Jump to content

په متحده ایالاتو کې د يهود‌دوښمنۍ تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په پخوانۍ امریکا کې د یهوددوښمنۍ د پراختيا په اړه او دا چې امریکايي یهوددوښمني څه ډول له خپلې اروپايي سیالې سره په ټکر کې ده د تاریخ پوهانو تر منځ بېلابېلې نظریې شته دي. د یهودي ژوند لومړنیو زده‌کوونکو په متحده ایالاتو کې د یهوددوښمنۍ حضور تر ټولو لږ کچې ته راټيټ کړ، هغوی دا یوه وروسته پاتې او بېګانه پدېده بلله چې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې يې په متحده ایالاتو کې ظهور وکړ. که څه هم په دې وروستیو کې څېړونکو ادعا کړې چې د امریکا د یهودیانو په تاریخ کې هېڅ یوه دوره هم له یهوددوښمنۍ څخه خالي نه وه. د امریکا د تاریخ په بېلابېلو دورو کې د یهوددوښمنۍ د ارزښت په اړه بحث لا تر اوسه هم دوام لري. [۱]

د دولت په کچه د یهودوښمنۍ د احساساتو لومړنۍ پېښه د امریکا د کورنۍ جګړې په بهیر کې، کله چې جنرال اولسیس ګرانټ تر خپل کنترول لاندې سیمو کېنتاکي او میسسیپي څخه د یهودیانو د عمومي شړلو امر (په چټکۍ سره د ولسمشر ابراهام لېنکېن له خوا لغوه شو) صادر کړ ثبت شوې.

د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې له یهودایانو سره توپيریز چلند وشو او په ځینو برخو کې له کارکولو څخه منع شول، د ځينو املاکو له کرایه کولو یا مالکیت څخه منع شول، په ټولنیزو کلپونو کې يې غړي نه منل کېدل، له تفریحي سیمو څخه منع شول او د ونډې پر اساس په کالجونو کې له نوم‌لیکنې څخه هم منع شول. یهوددوښمني د دوو جګړو په بهیر کې په ۱۹۲۰ لسیزه کې د کو کلوکس کلان له راڅرګندېدو سره خپل اعظمي حد ته ورسېده، د ډيېربورن انېډېپېنډينت اونیزې د یهوددوښمنۍ انتشارات او د کوکلېن د پلار له خوا پاروونکې راډیويي ويناوې د ۱۹۳۰ لسیزې په وروستیو کې ډېرې شوې.

تر دویمې نړيوالې جګړې او هلوکاسټ (د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې د یهودیانو ټول‌وژنه، ژباړن) وروسته په متحده ایالاتو کې د یهودیت ضد احساسات د پام‌وړ راکم شول. که څه هم په وروستیو کلونو کې له یهوددوښمنۍ سره د کرکې د جرمنو شمېر لوړ شوی.

استعماري دور

[سمول]

د ۱۷مې پېړۍ په منځنۍ برخه کې پيټر سټویووسانت د نوي هالنډ د ټولې هالنډی مستعمرې وروستی مدیر په امریکا کې د سمې شوې کلیسا د موقعیت د خوندیتوب په لټه کې و او نورو فرقو لکه کاتولیکانو او لوتریانو ته یې د کلیسا د تنظیمولو د حق له ورکولو څخه ډه‌ډه کوله. هغه همدارنګه یهودیان «مکار»، «ډېر بې مينې» او د « مسیح په نوم کفرویونکي او له کرکې څخه ډک دوښمنان» یاد کړل. تر دې مخکې د فلېشېنګ هالنډي ښارګوټي اوسېدنکو اعلام کړی و چې د «مينې، سولې او خپلواکۍ» په قانون کې «یهودیان، ترکان او مصریان» شاملېږي.   [۲][۳]

نولسمه پېړۍ

[سمول]

د پيټر نايټ په وینا، متحده ایالاتو د ۱۸مې او ۱۹مې پېړۍ په ډېره برخه کې په ندرت د یهوددوښمنۍ ګامونه تجربه کړل چې په اروپا کې په ورته دوره کې ځايي وو. [۴]

کورنۍ جګړه

[سمول]

ستر جنرال اولیسس اېس. ګرانټ د دغو احساساتو تر اغیز لاندې راغی او په لویديځه ټېنسی کې يې ترخپل کنترول لاندې سیمو کې د یهودیانو د اخراج پر بنسټ ۱۱مه شمېره عمومي فرمان صادر کړ: 

یهودیان د هغې ډلې په توګه چې د ماليې وزارت له خوا تعین شوي ټول سوداګریز مقررات او همدارنګه د وزارت‌خونې له خوا تعین شوي فرمانونه تر پښو لاندې کوي، په دې توګه ... د ۲۴ ساعتونو په بهیر کې د دغې فرمان له ترلاسه کولو وروسته اخراجیږي. 

ګرانټ وروسته امر وکړ چې «هېڅ یهودي ته پر سړک د سویل په لور د سفر اجازه ورنه کړل شي.» د هغه مرستیال ډګروال جان وي. ډبوایس امر وکړ چې «د پنبې ټول محتکران، یهودیان او ټول ولګر چې د صادقانه ملاتړ هېڅ کومه وسیله نه لري» باید سیمه پرېږدي. اسرائیل‌يان باید په ځانګړي ډول لرې وساتل شي... دوی لکه نه زغمونکې بلاوې داسې دي.

دا امر په چټکتیا سره د ولسمشر ابراهام لېنکېن له خوا لغوه شو، خو تر هغه مهال نه چې په ځينو ښارونو کې پلی شو. د جروم چنز په وینا د ګرانټ فرمان د لېنکن له خوا اساساً د فېدرال دولت پر وړاندې د «اساسي قانون د محدودیت له امله و... چې هره ډله یې د ځانګړي چلند لپاره ټاکله.‌» چنز د یولسمې شمېرې فرمان د متحده ایالاتو په تاریخ کې بې جوړي یادوي ځکه دا د امریکا د دولت یهوددوښنۍ یوزاینی ښکاره ګام و. [۵][۶]

له ختيځې اروپا څخه مهاجرت

[سمول]

د ۱۸۸۱ او ۱۹۲۰ کلونو تر منځ نږدې درې میلیونه اشکانزي یهودیان له ختيځې اروپا څخه امریکا ته کډوال شول، چې ډېری يې له ټول‌وژنې او سختو اقتصادي شرایطو څخه چې هغه مهال د ختیځې اروپا په ډېری سیمو کې پراخ وو، تښتېدلي وو. د روسیې په امپراتورۍ کې ټول وژنې له ۱۸۸۱ کال څخه وروسته د یهودي مهاجرانو څپه راوپاروله. یهودیان د ختيځې او سویلي اروپا له ډېری مهاجرانو سره د هېواد مخ پر ودې کارخونو او معدنونوته د کار لپاره راغلل. ډېری امریکایان پر دغو یهود مهاجرانو بې باوره وو.   [۵]

د ۱۹۰۰ او ۱۹۲۴ کلونو تر منځ نږدې  ۱.۷۵ میلیونه یهودیانو د امریکا سواحلو ته مهاجرت وکړ چې ډېری يې له ختیځې اروپا څخه وو. حال دا چې تر ۱۹۰۰ کال مخکې په امریکا کې د یهودو ټول شمېر د نفوس یو سلنه برخه هم نه جوړوله، په ۱۹۳۰ کال کې یهودیانو نږدې د نفوس  ۳.۵ سلنه برخه جوړوله. د یهودیانو دغه ډراماتیک/ننداریز زیاتوالي د ځينې یهودیانو له بره خوځښت سره، د يهوددوښمنۍ په راژوندي کولو کې مرسته وکړه.

دا چې د اروپا مهاجرت د متحده ایالاتو د یهودیانو پر نفوس ورزیات شو، هلته د یهودیانو پر وړاندې بېل احساس رامنځته شو. جروم چنز دا انځور له هغه واقعیت سره تړي چې یهودیان د دندو پر کوچنۍ برخه کې متمرکز وو: هغوی زیاتره د جامو تولیدوونکي، دوکانداران او د لویو پلورنځيو څښتنان وو. هغه څرګندونه کوي چې په اصطلاح جرمني یهودیانو (چې په حقیقت کې یوازې المانیان نه وو بلکې له اتریش-هنګرۍ او ګڼو نورو هېوادونو څخه هم راغلي وو) ځانونه په زیاتېدونکي ډول د پراخ ټولنیز یهودیت ضد له خوا چې په شلمه پېړۍ کې برلاسی شو جلا شوي وموندل او ان تر نن پورې لږ پاتې دی. [۷]

پوپولیزم

[سمول]

د نولسمې پېړۍ په منځنۍ برخه کې، یو شمېر الماني یهودي مهاجرانو د بانکدارۍ او پانګونې شرکتونه رامنځته کړل چې وروسته د صنعت په اصلي پایه بدل شول. په متحده ایالاتو کې وتلي یهودي بانکونه د سوداګریزو په پرتله ډېری د پاګونې بانکونه وو. که څه هم یهودیانو د سوداګریزو بانکونو په سیستم کې لږ رول درلود، خو د یهودي بانکدارانو لکه په اروپا کې د روچېلډ کورنۍ او په نیویارک ښار کې له کوهن، لوئب او همکاران (د بانکدارۍ یوه مؤسسه) شرکت څخه یاکوب شېف پانګونې د یهوددوښمنۍ ادعا د ځينو لپاره د باور وړ کړه.  [۸][۹]

د دغې ادعا پر بنسټ چې یهودیان د نړۍ پر مالي چارو کنترول لري یو مثال د ۱۸۹۰ لسیزې په بهر کې ماري الېزابېث لیز ده چې د امریکا د کرنې یوه فعاله او د کانزاس اوسېدونکې پوپولیسته ده، هغې تر ډېره روچېلډیان او «بریتانوي بانکداران» د کروندګرو د نارغیو د سرچینې په توګه ملامت بلل. [۱۰]

د مورګان باندز رسوايی پوپولیستي یهوددوښمني د ۱۸۹۶ کال د ولسمشرۍ په ټاکنیزو مبارزو کې دننه کړه. دا رسوا شوه چې ولسمشر ګروور کلیواند د قرضې پاڼې پر سنديکا پلورلې دي چې د جې. پي مورګان او روچېلډیانو کور په کې شاملېدل، د قرضې هغه پاڼې چې سنديکا اوس‌مهال د ګټې لپاره پلورلې پوپولیستانو هغه د خپلو تاريخي لیدلورود ملاتړ لپاره د یو فرصت په توګه وکارولې او استدلال یې وکړ واشنګټن او وال سټرېټ د نړیوالو یهودي بانک خونو په لاس کې وو. [۱۱]

سرچينې

[سمول]
  1. Jonathan D. Sarna and Jonathan Golden. "The American Jewish Experience in the Twentieth Century: Antisemitism and Assimilation".
  2. "John Hancocks of Queens: The Search for Kin". The New York Times. 18 March 2007. بياځلي په 17 November 2020.
  3. Jacobson, Matthew Frye. Whiteness of a Different Color, p.171
  4. Knight, Peter (2003). Conspiracy theories in American history: an encyclopedia, Volume 1. ABC-CLIO. p. 81. ISBN 9781576078129.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Perednik, Gustavo. "Judeophobia - History and analysis of Antisemitism, Jew-Hate and anti-"Zionism"".
  6. Chanes, Jerome A. (2004). Antisemitism: a reference handbook. ABC-CLIO. p. 70. ISBN 9781576072097.
  7. Chanes, Jerome A. (2004). Antisemitism: a reference handbook. ABC-CLIO. pp. 70–71. ISBN 9781576072097.
  8. Krefetz p 54-55
  9. Knight, Peter (2003). Conspiracy theories in American history: an encyclopedia, Volume 1. ABC-CLIO. p. 82. ISBN 9781576078129.
  10. Levitas, pp 187-88
  11. Albanese, Catherine L. (1981). America, religions and religion. Wadsworth Pub. Co. By the 1890s antisemitic feeling had crystallized around the suspicion that the Jews were responsible for an international conspiracy to base the economy on the single gold standard.