په لبنان کې د بشر حقونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په لبنان کې د بشر حقونه په لبنان کې د بشری حقونو په حالت دلالت کوي، چې په ۲۰۰۴ ز کال کې د نړۍ په معيارونو برابر ګڼل شوي وو. داسی ويل کېږي چې پر ځينو کسانو د مجرمانو او ترهګرو ادعا کېږي او دوی له تور پرته د لنډی او اوږدې مودی لپاره په زندان کې ساتل کېږي. اتباعو ته د بیان او د مطبوعاتو آزادي د دې هېواد د قوانینو له لارې، چې د هر وګړی د آزادۍ ساتنه كوي تامینېږی. هغه فلسطنيان چې په لبنان کې ژوند  کوي، په پراخه کچه له اساسي مدني حقونو څخه بی برخي دي. دوی د کور يا د ځمکې څښتنان نه شی کېدای او دوی د وکالت، انجینري او ډاکټرۍ موقف ته نه شي رسېدلی، خو د لبنان حکومت د دندو پر وړاندی يو څه محدوديتونه راکم کړي او د دي موضوع لپاره يې د خبرو اترو ملي کمېټه رامنځته کړې ده. د عربو پسرلي په دوران کې، لبنان لوی لاريونونه او فرقه یيز تاوتريخوالی تجربه کړ، خو د هغه ډول پراخو سياسی ګډوډيو مخه يې ونيوله، لکه څنګه چې د عربي نړۍ  په ډېرو نورو برخو کې ولیدل شوې. د ۲۰۱۵ ز کال د جنوری په مياشت کې د اقتصادي ځيرکتيا بنسټ له لوری يو راپور خپور شو، چې د ۲۰۱۴ ز کال د ديموکراسی په شاخص کې لبنان د منځني ختيځ د هېوادونو په منځ کې دويم مقام او د نړۍ د ۱۶۷ هېوادونو په منځ کې یې ۹۸ مقام ترلاسه کړی و. دا راپور، هېوادونه د ټاکنيزو پروسو، د وګړو او احزابو ګډون، حکومتی کړو وړو، سياسی ګوندونو، سياسی کلتورونو او د بنسټيزو ازاديو پر بنسټ ډلبندي کوي. چارلس ماليک په ملګرو ملتونو کې د لبنان سفير، د بشر د حقونو د نړيوالې اعلامیې په طرحه کې برخه واخسته، چې بيا لبنان په ۱۹۴۸ ز کال کې دا اعلاميه ومنله. [۱][۲][۳][۴]

شکنجه (ربړونه)                                                                                                                      [سمول]

ځیني داسي راپورنه شته چې، امنيتي ځواکونه له بنديانو څخه ناوړه ګټه اخلي او په ځنيو حالاتو کې له شنکجې (ربړونۍ) کاراخلي. حکومت دا مني چې له زور زياتي نه ناوړه ګټه اخستنه، چې معمولاً د لومړنيو څېړنو په ترڅ کې چې د پوليسو په حوزو او پوځی مرکزونو کې په لاره اچول کېږي پېښېږی، چې هلته له تورنو کسانو څېړنې د مدافع وکيل نه پرته سرته رسېږي. دا ډول ناوړه ګټې اخستنی د قوانينو له شتون سره سره پېښېږي، چې ان قاضيان د هغو اقرارونو له قبلولو منع کوي، چې د زور او فشار په پايله کې اخستل شوی وي. د ربړونو ډولونه د راپور پر بنسټ، د وهلو ټکولو او د تورن کس لاسونه شاته تړلو ته شاملېږي. ځینې زندانيان وهل او ټکول شوي، زولانه شوي، سترګې پری تړل شوې او په زور سره دې ته اړ شوي چې،  پړمخی پر ځمکه وغځېږی. يوکس په توقيف کې مړ شو. سیمه ییزو خبریالانو او د بشر حقونو ټولنو ته د يارزی زندان چې د دفاع وزارت له لوري څارل کېږي، د لاسرسي اجازه ور نه کړل شوه. يو فرانسوی په دې زندان کې، د هغو ربړونو د ډولونو چې ترې ګټه اخستل کېږي، راپور ورکوی. [۵][۶]

د بښنې نړيوالې ټولنې، د ۲۰۱۵-۲۰۱۶ ز د کلني راپور پر بنسټ ډېر لبنانيان د توقيف په دوران کې له ربړولو سره مخامخ شوي دي.

د جون په مياشت کې د روميح (Roumieh) د زندان پنځه افسران، وروسته له هغی د زندانيانو پر وړاندی د زور زياتی نه په ګټه اخستنه باندې تورن شول، چې دوه ويډيوګانې یې په رسنيو کې خپري شوې، چې په کې د داخلي امنيت ځواکونه په داسې حال کې ښودل کېږي، چې زندانيان وهي او ډبوي.

د بښنې نړيوالې ټولنې ادعا کړې، چې لبنان د شکنجې څخه د څار د يوې ملي ادارې په تأسيس کې پاتې راغلی، که څه هم په ۲۰۰۰ ز کال کې يې په خپله خوښه  د ملګرو ملتونو د شنکجې ضد کنوانسيون منلی دی.[۷]

سياسي حبس                                                                                                         [سمول]

سوري ځواکونو په لبنان کې سياسی مخالفين پرته له کوم تور څخه د لنډی او اوږدې مودې لپاره تر ۲۰۰۵ ز کاله بنديان کړل. وروسته له دې چې په ۲۰۰۵ ز کال کې له لبنان څخه د سوريې ځواکونه بهر شول، د سوريې د حکومت د هېڅ اعتراض کوونکي د نيولو راپور ورنه کړل شو. په داسی حال کې چې، د سوريې طرفداره امنيتی جنرالان ونيول شول.

د بېلګی په ډول: پخوانۍ جنرال جميل سعيد، بريد جنرال مصطفی حمدان، تورن جنرال علی هاج او بريد جنرال رايموند اذر د ۲۰۰۵ ز کال د اګست په مياشت کې د جرمني څارنوال ډيټلی ميهلیز په غوښتنه ونيول شول، هغه د ملګرو ملتونو له خوا د رفيق الحريری د ترور په اړه له مهمو سوري او لبناني شخصتونو څخه د لومړنیو څېړونو د تحقيق مشری کوله.

د دی څلورو جنرالانو پر وړاندې هېڅ تور ونه لګول شو، په وروستي  پړاو کې د دوی هېڅ اعتراف نه وو تکرار شوی او دا څلور جنرالان هېڅکله محکمی ته را نه وستل شول. بياهم، تقريباً دا څلور کاله کېږي، چې په زندان کې دي. د بشرحقونو ځنيو نړيوالو ټولونو د دوی بنديانول، د استبداد په بڼه په ګوته کړي. د ۲۰۰۹ ز کال د اپريل مياشتې په ۲۹ مه نېټه د څارنوال ډانيل بليمير د غوښتنی په تعقيب دا څلور تورن کسان، چې د  څېړنو پر محال نيول شوي وو، د دوی پر ضد د باوري شواهدو د نه شتون له امله، د محکمی د امر پر بنسټ سملاسي پرته له قيد او شرط نه آزاد کړل شول.[۸][۹]

د بيان آزادی پر وړاندې محدويتونه                                      [سمول]

له هغه وخت نه چې د ۲۰۰۵ ز کال د اپريل په مياشت کې ۲۵ زره سوريايې ځواکونو له لبنان څخه په شاتګ وکړ، هلته ډېر لوی پرمختګونه وشول، چې د غرب له خوا د سور انقلاب په نوم ياد کړل شو. که څه هم، نامتو ژونالیستان او سياسی څېرې به د سوریایي تروريستانو له خو،ا د سختو ترورونو او موټر بم بريدونو هدف ګرځول کېدل.

والتز وت بشير يو اسرائيلی فلم دی، چې د اسرائیلی پوځ پرهغو چلندونو باندې، چې د لبنان ۱۹۸۲ ز کال جکړه کي ترسره شوې وي، نيوکي و کړې او منع وګرځول شو. که څه هم، دا فلم د هغو فلسطينانو په منځ کې چې په لبنان کې ژوند کوي، ډېر مشهور دی او هغوی د دې فلم کاپیاني په قاچاقی ډول پيری. نور فلمونه هم منع شوي، د بېلګی په ډول: د "Schindler's List" فلم، چې يهودی همدردۍ ته پياوړتيا ورکوی، هغه قبول شوی درېځ، چې په حقيقت کې لبنان په رسمی توګه له اسرائيلو سره په جګړ کې پاتي کوی. نورفلمونه او کتابونه هم دين ته د سپکاوی په تور منع  شوي، لکه: څنګه چې په قوانينو کې دينونو ته سپکاوی په سخت ډول منع شوی او د هرکس د دا ډول سپکاويو ساتنه کوی، د بېلګی په ډول: د ډا وينسی قانون "The Da Vinci Code"  او د شيطانی اياتونه، هغه کتابونه دي چې منع ګرځول شوي، که څه اوس هم په ډېرۍ کتاب پلورنځيو کې پيدا کېږي.[۱۰]

د ۲۰۱۵ ز د کال د سپټمبر د مياشتی په ۱۶ نېټه د لبنان امنيتی ځواکونو له لوری د هغو لاريون کوونکو د خورلو پر وړاندې له ډېر زور زياتی نه کار واخستل شو، چې د پراخ ادرای فساد شتون او د خرابو عامه خدمتونو په مقابل کې يې لاريون کړی وو. دا اعتراضونه، په بيروت کې د لبنان مرکزي پارلمان تر څنګ وشول. دلبنان د بلوا ضد پوليسو د دی لاريون کوونکو پر وړاندی له اوښکی بهوونکې او ربړی مرمۍ نه کار واخست او له ۳۰ ډېر اعتراض کوونکي يې ونيول، چې دا ټول بيا په راوروسته ورځو کې له بند نه آزاد شول. د دوو ورځو په موده کې، له ۱۷۵ څخه ډېر اعتراض کوونکي ټپيان شول او په څو ژونالستانو او انځور اخستونکو باندی حملی وشوي. د ۲۰۲۰ز کال د اګست په ۱۱ مستند راپورونه ورکړل شول، چې لبنانی امنيتي ځواکونو، په ملکی جامو کې د ځينو ناپيژاندو کسانو له لوری پر بی وسلې اعتراض کوونکو باندۍ برید وشو، چې په تعقيب يې د اګست په ۴ مه يوه لويه چاودنه وشوه. اوښکۍ بهوونکې ګاز، ربړی مرمي، ټيل ماټیل او ساچمه لرونکې مرمۍ د اعتراض کوونکو د ګڼې ګوڼی پر لور په بی پروا ډول ويشتل کېدي، چې د اعتراضونو په دوران کې د اګست په ۸ له ۲۳۰ ډېر کسان  ټپيان شول.[۱۱][۱۲]

د کډوالو کارګرو نه ناوړه ګټه اخستنه او تبعيض                                    [سمول]

په لبنان کې له کورنیو کارکوونکو نه ناوړه ګټه اخستنه کېږي، په ځانګړی توګه له هغو ښځو چې د ۲۰ او ۳۰ کلونو عمرونو تر منځ د ايتوپيا، سريلانکا او د فليپينی کار کوونکو څخه دي، چې د کار ګرو د حقونو نړيواله پاملرنه يې ځانته جلب کړې ده. دوی ډېرۍ وختونه دې ته اړ کېږي، چې ډېر ساعتونه کار وکړی، تری ناوړه ګټه اخستل کېږي او دوی ته ورځ مزدوري نه ورکول کېږي. د ښځينه خدمتګارانو يوی ډله یيزی ځان وژنی، چې  د ۲۰۰۹ ز کال د دسمبر له مياشتې څخه يو څو اونۍ دمخه خپل ځانونه په اعدامولو يا له بالکونونو څخه په غورځولولو ووژل، چې دې کار له سی ان ان لا تایمز له لارې نړيواله پاملرنه یې ځانته جلب کړه او ان د دې لامل شو، چې يو انټرنټی مخ ( بلاګ ) ورته جوړ شي، چې د ويسام په نوم يې یاد کړه، ترڅو په لبنان کې ناوړه ګټه اخستنه رسوا کړي.[۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Lebanon", Country Reports on Human Rights Practices 2004, Bureau of Democracy, Human Rights, and Labor, U.S. Department of State, 28 February 2005
  2. "Mired in poverty: Palestinian refugees in Lebanon see little hope in new law", Richard Hall, The Guardian, 24 August 2010
  3. "Lebanon: The 'Lee-Side' of the Arab Spring", Somdeep Sen, "openDemocracy", 15 November 2011
  4. "Lebanon: Thousands rally against sectarian leaders", Meris Lutz, "Los Angeles Times", 20 March 2011
  5. "Lebanon: Torture and Other Cruel, Inhuman, or Degrading Treatment or Punishment", 2004 Country Reports on Human Rights Practices, Bureau of Democracy, Human Rights, and Labor, U.S. Department of State, 28 February 2005
  6. Lebanon: The Ministry of Defense Detention Center: A Major Obstacle to the Prevention of Torture: Forgotten victims, unpunished executioners, Marie Daunay, Solida (Paris), 5 October 2006
  7. "Lebanon 2015/2016". www.amnesty.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Yara Bayoumy and Tom Perry (په 29 April 2009 باندې). FACTBOX: Lebanese generals ordered released by Hariri court. Reuters
  9. "Order of the Pre-Trial Judge regarding the release of the four Generals" Archived 2015-04-06 at the Wayback Machine., United Nations Special Tribunal For Lebanon, 29 April 2009
  10. (په 1 May 2009 باندې). Why Jane Fonda Is Banned in Beirut. Wall Street Journal.
  11. Monitor, Euro-Med. "Lebanese security forces using excessive force against protesters". Euro-Mediterranean. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Lebanon: Military and security forces attack unarmed protesters following explosions". Amnesty International. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Ollvia Sterns (په 2 December 2009 باندې). Spate of suicides by foreign maids in Lebanon sheds light on abuse. CNN.
  14. Flat Out Segregation at Lebanese Beaches, Anti-Racism Movement, 2012
  15. At Least 45 Local Curfews Imposed on Syrian Refugees, Human Rights Watch, 2014