په مالدارۍ باندې د اقلیمي بدلون اغېزې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مالداري د انساني چارو له امله د رامنځته کېدوني اقلیمي بدلون څخه په کلکه اغېزمنه ده او همدارنګه خپله هم په اقلیمي بدلون کې یو له اصلي عواملو څخه ده. په ۲۰۱۱ زکال کې شاوخوا ۴۰۰ میلیونه کسانو د خپل ژوندانه د تېرولو په موخه په مالدارۍ تکیه لرله. ورته مهال د کرهڼیزو چارو له ډلې مالداري له نورو ټولو اړوندو برخو څخه د زیاتو ګلخانه یي ګازونو د خپراوي لامل ده او همدارنګه د کرنې لپاره د تازه اوبو ۳۰٪ برخې ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې د نړیوالو خوراکي اړتیاوو یوازې ۱۸٪ برخه تامین کوي. د مالدارۍ څخه تولید کېدونکي خوراکي محصولات پروټینو ته د انسانانو د اړتیاوو په پوره کولو مهم رول لوبوي، خو کچه یې لا هم لږ ده او یوازې  ۳۹٪ سلنه دغه اړتیا پوره کوي په داسې حال کې چې پاتې نوره برخه یې د حبوباتو پر مټ بشپړېږي. د اقلیمي بدلون اړوند بین الدولتي پلاوي له خوا د کارول کېدونکو ټولو مشترکو ټولنیزو اقتصادي لارو ترمنځ یوازې SSP1 د ۱.۵ سانتي ګراد درجې (۲.۷ فارنهایت درجې) په کچه د تودوخې د زیاتوالي د ساتلو لپاره واقعي حل لارې بیانوي، دغه کړنلار په پراخه کچه د شنې ټکنالوژۍ څخه د ګټنې سربېره دا فرضیه وړاندې کوي چې حیواني خواړه د نن ورځې په غذايي رژیم کې ډېر لږ رول لوبوي. له همدې امله د دې اړوند غوښتنې شون لري چې په تدریجي بڼه دې له مالداریو سره هغه مالي مرستې ودرول شي چې اوس مهال د نړۍ په ګڼ شمېر برخو کې ورکول کېږي، همدارنګه خالص صفر ته د لېږد په موخه اوس مهال په ټولو مالدارایو باندې یو لړ محدودیتونه وضع شوي چې د ایرلنډ د کرهڼې د سکتور په څېر په ډېری برخو کې د مالدارۍ موجودې زېرمې په پام وړ کچه را کمې شوې دي. ورته مهال د انسانانو له خوا د غوښې/حیواني محصولاتو څخه نه ګټنې ته مستقیم پای ټکی اېښودل هم یوه واقع بینانه موخه نه ښکاري، له همدې امله له اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې د هر ډول جامعې طرحې په جوړولو کې باید په کرهڼه باندې د اقلیمي بدلون اوسنۍ او راتلونکې اغېزې او همدارنګه د مالدارۍ چارې په نظر کې ونیول شي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د اقلیمي بدلون اړوند د بین الدولتي پلاوي شپږم ارزونکی راپور څرګندوي چې اوس مهال په لوړه کچه دا باور شتون لري چې اقلیمي بدلون د مالدارۍ په محصولاتو باندې په پراخه کچه نامطلوبې اغېزې لري. په دغو کې د څارویو د خوراکي توکو د کیفیت او کمیت کمښت شامل دی چې تر یوه بریده د وچکالۍ او له بله اړخه د کاربن ډای اکساید د زیات جذب د ثانوي اغېز له امله دی. ورته مهال حیواني پرازیټونه او د ناقلینو پر مټ لېږدېدونکې ناروغۍ هم د پخوا په پرتله مخ پر زیاتوالي دي او اړوند اطلاعات یې ښيي چې د زیات کیفیت لرلو له امله آن د انساني رنځ زیږونکو (پاتوژنونو) د اغېزو د اټکل په موخه هم کارول کېږي. سربېره پر دې د تودوخې په زیاتوالي سره یوازې له ډېرو سړو هېوادونو پرته په نورو ټولو هېوادونو کې د څارویو د جل وهنې اندېښنو هم زیاتوالی لرلی. دغه چاره په خپل تر ټولو ناوړه حالت کې کېدای شي وژونکې وي، هماغه ډول چې وړاندې هم د ګرمو څپو پر مهال د څارویو پریمانه تلفات مشاهده شوي؛ اوس مهال هم د شیدو په څېر د محصولاتو له ټیټ کیفیت څخه رانیولې تر لنګېدو او د نسل په تولید کې تر اختلال پورې پریمانه جدي اغېزې لري. په راتلونکي کې د ګلخانه يي ګازونو د خپرېدو له کچې او د هغو له امله د ګرمۍ سره په اړیکه کې د خوراکي موادو د ودې اړوند ستونزې کېدای شي د دغې پېړۍ تر وروستیو پورې په ټوله نړۍ کې له ۷٪ څخه تر ۱۰٪ پورې د مالدارۍ په کچه کې کمښت رامنځته کړي. [۸]

په ټولیزه توګه د افریقا د صحرا سویل ته هېوادونه د اقلیمي بدلون له امله د خپل څارویو لپاره د خوړو د امنیت په برخه کې تر ټولو زیات زیانمنونکي هېوادونه ګڼل کېږي، ځکه چې اټکل کېږي د پېړۍ تر نیمايي پورې به د دغو هېوادونو ۱۸۰ میلیونه وګړي په پام وړ کچه د خپلو څارویو لپاره د څړځایونو کمښت تجربه کړي. بل پلو جاپان، متحده ایالات او اروپايي هېوادونه په دې برخه کې لږ زیان منونکي دي. [۹][۱۰]

روغتیايي اغېزې[سمول]

جل وهنه[سمول]

په ټولیزه بڼه د اهلي حیواناتو لپاره د تودوخې تر ټولو غوره کچه د ۱۰ سانتي ګراد درجو (۵۰ فارنهایت درجې) او ۳۰ سانتي ګراد درجو (۸۶ فارنهایت درجې) ترمنځ ده. هماغه ډول یې چې تمه کېږي اقلیمي بدلون د هغو انسانانو لپاره چې په یخو سیمو کې ژوند کوي حرارتي اسانتیاوې زیاتوي. په دغو سیمو کې حیوانات هم په ژمي کې له ګرمې هوا څخه ګټمن کېږي. ورته مهال په ټوله نړۍ کې د اوړي پر مهال د تودوخې زیاتوالی او همدارنګه د ګرمۍ شدیدې څپې ښکاره منفي اغېزې لري او په پام وړ توګه د څارویو د جل وهلو ګواښ رامنځته کوي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د جامایکا هېواد چې د کارابین سیمې د استازیتوب کوونکي په توګه پام کې نیول کېږي، ټول څاروي او چرګې یې په اوسني اقلیم کې د تودوخې له امله د «ډېرې شدیدې» جل وهنې سره مخ دي، خو خوګان یې د اوړي په پنځو میاشتو او د مني په لومړیو کې د ورځې حد اقل یو ځل له دغه ګواښ سره مخ دي. په داسې حال کې چې شخوند وهونکي څارویان او د غوښو چرګان په ژمي کې هم د ورځې پر مهال له لمر څخه پټ ساتل کېږي ځکه چې په هغو کې د جل وهنې ګواښ له نورو ټولو زیات دی. وړاندوینه شوې چې د نړیوالې تودوخې په کچه کې آن ۱.۵ سانتي ګراد درجې (۲.۷ فارنهایت درجې) زیاتوالی به په ورځنۍ بڼه د شخوند وهونکو څارویو او د غوښې د چرګانو لپاره د جل وهنې د شدید ګواښ لامل وګرځي. د ۲ سانتي ګراد درجو (۳.۶ فارنهایت درجې) په کچه په تودوخه کې زیاتوالی به لامل وګرځي په کارابین سیمه کې د مالدارۍ لپاره د سړونکو سیسټمونو نصب په یوې جدي اړتیا واوړي.   [۱۵]

تغذیه[سمول]

څاروي په وښو لرونکو سیمو کې په مستقیمه بڼه د خوشي کولو پر مټ خپل خواړه ځانته مومي او یا هم د هغوی لپاره د انسانانو له خوا له جوارو یا سویا څخه جوړېدونکي خواړه (کونجاړه) برابرېږي. دواړې لارې ډېرې مهمې دي. د سویا ډیری بوټي د وښو په موخه کرل کېږي، په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې یو په دریمه برخه کرنیزې ځمکې وښو ته اړوندې دي او شاخوا ۱.۵ میلیارده غویان، ۰.۲۱ میلیارده مېښې، ۱.۲ میلیارده پسونه او ۱.۰۲ میلیارده وزې تغذیه کوي. د دغو دواړو ناکافي ورکول او یا هم لږ کیفیت د اهلي حیواناتو وده او همدارنګه د هغو د محصولاتو کچه کموي؛ دغه موارد په ځانګړې توګه له نورو اندېښمن کوونکو عواملو سره یوځای په تر ټولو ناوړه حالت کې کېدای شي د مړینې او یا هم د لوږې د کچې د زیاتوالي لامل وګرځي. دغه موضوع په ځانګړې توګه هغه مهال په یوې نه حل کېدونکې ستونزې اوړي چې د څارویو لپاره په څړځایونو کې د واښو شتون بې ثباته بڼه ومومي. د بېلګې په توګه په ایران کې د دوه پر دریمه برخه څارویو خوراک له څړځایونو څخه تامین کېږي چې د دغه هېواد شاوخوا ۵۲٪ مساحت رانغاړي، خو یوازې ۱۰ سلنه برخه یې له منځنۍ او وروستنۍ کچې څخه په غوره بڼه واښه لري. [۱۶][۱۷][۱۸]

رنځ زېږونکي او پرازیټونه[سمول]

په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلون له امله جل وهنه کولای شي په مستقیمه بڼه د ناروغیو پر وړاندې د اهلي حیواناتو دفاعي سیسټم زیانمن کړي، خو همدارنګه اقلیمي بدلونونه د څارویو د ګڼ شمېر رنځ زېږونکو په توزیع کې هم اغېز کوي. د بېلګې په توګه په ختیځه افریقا کې د ریفت درې تبې هغه مهال چې وچکالۍ او یا هم ال نینو شتون درلود ډېر شدت درلود. د اقلیمي بدلون اړوند د بین الدولتي پلاوي د شپږم ارزونکي راپور له مخې باور دا دی چې اقلیمي بدلون د بېلابېلو لارو چارو له مخې د پرازیټي چینجیو لپاره ګټمن تمام شوی و، ځکه چې لار یې برابره کړې وه هغوی د قطبونو لور ته پراختیا ومومي او همدارنګه یې د هغو د بقا او نسل زیاتېدو په برخه کې مرسته کړې ده.  [۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. Kerr R.B., Hasegawa T., Lasco R., Bhatt I., Deryng D., Farrell A., Gurney-Smith H., Ju H., Lluch-Cota S., Meza F., Nelson G., Neufeldt H., Thornton P., 2022: Chapter 5: Food, Fibre and Other Ecosystem Products. In Climate Change 2022: Impacts, Adaptation and Vulnerability [H.-O. Pörtner, D.C. Roberts, M. Tignor, E.S. Poloczanska, K. Mintenbeck, A. Alegría, M. Craig, S. Langsdorf, S. Löschke,V. Möller, A. Okem, B. Rama (eds.)]. Cambridge University Press, Cambridge, United Kingdom and New York, NY, US, pp. 1457–1579 |doi=10.1017/9781009325844.012
  2. "FAOStat". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Ellen Phiddian (5 April 2022). "Explainer: IPCC Scenarios". Cosmos. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Roth, Sabrina K.; Hader, John D.; Domercq, Prado; Sobek, Anna; MacLeod, Matthew (22 May 2023). "Scenario-based modelling of changes in chemical intake fraction in Sweden and the Baltic Sea under global change". Science of the Total Environment (په انګلیسي ژبه کي). 888: 2329–2340. Bibcode:2023ScTEn.888p4247R. doi:10.1016/j.scitotenv.2023.164247. PMID 37196966 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 258751271 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "just-transition-meat-sector" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Lisa O'Carroll (3 November 2021). "Ireland would need to cull up to 1.3 million cattle to reach climate targets". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Rasmussen, Laura Vang; Hall, Charlotte; Vansant, Emilie C.; Braber, Bowie den; Olesen, Rasmus Skov (17 September 2021). "Rethinking the approach of a global shift toward plant-based diets". One Earth (په انګلیسي ژبه کي). 4 (9): 1201–1204. Bibcode:2021OEart...4.1201R. doi:10.1016/j.oneear.2021.08.018. S2CID 239376124 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Kerr R.B., Hasegawa T., Lasco R., Bhatt I., Deryng D., Farrell A., Gurney-Smith H., Ju H., Lluch-Cota S., Meza F., Nelson G., Neufeldt H., Thornton P., 2022: Chapter 5: Food, Fibre and Other Ecosystem Products. In Climate Change 2022: Impacts, Adaptation and Vulnerability [H.-O. Pörtner, D.C. Roberts, M. Tignor, E.S. Poloczanska, K. Mintenbeck, A. Alegría, M. Craig, S. Langsdorf, S. Löschke,V. Möller, A. Okem, B. Rama (eds.)]. Cambridge University Press, Cambridge, United Kingdom and New York, NY, US, pp. 1457–1579 |doi=10.1017/9781009325844.012
  9. Kerr R.B., Hasegawa T., Lasco R., Bhatt I., Deryng D., Farrell A., Gurney-Smith H., Ju H., Lluch-Cota S., Meza F., Nelson G., Neufeldt H., Thornton P., 2022: Chapter 5: Food, Fibre and Other Ecosystem Products. In Climate Change 2022: Impacts, Adaptation and Vulnerability [H.-O. Pörtner, D.C. Roberts, M. Tignor, E.S. Poloczanska, K. Mintenbeck, A. Alegría, M. Craig, S. Langsdorf, S. Löschke,V. Möller, A. Okem, B. Rama (eds.)]. Cambridge University Press, Cambridge, United Kingdom and New York, NY, US, pp. 1457–1579 |doi=10.1017/9781009325844.012
  10. Godber, Olivia F.; Wall, Richard (1 April 2014). "Livestock and food security: vulnerability to population growth and climate change". Global Change Biology (په انګلیسي ژبه کي). 20 (10): 3092–3102. Bibcode:2014GCBio..20.3092G. doi:10.1111/gcb.12589. PMC 4282280. PMID 24692268. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Kerr R.B., Hasegawa T., Lasco R., Bhatt I., Deryng D., Farrell A., Gurney-Smith H., Ju H., Lluch-Cota S., Meza F., Nelson G., Neufeldt H., Thornton P., 2022: Chapter 5: Food, Fibre and Other Ecosystem Products. In Climate Change 2022: Impacts, Adaptation and Vulnerability [H.-O. Pörtner, D.C. Roberts, M. Tignor, E.S. Poloczanska, K. Mintenbeck, A. Alegría, M. Craig, S. Langsdorf, S. Löschke,V. Möller, A. Okem, B. Rama (eds.)]. Cambridge University Press, Cambridge, United Kingdom and New York, NY, US, pp. 1457–1579 |doi=10.1017/9781009325844.012
  12. Zhang, Jintao; You, Qinglong; Ren, Guoyu; Ullah, Safi; Normatov, Inom; Chen, Deliang (24 January 2023). "Inequality of Global Thermal Comfort Conditions Changes in a Warmer World". Earth's Future. 11 (2): e2022EF003109. Bibcode:2023EaFut..1103109Z. doi:10.1029/2022EF003109. S2CID 256256647 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Lacetera, Nicola (2019-01-03). "Impact of climate change on animal health and welfare". Animal Frontiers (په انګلیسي ژبه کي). 9 (1): 26–31. doi:10.1093/af/vfy030. ISSN 2160-6056. PMC 6951873. PMID 32002236. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Kerr R.B., Hasegawa T., Lasco R., Bhatt I., Deryng D., Farrell A., Gurney-Smith H., Ju H., Lluch-Cota S., Meza F., Nelson G., Neufeldt H., Thornton P., 2022: Chapter 5: Food, Fibre and Other Ecosystem Products. In Climate Change 2022: Impacts, Adaptation and Vulnerability [H.-O. Pörtner, D.C. Roberts, M. Tignor, E.S. Poloczanska, K. Mintenbeck, A. Alegría, M. Craig, S. Langsdorf, S. Löschke,V. Möller, A. Okem, B. Rama (eds.)]. Cambridge University Press, Cambridge, United Kingdom and New York, NY, US, pp. 1457–1579 |doi=10.1017/9781009325844.012
  15. Lallo, Cicero H. O.; Cohen, Jane; Rankine, Dale; Taylor, Michael; Cambell, Jayaka; Stephenson, Tannecia (24 May 2018). "Characterizing heat stress on livestock using the temperature humidity index (THI)—prospects for a warmer Caribbean". Regional Environmental Change (په انګلیسي ژبه کي). 18 (8): 2329–2340. doi:10.1007/s10113-018-1359-x. S2CID 158167267. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Liu, Wanlu; Liu, Lulu; Yan, Rui; Gao, Jiangbo; Wu, Shaohong; Liu, Yanhua (28 November 2022). "A comprehensive meta-analysis of the impacts of intensified drought and elevated CO2 on forage growth". Journal of Environmental Management (په انګلیسي ژبه کي). 327: 116885. doi:10.1016/j.jenvman.2022.116885. PMID 36455442 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 254151318 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Lees, Angela M.; Sejian, Veerasamy; Wallage, Andrea L.; Steel, Cameron C.; Mader, Terry L.; Lees, Jarrod C.; Gaughan, John B. (2019-06-06). "The Impact of Heat Load on Cattle". Animals (په انګلیسي ژبه کي). 9 (6): 322. doi:10.3390/ani9060322. ISSN 2076-2615. PMC 6616461. PMID 31174286. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Karimi, Vahid; Karami, Ezatollah; Keshavarz, Marzieh (21 February 2018). "Vulnerability and Adaptation of Livestock Producers to Climate Variability and Change". Rangeland Ecology & Management (په انګلیسي ژبه کي). 71 (2): 175–184. doi:10.1007/s13762-021-03893-z. S2CID 246211499 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Lacetera, Nicola (2019-01-03). "Impact of climate change on animal health and welfare". Animal Frontiers (په انګلیسي ژبه کي). 9 (1): 26–31. doi:10.1093/af/vfy030. ISSN 2160-6056. PMC 6951873. PMID 32002236. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Bett, B.; Kiunga, P.; Gachohi, J.; Sindato, C.; Mbotha, D.; Robinson, T.; Lindahl, J.; Grace, D. (23 January 2017). "Effects of climate change on the occurrence and distribution of livestock diseases". Preventive Veterinary Medicine (په انګلیسي ژبه کي). 137 (Pt B): 119–129. doi:10.1016/j.prevetmed.2016.11.019. PMID 28040271. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Parmesan, C., M.D. Morecroft, Y. Trisurat, R. Adrian, G.Z. Anshari, A. Arneth, Q. Gao, P. Gonzalez, R. Harris, J. Price, N. Stevens, and G.H. Talukdarr, 2022: Chapter 2: Terrestrial and Freshwater Ecosystems and Their Services. In Climate Change 2022: Impacts, Adaptation and Vulnerability [H.-O. Pörtner, D.C. Roberts, M. Tignor, E.S. Poloczanska, K. Mintenbeck, A. Alegría, M. Craig, S. Langsdorf, S. Löschke,V. Möller, A. Okem, B. Rama (eds.)]. Cambridge University Press, Cambridge, United Kingdom and New York, NY, USA, pp. 257–260 |doi=10.1017/9781009325844.004