist Republic of Macedonia) په ۱۹۹۱ ز کال کې له يوګوسلاويا څخه يوه سوله ييزه خپلواکي تر لاسه کړې ده. [۱]

شاليد[سمول]

کله يې چې د ۱۹۹۱ ز کال د سپټمبر پر ۸ مه نېټه له يوګوسلاويا څخه خپله خپلواکي اعلان کړه، مقدونيه د يوګوسلاويا يوازينی پخوانی جمهوريت و، چې له اتحاديې يا فدراسيون څخه په ناخونړي (سوله ايز) ډول بېلېدلو باندې بريالۍ شوه. د همدې له امله په پخوانۍ يوګوسلاويا کې له ځلاندو يا ځېرکو سيمو څخه ګڼل کېده. [۲]

که څه هم مقدونيه د يوګوسلاويا د يوې تر ټولو بې وسه سيمې په توګه ورڅخه بېله شوه، مګر په ديموکراتيک ډول د پرله پسې ټاکل شويو حکومتونو له لورې زغمل شوې ټولنيزې اقتصادي مداخلو په هېواد کې د اقتصادي انځور پرمختګ اداره کړ. د کړکېچ د نړيوالې ډلې (Interenational Crisis Group) د معلوماتو له مخې په ۱۹۹۹ ز کال کې نږدې ٪۳ وده وه. د ۲۰۰۰ ز کال کال دويمه نيمايي هم د ثابتې ودې شاهد وه، چې د همدې کال د ناخالص کورني محصول د ٪۵ زیاتوالي لامل شوه. د ۲۰۰۱ ز کال په جنوري کې حکومت د دويم کال لپاره په رديف کې اضافي بوديجه اټکل کړه. په ۲۰۰۰ ز کال کال کې د هېواد راپورته کېدونکي منځني پوړ د نويو موټرانو پېر، د ودانيو پراختياوې او له هېواده د باندې د اوړي رخصتيو لپاره پلان جوړونې پيل کړې. [۳]

که څه هم د مقدونيه توکميز ډېره کي او د البانيا توکميز پراخه لږه کي په ۱۹۹۱ ز کال کې د هېواد د خپلواکۍ له اعلان څخه مخکې او وروسته دواړو وختونو کې په سختۍ سره ګډ اوسېدلي دي، مګر اړيکې يې په عمومي ډول سوله ييزې وې. د مقدونيه پرله پسې حکومتونو د البانيا ډلې د يووالي د ملګرو په توګه رانغاړلي او د سياسي خبرو اترو له لارې بېلابېلې ستونزې حل شوې وې. حالت د ۲۰۰۱ ز کال تر پيل پورې لږ يا ډېر خوښ برېښېده. که څه هم د پېښو اصلي لامل د مقدونيه د حکومتونو له لورې په هېواد کې د الباني ژبې او الباني توغ يا بيرغ د کارونې مخنيوی و. په ۱۹۹۷ ز کال کې د اساسي قانون محکمې (Constitutional Court) د البانيايي بېرغ کارونې مخنیوی وکړ، چې د لاريونونو لامل شو.  [۴][۵]

مقدونيه کې د البانيا غوښتنې[سمول]

د ۱۹۹۴ ز کال د سرشمېرنې له مخې د مقدونيه جمهوريت کې ۴۴۲۹۱۴ تنه البانيايان وو، چې د هېواد د ټولو وګړو (۱۹۳۶۸۷۷) نږدې ٪۲۲،۹ يې جوړوله. البانيايان د يادې سلنې له مخې د مقدونيه د ۱۲۸۸۳۳۰ (۶۶،۵ سلنه) ډېره کيو تر څنګ د توکم له مخې تر ټولو ستر لږه کي شول. په ۲۰۰۱ ز کال کې د مقدونيه البانيانو زياتره د هېواد په لويديځه برخه کې له البانيا سره د نړېوالې پولې پر لور، په سره راټول يا نغښتو استوګنځايونو کې ژوند وکړ. دوی د سربيا له يوګوسلاويا ولايت سره د پولې پر لور د هېواد په شمال لويديځه برخه او هغه وخت د ملګرو ملتونو له لورې د اداره کېدونکې کوسوو او همدارنګه د مقدونيه په پلازمېنه سکوپجي “Skopje” او “Kumanovo” ښار کې هم واوسېدل. البانيايانو د مقدونيه په “Tetovo”، “Gostivar” او “Debar” ښارګوټو کې د توکم له مخې ډېره کي وګړي وو. [۶]

د مقدونيه جمهوريت له خپلواکۍ راهيسې پر خپلو کورنيو چارو باندې د تمرکز کولو هڅه کوي. د ديموکراسۍ وده او د توکمونو تر منځ همغاړې اړيکې د نوي دولت د اصلي موخې په توګه مشخص شوې ده. په ۱۹۹۱ ز کال کې له لومړنيو ديموکراتيکو ټاکنو راهيسې د هېواد البانيايي وګړو په هېواد کې د پام وړ سياسي ونډې د لوبولو په موخه ټولې بنسټيزې او سياسي موکې کارولې دي. په هېواد کې بېلابېلې البانيايي سياسي ډلې وې، چې کړو وړو او فصاحت او بلاغت (لکه د مقدونيې د سياسي ډلې يا بلاک د ګوندونو په حالت کې) يې په دې پورې تړلی و، چې ايا دوی په اداره کېدونکي يووالي کې وو او که نه. د دې سياسي بې ثباتيو سره سره البانيايي ډلې يا ګوندونه له کمونيست څخه مخکې ټولو مقدونيايي حکومتونو کې د يووالي د ملګرو په توګه شامل وو. [۷]

د البانيايي سياستپوه اربر ايکسافري (Arber Xhaferi) په اند مقدونيه کې د البانيانو پر وړاندې منظم يا سيستماتيک توپير چلند و. د البانيا بېرغ په عمومي يا دولتي نندارو کې بند شو. البانيايي ژبه په ځينو ښوونځيو کې تدريس کېدله، مګر د رسمي ليکنيزو اړيکو لپاره نه شوه کارېدلی. د دولت د متحده ايالتونو څانګې راپور ورکړ، چې د البانيانو پر وړاندې د توپيري چلند يا تبعيض راتلونکې بڼې په پرله پسې ډول مقدونيه کې وې: البانيايي ژبې، رسنيو او زده کړو ته لږ يا ټاکلی لاسرسی، په دولتي دندو کې لږه استازولي، په فوځي ليکو کې کمزورې استازولي، د فوځ په لوړ پوړو ليکو کې کمزورې استازولي، د مقدونيه زياتو اوږد مهاله البانيايي توکم اوسېدونکو ته د تابعيت نه پاملرنه او همدارنګه د تابعيت غوښتنو بهير کې توپيري چلند او د رايې کارونې د نامناسبو سيمو رامنځته کول، چې د دوی د رايې کارونې ځواک کمزوری کوي. د دې او نورو زياتو دلايلو له امله په هېواد کې شته البانيانو د پراخه سياسي حقونو غوښتل پيل کړل. يادو غوښتنو د هېواد د دويم په نوم يا افتخاري ملت په توګه د البانيايانو د اعلانولو په موخه په اساسي قانون کې بدلونونه، البانيايي د دويمې رسمي ژبې په توګه په رسميت پېژندل او په “Tetovo” کې د الباني ژبې پوهنتون لپاره د دولتي ملاتړ برابرول راونغاړل. البانيايانو د ۱۹۹۴ ز کال په جون میاشت کي په رسمي سرشمېره کې د ثبت شوې ۲۲،۹ سلنې خلاف، د هېواد د وګړو د ٪۳۰ او ان ۴۰٪ د څرګندولو ادعا وکړه. [۸][۹][۱۰]

په ۱۹۹۴ ز کال مقدونيه کې ځينو البانيايي سياستپوهانو د يو څه پراخه ډله ييزو سياسي حقونو ساتندويي وکړه. په ۱۹۹۴ ز کال کې د دې غوښتنو يو څرګند ډول د مقدونيه په لويديځه برخه کې د “Ilirida” په نوم د يو خپلواک جمهوريت اعلانول وو. د ټينګار نورې مسئلې په ۱۹۹۵ ز کال “Tetovo” [سيمه] کې د البانيايي ژبې پوهنتون د رامنځته کولو هڅې (چې د مقدونيايي چارواکو له لورې ناقانونه اعلان شو) او همدرانګه په ۱۹۹۷ ز کال د اساسي قانون خلاف په “Gostivar” او “Tetovo” سیمو کې د ښاري غونډو مخې ته د البانيايي بېرغ کېدل وې. مقدونيايانو دا دواړه پېښې په هېواد کې د البانيايانو د برابر يا «موازي واکونو» د رامنځته کېدنې پر لور ګامونه وګڼل.[۱۱]

مقدونيه او د کوسوو کړکېچ[سمول]

په ۱۹۹۹ ز کال په کوسوو کې د شخړې پر مهال مقدونيه د کوسوو هغو زرګونو البانيايي کډوالو ته خپلې پولې پرانيستې، چې دې هېواد ته راتښتېدل. د می پر ۱۷ مه کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي مامور له لورې د خپرو شويو معلوماتو له مخې مقدونيه کې د کوسوو ۲۲۹۳۰۰ تنه البانيايي کډوال وو. په دې پړاو کې البانيايي کډوال د هېواد د نفوس له ٪۱۱ څخه زيات وو. کډوالو لپاره د متحده ايالتونو له مخې د کوسوو نږدې ۳۶۰۰۰۰ تنه البانيايي کډوال د ۱۹۹۹ ز کال په دويمه نيمايي کې بېرته خپل هېواد ته ستانه شول. [۱۲][۱۳]

د کډوالو د ترلاسه کولو برخه کې د مقدونيه وړتيا ځکه ټاکلې يا محدوده وه، چې د اټکلي پېښې پلان يوازې ۲۰۰۰۰ کډوال وانګېرل. له ټولو ستونزو سره سره مقدونيه د جګړې تر پای ته رسېدلو پورې د نړيوالو معيارونو له مخې کډوال ومنل.

سرچينې[سمول]

  1. "Macedonia's 'Liberation' Army". Zurich: World Press Review. 20 June 2001. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Success in the Balkans? A Case Study of Ethnic Relations in the Republic of Macedonia" by Robert W. Mickey and A. S. Albion. Minorities: The New Europe's Old Issue. Institute for East West Studies. New York (1993) p. 58
  3. "The Macedonian Question: Reform or Rebellion" Archived 3 September 2011 at the Wayback Machine.. International Crisis Group (ICG). 2001
  4. "The Macedonian Question: Reform or Rebellion" Archived 3 September 2011 at the Wayback Machine.. International Crisis Group (ICG). 2001
  5. (په 24 January 2012 باندې). Timeline: Macedonia.
  6. "The Kosovo Conflict and Macedonia" by Prof. Dr. Vladimir Ortakovski. Rethinking Identities: State, Nation, Culture. Harriman Institute, Columbia University. New York. 1999
  7. "Between Preventive Diplomacy and Conflict Resolution: The Macedonian Perspective on the Kosovo Crisis" by Prof. Biljana Cvetkovska. International Studies Association 40th Annual Convention. Washington, D.C. 1999
  8. "Macedonia: Local Albanian Leader Complains of Discrimination". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Refworld | Chronology for Albanians in Macedonia". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Macedonia: Country Background and Recent Conflict" Archived 25 March 2016 at the Wayback Machine. by Julie Kim. United States Congressional Research Service (CRS). Washington, D.C. 2002
  11. "The Kosovo Conflict and Macedonia" by Prof. Dr. Vladimir Ortakovski. Rethinking Identities: State, Nation, Culture. Harriman Institute, Columbia University. New York. 1999
  12. "U.S. Committee for Refugees World Refugee Survey 2001 – Macedonia". United States Committee for Refugees and Immigrants. 2001
  13. "MACEDONIA: TOWARDS DESTABILISATION? The Kosovo crisis takes its toll on Macedonia". International Crisis Group (ICG). 2001