Jump to content

په متحده ايالاتو کې ماليه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
په متحده ايالاتو کې ماليه
ټوليز مالومات
ځانګړې وېشنيزه
taxation (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

متحده ايالات جلا جلا فدرالي، ايالتي او سيمه ييز حکومتونه لري، چې په دې هره کچه ماليات وضع شوي دي. ماليات په عايد، معاش، شتمنۍ، خرڅلاو، سرمايې تر لاسه کولو، د ونډو ګټې، وارداتو، ملکيت او ډاليو، او د دې تر څنګ په بېلا بېلو فيسونو وضع شوي دي. په 2020ز کال کې، د فدرالي، ايالتي او سيمه ييزو حکومتونو له خوا راټول شوي ماليات تر 25.5٪ ناخالص کورني عايد و، چې د OECD له منځنۍ کچې څخه ښکته او د کورني ناخالص توليد 33.5٪ و.[۱]

د متحده ايالاتو ماليات او د لېږدولو تګلارې پرمختيايي دي، او له همدې امله د اغېزناک عايد نابرابري کموي، ځکه چې د مالياتو اندازه عموماً د مالياتو وړ عايد په زياتوالي سره زياتېږي. د يوې ډلې په توګه، تر ټولو کم عايد لرونکي کارمندان، په ځانګړي ډول هغه چې تر تکفل لاندې خلک لري، د عايد هيڅ ماليات نه تاديه کوي، او شونې ده چې په حقيقت کې يوه کوچنۍ مرسته د فدرالي حکومت څخه تر لاسه کړي (د ماشوم له اعتباراتو او ګټل شوي عايد ماليې له اعتباراتو څخه). ماليات د سرمايې د عايد په پرتله د مزدور په عايد ډېر کمېږي. د عايد او لګښتونو د بېلا بېلو بڼو لپاره ډول ډول ماليات او بلا عوضه مرستې هم په يو شمېر فعاليتونو د بالواسطه مالياتو وضع کولو يو ډول ګرځېدای شي. په فدرالي، او ډېرو ايالتونو او د يو شمېر سيمه ييزو حکومتونو له خوا په افرادو او د شرکتونو په خالص عايد هم ماليات وضع کېږي. په اتباعو او اوسېدونکو د ټولې نړۍ په عايد ماليه وضع کېږي، او د بهرنيو مالياتو لپاره د اعتبار اجازه ورکوي (يعنې د ماليې تاديه کونکی دوه ځايه له ماليې څخه معاف کول). د ماليې ورکونکی عايد د ماليې د محاسبې د اصولو تر مخې ټاکل کېږي، د مالي محاسبې د اصولو تر مخې نه، او په دې کې له هرې لارې څخه تقريباً ټول عوايد شامل وي، له هغې پرته چې د 2022 کال د انفلاسيون د کموالي د قانون د نفاذ په پايله کې و، لوی شرکتونه لږ تر لږه 15٪ ماليات ورکوي، د کوم د پيل نقطه چې د کلني مالي صورت حساب عايد دی.[۲]

ډيری سوداګريز لګښتونه د ماليې وړ عايد کموي، په داسې حال کې چې محدوديتونه په يو څو لګښتونو پلی کېږي. افراد د شخصي لګښتونو او يو شمېر غير سوداګريزو لګښتونو په مټ د ماليې وړ عايد کمولو اجازه لري، د کور د ګرو کولو د سود، ايالتي او سيمه ييزو مالياتو، خيراتي مرستو، او طبي او ټاکلو نورو لګښتونو په ګډون، کوم چې د عايد د ټاکلې سلنې څخه لوړ وي.

د ماليې وړ عايد د ټاکلو لپاره ايالتي اصول عموماً له فدرالي اصولو سره توپير لري. د ماليې وړ پر عايد د فدرالي مالياتو وروستۍ اندازه له 10٪ څخه تر 37٪ پورې توپير لري. د ماليې ايالتي او سيمه يیزې اندازې د واح حوزې ته په کتنې سره ډېر توپير لري، دا له 0٪ عايد څخه نيولې بیا تر 13.30٪پورې رسېږي، او ډير يې د عايد له زیاتېدو سره لوړيږي. ايالتي ماليات په کلي ډول د فدرالي ماليې د محاسبې لپاره د کسر وړ لګښتونو په توګه بلل کېږي، په داسې حال کې چې د 2017ز کال د ماليې قانون د ايالت او سيمه ييزې ماليې ("SALT") په کسر د $10000 حد وضع کړی و، کوم څه چې په لوړه ماليه کې د منځنۍ کچې او ډېرې ګټې کونکو باندې د ماليې اندازه په اغېزناک ډول لوړه کړه. د SALT د کسر له حد څخه مخکې، د Midwest سيمې په ډېره برخه کې د منځنۍ کچې کسر له $10000 څخه زيات شوی و، او د شمال ختيځو متحده ايالاتو په ډېرو برخو او تر څنګ يې په کلفورنيا او اوریګون کې له $11000 څخه زيات شوی و. هغه ايالتونه چې د حد له اړخه تر ټولو زيات اغېرمن شوي وو، هغه درې ايالتي سيمه (نيويارک، نيوجرسي او کنکټيکټ "NY, NJ,CT") او کليفورنيا وې؛ په دې ايالتونو کې د SALT د کسر منځنۍ کچه په 2014ز کال کې له $17000 څخه لوړه وه.[۳][۴][۵]

متحده ايالات په نړۍ کې يو له هغو دوه هېواودنو څخه دی، چې په ټوله نړۍ کې په خپلو هغو اتباعو هم ماليات وضع کوي، چې په متحده ايالاتو کې نه اوسېږي، دا ماليات کټ مټ هغه شان دي، څه ډول چې هلته په اوسېدونکو اتباعو وضع شوي وي. د متحده ايالاتو سترې محکمې د Tait په وړاندې د Cook په قضيه کې د دا ډول ماليې د تنفيذ قانوني حيثيت پر ځای وساته. په هر حال، له هېواده بهر د ګټل شوي عايد مستثنی کول د متحده ايالاتو د اتباعو او له هېواده بهر ميشتو او کار کونکو يو شمېر امريکايانو د له بهرنيو سرچينو څخه کلني تر لاسه شوي عايد په لومړيو $120000 باندې امریکايي ماليات ختموي. (دا د 2023ز کال لپاره د انفلاسيون تعديل شوی مبلغ دی). د معاش ماليات په ټولو فدرالي او ايالتي حکومتونو وضع شوي دي. په دې کې په کارمندانو او کارګومارونکو دواړو په شریک ډول د 15.3$ په اندازه وضع شوي ټولنيز خونديتوب او د طبي  خونديتوب ماليات شامل دي. د ټولنيز خونديتوب ماليات په 2019ز کال کې يوازې په لومړيو $132900 مزد پلې کېږي. له $200000 څخه په زيات مزد د 0.9$ اضافي د طبي پاملرنې مالیات شته. کارګومارونکي بايد په مزد له مالياتو څخه ډډه وکړي. د بې روزګارۍ ماليات او يو شمېر نور لګښتونه په کارګومارونکو وضع کېږي. له 1950ز لسيزې راهيسې د فدرالي عوايدو د یوې برخې په توګه د معاشاتو ماليات په هېښونکي ډول لوړ شول، په داسې حال کې چې د شرکتونو د عايد ماليات د عوايدو د یوې برخې په توګه راوغورځېدل. (شرکتي ګټې د داخلي ناخالص توليد په توګه نه دي کم شوي).[۶][۷][۸]

د شتمنۍ ماليات په ډېرو سيمه يیزو حکومتونو او ډېرو د ځانګړو موخو ادارو له خوا د شتمنۍ د منصفانه بازار ارزښت پر اساس وضع کېږي. ښوونځي او نورې ادارې ډېر ځله په جلا ډول اداره کېږي، او جلا جلا ماليات ورباندې وضع کېږي. د شتمنۍ ماليات عموماً يوازې پر ځمکو وضع کېږي، سره له دې چې په ځينو سيمو کې د سوداګريزو ملکيتونو په يو شمېر بڼو هم ماليات وضع شوي دي. د شتمنۍ د مالياتو قوانين او اندازې د ايالت له لحاظه د ملکيت د ارزښت له 0.2٪ څخه تر 1.9٪ پورې د کلنۍ منځنۍ کچې اندازې سره په پراخه پیمانه مختلف وي. د خرڅلاو ماليات په ډېرو ايالتونو او يو شمېر سيمو کې، د ډېرو توکو او يو شمېر خدماتو د پرچون پلور په نرخ وضع کېږي. د خرڅلاو مالياتو اندازې په سيمو کې په پراخه کچه توپير لري، له 0٪ څخه تر 16٪ پورې رسېږي، او شونې ده چې د ماليې لرونکو ځانګړو توکو او خدماتو پر اساس په خپله په يوه سيمه کې هم يو له بل سره توپير ولري. د خرڅلاو ماليه د پلورونکي له خوا د پلور پر مهال راټولېږي، او يا د ماليې وړ توکو رانيونکو په مټ د استعمال ماليې په توګه استول کېږي، چا چې د خرڅلاو ماليات تاديه کړي نه وي. [۹]

متحده ايالات په ډېرو سيمو کې د واردېدونکو ډېر ډوله توکو تعرفه يا د ګمرک ماليات وضع کوي. په قانوني ډول د توکو له واردولو مخکې، دا تعرفې يا ماليات بايد تاديه شي. د ماليې اندازې له 0٪ څخه نيولې بيا له 20٪ څخه زیاتو پورې توپير لري، چې دا تر ځانګړو توکو او د اصلي هېواد پورې اړه لري. د جايداد او ډالۍ ماليات د فدرالي او يو شمېر ايالتي حکومتونو له خوا د جايداد د وراثت پر انتقال، د وصيت له لارې، يا د ژوند تر پايه خيرات په مټ وضع کېږي. د فدرالي عايد مالياتو په څېر، د ملکيت او ډالۍ فدرالي ماليات په ټوله نړۍ کې د اتباعو او اوسېدونکو  په شتمنيو وضع کېږي، او د بهرنيو مالياتو د اعتبار اجازه ورکوي (د بهرنيو مالياتو اعتبار يا کريډيټ دا معنا چې ماليه ورکونکی دوه ځايه له ماليې ورکولو سره مخ نه شي).

د ماليې کچې او بڼې

[سمول]

متحده ايالات د فدرالي، ايالتي او سيمه يیز او ځانګړو موخو دولتي حوزو لپاره يوه ډلبندي لري. هر يو يې د خپلو فعاليتونو لپاره په بشپړ يا جزوي ډول د پانګې چمتو کولو په موخه ماليات وضع کوي. شونې ده چې دا مالیات په يو عايد، شتمنۍ، يا فعالیت وضع شي، چې اکثره يوه ماليه د بل په وړاندې نه تسويه کېږي. د حکومت په هره کچه د عايد مالياتو بڼې سره توپير لري، تر يو بريده د دې توپير لامل قانوني محدوديتونه دي. د عايد ماليات په ډېرو فدرالي او ايالتي کچو وضع کېږي. په شتمنۍ ماليات عموماً يوازې په سیمه يیزه کچه وضع کېږي، سره له دې چې شونې ده ګڼې سيمه يیزې ادارې موجودې وي، چې په همدې يوې شتمنۍ مالیات وضع کړي. نور غېر مستقيم ماليات د فدرالي او يو شمېر ايالتي حکومتونو له خوا وضع کېږي. د خرڅلاو ماليات د ډېرو ايالتونو له خوا وضع کېږي، او همدا راز د ډېرو سیمه ييزو حکومتونو له خوا. د ګمرک ماليات يا تعرفې يوازې د فدرالي حکومت له خوا وضع شوي دي. د کارونکو د فيسونو يا جوازونو د فيسونو پراخه قسمونه هم وضع کېږي.

سرچينې

[سمول]
  1. OECD (2021). Revenue Statistics 2021: The Initial Impact of COVID-19 on OECD Tax Revenues (په انګليسي ). Paris: Organisation for Economic Co-operation and Development. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "The Distribution of Household Income and Federal Taxes, 2010". US Congressional Budget Office. 2013-12-04. لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Internal Revenue Service (October 26, 2020). "IRS provides tax inflation adjustments for tax year 2021(IR-2020-245)". لاسرسي‌نېټه December 18, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "Temporary Taxes to Fund Education. Guaranteed Local Public Safety Funding. Initiative Constitutional Amendment" (PDF). Vig.cdn.sos.ca.gov/. 2013-04-05. لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. DeVore, Chuck (Jul 26, 2018). "New York And Other High-Tax States Sue Over SALT Deduction Cap While Jobs Follow Lower Taxes". Forbes (په انګليسي ). لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. 265 U.S. 47 (1924).
  7. "Social Security Wage Base for 2019 Announced". www.adp.com (په انګليسي ). 2015-06-30. لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "Foreign Earned Income Exclusion". 2022-11-14. لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "Property Taxes By State". Tax-Rates.org. 2009. لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)