په معاصره نړۍ کي د دعوت اړتیا (څلورمه برخه)
لیکوال: شکران احمدي
[سمول]په معاصره نړۍ کې د دعوت اړتیا او طریقه (څلورمه برخه)
[سمول]د امر بالمعروف او نهی عن المنکر لومړیتوب
[سمول]هغه څوک چې معروف ته امر کوي باید د معروفاتو سره پوره بلد وي او د معروفاتو درجې هم وپیژني او منکرات هم وپېژني او د هغه د درجو څخه خبر وي. دا د “«ادعو إلى الله على بصیرة» معنا ده. دا د بصیرت، رفق او مهربانۍ زیور دی. امر بالمعروف او نهی عن المنکر یو عیني فرض دی او که مسلمانان ټولي وظیفې تر سره کړي، خو امر بالمعروف او نهی عن المنکر پرېږدي، د قيامت په ورځ به الله ته ځواب ورکوي. کله چې فرایض او واجبات پريښودل شي، نو هغه مهال امر بالمعروف فرض کيږي او کله چې محرمات عام شي نو نهی عن المنکر فرض کيږي. امر بالمعروف باید د نهی عن المنکر څخه ډیر وي. هر څوک کولی امر بالمعروف وکړي، خو نهی عن المنکر د هر چا کار نه دی، ځکه چې امر بالمعروف منفي پایله نه لري، مګر نهی عن المنکر کله ناکله منفي پایلې ورکوي.
پوهانو د امر بالمعروف لپاره یوازې مفروضاتو ته علم شرط ګرځولی دی. مګر دوی د نهی عن المنکر لپاره یې ډیری شرایط ټاکلي دي، لکه:
دا چې د نهی عن المنکر لپاره کافي ځواک ولري؛ د مثال په توګه، په یو هیواد کې، حاکم تر ټولو ډیر وړتیا لري. نو دا د هر سړي کار نه دی.
که نهی عن المنکر دعوت کوونکي ته ضرر ورسوي او يا بل اړخ ګناه ته وهڅوي، نهی عن المنکر صحيح نه دی. په ځانګړې توګه کله چې یو څوک د دین او الهي احکامو ته سپکاوی کوي یا د دین او دیني مسئلې مسخره کوي. په دې حالت کې نهی عن المنکر جواز نلري. بلکه، یو څوک باید د هغه لپاره دعا وکړي او په مستقیم ډول هیڅ کار ونه کړي.
په روایت کې راغلي دي: «من رأی منکم منکراً فلیغیره بیده فان لمیستطع فبلسانه فان لمیستطع فبقلبه و ذلک أضعف الإیمان»؛ ژباړه: «په تاسو کې هر څوک چې یو منکر ولید نو په لاس دې یې بدل کړي، که یې نه شوه کولی، نو د ژبي واری دی.او که یې نه شوه کولی هغه دې په زړه کې بد وګڼي، او دا کار د ایمان تر ټولو ټیټه کچه دی.»
د منکر بدلول د منکر له مینځه وړلو څخه توپیر لري. ډیری بلونکي(دعوتګران) کولی شي منکر له منځه یوسي، او ډیری یې نشي کولی. حال دا چې بدلون د دوی دنده ده او که دا کار نه شي کولای، نو د زړه له تله دې بد وګڼي، چې د ایمان وروستۍ درجه ده.
کله چې امر بالمعروف عام شي او معروفات په فرد او ټولنه حاکم شي، منکر به په اتوماتيک ډول له فرد او ټولنې څخه ورک شي. لکه څنګه چې خدای تعالی فرمایي: «إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ»؛ هرکله چې لمونځ، چې یو له مهمو فرضونو څخه دی، راژوندی شي، دا معروف عمل فرد او ټولنه له بدیو او منکرات څخه منع کوي او منکرات له منځه وړي. نو له بدۍ سره د مبارزې یوه لاره د معروف بیا راژوندي کول دي او نهی عن المنکر په دوهمه مرحله کې ځای پر ځای شوی دی.
ادامه لري...