په متحده ايالاتو کې د ښځو تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په متحده ايالاتو کې د ښځو تاريخ د امريکا په ټول تاریخ د ښځو د ژوند تجربې او ونډې رانغاړي.

لومړنۍ مېرمنې یې امريکايي الاصله وې چې په هغه ځای کې يې ژوند کاوه چې اوس متحده ايالات دي. د ۱۹ پېړۍ پرمهال ښځې په بنسټيز ډول د پروټسټانټ (د عيسويانو د مذهب هغه ډله چې د لوتر په مشرۍ او لارښوونه يې د زړې کليسا او رومن کليسا د مذهب په خلاف اعتراض وکړ) ارزښتونو سره سم په کورنيو کارونو پورې محدودې وې. په متحده ايالاتو کې د ښځو د رای ورکولو کمپاین په ۱۹۲۰ ز کال کې د متحده ايالاتو په اساسي قانون کې د نولسم تعديل په تصويب سره اوج ته ورسېد. د دويمې نړيوالې جګړې په جريان کې زياتره مېرمنې د نارينه وو له خوا له هېواده بهر د جګړې په موخه نفې شوې يا تعطيل شوې دندې اشغال کړې. د ۱۹۶۰ لسيزو په پيل کې دويمې څپې فيمينيسټ غورځنګ د ښځو کلتوري مفکورې بدلې کړې، که څه هم دغه چاره د مساوي حقونو د تعديل په تصويب کې ناکامه وه. خو په ۲۱ پېړۍ کې ښځو په مهمو ونډو کې لوی استازيتوب ترلاسه کړی دی.

د ښځو د تاريخ مطالعه د زياتو علمي کتابونو او مقالو، د موزيم نندارتونونو او په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د کورسونو په درلودو سره يو لويه مشهوره او علمي برخه ده. په درسي کتابونو او مشهورو تاريخونو کې د ښځو ونډې په اوږد مهال کې له پامه غورځول شوې وې. د ۱۹۶۰ لسيزو پورې ښځې تر ډېره تر اعتراض لاندې وې. د فيمينيسټ لومړني چلند د نارينه وو په لاس کې د دوی قرباني کېدل او ټيټ دريځ روښانه کړ. په ۲۱ پېړۍ کې ليکوالانو د ښځو په ټولنه کې د مېرمنو تر منځ د لږکيو لپاره په ځانګړې انديښنې سره د ځواک په ښودل شویو ټکو ټينګار کړی دی.

ښکېلاکي عصر يا دوره[سمول]

د ښکېلاکي دورې په جريان کې د ښځو تجربې له يوې مستعمرې تر بلې توپير درلود خو ځينې ټوليز ډولونه وو. ډېری بریټانوي کډوال د لږ شمېر سکاټلنډي او ايرلينډي کډوالو په ګډون له انګلستان او ويلز څخه وو. کورنيو ډلو که څه هم غوښتل په سويلي مستعمرو کې په خپلواک ډول واوسېږي؛ په نوي انګلينډ کې مېشت شوې. امريکايي مستعمرو څو زره هالنډي او سويډني کډوال جذب کړل. له ۱۷۰۰ څخه وروسته مستعمراتي امريکا ته ډېری کډوال د ګمارل شویو خادمانو په توګه راغلل. نه واده شوي نارينه او ښځینه په ډېر بډايه چاپيريال کې د نوي ژوند په لټه کې وو. له ۱۶۶۰ لسيزو وروسته د تورپوستو غلامانو يو ثابت او منظم بهير په ځانګړي ډول له کرابين (Caribbean) نه راغی. خوراکي توکي د اروپا په پرتله خورا ډېر وو. حاصلخیزه ځمکې هم ډېرې وې چې کروندګرو کورنيو ته يې اړتيا درلوده. سره له دې په ملاريا ناروغۍ ککړې سویلي سيمې د يوه ګواښ په توګه وې چې په کې په پينځو کلونو کې د راغلو کډوالو لویې برخې ژوند کولو. په امريکا کې زيږدلي ماشومان د ملاريا له وژونکو ډولونو خوندي وو.[۱][۲]

په ۱۵۲۶ - ۱۵۲۷ کې د لوکاس وازکویز ډي ايلون (Lucas Vázquez de Ayllón) ناکامه امريکايي مستعمره سان ميګويل ډي ګوالډېپ (San Miguel de Gualdape) کې د مېرمنو په ګډون لږ تر لږه د ۶۰۰ استعمارګرانو له ډلې يوازې شاوخوا ۱۵۰ تنه ژوندي کور ته راستانه شول.[۳][۴][۵]

لومړني انګریزان چې امريکا ته ورسېدل د رونوک مستعمرې (Roanoke Colony) غړي وو. دوی د ۱۷ مېرمنو، ۹۱ نارينه وو او ۹ هلکانو سره د مستعمرې د لومړنيو اوسېدونکو په توګه د  ۱۵۸۷ زکال په جولای کې شمالي کارولينا ته راغلل. ويرجينيا ډایر (Virginia Dare) د ۱۵۸۷ ز کال د اګست په ۱۸ نېټه په مستعمره کې زيږېدلې وه. هغه لومړنۍ انګریزه ماشومه وه چې د متحده ايالاتو په خاوره کې وزېږېده. د هغې مور ایلېنورډاېر (Eleanor Dare) د رونوک (Roanoke) مستعمرې د والي جان وايټ (John White) لور وه. دا معلومه نه ده چې د رنوک (Roanoke) مستعمرې غړو ته څه پيښ شول، په داسې حال کې چې پر دوی باندې د امريکایيانو له خوا د بريد احتمال هم شته او هغه کسان چې نه دي وژل شوي په سيمه ییزو قبيلو کې شامل شوي وو.[۶][۷]

ويرجينيا[سمول]

جيمزټاون (Jamestown) په امريکا کې د انګریزانو لومړنی میشت ځای دی. په ۱۶۰۷ ز کال کې په هغه ځای کې چې اوس ويرجينيا ده رامنځ ته شو. په ۱۶۰۸ ز کال کې لومړنۍ انګریزانې مېرمن فاريسټ (Forrest) او د هغې خادمه ان براس (Anne Burras) وې، جيمزټاون ته ورسېدې. بوراس (Burras) لومړنۍ انګریزه شوه چې په نوې نړۍ (هغه مهال چې د نړۍ جغرافيوي سيمو بدلون وکړ او حيوانات او نباتات طبقه بندي شول. دغه اصطلاح د زړې نړۍ په مقابل کې کارول کېږي) کې واده وکړ او د هغې لور ويرجينيا ليډن (Virginia Laydon) د انګریزي کډوالو لومړنی ماشوم و چې په جيمزټاون (Jamestown) کې وزېږېده.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په ۱۵۲۶ -۱۵۲۷ کې د لوکاس وازکوز ډي ايلون (Lucas Vázquez de Ayllón) نابريالۍ مستعمرې سان ميګويل ډي ګوالډاپ (San Miguel de Gualdape) وروسته لومړني افریقاییان په ۱۶۱۹ ز کال کې جيمزټاون ته راوړل شول. په دوی کې لږ تر لږه د يوې مېرمنې په ګډون شاوخوا شل تنه شامل وو. دوی په اصل کې په عصري انګولا (Angola) کې د نډونګو (Ndongo) سلطنت له خوا چې مکسيکو ته د تلونکې يوې لويې ډلې برخه وو او د دوی پرتګالي نيول شوې بېړۍ باندې د انګریزي شخصي جنګي بېړیو له خوا له بريد وروسته نيول شوي وو. د دوی راتګ ته په ويرجينيا کې د غلامۍ د تاريخ د پيل په توګه او همدارنګه د افريقايي الاصل امريکايي تاريخ لپاره د پيل ټکي په توګه ځکه ليدل کېږي چې دوی د بريټانوي امريکا په اصلي ټاټوبي کې دا ډول لومړنۍ ډله وه.[۱۵][۱۶][۱۷]

همدارنګه په ۱۶۱۹ ز کال کې له انګلستان نه ۹۰ تنه ځوانې ښځې جيمزټاون ته ولاړې چې هلته د نارينه وو ښځې شي، چې هره يوه يې د ۱۵۰ پونډه تنباکو لپاره لیلام شوې او دغه بيه امريکا ته د مېرمنو د سفر انفرادي لګښت و؛ (ټاکل شوې اندازه تنباکو به د بار وړلو شرکت ته ورکول کېږي). دې ډول مسافرينو ته زياتره وختونه "د تمباکو ناوې" ويل کېدې. د دې موخې لپاره امريکا ته د تنباکو ناوې سره د وړيا تېرېدلو او د ستونزو لپاره د جهېز په ژمنې سره ډېر داسې سفرونه شوي وو، چې د ۱۶۱۹ ز کال سفر يې لومړنی و.[۱۸][۱۹]

نوی انګلستان[سمول]

په نوي انګلينډ کې له انګلستان نه پيوريټن کډوالو [Puritans په ۱۷ پېړۍ کې د عيسوي مذهب د هغې ډلې غړي وو چې غوښتل يې مذهب کې ساده ګي او تصفيه راشي. په مذهب کې ډېر سختګير خلک وو] خپل پياوړي مذهبي ارزښتونه او خورا منظم ټولنيز جوړښت یې له ځان سره راوړ. دوی په دې باور وو چې ښځه بايد په خپلې غوره وړتيا سره خپل ځان له خدای څخه وېره لرونکي ماشومانو پاللو ته وقف کړي.

د ښځو په سلوک يا ډول کې قومي توپيرونه موجود وو. په نوي انګلينډ کې د پيوريټن (Puritan) کډوالو تر منځ مېرمنو هيڅکله د خپلو مېړونو سره په کروندو کې کار ونه کړ، په داسې حال کې چې د المان په ټولنو لکه پنسلوانيا کې زياتره ښځو په کروندو او د حيواناتو د ساتنې برخو کې کار کولو. الماني او هالنډي کډوالو ښځو ته د ملکيت ډېر واک ورکړ چې د انګليستان په محلي قانون کې ورته اجازه نه وه ورکړل شوې. د ښځينه انګرېز کډوالو برعکس الماني او هالنډي مېرمنو د خپلو جامو او نورو توکو مالکيت درلود او همدارنګه د واده کولو لپاره راوړل شوي ملکيت د وصيت ليکلو وړتيا هم ورکړل شوې وه. د نوي انګلينډ سيمه ییز اقتصاد په ۱۷ پېړۍ کې د کډوالۍ لوړې کچې، زيات زېږون، د مړينې ټيټې کچې او د ارزانه کرهنيزو ځمکو له امله په چټکۍ سره وده وکړه. د دې هېواد نفوس په ۱۶۳۰ کې له ۳۰۰۰ په ۱۶۴۰ کې ۱۴۰۰۰ تنو، په ۱۶۶۰ کې ۳۳۰۰۰ تنو، په ۱۶۸۰ کې ۶۸۰۰۰ تنو او په ۱۷۰۰ کې ۹۱۰۰۰ تنو ته لوړ شو. د ۱۶۳۰ او ۱۶۴۳ تر منځ نږدې ۲۰۰۰۰ تنه پوريټين (Puritan)[Puritans په ۱۷ پېړۍ کې د عيسوي مذهب د هغې ډلې غړي وو، چې غوښتل يې مذهب کې ساده ګي او تصفيه راشي. په مذهب کې ډېر سختګير خلک وو] راغلل او بوسټان (Boston) ته نږدې ميشت شول چې له ۱۶۴۳ څخه وروسته په کلني ډول له پینځوسو لږ کډوال راغلل. په ۱۶۶۰ – ۱۷۰۰ کلونو کې د يوې بشپړې شوې کورنۍ منځنۍ کچه ۷،۱ ماشومان وو. د زيږون کچه په هرو ۱۰۰۰ تنو کې په کلني ډول ۴۹ ماشومان وو او د مړينې کچه په کلني ډول په هرو ۱۰۰۰ تنو کې ۲۲ تنه وه. د نارينه وو په ګډون نږدې ٪۲۷ نفوس د ۱۶ او ۶۰ کلونو تر منځ عمرونه درلودل.[۲۰][۲۱]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Herbert Moller, "Sex Composition and Correlated Culture Patterns of Colonial America," William and Mary Quarterly (1945) 2#2 pp. 113–153 in JSTOR
  2. H. Roy Merrens and George D. Terry, "Dying in Paradise: Malaria, Mortality, and the Perceptual Environment in Colonial South Carolina," Journal of Southern History (1984) 50: 533–50,
  3. Noble David Cook (13 February 1998). Born to Die: Disease and New World Conquest, 1492-1650. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 159–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-62730-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Paul E. Hoffman (15 December 2015). A New Andalucia and a Way to the Orient: The American Southeast During the Sixteenth Century. LSU Press. د کتاب پاڼي 102–104. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8071-6474-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Zinn, Howard; Arnove, Anthony (November 1, 2009). Voices of a People's History of the ... – Google Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781583229163. د لاسرسي‌نېټه June 29, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "The Virginia Dare Story". Virginia Dare. د اصلي آرشيف څخه پر April 23, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 14, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Andrew Thomas Powell (2011). Grenville and the Lost Colony of Roanoke: The First English Colony of America. Troubador. د کتاب پاڼې 270. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781848765962. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په May 13, 2007 باندې). FACTBOX-Jamestown, first English settlement in no America. Reuters.
  9. Smith, John, The Generall Historie of Virginia, New England & The Summer Isles ..., cited Virginia, Alice, Katherine, and Margaret.
  10. http://files.usgwarchives.net/va/jamestown/census/1623cens.txt
  11. "Anne Burras and the History of Virginia – Order of Descendents of Ancient Planters". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Jamestowne Rediscovery: A Timeline of Events and References Archived June 6, 2014, at the Wayback Machine.. Retrieved July 12, 2014.
  13. Billings, Warren M. Jamestown and the Founding of the Nation. Gettysburg, PA: Thomas Publications, 1991. Originally published 1988. کينډۍ:ISBN. p. 35. See also previous citation.
  14. Dorman, John Frederick, Adventurers of Purse and Person, 4th ed., v.2, p. 431.
  15. Post, DENEEN L. BROWN The Washington. "Virginia to mark 400 years since arrival of enslaved Africans". Richmond Times-Dispatch. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "John Rolf Reports on Virginia to Sir Edwin Sandys, 1619 - American Memory Timeline- Classroom Presentation | Teacher Resources - Library of Congress". www.loc.gov (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Austin, Beth (August 2019). "1619: Virginia's First Africans". Hampton History Museum. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Voices of a People's History of the ... – Google Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780825144608. د لاسرسي‌نېټه June 29, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Collins, Gail (September 1, 2004). America's Women: Four Hundred Years ... – Google Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780060959814. د لاسرسي‌نېټه June 29, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Daniel Scott Smith, "The Demographic History of Colonial New England," Journal of Economic History, 32 (March 1972), 165–183 in JSTOR
  21. Terry L. Anderson and Robert Paul Thomas, "White Population, Labor Force and Extensive Growth of the New England Economy in the Seventeenth Century, Journal of Economic History, Vol. 33, No. 3 (Sept 1973), pp. 634–667 at p 647, 651; they use stable population models. in JSTOR