Jump to content

په متحده ایالاتو کې د اټومي انرژۍ پالیسي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


په متحده ایالاتو کې د اټومي انرژۍ پالیسي په ۱۹۵۴ زکال رامنځته او د اټومي انرژۍ د بټیو په جوړولو، په ۱۹۷۴ زکال کې د انرژۍ د بیاځلي تنظیم د قانون په څېر د ګڼ شمېر قوانینو په تصویب او د هغو بې شمېره پالیسیو په پلي کېدو سره یې دوام وموند چې پر مټ یې د اټومي انرژۍ د شرکتونو د تنظیم او ودې په برخه کې د اټومي چارو د کمیسیون او د انرژۍ وزارت چارې هدایت کېدلې. په دغه پالیسۍ کې د اټومي تاسیساتو تنظیمات، د اټومي فاضله موادو ذخیره، د ویجاړونکې کچې لرونکو موادو له منځه وړل، د یوارنیمو استخراج، د اټومي شرکتونو لپاره د بودیجې تنظیم او د اټومي بټیو زیاتوالی شامل و، خو یوازې دې ته محدوده هم نه وه. په متحده ایالاتو کې د اټومي انرژۍ دغه قوانین او همدارنګه د هغو اداري قواعد د علمي څېړونو، د خصوصي صنایعو د غوښتنو او عامه افکارو پر مټ رامنځته شوي چې د وخت په تېرېدو د اټومي فاجعو د رامنځته کېدو له امله یې بدلونونه هم لرلي دي. [۱]

په متحده ایالاتو کې په فدرال او ایالتي کچه د اټومي انرژۍ د تنظیم او د هغو د پراختیا د ترویج په موخه ګڼ شمېر قانوني اقدامات او سیاستونه اجرا شوې دي. په متحده ایالاتو کې د اټومي انرژۍ پراختیايي چارې په ۱۹۸۰مه لسیزه کې پای ته ورسېدې، په داسې حال کې چې د ۲۰۰۵ زکال د انرژۍ د پالیسۍ قانون تصویب شو او موخه یې د اټومي بټیو د بیاځلي سمبالښت په موخه د مالي پورونو د ضمانتونو پر مټ د اټومي صنعت بیاځلي چټک پیل و. تر اوسه پورې د دغه قانون بریاوې نه دې مشخصې شوې، ځکه چې ټول هغه ۱۷ شرکتونه چې د مالي مرستو غوښتنه یې کړې وه تر اوسه پورې د وړاندیز شوو ۲۶ ودانیو د جوړولو لپاره په پلان لګیا دي. یو شمېر وړاندیز کوونکو سایټونو آن خپلو ودانیزو طرحو ته شا کړې او له امله یې ډیری کسان دا فکر کوي چې د فوکوشیما ډایچي اټومي فاجعه لامل ګرځېدلې په متحده ایالاتو کې به د اټومي انرژۍ پراختیايي چارې نورې هم راکمې شي.

په ۲۰۰۸ زکال کې د انرژۍ د اطلاعاتو ادارې وړاندوینه وکړه چې تر ۲۰۳۰ زکال پورې به د شاوخوا ۱۷ ګېګاواټه برېښنا تولید کوونکي نوي ریکټورونه نصب شي، خو د ۲۰۱۱ زکال په طرحو کې یې د هغو کچه پنځو ګېګاواټو ته راښکته کړه. د سي بي اس نیوز د نظر پوښتنې پر بنسټ، د فوکوشیما ډایچي له اټومي فاجعې وروسته په متحده ایالاتو کې د اټومي انرژۍ له تولید څخه د عامه وګړو د ملاتړ کچه ۴۳ سلنه ته راښکته شوه چې په ۱۹۷۹ زکال کې د ټري مایل د ټاپو له فاجعې وروسته ډېره لږ کمه وه. د ۲۰۱۱ زکال په اپریل میاشت کې ترسره شوې نظرپوښتنې وموندله چې ۶۴ سلنه امریکايي وګړي د نوو اټومي ریکټورونو له جوړولو سره مخالف دي. د ۲۰۱۱ زکال په سپټمبر میاشت کې د اټومي انرژۍ د انستیتوت په مالي ملاتړ ترسره شوې نظرپوښتنې بیا څرګنده کړه چې «۶۲٪ ځواب ویونکي د برېښنا د تولید په برخه کې له اټومي ټکنالوژۍ څخه د ګټنې ملاتړ کوي او یوازې ۳۵ سلنه یې مخالف دي». [۲][۳]

په ۲۰۲۲ زکال کې اټومي انرژي د متحده ایالاتو د اړتیا وړ انرژۍ ۱۸ سلنه برخه تامین کوي، دغه کچه د کاربني منبع پرته د ۴۰ سلنه انرژۍ د تولید په برخه کې د ټاکل شوې موخې لویه برخه جوړوي. په داسې حال کې چې اټومي انرژي په متحده ایالاتو کې د یوې قطبي موضع په توګه پاتې شوې، خو د متحده ایالاتو دوه پر درې برخه ایالتونه او د دغه هېواد د انرژۍ وزارت پلان لري چې اټومي انرژي د خپلې شنې انرژۍ په موخو کې شامله کړي. [۴][۵]

په متحده ایالاتو کې د اټومي انرژۍ د پالیسۍ تاریخچه

[سمول]

د دویمې نړیوالې جګړې له پای څخه څه باندې یو کال وروسته د متحده ایالاتو کانګرس د سولې پر مهال د اټومي ساینس او ټکنالوژۍ د پرمختګ د پیاوړتیا او کنټرول لپاره د متحده ایالاتو د اټومي انرژۍ کمیسیون تاسیس کړ. کانګرس له جګړې وروسته د متحده ایالاتو د هیلو د انعکاس په موخه څرګنده کړه چې اټومي انرژي نه باید یوازې له هېواد څخه د دفاع بلکې د نړیوالې سولې د ټینګښت، عامه هوساینې او د خصوصي شرکتونو ترمنځ د آزادې سیالۍ د پیاوړتیا په برخه کې وکارول شي. نور هغه قوانین چې بیا وروسته د کانګرس له خوا تصویب شول دغه کمیسیون یې د انرژۍ په وزارت او د اټومي چارو په تنظیم کوونکي کمیسیون وویشه. [۶]

په متحده ایالاتو کې د اټومي چارو تنظیم کوونکی کمیسیون (Nuclear Regulatory Commission) د نورو صنایعو په پرتله د اټومي انرژۍ صنعت په ډېر دقت سره مدیریت کوي. دغه کمیسون او د انرژۍ وزارت د اټومي بټیو له خوندیتوب څخه د ډاډ ترلاسه کولو، د ودانیزو او عملیاتي چارو د جوازونو، د اټومي فاضله موادو د انتقال او زیرمې کولو، د ویجاړونکې کچې لرونکو جانبي محصولاتو د مدیریت، د تشعشعاتو پر وړاندې د خوندیتوب او د مالي پورونو د ترلاسه کولو په برخه کې له یوبل سره مرسته کوي.

متحده ایالات د نړۍ له بل هر هېواد څخه زیاتې فعالې اټومي بټۍ لری چې په ټوله نړۍ کې د فعالو ۴۴۱ او تر کار لاندې ۶۲ اټومي بټیو څخه یوازې ۱۰۴ یې متحده ایالاتو ته اړوندې دي. دغه کچه د فرانسې (۵۸) او جاپان (۵۵) هېوادونو د اټومي بټیو د شمېر دوه چنده ده چې د اټومي انرژۍ د بټیو د شمېر له مخې په نړۍ کې دویم او دریم ځایګی لري. په متحده ایالاتو کې د اټومي تاسیساتو ودانیزې چارې د ۱۹۷۰مې او ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال په خپل اوج کې وې او دغه مهال ورته له ۲۰ څخه تر ۴۰ کلونو پورې عملیاتي جوازونه ورکړل شوي وو.

په لومړیو کې د متحده ایالاتو دولت خصوصي سکتور ته د اټومي ټکنالوژۍ په برخه کې د چارو اجازه نه ورکوله. په ۱۹۴۶ زکال کې ولسمشر هري ټرومن د اټومي انرژۍ هغه قانون لاسلیک کړ چې له مخې یې له ټولو کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د دغې ټکنالوژۍ او یا هم اټومي اطلاعاتو شریک کول منع اعلان شول. دغه قانون د هغې ویرې څرګندويي کوله چې ګویا د متحده ایالاتو د متحدینو په ګډون به بهرني هېوادونه یوه ورځ له دغې ټکنالوژۍ څخه د متحده ایالاتو پر وړاندې ګټنه وکړي. د وخت په تېرېدو دغه ویره راکمه شوه او له دغې ټکنالوژۍ څخه په عامه ډګر کې د ګټنې لیوالتیا په دې تمه پیدا شوه چې اټومي انرژي به وکولای شي د ډبرو د سکرو پر مټ د تولید کېدونکې انرژۍ ځای ونیسي.

د اټومي انرژۍ قانون د ډوایت ډي. ایزنهاور د ولسمشرۍ پر مهال اصلاح شو او له امله یې د ۱۹۵۴ زکال د اټومي انرژۍ قانون جوړ شو؛ په دې سره په متحده ایالاتو کې لومړی اټومي عصر پیل شو. دغې اصلاحیې خصوصي سکتور ته اجازه ورکړه څو د اټومي ټکنالوژۍ په برخه کې له محرمو دولتي اطلاعاتو ګټنه وکړي او د اټومي انرژۍ خصوصي تاسیسات جوړ کړي. په داسې حال کې چې دغه تاسیسات باید د دولتي قوانینو او مقرراتو تابع وي او د تاسیساتو د خوندیتوب، استخراج، ذخیرې، ټرانسپورټ او په ویجاړونکې کچه د جانبي محصولاتو څخه د ګټنې په برخه کې له دولت سره همغږي ولري.

لومړی اټومي عصر

[سمول]

د متحده ایالاتو په اټومي پالیسۍ کې دوه پړاونو شتون درلود. لومړني پړاو یې له ۱۹۵۴ زکال څخه تر ۱۹۹۲ زکال پورې دوام وموند. د ۱۹۸۰مې لسیزې په وروستیو کې پلان دا و چې نوې اټومي بټۍ جوړې شي او له ۱۹۹۲ زکال وروسته به له هر ډول قوانینو او مقرراتو څخه پرته یوه دیارلس کلنه دوره شتون ولري. متحده ایالات لومړنی هېواد نه و چې د اټومي انرژۍ بټۍ یې جوړې کړې. روسیه او بریتانیا دواړه له متحده ایالاتو وړاندې توانېدلي و څو کوچنۍ او محدودې اټومي بټۍ جوړې کړي. په داسې حال کې چې خصوصي سکتور د ۱۹۵۴ زکال له قانون وړاندې په دغه برخه کې یو لړ پرمختګونه لرل همدا و چې  د ۱۹۵۶ زکال په نیمایي کې په پنسلوانیا کې د شیپېنګفورټ اټومي بټۍ په کار پیل وکړ. دغه بټۍ چې په پیل کې یې ۶۰ میګاواټه او وروسته ۲۰۰ میګاواټه برېښنا تولید کوله په متحده ایالاتو او نړۍ کې په لوی مقیاس لومړۍ اټومي بټۍ وه. په راتلونکو کلونو کې ګڼ شمېر نورې اټومي بټۍ د ټاکلو مقرراتو له مخې د یو شمېر ودانیزو شرکتونو له خوا جوړې شوې چې ډیری دغه شرکتونه دولتي وو.

د اټومي چارو یو شمېر کارپوهانو له ۱۹۶۹ زکال وروسته د اټومي انرژۍ اړوند د مخالفو نظریاتو په ورکولو پیل وکړ. په دغو ساینس پوهانو کې له پیتسبورګ څخه ارنست سټرنګلاس، د ماساچوست د ټکنالوژۍ له انستیتیوت څخه هنري کنډال، د نوبل د جایزې ګټونکی جورج والډ او د تشعشعاتو متخصصه رزالي برټل شامل وو. د علمي ټولنې دغو غړو «د اټومي انرژۍ اړوند د خپلو اندېښنو په څرګندولو سره، وګړو ته د دغې موضوع اړوند د ګونګتیا په له منځه وړو کې مهم رول ولوباوه»، چې له امله یې اټومي انرژي د ۱۹۷۰مې لسیزې پر مهال د عامه اعتراضاتو په موضوع واوښته.

سرچينې

[سمول]
  1. John Quiggin (8 November 2013). "Reviving nuclear power debates is a distraction. We need to use less energy". The Guardian.
  2. "Americans' Support for Nuclear Energy Holds at Majority Level 6 Months After Japan Accident". PR Newswire. 3 October 2011.
  3. M. V. Ramana (July 2011). "Nuclear power and the public". Bulletin of the Atomic Scientists. 67 (4): 44. Bibcode:2011BuAtS..67d..43R. doi:10.1177/0096340211413358. S2CID 144321178.
  4. "The U.S. is divided over whether nuclear power is part of the green energy future". NPR. 18 January 2022.
  5. "Clean energy record: More than 40% of US electricity now comes from carbon-free sources". USA Today. 3 March 2023.
  6. Alice Buck (1983). "The Atomic Energy Commission", U.S. Department of Energy, p. 1.