په متحده ایالاتو کې د ملکي خدماتو اصلاحات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په متحده ایالاتو کې د ملکي خدماتو اصلاحات د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې په ملي کچه او د شلمې پېړۍ په پیل کې په دولتي کچه یوه لویه موضوع ګڼل کېده. ملاتړو د ټاکنو د ګټونکو له خوا خپلو پلويانو ته د دولتي دفترونو - "سیاسي وېش" - په فساد او بې کفايتۍ  محکوم کړ. دوی غوښتنه وکړه چې د ملکي مامورینو په ټاکلو کې د بې طرفه علمي تګلارې او اسناد وکارول شي. د ملکي خدماتو پنځه اړین اصلاحات د ۱۸۲۰ او ۱۸۶۷ کلونو د دفتر د تصدی قوانین، د ۱۸۸۳ کال د پېنډلټون د ملکي خدماتو د اصلاحاتو قانون، د هچ (دریچه) قانون (۱۹۳۹ او ۱۹۴۰ کلونه) او د ۱۹۷۸ کال د ملکي خدماتو د اصلاحاتو قانون یا CSRA وو. د دې ترڅنګ، د ۱۸۸۸ کال د ملکي خدماتو قانون چې د ولسمشر ګروور کلیولنډ له لوري لاسلیک شو، د ملکي خدماتو سیستم ته زیاته پراختیا ور وبښه.  [۱][۲]

د ملکي خدماتو د اصلاحاتو لومړۍ جدي غوښتنې، چې په ځانګړې توګه د ډیموکراتانو له شخړو را پورته شوې، د سپین پوستو د لومړیتوب سره یې تړاو درلود او د سیاسي وېش له لارې د تورپوستو د اقتصادي او ټولنیزو لاسته راوړنو سره مخالف و چې د مدني حقونو پلوي جمهوري غوښتونکي "ستالوارټس" د بیارغونې او زرینې دورې په اوږدو کې په هوښیارۍ له هغوی ګټه پورته کړه. تاریخ لیکونکی ایریک فونر لیکي چې د بیارغونې د دورې په اوږدو کې، تور پوستو وموندله چې د ملکي خدماتو د سیستم رامنځ ته کول به "ټول نور-رنګه نژادي نفوس" د عامه دفترو د لاسته راوړلو نه لرې وساتي.  [۳][۴]

د متحده ایالاتو د ملکي خدماتو په سیستم د معاصرو نیوکو په لړۍ کې ځینې استدلال کوي چې د پېندلټون قانو احکام د فدرالي اجرایوي ګام له لارې د ملکي خدماتو د خوندیتوب خپل سرې پراختیا ته اجازه ورکوي چې په پایله کې یوه لوی بیوروکراسي رامنځ ته کوي چې مسئولیت له منځه وړي.  [۵]

د ګندونو تر منځ د وېش سیستم[سمول]

ولسمشر توماس جیفرسن په ۱۸۰۱ کال کې اندېښنه څرګنده کړه چې فدراليستان په ملکي خدماتو او پوځ حاکم دي، د ګوند اړیکې یې د دفترونو له متصدیانو سره په ګوته کړ او په سیستماتیک ډول یې دیموکرات جمهوري غوښتونکي وټاکل. په ۱۸۲۹ کال انډریو جیکسن په له څلورو کلونو وروسته د دفترونو د متصدیانو منظمې تبدیلۍ پیل کړې او د دوی په یو جنجالي ګام کې یې د خپل ګوند غړي و ټاکل. په ۱۸۳۰ کلونو کې د "وېش سیستم" د متصدیانو د اصولي تبدیلۍ په معنی و چې دولت د ګوند لاس لڼداوه.  [۶]

د اصلاحاتو هڅې[سمول]

د ملکي خدمتونو د اصلاحاتو لومړی کوډ (قانون) د دې لپاره طرح شوی و چې د حمایت شوي کسان پرځای بې طرفه اهل کارمندان د مهارتونو پر نسټ وټاکي.  

یولیسېس اس. ګرنټ[سمول]

ولسمشر یولیسېس اس ګرنټ (۱۸۶۹-۱۸۷۷) د ملکي خدمتونو د اصلاحاتو په موخه غږ پورته کړاو د ۱۸۷۲ کال په وروستیو کې یې د قوانینو د وځنډ او د حمایت شوو ګمارنو په برخه کې د پنسلوانیا د سناتور سیمون کیمرون او والي جان هارټرانفټ غوښتنې رد کړې.[۷]

د ګرنټ د ادارې د ملکي خدمتونو د اصلاحاتو کمېسیون محدود بریالیتوب درلود، ځکه چې د هغه کابینې د استعداد یو سیستم پلي کړ چې د وړ نوماندانو شمېر یې زیات کړ او د کانګرس تر ملاتړ لاندې په کارکوونکو یې لږ تکیه وکړه. خو د کورنیو چارو وزیر کولمبوس دیلانو خپله څانګه د رقابتي ازموینې څخه مستثنی کړه، او کانګرس د ملکي خدماتو د دایمي اصلاحاتو پلي کولو څخه انکار وکړ. زکریا چاندلر چې د دیلانو ځای ناستی شو، د کورنیو چارو په ټوله څانګه کې پراخ اصلاحات راوستل؛ ګرنټ چاندلر ته امر وکړ چې د هند د چارو په اداره کې ټول فاسد مامورین له دندو ګوښه کړي. ګرنټ په ترتیب سره اصلاح غوښتونکي اډوارډ پییرپونټ او مارشال جیول د لوی څارنوال او د پست د ادارې لوی رئیس په توګه وګمارل چې د بریسټو له څېړنو یې ملاتړ وکړ. په ۱۸۷۵ کال کې، پییرپونټ په سوېل کې د متحده ایالاتو د څارنوالانو او مارشالانو ترمنځ فساد پاک کړ. [۸][۹][۱۰][۱۱]

ګرنټ چې د لیبرال اصلاح غوښتونکو ذهنیت یې له ځانه سره نه درلود، په فدرالي حکومت کې اصلاحاتو د هڅو سربېره د ۱۸۷۲ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بلواګر لیبرال جمهوري غوښتونکي ګوند له مخالفت سره لاس او ګرېوان شو. لیبرال جمهوري غوښتونکو د چارلس سمنر، بی ګریټز براون، او کارل شورز تر مشرۍ لاندې، هوریس ګریلي نوماند کړ، چې نوموړي په ټول ټاکنو کې ګرنټ بایلوده.  [۱۲]

د پېنډلتون قانون[سمول]

د ملکي خدمتونو د اصلاحاتو قانون (چې د "پېنډلتون قانون" په نوم یادېده) د ۱۸۸۳ کال فدرالي قانون دی چې د متحده ایالاتو د ملکي خدماتو کمېسیون ترتیب کړ. بلآخره د دې قانون پر بنسټ ډېری فدرالي کارکوونکي د استعداد د سیستم له مخکې ځای په ځای شول او د "وېش تر نوم لاندې سیستم" ته یې د پای ټکی کېښود. پېنډلټون قانون چې د چیسټر اې. آرتر د ادارې په اوږدو کې مسوده شو، د یو ناهیلي دنده پالونکي له لوري د ولسمشر جېمز ګارفیلډ وژنې ته د ځواب په توګه کارول کېده. دا سند د ۱۸۸۳ کال په جنوري کې په رسمي بڼه تصویب شو، چې د اوهایو د دیموکرات سناتور جورج ایچ پېنډلتون له لوري یې ملاتړ کېده. دا قانون د ډورمن بریګمن ایټن له خوا مسوده شوی و چې یو مخکښ اصلاح غوښتونکی او د متحده ایالاتو د ملکي خدماتو کمېسیون لومړی رئیس شو. د دې کمېسیون ترټولو نامتو کمېشنر تیوډور روزویلټ (۱۸۸۹ – ۱۸۹۵) و. [۱۳] 

نوي قانون د کمپاین اجباري ونډه، یا "ارزونې" منع کړي، چې په زرینه دوره کې د ګوند د تمویل ۵۰ – ۷۰٪ ته رسېده. دوهم، د پېنډلټون قانون د هڅانده بیوروکراټانو لپاره د شمولیت ازموینې ته اړتیا درلوده. په لومړيو کې دې قانون خورا لږ دندې تر پوښښ لاندې نیولې وې خو په دې ځای کې مرحله وار احکام موجود وو چې له مخې یې ولسمشران کولای شو خپل ګمارل شوي کسان د ملکي خدماتو په مامورینو بدل کړي. سیاسي اصالح کونکي، چې د فساد ضد د جمهوري غوښتونکو استازي وو، د وېش سیستم د پای غوښتنه وکړه. د ولسمشرۍ په کچه د ګوندونو له یو لړ بدلونونو وروسته (په ۱۸۸۴، ۱۸۸۸، ۱۸۹۲ او ۱۸۹۶ کلونو کې) پایله دا شوه چې زیاتره فدرالي دندې د ملکي خدماتو تر سیستم لاندې راشي. یوه بله پایله یې زیاته تخصص او کم سیاست و. یوه غیر ارادي پایله د ګوندونو بدلون و چې له سوداګرۍ څخه په تمویل تکیه وکړي، ځکه چې دوی نور نشو کولای حمایت شوو کسانو په هیلو تکیه وکړي. په ۱۸۹۶ کال کې مارک هانا په د شرکتونو د ارزولو له لارې د عوایدو بدیلې سرچینې وموندې. [۱۴]

د فساد ضد جمهوري غوښتونکي[سمول]

سیاسي حمایت، چې د "وېش سیستم" په نوم هم یادېږي، هغه موضوع وه چې زیاتره اصالح کونکي جمهوري غوښتونکي یې په غوسه کړل او د دې لامل شوه چې د بلین نوماندي رد کړي. د وېش په سیستم کې ګټونکي نوماند هغو کسانو ته دولتي څوکۍ ورکولې چې له ټاکنو مخکې یې د هغه د سیاسي ګوند ملاتړ کړی و. که څه هم د ۱۸۸۳ کال د پېنډلتون قانون د دولتي بستونو لپاره د استعداد او وړتیا شرایط را منځ ته کړل، د هغې عملي تطبیق سوکه و. سیاسي اړیګې په زیاتره پوستونو کې د ګمارنې بنسټ و.  [۱۵]

د ۱۸۸۰ کلونو په لومړیو کې، د سیاسي حمایت موضوع د کانګرس د څو پرله پسې غونډو په اوږدو کې جمهوري غوښتونکی ګوند په دوه برخو ووېش. ګوند په دوو قهرجنو ډلو ووېشل شو، چې هرې یوې یې نوښتګر نومونه خپل کړل. هغه اړخ چې په شمېر او ولسي ملاتړ کې برلاسی و د دورګه په نوم یادېد چې له ۱۸۸۰ کال راهیسې یې مشري یې د مېن ایالت سناتور جیمز جی بلین کوله. دورګه د ملکي خدماتو د اصلاحاتو ملاتړ کاوه او ډېری وختونه یې د قانون جوړونې او سیاسي ګمارنې مخه نیولې او په ګانګریس کې د وفادارانو په نوم د خپلو اصلي مخالفینو، چې د نیویارک استازي روسکو کانکلنګ یې مشري کوله، مخالف کېده.  

له بده مرغه، سره له دې چې د بلین دریځ د ملکي خدماتو د اصلاحاتو د "دورګه" ملاتړي ته بدل شو، د فساد ضد جمهوري غوښتونکو د هغه نوماندي اساساً له د فساد له امله رد کړه. په غیر رسمي ډول د دوی په لیکو کې د ورمونټ جمهوري غوښتونکی جورج ایف ایډمونډز یوځای شوي. نوموړی یو وفادا دورګه و چې هېڅکله یې بلین ته یو ریښتیني بدل شوي په سترګه نه کتل او د مین د سناتور د نوماندۍ مخالفت یې کړی. د کمپاین په اوږدو کې، اډمونډ وویل:[۱۶]

دا زما آګاهانه نظر دی چې سناتور بلین د جې ګولډ د وکیل په توګه کار کوي. هرکله چې ما او [ایلن جی تورمن] د حکومت سره د پسیفیک ریل پټلۍ د مساوي شرایطو لپاره قانون جوړ کړ، د ښاغلي جیمز جی بلین ټوپک په لاس کې د جې ګولډ د لابي د سنګر له شاته را پورته شو تر څو زمونږ مخه و نیسي.  

ښایي د جمهوري غوښتونکو ترمنځ دې وېش په ۱۸۸۴ کال کې د ګروور کلیولنډ په بریا کې مرسته کړې وي، چې له کورنۍ جګړې ورسته د دیموکرات ګوند لومړی ولسمشر شو. د ۱۸۷۶ او ۱۸۹۲ کلونو د دورې په اوږدو کې، په ولسي کچه ولسمشریزې ټاکنې په نږدې سیالۍ کې وې، خو ایالتونه زیاتره د یو ګوند تر واک لاندې وو، چې په سوېل کې دیموکراتان او په شمال ختیځ کې جمهوري غوښتونکي واکمن وو. که څه هم د فساد ضد جمهوري غوښتونکو ستونزو ښایي په نیویارک کې، چې د نږدې سیالو له ایالتونو څخه و، د کلیولنډ په ګټلو کې مرسته کړې وي، خو تاریخ پوهان په ملي کچه د کلیولنډ بریا د ښاري کډوالو رایه ورکونکو د پراخېدونکي ځواک سره اړوند بولي.  [۱۷]

د پرمختګ دوره[سمول]

د ۱۸۸۳ کال قانون یوازې په فدرالي دندو کې پلي کیږي: نه په ایالتي او سیمه ییزو دندو کې چې د سیاسي ماشینونو اصلي هسته وه. د پرمختګ په دوره کې اخلاقي فساد د ملکي خدمتونو او د ښاروالیو د اصلاحاتو له لارې ودرول شو، چې په اداري څانګو کې د ساختاري بدلونونو او د دولت د عامه چارو د ادارې په تګلاره  کې د بدلونونو لامل شو.[۱۸]

د ملکي خدماتو د اصلاحاتو وروستۍ هڅې[سمول]

د جورج ډبلیو بوش د ادارې هڅې[سمول]

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ بریدونو جورج ډبلیو بوش ته سیاسي ملاتړ ورکړ ترڅو د متحده ایالاتو د ملي امنیت اړوند ادارو کې د ملکي خدماتو اصلاحات په لاره واچوي. په لومړیو کې دې هڅو اساساً د کورني امنیت د هغه وخت نوی وزارت (Department of Homeland Security (DHS)) په نښه کړه، خو د دفاع په وزارت کې هم د اصلاحاتو لویې هڅې وشوې. د کیلوف، نیګرو، او بریور په وینا، په دې هڅو کې "په ډله ایزو چنه وهنو باندې محدودیتونه شامل وو، لکه وزیرانو ته (د دفاع وزارت په قضیه کې، همدارنګه نور لوړ پوړي چارواکي) په یو اړخیزه توګه ورکړل شوي واکونه تر څو هوکړه شوې پرېکړې او په ناوړه کړنو د کارکوونکي په حقوقو وضع محدودیتونه [لغوه] کړي." خو بالآخره د ملکي خدماتو د اصلاحاتو هڅې ناکامې شوې. د ۲۰۰۸ کال د اکتوبر په ۱ نېټه DHS اعلان وکړ چې د ملکي خدماتو نوي سیستم پرېږدي او بېرته پخواني سیستم ته ستنېږي.  [۱۹]

د بارک اوباما د ادارې هڅې[سمول]

د ولسمشر بارک اوباما د ادارې په اوږدو کې، د متحده ایالاتو د پرسونل د مدیریت ادارې (OPM) زیات تمرکز دا و چې هغه تګلاره عصري کړي چې څرنګه OPM له ادارو، اوسنیو او پخوانیو فدرالي کارکوونکي او د هغوی له کورنیو سره مرسته کولای شي ترڅو فدرالي کاري ځواک د متحده ایالاتو وګړو ته غوره چوپړتیاوې وړاندې کړي.  [۲۰]

د ډونالډ ترمپ د ادارې هڅې[سمول]

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال د مې په میاشت کې "د درګونه اجرایوي فرمانونو په لاسلیک کولو سره د ملکي خدماتو د اصلاحاتو په برخه کې ګام پورته کړ چې د یو علت له امله د قراداد فسخه ګړندۍ، د اتحادیې د قراردادونو نوي کول او په ادارو کې د مالیه ورکوونکو له خوا د تمویل شوو اتحادیو کار محدود کړي". د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې، ټرمپ یو بل اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې لږترلږه ۱۰۰۰۰۰ دولتي دندې د "رقابتي خدمت" څخه "استثنا خدمت" ته واړولې، چې دا ګام د پنډلټون د قانون سره په ټکر کې وګڼل شو.  [۲۱][۲۲]

د جوبایډن د ادارې هڅې[سمول]

د ۲۰۲۱ کال په جنوري میاشت کې، ولسمشر جو بایډن یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې د خپل مخکیني ولسمشر ټرمپ ګامونه یې بېرته لغوه کړل. [۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. Scott C. James, "Patronage Regimes and American Party Development from ‘The Age of Jackson’ to the Progressive Era", British Journal of Political Science 36#1 (2006): 39–60. online]
  2. December 5, 1888. President Grover Cleveland Expands the Coverage of the Civil Service Act, In a Letter to His Postmaster General. RAAB Collection. Retrieved March 3, 2022.
  3. Matthews, Dylan (July 20, 2016). Donald Trump and Chris Christie are reportedly planning to purge the civil service. Vox. Retrieved January 27, 2022.
  4. Foner, Eric (1988). Reconstruction: America's Unfinished Revolution, 1863–1877, p. 507. New York: Harper & Row.
  5. Stepman, Inez Feltscher (February 2, 2017). To 'drain the swamp,' Trump should look to states' civil service reform. The Hill. Retrieved March 3, 2022.
  6. Erik McKinley Eriksson, "The Federal Civil Service Under President Jackson", Mississippi Valley Historical Review 13.4 (1927): 517–40.
  7. Kennedy, Robert C. (2001). "No Surrender". Harpweek. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Jean Edward Smith, Grant (2001) pp. 589–90.
  9. John Y. Simon, "Ulysses S. Grant". in Henry Graff, ed., The Presidents: A Reference History (7th ed. 2002). pp. 245–60 p. 250.
  10. Smith, Grant (2001) pp. 584–85.
  11. William B. Hesseltine, Ulysses S. Grant: Politician (1935) p. 374
  12. Liberal Republican Party. Encyclopedia.com. Retrieved March 3, 2022.
  13. Roark, James L.; Johnson, Michael P.; Furstenburg, Francois; Cline Cohen, Patricia; Hartmann, Susan M.; Stage, Sarah; Igo, Sarah E. (2020). "Chapter 18 The Gilded Age: 1865–1900". The American Promise: A History of the United States (Kindle). Combined Volume (الطبعة Value Edition, 8th). Boston, MA: Bedford/St. Martin's. Kindle Locations 13795–13835. OCLC 1096495503. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1319208929. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Ari Hoogenboom, "The Pendleton Act and the Civil Service", American Historical Review 64.2 (1959): 301–18.
  15. Hoogenboom (1961)
  16. Ward, Benjamin. The Downfall of Senator George F. Edmunds: The Election of 1884. Vermont History. Retrieved March 3, 2022.
  17. Mark Wahlgren Summers, Rum, Romanism, and Rebellion: The Making of a President, 1884 (2000)
  18. Pamela S. Tolbert and Lynne G. Zucker. "Institutional sources of change in the formal structure of organizations: The diffusion of civil service reform, 1880–1935", Administrative Science Quarterly (1983): 22–39.
  19. Kellough, J. Edward; Nigro, Lloyd G.; Brewer, Gene A. (2010). "Civil Service Reform Under George W. Bush: Ideology, Politics, and Public Personnel Administration". Review of Public Personnel Administration (په انګلیسي ژبه کي). SAGE Publications. 30 (4): 404–422. doi:10.1177/0734371X10381488. ISSN 0734-371X. OCLC 60688742. S2CID 153368460. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "U.S. Office of Personnel Management Cabinet Exit Memo | CHCOC". chcoc.gov (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. . Trump revamps civil service rules, makes it easier to fire bad federal employees.
  22. Garrett, Laurie (October 25, 2020). How Trump could undermine Fauci and remake the US government. CNN. Retrieved March 3, 2022.
  23. January 22, 2021. Executive Order on Protecting the Federal Workforce. The White House. Retrieved March 3, 2022.