په لومړۍ نړیواله جګړه کې کیمیاوي وسلې
د وسلو په توګه له زهرجنو کیمیاوي موادو څخه د ګټنې مخینه زرګونو کلونو ته رسېږي، خو د لومړي ځل لپاره په پریمانه کچه له کیمیاوي وسلو څخه ګټنه په لومړۍ نړیواله جګړه کې وشوه. له دغو وسلو څخه د مقابل لوري د ځواکونو د روحیې د کمزوري کولو، ټپي کولو او وژلو په موخه ګټنه شوه. په دغه ډول وسلو کې کارول شوو کیمیاوي موادو غیر فعال کوونکی ماهیت درلود چې د اوښکې بهونکي ګاز څخه نیولې د فسژن، کلورین او خردل د ګازو په څېر وژونکي ګازونه په کې شامل وو. دغه کیمیاوي جګړه د لومړنۍ نړیوالې جګړې او د ۲۰مې پېړۍ د ټول شمولې جګړې اصلي برخه وه. د ګازونو وژونکی ظرفیت محدود و چې په ټولیزه کچه د دغه ډول وسلو له امله د ۱.۳ میلیونه تلفاتو څخه یوازې د ۹۰ زرو کسانو د مړینې لامل وګرځېدل. ګاز د هغې دورې د نورو ټولو وسلو پر خلاف ماهیت درلود ځکه چې شونې وه د ماسکونو په څېر د هغو پر وړاندې متقابلو اقداماتو ته پراختیا ورکړل شي. د جګړې په نورو پړاوونو کې وروسته له هغه چې د ګازو څخه ګټنې زیاتوالی وموند ټولیزې اغېزې یې راکمې شوي. د کیمیاوي جګړې له دغو پراخو عواملو څخه ګټنه او د پیاوړو چاودېدونکو توکو په ترکیب کې د جګړې د مهال پراختیاوې لامل وګرځېدې چې لومړۍ نړیواله جګړه د «کیمیا پوهانو» جګړه وبلل شي او همدارنګه یې پر مټ د ټولیزو وژونکو وسلو د ودې دوره رامنځته شوه. [۱][۲][۳][۴]
په لومړۍ نړیواله جګړه کې د جګړې د هر لوري له خوا د زهري ګازونو کارول جنګي جرم ګڼل کېږي ځکه چې په دغې چارې سره یې د مسموم کوونکو ګازونو اړوند د ۱۸۹۹ زکال د لاهې اعلامیه او د ځمکنۍ جګړې اړوند د ۱۹۰۷ زکال د لاهې کنوانسیون تر پښو لاندې کړ؛ هغه هوکړې چې د «زهري یا مسموم کوونکو وسلو» څخه یې په جګړه کې ګټنه منع کوله. د دغو ګازونو د کارولو د پایلو له امله رامنځته شوی پراخ وحشت او عامه کرکه لامل وګرځېده چې په دویمه نړیواله جګړه کې د ښکېلو غاړو له خوا په ډېره لږ کچه کیمیاوي وسلې وکارول شي. [۵][۶]
په لومړۍ نړیواله جګړه کې د زهري ګازونو د کارونې تاریخچه
[سمول]۱۹۱۴: اوښکې بهونکی ګاز
[سمول]د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د وژونکو یا هم بېهوښه کوونکو ګازونو په پرتله ډېر کارول کېدونی ګاز، اوښکې بهونکی ګاز و. د دغې جګړې پر مهال له اوښکې بهونکي ګاز څخه د لومړي ځل لپاره د فرانسې پوځ ګټنه وکړه؛ دوی د ۱۹۱۴ زکال په اګست میاشت کې له ایتایل بروموسیتات څخه ډک ۲۶ ملي متري لاسي بمونه وکارول. په دغو لاسي بمونو کې یاد ګاز په ډېره لږ کچه کارول شوی و، چې په هر لاسي بم کې نږدې ۱۹ سانتي متر مکعبه (۱.۲ اینچ مکعب) ګاز شتون درلود، له همدې امله د جرمني اړخ له خوا هېڅ احساس نه شو. دغه مهمات ډېر ژر خلاص شول او د نومبر تر میاشتې پورې د فرانسې پوځ د پرمختللو نویو دغه ډول لاسي بمونو د جوړولو غوښتنه وکړه. له دې امله چې په انتانت هېوادونو (بریتانیا، روسیه او فرانسه) کې په لږ کچه برومین ګاز شتون درلود، د دغو فعاله ماده په کلروسیتون واوښته. [۷]
د ۱۹۱۴ زکال په اکتوبر میاشت کې جرمني ځواکونو هغه چاودنه کوونکي هاوانونه په نیوي چپېل (Neuve Chapelle) کې د بریتانوي سرتېرو په سنګرونو را وغورځول چې یو ډول تحریک کوونکې کیمیاوي ماده په کې کارول شوې وه؛ د دغې مادې غلظت دومره لږ و چې اغېز یې په ډېره لږ کچه احساس شو. د جګړې هېڅ اړخ له اوښکې بهونکي ګاز څخه ګټنه د ۱۸۹۹ زکال د لاهې له هوکړې سره په ټکر کې نه بلله چې د بېهوښه کوونکو یا زهري ګازونو کارول یې منع کول. [۸][۹]
۱۹۱۵: په پریمانه کچه ګټنه او وژونکي ګازونه
[سمول]له ګازو څخه د وسلې په توګه په لوی مقیاس باندې ګټنه د لومړي ځل لپاره د ۱۹۱۵ زکال د جنوري په ۳۱ مه وشوه، هغه مهال چې جرمني د بولیموف د جګړې پر مهال د وارسا لویدیځ ته د راخا سیند په اوږدو کې د روسي سرتېرو سنګرونه د توپ په هغو ۱۸۰۰۰ مرمیو وویشتل چې زایلیل بروماید اوښکې بهونکی ګاز یې درلود. د بخار کېدو پر ځای دغه کیمیاوي ماده منجمده شوه او وه یې نشو کولای مطلوب اغېز رامنځته کړي. [۱۰]
په دغه جګړه کې لومړنۍ وژونکې کیمیاوي ماده کلورین وه چې د جرمني د پوځ له خوا وکارول شوه. کلورین یوه پیاوړې تحریک کوونکې ماده ده چې کولای شي سترګو، پوزې، ستوني او سږو ته شدید زیان واړوي. په لوړ غلظت او یا هم اوږد مهاله ډول د هغو سره مخ کېدل د بیهوښۍ او یا مړینې لامل ګرځي. د جرمني د کیمیاوي توکو، باساف (BASF)، هوخست او بایر شرکتونو (چې په ۱۹۲۵ زکال کې یې د آی جي فاربن په نامه ګډ شرکت جوړ کړ) کلورین د یو جانبي محصول په توګه د خپلو تولیداتو د رنګ لپاره تولید کول. دغو شرکتونو په برلین کې د قیصر ویلهلم د انستیتیوت له کیمیا پوه فریتس هابر سره په ګډ کار وکړ او د هغو کړنلارو پرمختګ ته یې مخه کړه چې کلورین ګاز یې تخلیه کاوه څو له هغو څخه د دښمن د سنګرونو پر وړاندې کار واخلي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
د ۱۹۱۵ زکال د اپرېل میاشتې تر ۲۲مې نېټې پورې د جرمني پوځ ۱۶۸ ټنه کلورین چې په ۵۷۳۰ ډبو کې ځای پر ځای شوي و د یپرس شمال ته په لانژومرک – پوئلکپل کې ځای پر ځای کړل. د مازیګر په ۵:۳۰ بجو له ختیځ اړخ څخه د آرامه باد په لګېدو دغه مایع کلورین له ډبو څخه بهر ته راووتل او داسې یو ګاز یې تولید کړ چې خړه شین رنګې ورېځ یې جوړه کړه او د باد پر مټ یې د مارټینیکي فرانسوي استعماري ځواکونو او همدارنګه د الجزایري لومړي ټریلیروس او دویم زواوس پوځ د سنګرونو پر لور حرکت وکړ. د دغو ځواکونو لیکې له دغه ناڅرګند ګواښ سره د مخ کېدو له امله ماتې شوې او په دې سره د متفقینو په لیکو کې ۸۰۰۰ یارډه (۷ کیلومتره) درځ رامنځته شو. د جرمني پیاده ځواکونو د دغه ګاز اړوند له احتیاط څخه کار واخیست او د ملاتړ کوونکو ځواکونو د نه لرلو له امله یې ونشو کولای له دغې ماتې بشپړه ګټنه وکړي همدا و چې د کاناډا لومړي پوځ او یو شمېر فرانسوي ځواکونو په لرې پرتو سنګرونو کې ځای ونیو او دغه خط یې د ۱۰۰۰ یا ۳۰۰۰ یارډو (۹۱۰ – ۲۷۴۰ متره) په کچه بېرته ډک کړ. انتانت هېوادونو ادعا وکړه چې دغه برید د نړیوالو قوانینو څخه څرګنده سرغړونه ده، خو جرمني استدلال وکړ چې د لاهې هوکړې ګاز خپرونکي نه بلکې یوازې د کیمیاوي موادو لرونکي هاوانونه منع کړي دي.[۱۶][۱۷]
د یپرس په دویمه جګړه کې جرمنانو درې ځله نور هم له ګازو څخه ګټنه وکړه؛ د اپرېل په ۲۴مه د کاناډا د لومړي پوځ پر وړاندې، د مۍ په ۲مه د موږک د دام په نامه سنګرونو ته څېرمه او د مۍ په ۵مه د بریتانویانو پر وړاندې په هېل ۶۰ کې. د بریتانیا رسمي تاریخ څرګندوي چې په هېل ۶۰ کې «۹۰ تنه وړاندې له دې چې تر نږدې روغتیايي پالنځای ورسول شي په سنګرونو کې د ګازو د مسمومیت له امله ووژل شول، له هغو ۲۰۷ تنو څخه چې نږدې روغتیايي پالنځای ته رسول شوي وو ۴۶ تنه یې له ځنډ پرته او ۱۲ نور یې د شدید رنځ وروسته مړه شول». [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
د اګست په ۶مه د فیلډ مارشال پاول فن هینډنبورګ ترمشرۍ لاندي جرمني ځواکونو په هغو روسي سرتېرو باندې د کلورینو ګاز استفاده کړ چې د اوسوویتس له قلا څخه یې دفاع کوله. ژوندیو پاتې شوو سرتېرو دغه برید پر شاه وتمباوه او قلا یې وساتله. دغه پېښه وروسته د مړو کسانو د برید په نامه ونومول شوه.
جرمني همدارنګه د وارسا لویدیځ ته د راوکا سیند په اوږدو کې د ختیځې جبهې په سرتېرو کیمیاوي وسلې وکارولې. د دغو له امله روسي ځواکونو ۹۰۰۰ تنه تلفات لرل چې له ۱۰۰۰ څخه زیات یې مړه شول. د دغې چارې په غبرګون د روسیې د پوځ د توپخانې برخې یو کمیسیون وټاکه څو لار برابره کړي چې د هاوانونو پر مټ وژونکی ګاز انتقال کړي. [۲۴]
۱۹۱۵: په پراخه کچه وژونکي ګازونه
[سمول]د کلورینو کمښت د فسژن ګاز په معرفي کېدو جبران شو چې د ویکټور ګرینارډ په مشرۍ د فرانسوي کیمیا پوهانو له خوا جوړ شو او د لومړي ځل لپاره د فرانسویانو له خوا په ۱۹۱۵ زکال کې وکارول شو.[۲۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ Adrienne Mayor (2003). Greek Fire, Poison Arrows and Scorpion Bombs: Biological and Chemical Warfare in the Ancient World. Overlook Books. ISBN 1-58567-348-X.
- ↑ Andre Richardt (2012). CBRN Protection: Managing the Threat of Chemical, Biological, Radioactive and Nuclear Weapons. Wiley-VCH. ISBN 978-3-527-32413-2.
- ↑ Reddy, Chris (2 April 2007). "The Growing Menace of Chemical War". Woods Hole Oceanographic Institution. بياځلي په 30 July 2007.
- ↑ Saffo, Paul (2000). "Paul Saffo presentation". Woods Hole Oceanographic Institution. خوندي شوی له the original on 27 September 2007. بياځلي په 30 July 2007.
- ↑ Telford Taylor (1993). The Anatomy of the Nuremberg Trials: A Personal Memoir. Little, Brown and Company. ISBN 0-316-83400-9.
- ↑ Thomas Graham; Damien J. Lavera (2003). Cornerstones of Security: Arms Control Treaties in the Nuclear Era. University of Washington Press. pp. 7–9. ISBN 0-295-98296-9.
- ↑ Haber, Ludwig Fritz (1986). The Poisonous Cloud: Chemical Warfare in the First World War. Oxford University press. ISBN 0-19-858142-4.
- ↑ Heller, Charles E (September 1984). "Chemical Warfare in World War I: The American Experience, 1917–1918". Leaveanworth Papers (10). US Army Command and General Staff College.
- ↑ Taylor, L. B.; Taylor, C. L. (1992). Chemical and Biological Warfare (Revised ed.). Franklin Watts. ISBN 0-531-13029-0.
- ↑ Heller, Charles E (September 1984). "Chemical Warfare in World War I: The American Experience, 1917–1918". Leaveanworth Papers (10). US Army Command and General Staff College.
- ↑ Van der Kloot, W. (2004). "April 1915: Five Future Nobel Prize-winners inaugurate weapons of mass destruction and the academic-industrial-military complex". Notes and Records. 58 (2): 149–260. doi:10.1098/rsnr.2004.0053. S2CID 145243958.
- ↑ Legg, J.; Parker, G. (2002). "The Germans develop a new weapon: the gas cloud". The Great War. بياځلي په 6 August 2007.
- ↑ Romano, James A.; Lukey, Brian J.; Salem, Harry (2007). Chemical warfare agents: chemistry, pharmacology, toxicology, and therapeutics (2nd ed.). CRC Press. p. 5. ISBN 978-1-4200-4661-8.
- ↑ "Fritz Haber". Science History Institute. June 2016. بياځلي په 20 March 2018.
- ↑ Abelshauser, Werner (2003). German Industry and Global Enterprise, BASF: The History of a Company. Cambridge University Press. ISBN 0-521-82726-4.
- ↑ Aksulu, N. Melek (May 2006). "Die Feldpostbriefe Karl v. Zinglers aus dem Ersten Weltkrieg" (PDF). Nobilitas, Zeitschrift für deutsche Adelsforschung. IX (41): 57. خوندي شوی له the original (PDF) on 5 March 2009. بياځلي په 28 December 2008.
Rousselare 2 Januar 15 ... Auf anderen Kriegsschauplätzen ist es ja auch nicht besser und die Wirkung von unserem Chlor soll ja sehr gut sein. Es sollen 140 englische Offiziere erledigt worden sein. Es ist doch eine furchtbare Waffe ...
{{cite journal}}
: More than one of|archivedate=
and|archive-date=
specified (help); More than one of|archiveurl=
and|archive-url=
specified (help) - ↑ Girard, Marion (2008). A Strange and Formidable Weapon: British Responses to World War I Poison Gas. University of Nebraska Press. ISBN 978-0-8032-2223-6.
- ↑ General R. Hure, L'Armee d'Afrique 1830–1962, Charles-Lavauzelle, 1972, p. 283.
- ↑ Heller, Charles E (September 1984). "Chemical Warfare in World War I: The American Experience, 1917–1918". Leaveanworth Papers (10). US Army Command and General Staff College.
- ↑ Tucker, Jonathan B. (2006). War of Nerves: Chemical Warfare from World War I to Al-Queda. Pantheon Books. ISBN 0-375-42229-3.
- ↑ Staff (29 July 2004). "On the Western Front: Ypres 1915". Veteran Affairs Canada. خوندي شوی له the original on 6 December 2008. بياځلي په 8 April 2008.
- ↑ Lefebure, Victor; Wilson, Henry (2004). The Riddle of the Rhine: Chemical Strategy in Peace and War. Kessinger Publishing. ISBN 1-4179-3546-4.
- ↑ Edmonds and Wynne (1927): p. 289.
- ↑ Kojevnikov, A. (June 2002). "The Great War, the Russian Civil War, and the Invention of Big Science" (PDF). Science in Context. 15 (2): 239–275. doi:10.1017/S0269889702000443. PMID 12467271. S2CID 23740816. خوندي شوی له the original (PDF) on 13 June 2012. بياځلي په 11 October 2009.
{{cite journal}}
: More than one of|archivedate=
and|archive-date=
specified (help); More than one of|archiveurl=
and|archive-url=
specified (help) - ↑ Nye, Mary Jo (1999). Before big science: the pursuit of modern chemistry and physics, 1800–1940. Harvard University Press. p. 193. ISBN 0-674-06382-1.