Jump to content

په قران کریم کې د ښځو یادونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ښځې په قران کریم کې مهم شخصیتونه لري او د اسلام د مبارک دین د اخلاقي لارښوونو او کیسو په ګډون بحث وړ موضوعات جوړوي. ډېری ښځې چې په قران کریم کې یادې شوي د پیغمبرانو یا د رهبرانو د میندو او ښځو په توګه معرفي شوي دي. هغوی په یو شمېر برخو کې له نارینه وو څخه په مشخصه کچه خپله خپلواکي ساتلې؛ د بېلګې په توګه، قران کریم د هغو مېرمنو ستاینه کوي چې له خپلو مېړونو وړاندې یې د اسلام دین ومانه یا هغه چې په مستقلانه بڼه یې له حضرت محمد(ص) سره بیعت وکړ. [۱]

په داسې حال کې چې قران کریم یوازې له مریم پرته د هېڅ ښځې نوم په مستقیمه بڼه نه اخلي، خو د هغو په ډېری کیسو کې رول لري. د تاریخ په اوږدو کې د اسلامي کتابونو مختلفو مفسرینو او قانون جوړونکو په قران کریم کې د یادو شوو مېرمنو بیان د هماغه مهال د غالبې ایډیالوژي یا تاریخي جوړښت له مخې کړی. د معاصر مهال او اسلامي فیمینېزم د رامنځته کېدو را وروسته ډیری څېړونکي اصلي متن ته مراجعه کوي، د ښځو اړوند پخواني منل شوي تفسیرونه ارزوي او بیاځلي په قران کریم کې د ښځو یاد شوی رول انځور کوي. [۲]

د آدم(ع) مېرمن

[سمول]

د آدم(ع) مېرمن، بی بی حوا ته د قران کریم په ۲ سورت: ۳۰-۳۹ ایاتونه؛ ۷: ۱۱-۲۵؛ ۱۵: ۲۶-۴۲؛ ۱۷: ۶۱-۶۵؛ ۱۸: ۵۰-۵۱؛ ۲۰: ۱۱۰- ۱۲۴؛ او ۳۸: ۷۱-۸۵ آیتونو کې اشاره شوې خو د هغې نوم «حوا» د قران کریم په هېڅ برخه کې نه دی راغلی او یوازې په احادیثو کې یې یادونه شوې. د آدم(ع) او بي بي حوا د خلقت او له جنت څخه د ویستل کېدو قراني روایت له موضوعي پلوه له هغو کیسو سره توپیر لري چې یهودانو یا عیسویانو ته اړوندې بلل کېږي. خو د عیسویانو او یهودانو د کیسې په څېر، خدای(ج) آدم او حوا خلق کړل او هغوی ته یې په جنت کې د استوګنې ځای ورکړ. له دې سره له جنت څخه د ویستو په برخه کې قران د حوا ونډه کمه ګڼلې، ځکه چې هغه د انسان د ګناه شریکه ده نه تحریک کوونکې. دا آدم(ع) و چې خدای ورته خبرداری ورکړی و چې ابلیس یا شیطان ستاسو څرګند دښمن دی او له جنت څخه ستاسو د ویستلو په برخه کې ګواښ دی. [۳][۴]

نو مونږ ادم ته وویل: بېشكه دا (ابلیس) ستا او ستا د ښځې دښمن دى، نو دى دې تاسو هرګز له جنت نه ونه باسي، (ګنې) نو په مشقت كې به پرېوځئ» ـــــ قران کریم، ۲۰ سورت (طا،ها)، ۱۱۷ آیت

د نوح(ع) او لوط (ع)ښځې

[سمول]

ډېری مهال د دغو مېرمنو نومونه سره ګډوډ کېږي، خو د پوهانو عام باور پر دې دی چې د نوح(ع) ښځه والهه او د لوط (ع)ښځه والعه نومېده. د دغه دوه نومونو تل ګډوېدل د دې څرګندويي کوي چې څه ډول دغه دواړو مېرمنو د یوې موخې لپاره د اسلامي تفاسیرو د بیان په برخه کې عمل کړی. د نوح(ع) د مېرمنې اړوند ډیری نظریه ورکوونکي دا اټکل کوي چې هغه په طوفان کې مړه شوې او دا هم ځکه چې هغې تل خپل مېړه لیونی باله او له همدې امله نوح(ع) اجازه نه ده ورکړې بېړۍ ته وخېژي. بل پلو داسې انګېرل کېږي چې د لوط(ع) مېرمن د سدوم له خلکو سره یوځای مړه شوې ځکه هغې د ښځې په توګه له خپل مېړه سره خیانت کړی و او د فاسدو وګړو په خوا کې یې د هغه پر ضد توطئه کوله. دا یو مهم توپیر ګڼل کېږي، ځکه چې اسلامي نظریه ورکوونکي ټینګار کوي چې دغه چاره د ښځو معنوي فردیت تثبیت کوي. دا په دې معنی دی چې هغوی د دین په انتخاب کې آزادې وې او دا چې بېرته یې هم د دین د ناسم غوراوي له امله تاوان ورکړی. بالاخره په قران کریم کې د هغوی د یادونې لامل دا دی چې خلکو ته د دې بېلګې وړاندې کړي څو وپوهېږي په خدای او پیغمبرانو باندې یې ایمان نه لرل څه پایلې لري. [۵][۶][۷]

ژباړه: «الله د هغو كسانو لپاره مثال بیانوي چې كافران شوي دي: د نوح ښځه او د لوط ښځه، دا دواړه زمونږ په بنده ګانو كې ددوه نېكو بنده ګانو لاندې وې، نو دغو دواړو (ښځو) له هغو سره خیانت وكړ، نو هغوى د الله په مقابله كې د دوى هېڅ په كار رانغلل او دغو دواړو (ښځو) ته وویل شول چې تاسو اور ته له ننوتونكو سره ننوځئ» ــ قران کریم، ۶۶ سورت (التحریم)، ۱۰ آیت

د لوط(ع) لورګانې

[سمول]

هغه رول چې د قرآني روایاتو له مخې د لوط(ع) لورګانې یې لري تر ډېره بریده منفعلانه او پر الله(ج) باندې د هغوی د عقیدې لرلو څرګندويي کوي. ورته مهال له دغې ساده توضیح سربېره هغوی د خپلې مور لپاره د فویل (مرستندوی) رول درلود او د سدوم وګړو ته یې په خبر ورکولو سره د لوط(ع) د میلمنو پر وړاندې توطئه وکړه. په داسې حال کې چې د دوی مور د سدوم د کافرو وګړو په برخلیک اخته شوه خو لوڼو یې په توبې کولو نجات وموند او د خدای له عذاب څخه بچ شوې.[۸]

ژباړه: «او ده ته يې خپل قوم راغى، چې د ده په طرف يې بې اختیاره منډې وهلې او دوى مخكې له دې نه (هم) د بدو كارونو كوونكي وو، ده وویل: اى زما قومه! دا زما لوڼې دي (په نكاح يې واخلئ) دا تاسو لپاره بېخي پاكې (او حلالې) دي، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما د مېلمنو په حق كې ما مه شرموئ، ایا په تاسو كې كوم یو پوه سړى نشته؟ دوى وویل: یقینًا یقینًا تا ته معلومه ده چې مونږ ته ستا په لوڼو كې هېڅ حق (رغبت) نشته او بېشكه تا ته خامخا هغه څه معلوم دي چې مونږ يې غواړو!» ــ قران کریم، ۱۱ سورت (هود)، ۷۸ او ۷۹ آیتونه

له دې سره د سدوم خلکو د لوط(ع) وړاندیز رد کړ او خپلو ګناهونو ته یې دوام ورکړ؛ په راتلونکې یادونه کې چې په ۱۵ سورت (سورت حجر) کې راغلي لوط(ع) بیاځلي له خپلو لوڼو سره هغوی ته د واده کولو وړاندیز کوي. خو داځل یې وړاندیز د سدوم د خلکو د ناوړه عمل کولو څخه د خپلو میلمنو د ژغورنې په موخه و.[۹]

آسیه، د فرعون ښځه

[سمول]

د فرعون مېرمن چې د یو شمېر روایاتو له مخې یې نوم آسیه دی، د موسی(ع) په ژوندانه کې یې مهم رول ولوباوه، ځکه د هغه رضاعي مور ګرځېدلې وه. هغه مهال چې موسی یې واخیست د هغه ژوند یې وژغوره او هغه یې د کافرانو په کورنۍ کې را لوی کړی په داسې حال کې چې د خدای نظر ورباندې و.[۱۰]

د موسی(ع) له ټول ژوند څخه یوازې د فرعون مېرمن د تفسیري ادبیاتو لویه برخه جوړوي. پر هغې باندې د مومنانو لپاره د بېلګې په توګه ډېر ټینګار شوی دی. هماغه ډول چې د قران کریم د ۲۸ سورت په ۹ آیت کې یې څرګندونه کېږي. ډیری هغه د موسی(ع) په ژوندي ساتلو کې د ونډې لرلو له امله عادله مېرمن بولي.[۱۱]

ژباړه: « او د فرعون ښځې وویل: (دا هلك) زما او ستا د سترګو یخوالى دى، تاسو دا مه وژنئ، امېد دى چې دا به مونږ ته نفع راورسوي، یا به دا مونږ زوى ونیسو، په دې حال كې چې دوى نه پوهېدل.» ــ قران کریم، ۲۸ سورت (القصص) ۹ آیت

د حضرت محمد(ص) لوڼې

[سمول]

حضرت محمد(ص) له خپلې مېرمنې خدیجې بنت خولید څخه څلور لوڼې لرلې: زینب، ام کلثوم، رقیه او فاطمه.

قران کریم د حضرت محمد(ص) د لوڼو اړوند د الاحزاب سورت په ۵۹ آیت کې داسې ویلي:

ژباړه: «اې نبي! ته خپلو ښځو او خپلو لوڼو او د مومنانو ښځو ته ووایه چې په خپلو ځانونو دې له خپلو څادرو ځنې راخواره ( او راځوړند) كاندي، دغه (د بدن پټول) ډېر نژدې دي دې ته چې دوى به وپېژندل شي (چې پرده دارې دي) نو دوى ته به تكلیف نه رسولى شي او الله دى ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى».

قران کریم د حضرت محمد(ص) لوڼو ته یوازې د «بناتک» یا لورګانو کلمه کاورې او په هېڅ ځای کې یې هم د هغوی نوم نه دی یاد کړی.

سرچينې

[سمول]
  1. "From the article on Women and Islam in Oxford Islamic Studies Online". Oxfordislamicstudies.com. 2008-05-06. doi:10.1093/0198297688.003.0006. خوندي شوی له اصلي څخه په 2014-05-25. بياځلي په 2012-08-22. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  2. Encyclopaedia of the Quran. Leiden: Brill, 2001. Print.
  3. Stowasser, Barbara Freyer (1996-08-22). Women in the Qur'an, Traditions, and Interpretation (in انګليسي). Oxford University Press. ISBN 978-0-19-976183-8.
  4. Beyond The Exotic: Women's Histories In Islamic Societies – Page 9, Amira El Azhary Sonbol – 2005
  5. Encyclopaedia of the Quran. Leiden: Brill, 2001. Print.
  6. Maḥallī,Jalāl al-Dīn Muḥammad ibn Aḥmad, Suyūṭī, & Hamza, F. (2008). Tafsīr al-jalālayn. Louisville, Ky.: Fons Vitae.
  7. Encyclopaedia of the Quran. Leiden: Brill, 2001. Print.
  8. Encyclopaedia of the Quran. Leiden: Brill, 2001. Print.
  9. Encyclopaedia of the Quran. Leiden: Brill, 2001. Print.
  10. Stowasser, B. F. (1994). Women in the Quran, Traditions, and Interpretation. New York: Oxford University Press, 57
  11. Encyclopaedia of the Quran. Leidan: Brill, 2001. Print.; Stowasser, B. F. (1994). Women in the Quran, Traditions, and Interpretation. New York: Oxford University Press. 58