په متحده ایالاتو کې هستوي برېښنا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په متحده ایالاتو کې هستوي برېښنا د ۹۳ سوداګریزو ریکتورونو پر مټ چمتو کېږي چې ټولټال وړتیا یې ۹۵.۵ ګېګاواټه ده. له دې برخې نه یې ۶۲ ګېګاواټه د ابو د فشار له ریکتورونو او ۳۱ ګېګاواټه یې د جوش اوبو د ریکتورونو نه لاس ته راځي. په ۲۰۱۹ ز کال کې یې ټولټال ۸۰۹.۴۱ تېراواټ- ساعت برېښنا تولید کړې وه چې د دې هېواد د ټولې برېښنایي انرژۍ ۲۰ سلنه یې جوړوله. په ۲۰۱۸ ز کال کې، هستوي برېښنا د متحده ایالاتو د ګازونو نه د پاکې انرژۍ ۵۰ سلنه برخه جوړوله. [۱][۲][۳][۴][۵]

د ۲۰۱۷ ز کال د سپتمبر راهیسې، دوه نوي ریکتورونه چې د ۲۵۰۰ میګاواټه ناخالص برېښنایي وړتیا لري، تر کار لاندې دي، په داسې حال کې چې ۳۹ ریکتورونه د تل لپاره وتړل شول. په نړۍ کې متحده ایالات د سوداګریزې هستوي برېښنا ترټولو لوی تولیدوونکی دی، چې په ۲۰۱۳ ز کال کې یې د نړۍ ۳۳ سلنه هستوي برېښنا تولیدوله. له پلان سره سم د پخوانیو او راتلونکو مرکزونو په تړلو سره، انګیرل کېږي چې چین او روسیه د هستوي انرژۍ په تولید کې له متحده ایالاتو نه مخکې شي. [۶][۷][۸][۹]

د ۲۰۱۴ ز کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې، د متحده ایالاتو د هستوي څارنې کمیسیون یا NRC د ۷۴ ریکتورونو لپاره جوازونه تمدید کړي چې د دوی فعالیت تر شل کلونو تمدیدوی.  د ۲۰۱۴ ز کال له لومړیو نه د ۲۰۱۷ ز کال تر لومړیو پورې، د هستوي څارنې کمیسیون د هغو ریکتورونو لپاره د جواز د تمدید لومړی غوښتنې ترلاسه کړې دي چې ،عمر یې تر ۶۰ کلونو اوړي او د قانون پر بنسټ په دې بهیرکې د عامه وګړو ښکېلتیا اړینه ده. که چېرې د تمدید اجازه ورنه کړل شي، د ۲۲ ریکتورونو جوازونه د راتلونکي لسیزې تر پای مخکې ختمېږي. د پېلګریم د هستوي برېښنا سټیشن ترټولو وروستی هستوي برېښنا سټیشن و چې د ۲۰۱۹ ز کال د جون په لومړۍ نېټه وتړل شو. په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ زکلونو کې نور پنځه زاړه ریکتورونه مخکې له دې چې جوازونه یې پای ته ورسېږي، په دایمي توګه وتړل شول، ځکه چې له یوې خوا د طبیعي ګاز نرخونه را ټيت شول او له بلې خوا د هغوی د ترمیم او ساتنې لګښت لوړ و، د هغو نومونه دا دي:  په کالیفورنیا کې سان اونفر ۱ او ۲، په فلوریدا کې کرېستال رېور۳، په ورمونت کې ورمونت یانکي او په ویسکانسن کې کیواني او د ۲۰۲۱ ز کال په اپریل کې د نیویارک ایالتي ادارې په بوچانان کې د اندیان پانیټ ریکتور چې له نیوریاک ښار نه ۳۰ مایله واټن لري، د تل لپاره بند کړ. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د ډېری ریکتورونو د رغونې کار، په ۱۹۷۴ ز کال کې پیل شو؛ چې په ۱۹۷۹ز کال کې د دری مایله ټاپو (Three Mile Island) د پېښې او اقتصاد بدلون له امله، ډېری پلان شوې پروژې لغوه شوې. په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ ز کلونو کې د هستوي برېښنا د ریکتورونو لپاره له ۱۰۰ نه ډېر وړاندیزونه چې ډېری یې لا دمخه تر کار لاندې وو، لغوه شول چې زیات شرکتونه یې له افلاس سره مخامخ کړل. د ۱۹۷۷ ز کال راهیسې تر ۲۰۱۳ ز کال پورې په شته برېښنایي مرکزونو کې دنوو اټومي ریکتورونو په اړه هېڅ کوم نوښت نه دی را منځ ته شوی. د هستوي څارنې کمیسیون، په ۲۰۱۲ ز کال کې، په شته هستوي بټیو کې د څلورو نویو ریکتورونو رغول تصویب کړل. د ویرجیل سي سمر د هستوي برېښنا د ستېشن لومړۍ او دویمې برخې رغول، د ۲۰۱۳ ز کال د مارچ په ۹ مه نېټه پیل شول، خو د ریکتور د وړاندې کوونکي واشنګټن هاوز د افلاس له امله، د ۲۰۱۷ ز کال د مارچ په ۲۹ مه نېټه یې کار پرېښودل شو. دوګټل د برېښنا د تولید سټیشن د درېیمې او څلورمې برخې کار د ۲۰۱۳ ز کال د مارچ په ۱۲مه نېټه پیل شو، چې د درېیمې برخې د پای ته رسېدو هدف يې د ۲۰۲۱ز کال د نومبر میاشت وه. د ۲۰۱۶ ز کال د اکتوبر په ۱۹مه نېټه د واتس بارد هستوي برېښنا په سټیشن کې د ټي وي اې د ریکتور دویمه برخه له ۱۹۹۶ ز نه وروسته لومړۍ ریکتور و چې د سوداګریزې برېښنا په برخه کې یې په فعالیت پیل وکړ. په ۲۰۰۶ ز کال کې بروکینګز انستیتیوت چې د عامه پالیسۍ یو بنسټ دی، وویل چې: په متحده ایالاتو کې نوې هستوي بټۍ نه دي جوړې شوې، ځکه چې د برېښنا لپاره تقاضا نرمه ده او د څارنې د ستونزو او د رغونې د ځنډ له امله د هستوي ریکتورونو بالقوه لګښت تر ګټې لوړ دی.  [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

"د هستوي رنسانس" په اړه بحث، په ۲۰۰۰ ز کال کې له هستوي برېښنا سره لېوالتیا بېرته را ژوندی کړه، چې په ځانګړې توګه یې د ۲۰۱۰ ز کال د هستوي پروګرام له خوا یې ملاتړ کېده. یوه لړی غوښتنلیکونه وړاندې شول، خو له اقتصادي بدلون سره مخامخ شول او د ۲۰۱۱ ز کال د فوکوشیما دایچي هستوي ناورین په پایله کې، ډېری دا ډول پروژې لغوه شوې.

تاریخچه[سمول]

ظهور[سمول]

په متحده ایالاتو کې د هستوي توکو په اړه سوله ییزې څېړنې د اتومي انرژۍ د کمیسیون تر څارنې او ملاتړ لاندې پیل شوې چې د متحده ایالاتو د ۱۹۴۶ ز کال د اټومي انرژي قانون پر بنسټ رامنځ ته شوی دی. د روغتیا د برخې پوهان، د سرطاني نارغیو په چټکو وده کوونکو هجرو باندې د شعاع اغېزو ته لېواله وو. دوی ته مواد ورکړل شول، خو نظامي برخو یې د نورو سوله ییزې کارونې د څېړنو مشري او څارنه کوله.

د ۱۹۵۴ ز کال د اتومي انرژۍ قانون خصوصي شرکتونه وهڅول، چې د اتومي ریکتورونو په رغولو کې ونډه واخلي چې دا هڅونه په تجربوي ریکتورونو او څېړنیزو بنسټونو کې د زده کړو دا مهم پړاو د څو نسبي وېلې کېدو او پېښو لامل شو. دا پېښې په ۱۹۵۷ ز کال کې د پرایس-انډرسن قانون د را منځ ته کېدلو لامل شوې، چې "... یو ښکاره تصدیق و چې هستوي برېښنا هغه خطرونه را منځ ته کوي چې تولیدونکي یې له فدرالي ملاتړ پرته ترسره کول نه غواړي." د پرایس - انډرسن قانون ".. د خصوصي سکتور پر مسئولیت د لوړ محدودیت په را منځ ته کولو سره د خصوصي سکټور تاسیسات،  پلورونکي او عرضه کوونکي نه د ناورین د پېښېدو په حالت کې د مسؤلیت د منلو په وړاندې خوندي کوي." خصوصي شرکتونو، له دې ډول خوندیتوب پرته نه غوښتل چې، په دې برخه کې ښکیل شي. د امریکا د صنعت په تاریخ کې هېڅ بلې ټیکنالوژۍ دا ډول پرله پسې او بشپړ خونديتوب نه دی ترلاسه کړی.  [۱۹][۲۰]

سرچینې[سمول]

  1. "Nuclear explained - Nuclear power plants - Types of reactors - U.S. Energy Information Administration (EIA)". www.eia.gov. د لاسرسي‌نېټه سيپټمبر 30, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "U.S. nuclear industry - U.S. Energy Information Administration (EIA)". www.eia.gov. د لاسرسي‌نېټه اپریل 24, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Electricity in the U.S. - U.S. Energy Information Administration (EIA)". www.eia.gov. د لاسرسي‌نېټه اپریل 25, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Carbon Dioxide Emissions Avoided". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Cho, Adrian (مې 20, 2020). "U.S. Department of Energy rushes to build advanced new nuclear reactors". Science. د لاسرسي‌نېټه اکتوبر 20, 2020. Commercial nuclear reactors supply 20% of the United States’s electrical power and 50% of its carbon-free energy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "PRIS – Country Details". International Atomic Energy Agency. د لاسرسي‌نېټه October 21, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Nuclear Energy Overview". EIA. د لاسرسي‌نېټه April 29, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "International energy statistics – Nuclear Electricity Net Generation by Country". US Energy Information Administration. د لاسرسي‌نېټه April 18, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. DiChristopher, Tom (مارچ 21, 2019). "The US is losing the nuclear energy export race to China and Russia. Here's the Trump team's plan to turn the tide". CNBC. د لاسرسي‌نېټه اپریل 25, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. DiChristopher, Tom (مارچ 21, 2019). "The US is losing the nuclear energy export race to China and Russia. Here's the Trump team's plan to turn the tide". CNBC. د لاسرسي‌نېټه اپریل 25, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Nuclear Regulatory Commission resumes license renewals for nuclear power plants". EIA. October 29, 2014. د لاسرسي‌نېټه April 28, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Mark Cooper (June 18, 2013). "Nuclear aging: Not so graceful". Bulletin of the Atomic Scientists. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Matthew Wald (په June 14, 2013 باندې). Nuclear Plants, Old and Uncompetitive, Are Closing Earlier Than Expected. The New York Times.
  14. US Energy Information Administration, "Lower power prices and high repair costs drive nuclear retirements", July 2, 2013.
  15. (په 2017-07-31 باندې). Two Half-Finished Nuclear Reactors Scrapped as Costs Balloon.
  16. "Eighteenth Semi-annual Vogtle Construction Monitoring Report" (PDF). www.georgiapower.com. February 2018. د لاسرسي‌نېټه April 3, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 2016-10-20 باندې). First new US nuclear reactor in 20 years goes live. CNN
  18. "The Political Economy of Nuclear Energy in the United States" (PDF). Social Policy. The Brookings Institution. 2004. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر نومبر 3, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه نومبر 9, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Benjamin K. Sovacool. The costs of failure: A preliminary assessment of major energy accidents, 1907–2007, Energy Policy 36 (2008), p. 1808.
  20. John Byrne and Steven M. Hoffman (1996). Governing the Atom: The Politics of Risk, Transaction Publishers, p. 136.