په متحده ایالاتو کې د نجونو زده کړې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحده ایالاتو د استعماري تاریخ په لومړیو کې، لوړې زده کړې یوازې د نارینه و لپاره طراحي شوې وې. له ۱۸۰۰مې لسیزې را وروسته د ښځو لپاره د زده کړو په ډګر کې ځایګي او فرصتونه زیات شول. د ۱۹۷۰مې لسیزې له وروستیو او د ۱۹۸۰مې لسیزې له پیل را وروسته د لیسانس او ماسټرۍ د ورکړل شوو سندونو د شمېر له مخې ښځې له نارینه و څخه مخکې شوې او له دغه مهال راهیسې تر نن ورځې پورې ښځې په دغه برخه کې مخ پر ودې اکثریت جوړوي، چې نارینه بیا د دغو سندونو څخه د هر یو د ترلاسه کولو اړوند کوچني اقلیت ته اړوند دي. همدغه ډول توپیر له ۲۰۰۵ زکال را وروسته د دوکتورا د اسنادو د ترلاسه کولو په برخه کې رامنځته شو په داسې توګه چې ښځې په دوامداره بڼه مخ پر ودې اکثریت او نارینه یې هم اقلیت برخه جوړوي. [۱][۲][۳]

تاریخچه[سمول]

د استعمار پر مهال[سمول]

په استعماري امریکا کې لومړنۍ زده کړو په نیوانګلنډ کې په پراخه کچه شتون درلود، خو په یو شمېر نورو برخو کې محدودې وې. د نیوانګلنډ پیوریتان (د واحد خدای منونکي) وګړي باوري و چې د سپېڅلي کتاب مطالعه اړینه ده، له همدې امله یې په خپلو زامنو او لوڼو باندې په لږ عمر کې زده کړې کولې. همدارنګه دا په کې لازمي وه چې هر ښارګوټی د یوه لومړني ښوونځي لګښتونه ورکړي په داسې حال کې چې یوازې ۱۰ سلنو یې منځنیو زده کړو ته مخه کوله. ډېر کم شمېر نجونو په رسمي ښوونځیو کې زده کړې کولې او ډېر شمېر نورو یې بیا په کور یا په اصطلاح «کورنیو روزنیزو ځایونو» کې زده کړې کولې، هغه چې زړو ښځو به په خپلو کورونو کې د لیک لوست لومړني مهارتونه هغوی ته ور زده کول. تر ۱۷۵۰ زکال پورې د نیوانګلنډ نږدې ۹۰ سلنه ښځینه وو او نږدې ټولو نارینه وو کولای شول لیک لوست وکړي. همدارنګه د ښځو لپاره هېڅ ډول لوړو زده کړو شتون نه درلود.[۴]

په نیوانګلنډ کې د مالیاتو پر مټ تمویل کېدونکي ښوونځي د ۱۷۶۷ زکال په لومړیو کې رامنځته شول. د دغو ډول ښووونځیو جوړول اختیاري چاره وه او یو شمېر ښارونو ورسره هېڅ لېوالتیا نه لرله. د بېلګې په توګه د ماساچوست، نورث همپتون چې په زیاته کچه بډایې کورنۍ یې لرلې او په سیاسي او ټولنیزو جوړښتونو یې واک درلود ډېر وروسته یې دغه چاره ومنله ځکه نه یې غوښتل له بې وزله کورنیو سره د مرستې لپاره مالیات ورکړي. نورث همپتون یوازې په هغو کورنیو باندې د مالیاتو لګولو پر ځای چې ماشومان یې لرل په ټولو کورنیو مالیات ولګول او له دغه بودیجې څخه یې د یو ګرامر ښوونځي په جوړولو کې کار واخیست چې هلکان یې په کالج کې زده کړو ته چمتو کول. نورث همپتون له ۱۸۰۰ زکال وروسته نجونو ته په دولتي بودیجې زده کړې برابرولې. د دې پر خلاف د ماساچوست، ساتون ښار د ټولنیزې او مذهبي رهبرۍ له پلوه د خپل تاریخ له لومړیو څخه له نورو توپیر درلود. ساتون د خپلو ښوونځیو لګښت یوازې په هغه کورنیو باندې د مالیاتو له مخې پوره کاوه چې ماشومان یې لرل؛ په دې توګه یې د نجونو او هلکانو دواړو لپاره د عمومي زده کړو اړوند یوه فعاله حوزه رامنځته کړه. [۵]

تاریخ لیکونکي څرګندوي چې د استعمار په دوره کې لیک او لوست له یوبل څخه جلا مهارتونه و. په ښوونځیو کې د دواړو زده کړې ورکول کېدې، خو په هغو ځایونو کې چې ښوونځیو شتون نه درلود، تر ډېره پورې هلکانو او همدارنګه تکړه نجونو ته لوستل ور ښودل کېدل. له دې امله چې نارینه و له کور بهر چارو ته اوږه ورکوله لیک لوست ته یې اړتیا لرله. نجونو یوازې د لوستلو زده کړو ته اړتیا لرله (په ځانګړې توګه د مذهبي لیکنو د لوستلو په برخه کې). د لیک او لوست ترمنځ دغه روزنیز توپیرونه د دې څرګندويي کوي چې ولې د استعمار پر مهال ښځو یوازې کولای شو یو شی ولولي، خو نه یې شو کولای چې لیکنه وکړي یا آن چې لاسلیک وکړي – دوی به په خپل لاسلیک کې له یو "X" ګټنه کوله. [۶]

په ټول سوېل کې ډېرو کم شمېر دولتي ښوونځیو شتون درلود. ډېری والدینو له خصوصي ښوونکو څخه په ګټنې په کورونو کې د خپلو ماشومانو لپاره د زده کړې زمینه برابروله او یا به یې هم هغوی کوچنیو سیمه ییزو ښوونځیو ته لېږل. په جورجیا کې د ښځو د لاسلیک اړوند یوه څېړنه ښيي چې د دغې سیمې په ښوونځیو لرونکو برخو کې د ښځو د سواد کچه لوړه وه. په سویلي کارولینا کې د ښوونځیو د پروژو شمېرې د سویلي کارولینا په مجله کې چې د ۱۷۳۲ زکال له پیل څخه خپرېده؛ اعلان کېدلې.[۷][۸][۹][۱۰]

۱۹مه پېړۍ[سمول]

د نوولسمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د هلکانو او نجونو په ګډون ډېر لږ شمېر امریکايي ماشومانو په ښوونیزو ټولګیو کې په ګټمنه بڼه وخت تېراوه. آڼ ډېر کوچني اقلیت زده کوونکو هم منځنۍ زده کړې نه ترلاسه کولې. په ځانګړې توګه د نجونو لپاره په «ښځینه فضا» او «تزکیې» ټینګار شتون درلود. په ۱۸۲۱ زکال کې اېما ویلارد د ښځینه وو لپاره خپل روزنیز مرکز جوړ کړ، هغه چې تر ډېره پورې یې تقلید شوی ډول درلود او په ټولنه کې یې د ځوانو نجونو لپاره په ځای موندنې تمرکز درلود. هغې انګېرله چې له کالج څخه د فارغېدونکو ښځینه و رول په ټولنه کې «بې معنی» دی. الیزابت کډي ستانتون چې د ویلارد له ښوونیز مرکز څخه فارغه شوې وه د دغه ډول تفکر سره یې شدید مخالفت درلود، هغه مخالفت چې د نوموړې په راتلونکې ژوند کې یې د هغې د فیمنېستي فعالیتونو د ډول په جوړولو کې مرسته وکړه. د کالج په کچه یوازې څو خصوصي ښوونځيو په کالجونو کې د ښځینه وو د شمولیت اړوند د اوبرلین کالج د ۱۸۳۳ زکال له بېلګې ګټنه کوله، خو دولتي ښوونځیو په کالجونو کې شمولیت په پام وړ کچه نارینه و ته محدود کاوه.  [۱۱]

د ۱۹مې پېړۍ دویمې نیمايي، په متحده ایالاتو کې د ښځینه و د زده کړو اړوند یو لړ چټک پرمختګونه رامنځته کړل. په ۱۸۶۵ زکال کې د واسر کالج له تاسیس کېدو وروسته په ۱۸۷۵ زکال کې د ولزلي  او سمېت، په ۱۸۸۵ زکال کې د برین مار، په ۱۸۷۹ زکال کې د راډ کلیف او په ۱۸۸۹ زکال کې د برنارد کالجونه تاسیس شول. یو شمېر دغه بنسټونه له عالي ښوونځیو څخه د فارغېدونکو ښځینه وو د ثابت جریان پر مټ مخکې تلل، چې په دغه دوره کې یې د فراغت اکثریت کچه جوړوله. په عالي ښوونځیو کې د نوم ثبتوني کچه د ۱۸۹۰مې لسیزې پر مهال درې چنده شوه او نجونو په کې د زمري په څېر برخه (لویه برخه) لرله. په عمومي بڼه د منځنیو او عالي زده کړو پراختیا چې له ۱۸۶۷ زکال راهیسې پیل شوه او تر ۲۰مې پېړۍ پورې یې دوام وموند د ښځو لپاره یې د زده کړو ګڼ شمېر فرصتونه برابر کړل. د ۱۸۶۷ او ۱۹۱۵ زکال ترمنځ ۳۰۴ نوي کالجونه او پوهنتونونه تاسیس شول چې په دې سره د امریکايي پوهنتونو شمېر ۵۹۳ ته ورسېد. د کلراډو، آیووا، کانزاس، مینه سوتا، نبراسکا، تکزاس او واشنګټن کالجونو په څېر د ایالتي کالجونو د لیبرال هنرونو په پوهنځيو کې د ښځینه وو شمېر له نارینه وو زیات و؛ آن تر دې چې د ویسکانسین پوهنتون رئیس د ونډې اړوند د محدودیتونو غوښتونکی شو. [۱۲]

۲۰مه پېړۍ[سمول]

په شلمه پېړۍ کې د فیمینېزم د لومړۍ څپې له پیل کېدو سره هم مهاله په متحده ایالاتو کې د برابرو زده کړو د حق اړوند د ښځینه فعالینو هڅې پیل شوې. د جنسیتي ظلم پر وړاندې د اوږد مهاله ناندریو وروسته ښځو بالاخره وکولای شول د ګڼ شمېر حکومتي قوانینو/کنوانسیونونو له مخې د  هغوی لپاره د روزنیزو مرکزونو په پرانیستل کېدو او لوړو زده کړو ته د دوام ورکولو د فرصت په برابرېدو سره د زده کړو برابرو حقونو ته لاسرسی وموند.[۱۳]

له روزنیزو اصلاحاتو وړاندې چې په راتلونکو پړاونو کې رامنځته شول، نجونو او هلکانو تر ډېره توپیر لرونکي ښوونیز نصابونه لرل. د نجونو لپاره دا غیر معمول نه وه چې د هغو چارو اړوند چې ټولنه یې د دوی لپاره مناسبې ګڼي لکه د سکرتریت، خبریالۍ او د ټولنیزو خدمتونو د کارکوونکو په توګه زده کړې ومومي. په ټوله امریکا کې د هلکانو او نجونو لپاره په ښوونځیو کې د جلا ښوونیز نصاب وړاندې کېدل دود چاره وه. دا لامل ګرځېده چې د عالي زده کړو ښوونیز سیستم د «جنسیت د موضوع د جوړولو په برخه کې» په تر ټولو کارېدونکې کړنلارې واوړي. دغه مهال په دې ډېر ټینګار شتون درلود او همدارنګه غوره ګڼل کېده چې د یوې نجلۍ څخه دې د یوې پوهې پر ځای «اهلي وګړې» جوړه شي. ورته مهال په تازګۍ سره په ټولنه او ښوونیز سیستم کې د ګڼ شمېر ښځو غږ اورېدل کېده، خو لا هم د هغوی د خبرو د اعتبار اړوند یو شمېر مخالفتونو شتون درلود. له دې سره هم بېلابېلو نژادونو او قومونو ته اړوندې نجونې د عامه ښوونځیو په سیستم کې شاملېدلې.[۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. Cremin, Lawrence A. (1970). American Education : The Colonial Experience, 1607-1783 (الطبعة 1st Harper Torchbook). New York: Harper & Row. د کتاب نړيواله کره شمېره 0061316709. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. National Center for Education Statistics, Digest of Education Statistics. Retrieved 2015-02-21
  3. Molly O'Connor, "Mitch McConnell says more women graduate from college than men do", Politifact, July 18, 2014. Retrieved 2015-02-21
  4. Cremin, Lawrence A. (1970). American Education : The Colonial Experience, 1607-1783 (الطبعة 1st Harper Torchbook). New York: Harper & Row. د کتاب نړيواله کره شمېره 0061316709. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Kathryn Kish Sklar, "The Schooling of Girls and Changing Community Values in Massachusetts Towns, 1750–1820," History of Education Quarterly 1993 33(4): 511–542
  6. E. Jennifer Monaghan, "Literacy Instruction and Gender in Colonial New England," American Quarterly 1988 40(1): 18–41 in JSTOR
  7. Sundue, Sharon Braslaw (2009). Industrious in Their Stations: Young People at Work in Urban America, 1720–1810. Charlottesville: University of Virginia Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8139-2713-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Spady, James O'Neil (2011). "To Vie with One against Another: Race and Demand for Non-elite White Education in an Eighteenth-Century Colonial Society". Early American Studies. 9 (3): 649–676. doi:10.1353/eam.2011.0028. S2CID 143582173. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Arthur, Linda L. (2000). "A New Look at Schooling and Literacy: The Colony of Georgia". Georgia Historical Quarterly. 84 (4): 563–588. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Tyler, Lyon Gardiner (1897). "Education in Colonial Virginia. Part II: Private Schools and Tutors". William and Mary College Quarterly Historical Magazine. 6: 1–6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Morgan, David (1972). Suffragists and Democrats. Michigan State University Press. د کتاب پاڼي 46–53. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780870131639. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Id.
  13. Wood, J T. (2009). Gendered Lives. Boston: Lyn Uhl.
  14. GRAVES, KAREN (2016). GIRL'S SCHOOLING DURING THE PROGRESSIVE ERA : from female scholar to domesticated citizen. ROUTLEDGE. OCLC 957241836. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1138975194. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. GRAVES, KAREN (2016). GIRL'S SCHOOLING DURING THE PROGRESSIVE ERA : from female scholar to domesticated citizen. ROUTLEDGE. OCLC 957241836. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1138975194. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)