په متحده ایالاتو کې ټولنیزه محافظه کاري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په متحده ایالاتو کې ټولنیزه محافظه کاري یوه سیاسي ایدیولوژي ده، چې د دودیزو ارزښتونو او باورونو په ساتنه تمرکز کوي. دا ایدیولوژي د اخلاقي او ټولنیزو ارزښتونو په هکله موجوده پاملرنې باندې تمرکز کوي، چې د ایدیولوژۍ پلویان په عصري ټولنه کې هغه د لیبرالیزم په وسیله تخریب شوې بولي. په متحده ایالاتو کې د ټولنیزې محافظه کارۍ یو ترټولو لوی ځواک ښي اړخي عیسوي دي. [۱][۲]

ټولنیزمحافظه کاران په متحده ایالاتو کې د نورو په منځ کې د ډېریو ټولنیزو مسائلو، لکه: د جنینو له سقط سره د مخالفت، له فیمینیزم سره د مخالفت، د کورنیو دودیزو ارزښتونو د ملاتړ، د فحشا (پورنوګرافي) سره د مخالفت، د ځانګړو جنسي زده کړو د ملاتړ، د همجنسبازانو (LGBT) له حقونو سره د مخالفت، په ښوونځي کې د لمانځه د ملاتړ، د ښوونځي د ضمانت کوونکو د ملاتړ، د یکشنبې ورځي د نیلي قوانینو د ملاتړ، د قمار د مخالفت او په تفریحي توګه د مخدره توکو له کارولو سره د مخالفت په اړه اندیښمن دي.[۳][۴][۵]

دا چې ډېری یې مذهبي او په تېره بیا عیسويان دي،ټولنیز محافظه کاران په ټولنیزو مسائلو کې د هیواد لپاره د لارښودونکي ځواک په توګه دعیسوي دین اړونددودونو باندې په تمرکز کولو ټینګار کوي. دا مورد په عمومي برخه کې د دین موجودیت له ځانه سره لري، لکه په عمومي توګه د یهودي - عیسوي مجسمو نمایش، په ځانګړې توګه د کریسمس او د پاک اختر اړوند مراسمو په لړ کې او همدارنګه د سیمه ییزو ښوونځیو په ملاتړ کولو سره په ښوونیز سیستم کې د دین له موجودیت څخه ملاتړ کوي، لکه څنګه چې ټولنیز محافظه کاران په دې باور دي چې «دین د اخلاقي پرمختګ لپاره ترټولو پیاوړی بنسټ دی، چې زده کونکي ورته د ښو رغوونکو او د قانون اطاعت کوونکو تبعو (ښاریانو) جوړېدو لپاره اړتیا لري».[۶][۷][۸]

ټولنیزه محافظه کاري، د یوې اصطلاح په توګه د ټولنیزو-کلتوري مسائلو لکه د جنینونو د سقط کولو، د همجنسبازانو د واده کولو او ښوونځي کې د لمونځ کولو په هکله محافظه کاره دریځونه بیانوي، یعنې د هغه څه په خلاف دي چې د ټولنیز لیبرالیزم (فرهنګي لیبرالیزم) په نامه یادېږي. له همدې املهیو ټولنیز محافظه کار د ټولنیز اروپایي محافظه کار په پرتله د فرهنګي محافظه کارمعنا ته نږدې دی او ښایي د مالي سیاستونو په باب لا ډېر محافظه کارانه او لیبرالي لیدلوری ولري. [۹][۱۰][۱۱]

د جنینونو له سقط کولو سره مخالفت[سمول]

د متحده ایالاتو د جنینونو د سقط کولو ضد غورځنګ د اخلاقي او مذهبي لاملونو پر بنسټ د جنینونو له سقط کولو سره مخالف دی او دقانوني ممانعت او محدودیت ملاتړ یې کوي. ټولنیز محافظه کاران تر ډېره د وید (Wade) پر وړاندې د رو (Roe v.) د ماتې ملاتړ کوي او په عمومي ډول، د «ژوند پلوي» دي (د جنینونو له سقط سره مخالف). دا باورونه تر ډېره د «جنیني شخصیت» د استدلال پر بنسټ ولاړ دي. د شخصیت اړوند بحثونه جنینونو ته د یو شخص د وضعیت په ورکولو باندې متمرکز دي، چې تر هغه وروسته بیا یاد شخص ته د ژوند کولو حق ورکوي. ژوند پلوه عقاید له محافظه کاره عیسوي ډلو په تېره بیا له کاتولیک کلیساپورې تړاو لري.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

له فیمینیزم سره مخالفت[سمول]

ډېری ټولنیز محافظه کاران له فیمینیزم سره مخالفت کوي او په دې باور دي، چې ښځې او نارینه په بنسټیز ډول له یو بل سره توپیر لري او په ټولنه کې د دوی دودیز جنسیتي نقشونه باید وساتل شي. دوی زیاتره وخت د ښځو دودیز نقشونه د کورسمبالوونکې او پالونکې په توګه ترویجوي او ښځې د ټولنې په کاري ځواک، حکومت یا اردو کې له ګډون کولو څخه راګرځوي. یو شمیر ټولنیز محافظه کاران د جنسیتي نقشونو په پام کې نیولو سره د تکمیل پلوي او بشپړتیا پلویان دي. [۱۶][۱۷]

ټولنیز محافظه کاران ډېری وخت فیمینیزم د امریکايي کورنیو د ګڼو شمېرو ټولنیزو ستونزو لامل بولي. دوی په دې باور دي، چې فیمینیزم په عصري زمانه کې د مجردانو په نفوس کې ډېر زیاتوالی رامنځته کړی دی، په کورنیو کې یې د نارینه وو واک کمزوری کړی او د دودیزو کورنیو په زوال او له منځه تلو کې یې مرسته کړې ده، ډېری یې په قانوني توګه د جنینونو د سقط کولو له امله د زېږون د کمېدو کچې ته اشاره کوي. ځینې نوریې بیا د طلاقونو د زیاتوالي او دغه راز له واده پرته زېږونونو د زیاتوالي له امله یوازې د میندې لرونکو کورنیو زیاتوالي او دغه راز په ماشومانو باندې د دې حالت له امله د رواني او اقتصادي زیانونو پایلو ته اشاره کړې ده. د مجردو یا طلاق شویو کورنیو ماشومان تر ډېره له فقر او بېوزلۍ څخه ځورېږي او د خپلو چلندونو اړوند ستونزو له امله زنداني کېږي. [۱۸][۱۹]

د جنسي اخلاقو ملاتړ کول[سمول]

په ۱۹۶۰مه ز لسیزه متحده ایالاتو کې د جنسي انقلاب راهیسې، جنسي اخلاق د ټولنیزو محافظه کارانو او لیبرالانو ترمنځ د فرهنګي جګړې د اختلاف د یوه ټکي په توګه وه. ټولنیزه محافظه کاران له دولت څخه غواړي، چې د جنسي اړیکو اړوند ادابو په برخه کې اخلاقي رهبري پلي کړي او په فعاله توګه کورني ارزښتونه ترویج کړي. دوی د واده او ماشوم زیږون پر تقدس ټینګار کوي او ټولنیز لیبرالیزم د شلمې پېړۍ له نیمایي راهیسې د تصادفي جنسي اړیکو، له واده څخه مخکې جنسي اړیکو، خود ارضایۍ، له ودونو پرته زیږونونو، د پېغلو امیندواره کېدو، مقاربتي انتاناتو او پورنوګرافۍ د زیاتوالي لامل بولي.[۲۰][۲۱]

له پورنوګرافۍ سره مخالفت[سمول]

له پورنوګرافۍ یا فحشا سره مخالفت، د امریکا په متحده ایالاتو کې د ټولنیزو محافظه کارانو دودیز دریځ دی. ډېری یې د ماشومانو د فاسدولو، د ښځو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي هڅولو، د غیر معمولي جنسي اړیکو ترویجولو او د ودونو د له منځه وړلو لپاره پورنوګرافي یا فحشا بده ګڼي. ډیری محافظه کاره عیسویان د انجیل سپیڅلي کتاب د تعلیماتو پراساس له پورنوګرافۍ سره مخالفت کوي، ځکه چې یاد کتاب شهوت له زنا سره یو شان بولي.[۲۲][۲۳]

د جنسي استثمار ملي مرکز، چې پخوا په رسنیو کې د اخلاقو په توګه پیژندل کېده، یو ټولنیز محافظه کاره سازمان دی، چې د پورنوګرافۍ ضد ځوښت مخته وړي.[۲۴]

یوازې د جنسي زده کړې د پرهیز ملاتړ[سمول]

ټولنیز محافظه کاران د ماشومانو د اخلاقي زده کړو او د دې احتمال په هکله اندیښمن دي، چې ماشومان په دولتي ښوونځیو کې د عمر له مخې د جنسي زده‌کړو‎په هکله نامناسب معلومات له ټولګیو څخه ترلاسه کوي. دوی د عفت او د واده د حرمت له امله دودیزو عیسوي اخلاقو سره یوازې د پرهیز اړوند جنسي زده‌کړود مطابقت او سازښت پر اساس غوره بولي. د یوازې پرهیز اړوند جنسي زده کړې دا  ښوونه ورکوي، چې جنسي اړیکې یوازې د واده په حدودو پورې محدودې دي او له واده څخه مخکې جنسي اړیکې د منلو وړ نه ده. د دې برعکس ټولنیز محافظه کاران له هراړخیزه جنسي زده کړې سره مخالفت کوي، ځکه چې شکمن اخلاقي مفاهیم، لکه د زېږون کنترول بیانوي، چې د دوی په اند له واده څخه مخکې جنسي اړیکې، د جنسي اړیکو اړوند انتاناتو او د نویو پېغلو د امیندوارۍ لامل کیږي. د مجردو نجونو په منځ کې د پاکوالي اړوند حلقې اغوستل د ټولنیزو محافظه کارانو په وسیله هڅول کیږي، ترڅو د انسان د جنسي لېوالتیاوو په هکله عیسوي دودیز تصورات او مفکورې وساتل شي. [۲۵][۲۶][۲۷]

د همجنسبازانو له واده سره مخالفت کول[سمول]

ټولنیز محافظه کاران، د همجنسبازانو له واده کولو، مدني اتحادیو، د همجنسبازانو(LGBT) فرزندي نیولو او د همجنسبازانو له نورو حقونو سره مخالفت کوي، ځکه چې همجنسبازي د عیسویت له بنسټیزوتعلیماتو سره په ټکر کې ده، چې هغه هم د ښځې او نارینه واده کول دي. دوی ډېری په دې باور دي، چې همجنسبازي غیر طبیعي مورد ده، چې د همجنسبازانو اړوند اتحادیو په رسیمت پېژندل په ټولنه کې د همجنسبازۍ د ودې او ترویج لامل کېږي، حال دا چې ماشومان د مخالف جنسیت لرونکو جوړو په وسیله په ښه توګه روزل کېږي. ټولنیز محافظه کاران د همجنسبازانو د واده کولو قانوني کیدو په اړه شکمن دي او د دې پرځای د ځانګړو قوانینو لکه د ودونو د دفاع قانون (DOMA) ملاتړ کوي، چې واده د ښځې او نارینه ترمنځ د اتحاد په توګه تعریفوي. ځینې ​​یې د همجنسبازانو د واده په پرتله مدني اتحادیو سره له ډیر زغم څخه کار اخلي؛ خو زیاتره یې د هر ډول همجنس بازه اړیکو مخالفت کوي. حال دا چې ټولنیز محافظه کاران ځینې وخت د همجنسبازانو (LGBT) د لومړنیو حقونو ملاتړ کوي؛ خو د واده کولو اړوند ادارې له لارې د همجنسبازانو د اړیکو «عادي کېدو» په هکله اندیښمن دي. ځینې ​​محافظه کاران، لکه د لاګ کابین جمهوریت غوښتونکي د همجنسبازانو د ودونو ملاتړ کوي.[۲۸][۲۹][۳۰]

د دوه جنسیت لرونکو د حقونو مخالفت[سمول]

ټولنیز محافظه کاران د ټرانس جنس (دو جنسه وو) له حقونو سره مخالفت کوي، ځکه چې د دودیزو جنسیتي نقشونو پر خلاف دی، چې د زیږون د وخت اړوند جنسیت د پیروي کولو وړاندیز کوي. دوی د دوه جنسیت لرونکو خلکو لپاره د دوی د خوښې وړ جنسیت پیژندنې اړوند ضمیرونو، نومونو، تشنابونو او ځانګړو خونو د کارولو لپاره اجازه ورکولو سره مخالفت کوي. همدارنګه ټولنیز محافظه کاران له غیر دوه اړخیزه جنسیتونو له پیژندلو سره هم مخالفت کوي.[۳۱]

په معاصره زمانه کې د عیسویت او څو جنسیت لرونکو خلکو ترمنځ اړیکې کمرنګه شوي، ځکه چې ډېری کلیساوې له خپلو غړو څخه غواړي، چېهغه جنسيت چې ددوی خپل خدای ورکړی، هغه ته غاړه کیږدي. ډېری عیسوي ډلې او فرقې دوه جنسیتي موضوع غندي اودوه جنسیت لرونکي خلک له واده کولو څخه منع کوي.[۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. Bell, Jeffrey (2012). The Case for Polarized Politics: Why American Needs Social Conservatism. New York: Encounter Books. د کتاب پاڼي 6–10. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781594035784 – عبر Proquest ebrary. The Case for Polarized Politics: Why American Needs Social Conservatism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Marsden, Lee (December 28, 2012). The Ashgate Research Companion to Religion and Conflict Resolution (په انګلیسي ژبه کي). Ashgate Publishing, Ltd. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4094-7128-8. Even within the secular heartlands of Western Europe and the United States religion began to force its way into the political agenda with the emergence of the American Christian Right as a new force in social conservatism in the late 1970s and in the UK with the issue of fatwas calling for the death of British author Salman Rushdie, promoted by the publication of his book The Satanic Verses, which was declared blasphemous by Ayatollah Khomeini, Supreme Leader of Iran, in 1989. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Quantz, Richard A. (January 8, 2016). Sociocultural Studies in Education: Critical Thinking for Democracy (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب پاڼې 137. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-26076-9. Some important narratives appealed to by social conservatives that were not mentioned in Chapter 4 include the America is a Christian Nation narrative discussed earlier; the God Created man as Head of the Family and any other traditional family narrative, such as the Evils of Drugs and the Evils of Sex narratives; and any of the narrative found in the Bible, especially the Genesis, Jesus Son of God, and the Apocalypse narratives. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Chambers, Kerry (January 1, 2011). Gambling for Profit: Lotteries, Gaming Machines, and Casinos in Cross-national Focus (په انګلیسي ژبه کي). University of Toronto Press. د کتاب پاڼې 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4426-4189-1. Historically, Protestant evangelicals, traditionalists, and social conservatives have condemned gambling as immoral and attempted to exert social-norm pressures on others. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Thompson, Michael (2007). Confronting the New Conservatism: The Rise of the Right in America. NYU Press. د کتاب پاڼي 2–3. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780814782996. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Marietta, Morgan (2012). A Citizen's Guide to American Ideology: Conservatism and Liberalism in Contemporary Politics. New York: Routledge. د کتاب پاڼې 32. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781136593659. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Wenz, Peter S. (February 10, 2012). Beyond Red and Blue: How Twelve Political Philosophies Shape American Debates (په انګلیسي ژبه کي). MIT Press. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-262-26127-2. Social conservatives favor vouchers because they allow religion to be taught in government-funded schools, and they think religious is the firmest foundation for the moral development that students need to become productive, law-abiding citizens. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Quantz, Richard A. (January 8, 2016). Sociocultural Studies in Education: Critical Thinking for Democracy (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-26075-2. Social conservatives tend to advocate for abstinence education, church attendance, prayer in school, public Christmas displays, patriotism, the military, and gun rights. ... Whereas religion is considered to be in the private realm, social conservatives often argue that the cultural history of the United States makes it perfectly legal to allow some aspects of religion to move into the public sphere. Primarily they advocate the public space be open to the display and expectations of broad Judaic-Christian traditions and often specifically Christian traditions. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Rozell, Mark J.; Wilcox, Clyde (November 2, 2017). God at the Grassroots 2016: The Christian Right in American Politics (په انګلیسي ژبه کي). Lanham, Maryland: Rowman & Littlefield. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5381-0893-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Walmer, Daniel (July 13, 2017). "Lebanon women's group still fighting against alcohol" (په انګلیسي ژبه کي). Lebanon Daily News. د لاسرسي‌نېټه October 14, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Chideya, Farai (2004). "The Red and the Blue: A Divided America". Trust: Reaching the 100 Million Missing Voters and Other Selected Essays. Soft Skull Press. د کتاب پاڼي 33–46. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781932360264. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Definition of PRO-LIFE". www.merriam-webster.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Farrell, Courtney (2010). The Abortion Debate. ABDO Publishing Company. د کتاب پاڼي 6–7. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781617852640. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Schultz, Jeffrey D.; Van Assendelft, Laura A. (1999). Encyclopedia of women in American politics. (الطبعة 1). Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼې 195. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-57356-131-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Seipel, Peter (2014). "Is There Sufficient Common Ground to Resolve the Abortion Debate?". The Journal of Value Inquiry. 48 (3): 517–31. doi:10.1007/s10790-014-9436-y. S2CID 145389689. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Kimmel, Michael (2004). "Antifeminism". In Kimmel, Michael; Aronson, Amy (المحررون). Men and masculinities a social, cultural, and historical encyclopedia. Santa Barbara, California: ABC-CLIO. د کتاب پاڼي 35–37. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57607-774-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Giles, Kevin (October 19, 2018). What the Bible Actually Teaches on Women (په انګلیسي ژبه کي). Wipf and Stock Publishers. د کتاب پاڼې 40. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5326-3368-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Total Fertility Rate of the United States, History plus Forecast". The Frederick S. Pardee Center for International Futures. University of Denver. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ فبروري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Snowdon, Stacey (1997). "DIVORCE AND ITS EFFECTS ON CHILDREN". Advocates for Children program, College Park Scholars, University of Maryland. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Blau, Joel; Abramovitz, Mimi (2010). The Dynamics of Social Welfare Policy (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د کتاب پاڼې 169. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-538526-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Lewis, Andrew R. (2017). The Rights Turn in Conservative Christian Politics: How Abortion Transformed the Culture Wars. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 54. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Hammer, Josh (December 11, 2019). "Porn Is Not a Blessing of Liberty" (په انګلیسي ژبه کي). First Things. د لاسرسي‌نېټه October 14, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Bible Verses about Pornography". biblestudytools.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Gold, Michael (March 28, 2018). "Walmart Pulls Cosmo From Checkout. Plus! Guess Who's Claiming Victory". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه April 25, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Fantz, Ashley Fantz (May 31, 2005). "Pledging their purity, with fingers crossed" (په انګلیسي ژبه کي). The Post-Star. د لاسرسي‌نېټه October 14, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Josephson, Jyl J. (2016). Rethinking Sexual Citizenship (په انګلیسي ژبه کي). SUNY Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4384-6047-5. From the perspective of social conservatives, the grant requirements ensure that organizations that support abstinence-only and conservative sexual morality are provided with funding under the program. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Luker, Kristin (2006). When Sex Goes to School. New York: Norton. د کتاب پاڼي 101, 112. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Dombrink, John (2012). "After the Culture War? Shifts and Continuities in American Conservatism". Canadian Review of American Studies. 42 (3): 301–21. doi:10.1353/crv.2012.0018. S2CID 143729347. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Cline, Austin (July 16, 2017). "Common Arguments Against Gay Marriage". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Luker, Kristin (2006). When Sex Goes to School. New York: Norton. د کتاب پاڼي 101, 112. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Emanuella Grinberg (په May 13, 2016 باندې). White House issues guidance on transgender bathrooms. CNNPolitics.com.
  32. (په 14 Jan 2003 باندې). Vatican says 'sex-change' operation does not change person's gender. Catholic News Service.