Jump to content

په فلسطین کې کورنۍ جګړه (۱۹۴۷-۱۹۴۸)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


په فلسطین کې د ۱۹۴۷-۱۹۴۸ کال کورنۍ جګړه د فلسطین ۱۹۴۷-۱۹۴۹ جګړې لومړی پړاو ؤ. دغه جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د فلسطین د خاورې وېشلو د پلي کولو په تړاو د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د ۱۹۴۷ کال د نومبر پر ۲۹مه نېټه یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ. [۱]

د کورنۍ جګړې په اوږدو کې د عربو او یهودو ټولنې سره ونښتې (چې یوه لوري د عربو ازادي‌پال پوځ ملاتړ درلود)؛ په داسې حال کې چې بریتانیاییانو د نظم ساتنې مسوولیت درلود، ځان شاته کړ او یوازې په ځینو مواردو کې یې لاسوهنه کوله.[۲][۳]

کله چې د ۱۹۴۸ کال د مې پر ۱۴مه نېټه په فلسطین کې د بریتانیا قیمومیت پای ته ورسېده او د اسراییل دولت د تاسیس اعلامیه خپره شوه، د مصر، اردن، عراق او سوریې عربي هېوادونو فلسطین ته مخه کړه او په بېړه یې پر اسراییلي ځواکونو او یوشمېر یهودي‌مېشتو سیمو برید وکړ. نښتو لا زور ونیوه او په پایله کې د عربو او اسراییلو ترمنځ د ۱۹۴۸ز کال جګړه رامنځ‌ته شوه.[۴]

مخینه

[سمول]

فلسطین له ۱۹۲۰ز کال وروسته د بریتانیا تر ادارې لاندې ؤ او په دغې موده کې د ملت‌پالو فلسطینیانو او صهیونیستانو د جګړې هدف وګرځېد؛ دغه دوه ډلې هم د خپل په منځ کې مخالفتونه درلود او هم د بریتانیا د قیمومیت مخالفې وې.

د فلسطینیانو غبرګون په ۱۹۳۶-۱۹۳۹ کې په فلسطین کې د عربو قیام په ترڅ کې خپلې لوړې کچې ته ورسېده؛ د دغه قیام په اوږدو کې ۵،۰۰۰ فلسطیني عربو او ۵۰۰ یهودانو ته مرګ‌ژوبله واوښته او په پایله کې د فلسطین سیاسي لوړپوړي چارواکي، د عربو عالي کمېټې مشر «امین الحسیني» په شمول تبعید شول. څرنګه چې د ۱۹۳۹ز کال په سپین کتاب کې قانون وضع شو، تاوتریخوالي ته په غبرګون کې بریتانیا هم د یهودانو د کډوالۍ کچه راښکته کړه. په دې سره د صهیونیستانو ملېشې هم پیاوړې شوې.

له دوه‌یمې نړیوالې جګړې وروسته، د صهیونیستانو غورځنګ «هولوکاسټ» نړۍ توجه او خواخوږي ځان ته وګرځوله. په قیمومیتي فلسطین کې صهیونیستي ډلو د بریتانیا نیواک پر وړاندې پورته شول. له ۱۹۴۵ څخه د ۱۹۴۷ کال تر جون میاشت پورې، د دوه او نیمو کلونو په ترڅ کې د یهودي اورپکو له‌لوري د بریتانیا د اجرائیه قوې د ځواکونو ۱۰۳ تنه ووژل او ۳۹۱ تنه ټپي شول. د فلسطیني عربانو ملت‌پال وګړي ځانونه له سره تنظیم کړل، خو تشکیلات یې د صهیونیستانو په پرتله په ټیټه کچه پاتې شول.[۵]

د یهودي اورپکو یو سازمان «هاګاناه»، په فلسطین کې له جګړې وروسته پر بریتانیا باندې ترسره شویو بریدونو کې لاس درلود، خو په ۱۹۴۶ز کال کې په کېنګ دېوېد هوټل کې د بریتانیایي پوځ په قرارګاه کې له بم‌اېښودنې وروسته د بریتانیاییانو د غضب په راولاړېدو سره یې پښه شاته واېسته.

د ۱۹۴۶ کال په مې میاشت کې، په راتلونکو دښمنیو کې د بریتانیا د بې‌پلویتوب په پام کې نیولو سره، یو C پلان جوړ شو او په دغه پلان کې، د غچ اخېستنې په موخه پر یشوف باندې د فلسطیني عربو د احتمالي بریدونو په هکله اقدامات په پام کې نیول شوي وو. د وخت په تېرېدو سره، هاګاناه د یوشمېر بریدګرو اقداماتو په ترڅ کې د فلسطیني سیاستوالو او نظامي قوماندانانو اقتصادي بېخ‌بناوې، شتمنۍ، کلي، ښاري مېنې، کورونه او کروندې، چې ګومان کېده د فلسطینیانو اډه ده یا د تحریکي ډلو له‌خوا کارول کېږي، وسوځولې او له‌منځه یوړې. د چریکي وسله‌والو او او بالغو نارینه‌وو وژنې وړاندوینه هم شوې وه.

پتاح تکفا ته نږدې د ابولبن د کورنۍ (چې د مالټو د کرنې او پالنې کار او بار یې کاوه) پر کور یې د ترهګرو پناه‌ځای ګومان وکړ او د ۱۹۴۷ کال د اګوسټ پر ۱۵مه نېټه یې په بمونو والوځوه. ۱۲ اوسېدونکي د شپږو ماشومانو او یوې مېرمنې په شمول ووژل شوې. د ۱۹۴۷ کال له نومبر میاشتې وروسته د هاګاناه ډلې د ډېریو ترهګرو بریدونو په ترڅ کورونه د سُرنګ په واسطه الوځول. [۶][۷]

د فلسطین د راتلونکي په هکله د بېلابېلو لیدلورو په همغږي کولو کې ډیپلوماسي پاتې راغله. د نومبر په لومړیو کې، هاګاناه د جګړې چمتووالی نیوه او د یوه فرمان له‌لارې یې امر وکړ ترڅو د ۱۷ او ۲۵ کلونو ترمنځ ټول نارینه دې نومونه ولیکي. د ۱۹۴۷ کال د فبروري پر ۱۸مه بریتانیا له سیمې څخه خپله وتنه اعلان کړه او د نومبر پر ۲۹مه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې (د نړۍ لویو قدرتونو په ملاتړ، چې په هغو کې بریتانیا او عربي هېوادونه شامل نه‌وو) د فلسطین د خاورې وېشلو پلان د پلي کولو تصویب ته رایه ورکړه. [۸]

د کورنۍ جګړې پیل (له ۳۰-نومبر-۱۹۴۷ څخه تر ۱-اپرېل-۱۹۴۸ پورې)

[سمول]

د فلسطین د خاورې وېشلو پلان د تصویب او پلي کېدلو په تړاو د ملګرو ملتونو عمومي غونډې له‌خوا د 181 (II) پرېکړې‌لیک د تصویب په پایله کې، په داسې حال کې چې د یهودو ټولنې خپله خوشحالي څرګندوله، د عربو ټولنې لاریونونه وکړل او د ډسمبر میاشتې له ۱ړۍ نېټې وروسته د عربو عالي کمېټې عمومي اعتصاب وکړ چې د درېیو ورځو لپاره وغځېده.[۹][۱۰][۱۱]

«د تاوتریخوالي سېلۍ» په چټکۍ سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپره شوه او د دوو ټولنو ترمنځ یې یوې کورنۍ جګړې د غم خبر ورکاوه. وژنو، غلیمانه غچونو، او متقابلو غچ اخېستونکو بریدونو ورځ په ورځ زور واخېست او په لږه موده کې لسګونه مرګ‌ژوبلې دواړو خواوو ته واوښتې. سخت وضعیت دوام درلود، ځکه چې د بریتانیا ځواکونو د تاوتریخوالي زیاتېدونکو څرخونو د درولو لپاره اقدام ونه‌کړ. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د 181 (II) پرېکړې‌لیک له تصویب وروسته، لومړنۍ مرګ‌ژوبلې د یوه یهودي سرویس مسافرانو ته واوښتې او کفار سیرکین ته نږدې د نومبر پر ۳۰مه نېټه د یافا سیمې اتو کسانو پر سرویس باندې برید وکړ، ۵ سورلي یې ووژلې او نور یې ټپیان کړل. یو او نیم ساعت وروسته یې پر دوه‌یم سرویس باندې، چې له خضیرې څخه سویل خوا ته روان ؤ، برید وکړ او دوه نور یې ووژل او په بیت‌المقدس (اورشلیم) او حیفا کې یې د یهودانو پر ښاري بسونو باندې فیرونه وکړل. ویل کېږي چې دغه اقدام د شوبکي کورنۍ د غچ اخېستلو لپاره ترسره شو، چې لس ورځې مخکې پنځه فلسطیني عرب د لحي ملېشې له‌خوا هرتسلیا ته نږدې ترور شوي وو. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

اِرګون او لحي (چې وروستی د ستېرن ملېشې په نوم هم پېژندل کېږي) په ګڼه‌ګوڼو بازارنو او د ښاري بسونو په تم‌ځایونو کې د بم‌اېښودنو ستراتیژي ته دوام ورکړ. د ډسمبر پر ۳۰مه نېټه په حیفا کې د اِرګون ترهګرو د عربو کارګرانو په منځ کې چې د یوې تصفیې‌خونې مخامخ ته کتار ولاړ وو، دوه بمونه وغورځول، ۶ کسانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله او ۴۲ تنه یې ټپیان کړل. یوې قهرجنې ډلې په ځواب کې ۳۹ یهودان ووژل، خو د بریتانیا سرتېرو وضعیت په کراره کړ. [۲۳][۲۴][۲۵]

په غلیمانه غچ اخېستونکو بریدونو کې، د ضربتي ځواک، پلماخ او کارمېلي لوا سرتېرو پر بلاد الشیخ او اواسا کلیو باندې بې‌رحمه بریدونه وکړل. د بېلابېلو مورخانو په وینا، په دغو بریدونو کې ۲۱ تر ۷۰ کسانو پورې ووژل شول.[۲۶]

د اسراییلي مورخ «بني موریس» په وینا، د جګړې په لومړیو څو میاشتو کې نښتې د لویو ښارونو ترڅېرمه او په منځ کې رامنځ‌ته کېدلې او عربو جګړه پیل کړه؛ عربو به له لېرې او پټو ځایونو څخه د یهودانو پر کورونو، پیاده عابرانو او ترافیک باندې فیرونه کاول او همدا راز د ښار او کلیو د واټونو او لارو په اوږدو کې به یې بمونه او ماینونه ښخول. [۲۷]

سرچينې

[سمول]
  1. Resolution 181 (II). Future government of Palestine A/RES/181(II)(A+B) 29 November 1947 Archived 17 June 2011 at the Wayback Machine.
  2. Melvin I. Urofsky (January 1982). A voice that spoke for justice: the life and times of Stephen S. Wise. SUNY Press. p. 282. ISBN 978-0-87395-538-6.
  3. Charles Herbert Levermore; Denys Peter Myers (1921). Yearbook of the League of Nations. The Brooklyn Daily Eagle. p. 63.
  4. Benny Morris (2008), p. 180 and further
  5. Henry Laurens, La Question de Palestine, volume 2, Fayard, Paris 2002, pp. 571–572.
  6. Walid Khalidi. "Before their Diaspora." IPS 1984; ISBN 0-88728-143-5. p. 253. Benny Morris, The Birth of the Palestinian refugee problem, 1947–1949, 2004, p. 343. Morris gives no precise date or number of casualties but describes the house as "suspected of being an Arab terrorist headquarters." He also states that on 20 May 1947 the Palamach blew up a coffee house in Fajja after the murder of two Jews in Petah Tikva.
  7. Morris 2004 p. 343:9 December 1947, the Givati brigade blew up a house in the village of Karatiyya; on 11 December a house was blown up in Haifa's Wadi Rishmiya neighbourhood. On 18 December 1947, two houses were destroyed by the Palmach in a raid on Khisas in the Galilee; On 19 December, the house of the mukhtar of Qazaza was partially demolished to revenge the murder of a Jew; On 26 December, several houses were blown up in Silwan; on 27 December 3 houses were blown up in Yalu; On 4 January 1948 Etzioni blew up the Christian-owned Semiramis Hotel in Jerusalem's Katamon quarter.
  8. Shay Hazkani, Dear Palestine: A Social History of the 1948 War, Stanford University Press, 2021 کينډۍ:Isbn chapter 1.By the eve of the declaration of independence on May 1948, 105,000 men had answered the call of which 25,000 had been drafted into active service.
  9. "A/RES/181(II) of 29 November 1947". domino.un.org. 1947. خوندي شوی له the original on 24 May 2012. بياځلي په 11 January 2012.
  10. "Extracts from Time Magazine of that time". خوندي شوی له the original on 4 June 2012.
  11. Yoav Gelber (2006), p. 17
  12. This expression is taken from Ilan Pappé (2000), p. 111
  13. Benny Morris (2003), p. 65
  14. Ilan Pappé (2000), p. 111
  15. Morris 2008, p. 76
  16. Efraïm Karsh (2002), p. 30
  17. Benny Morris (2003), p. 101
  18. Morris 2008, p. 76
  19. "This Day in Jewish History / Civil War Breaks Out in Palestine". Haaretz (in انګليسي). بياځلي په 2021-10-24.
  20. Morris, R.F.T.I.B.; Morris, B.; Clancy-Smith, J.A.; Benny, M.; Gershoni, I.; Owen, R.; Tripp, C.; Sayigh, Y.; Tucker, J.E. (2004). The Birth of the Palestinian Refugee Problem Revisited. Cambridge Middle East Studies. Cambridge University Press. p. 139. ISBN 978-0-521-00967-6. Traditionally, Zionist historiography has cited these attacks as the first acts of Palestinian violence against the partition resolution. But it is probable that the attacks were not directly linked to the resolution – and were a product either of a desire to rob Jews... or of a retaliatory cycle that had begun with a British raid on a LHI training exercise (after an Arab had informed the British about the exercise), that resulted in several Jewish dead... The LHI retaliated by executing five members of the beduin Shubaki clan near Herzliya...; and the Arabs retaliated by attacking the buses on 30 Nov....
  21. Radai, Itamar (2015). Palestinians in Jerusalem and Jaffa, 1948: A Tale of Two Cities. Routledge Studies on the Arab-Israeli Conflict. Taylor & Francis. p. 237. ISBN 978-1-317-36805-2. بياځلي په 2022-04-17. In November they again strove to cool tempers, following an attack on a Jewish bus on its way to Holon, in retaliation against the killing of five young men of the Shubaki family by LEHI gunmen (who were in turn taking revenge because one of the members of the family had informed to the British about LEHI activities).
  22. Morris, B. (2009). 1948: A History of the First Arab-Israeli War. Yale University Press. p. 76. ISBN 978-0-300-15112-1. بياځلي په 17 April 2022. …the majority view in the HIS—supported by an anonymous Arab flyer posted almost immediately on walls in Jaffa—was that the attackers were driven primarily by a desire to avenge an LHI raid ten days before on a house near Raganana belonging to the Abu Kishk bedouin tribe.
  23. B. Morris, 2004, The Birth of the Palestinian refugee problem revisited, p. 66
  24. The Palestine Post of 31 December 1947: Archives of the newspaper Archived 20 September 2012 at the Wayback Machine.
  25. Efraïm Karsh (2002), p. 30
  26. Benny Morris (2003), p. 101
  27. Benny Morris (2008), p. 101