په فرانسې باندې د ایټالیا برید

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په فرانسې باندې د ایټالیا برید (د ۱۹۴۰ زکال د جون له ۱۰مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې) چې د الپ جګړه هم بلل کېږي، په دویمه نړیواله جګړه کې د ایټالیا لومړنۍ لویه نښته او همدارنګه د فرانسې د جګړې وروستۍ لویه نښته وه.

په جګړه کې د ایټالیا ونډې د دغې جګړې لمن په پام وړ کچه تر افریقا او مدیترانې سمندرګي پورې پراخه کړه. د ایټالوي رهبر، بنیټو موسولیني موخه په مدیترانه کې د انګلیس – فرانسې د واکمنۍ له منځه تګ، د ایټالیا د تاریخي قلمرو بېرته ترلاسه کول او همدارنګه په بالکان او افریقا کې د ایټالیا د نفوذ پراختیا وه. فرانسې او بریتانیا د ۱۹۳۰مې لسیزې پر مهال هڅه وکړه څو موسولیني له جرمني څخه له اتحاد کولو لرې وساتي، خو له ۱۹۳۸ زکال څخه تر ۱۹۴۰ زکال پورې د جرمني چټکو بریاوو د ۱۹۴۰ زکال تر مۍ میاشتې پورې د جرمني په لوري کې د ایټالیا شاملېدل نه مخنیوي کېدوني کړل.

ایټالیا د جون میاشتې د ۱۰مې نېټې پر ماښام له فرانسې او بریتانیا سره د جګړې اعلان وکړ او د شپې له نیمايي وروسته یې جګړه پیل کړه. دواړو لورو د جګړې په لومړۍ ورځ په یو بل باندې هوايي بریدونه وکړل، خو له دې امله چې فرانسې او ایټالیا دواړو دفاعي ستراتیژۍ لرلې د آلپ په جبهه کې ډېرې لږ پېښې وشوې. د دواړو لورو د ګزمو ترمنځ نښتې وشوې او همدارنګه فرانسوي اډې، لژین الپاین په خپلې سیالې ایټالوي اډې، والو الپینو ډزې وکړې. د جون په ۱۷مه نېټه فرانسې اعلان وکړ چې له جرمني سره د اوربند په لټه کې ده. د جون په ۲۱مه نېټه هغه مهال چې د فرانسې او جرمني ترمنځ اوربند د لاسلیک کېدو تر کچې رسېدلی و، ایټالویانو د آلپ په جبهه کې یو بشپړ برید پیل کړ چې اصلي برید یې په شمالي برخه وکړ او د ساحل په اوږدو کې یې ثانوي مخکې تګ وکړ. د پیاوړي مقاومت سربېره ایټالویان څو کیلومتره د فرانسې په خاوره کې مخکې ولاړل، خو لومړنۍ موخې ته له رسېدو وړاندې ودرېدل، د دوی مهمه فتحه هم د منټون ساحلي ښار نیونه وه چې د ایټالیا سره یې په پوله موقعیت درلود.

د جون میاشتې د ۲۴مې نېټې پر ماښام په روم کې اوربند لاسلیک شو. دغه اوربند د جون د ۲۵مې نېټې د شپې له نیمايي وروسته د جرمني له اوربند سره هم مهاله (د جون په ۲۲مه لاسلیک شوی و) اجرایوي بڼه ومونده. د اوربند د هوکړې پر مټ ایټالیا ته اجازه ورکړل شوه چې نیولې برخې تر خپل اشغال لاندې وساتي، همدارنګه د پولې هاخوا په فرانسوي اړخ کې یوه غیرنظامي برخه جوړه او د رون تر سیند پورې د فرانسه په سوېل ختیځ باندې د ایټالیا اقتصادي کنټرول پراختیا ومونده؛ سربېره پر دې ایټالیا په دغه جګړه کې د فرانسې په مستعمراتو کې ځانګړي امتیازات ترلاسه کړل. ورته مهال اوربند څارونکې یوه کمېټه (Commissione Italiana d'Armistizio con la Francia) په تورین کې جوړه شوه څو اوربند ته د فرانسې په پایبندي څارنه وکړي.

د ۱۹۴۴ زکال له اګست میاشتې څخه د ۱۹۴۵ زکال تر مۍ میاشتې پورې فرانسوي ځواکونه یو ځل بیا د الپ پولې په اوږدو کې له ایټالوي ځواکونو سره په نښته کې ښکېل شول. د دغو نښتو پر مټ فرانسویان بریالي شول چې د الپ په دویمه جګړه (د ۱۹۴۵ زکال اپرېل – می میاشت) کې له لاسه وتلي خپل ټول قلمروونه بېرته ونیسي. [۱]

مخینه[سمول]

د ایټالیا د سترواکۍ هیلې[سمول]

د ۱۹۲۰مې لسیزې په وروستیو کې د ایټالیا لومړي وزیر بنیټو موسولیني د ایټالیا د سترواکۍ چټکې پراختیا ته د اړتیا اړوند خبرې وکړې او استدلال یې وکړ چې ایټالیا د خپلو «اضافي نفوسو» لپاره یوې حل لارې ته اړتیا لري او له همدې امله له دغې پراختیا سره مرسته د ټولو هېوادونو په ګټه ده. د دغه رژیم فوري هیله «د مدیترانې – دانوب – بالکان په سیمه کې سیاسي واکمني» وه؛ موسولیني د «جبل الطارق له تنګي څخه تر هرمز تنګي پوري» د سترې فتحې فکر په سر کې درلود. په بالکان او مدیترانې باندې د واکمنۍ هیلې په همدغو سیمو باندې د لرغونې رومي واکمنۍ څخه سرچینه اخیسته. ورته مهال یې د البانیا او دالماسي د الحاق او همدارنګه یې د یوګوسلاویا او یونان د اقتصادي او پوځي کنټرول لپاره هم طرحې لرلې. دغه رژیم همدارنګه له اتریش، هنګري، رومانیا او بلغاریا سره د ملاتړي او تابعو هېوادونو په توګه د اړیکو لرلو هوډ درلود چې ټولو دغو هېوادونو د ایټالیا د اروپايي نفوذ له حوزې بهر موقعیت درلود. په داسې حال کې چې دا د موسولیني یو له اعلان شوو اهدافو څخه نه و، خو لېوالتیا یې لرله په مدیترانې سمندرګي کې د بریتانیا او فرانسې برتري وننګوي چې له ستراتیژیک پلوه ورته حیاتي بلل کېده؛ ځکه چې دغه سمندرګی آرام سمندر او د هند سمندر ته د ایټالیا د نښلېدو یوازنۍ لار وه. [۲][۳][۴][۲]

په ۱۹۳۵ زکال کې د ایټالیا – ایتوپیا دویمه جګړه پیل شوه، «د نوولسمې پېړۍ هغه استعماري هڅه چې په سم وخت کې وشوه». دغه مبارزې د انګلیسي – مصري سوډان په نیولو کې د ایتوپیايي بومي پوځ د جوړولو په برخه کې خوشبینانه بحثونه رامنځته کړل. دغې جګړې همدارنګه وښووله چې د ایټالیا بهرنی سیاست ورځ تربلې تهاجمي بڼه خپلوي او همدارنګه یې د بریتانویانو او فرانسویانو د کمزورتیا ټکي څرګند کړل. دغو ټولو په خپل نوبت سره داسې فرصت رامنځته کړ چې موسولیني د خپلې سترواکۍ موخو ته د رسېدو په برخه کې ورته اړتیا لرله. په ۱۹۳۶ زکال کې د هسپانیا کورنۍ جګړه پیل شوه. ایټالیا له لومړۍ ورځې څخه په دغه جګړه کې مهم رول درلود. په دغه جګړه کې یې پوځي ونډه تر دې کچې پراخه وه چې د فرانسېسکو فرانکو په مشرۍ یې د ملت پالو ځواکونو په بریا کې ټاکونکی رول ولوباوه. موسولیني نور «په یوه بشپړه بهرنۍ جګړه» کې بوخت و؛ هغه هم له دې امله چې هسپانیا به په راتلونکې کې د ایټالیا د سترواکۍ برخه وي او همدارنګه د جګړې پر بنسټ داسې هېواد جوړ کړي چې «جنګیالی کلتور» ولري. د ایتوپیا د جګړې پایلې له څو کلنو ترینګلو اړیکو وروسته د جرمني او ایټالیا ترمنځ د روغې جوړې لامل وګرځېدې او له امله یې دواړو هېوادونو د ۱۹۳۶ زکال په اکتوبر میاشت کې د متقابلو ګټو هوکړه لاسلیک کړه. موسولیني دغه هوکړه د برلېن – روم د جوړېدو په توګه یاده کړه چې اروپا به د هغو په چاپېر څرخي. د دغې هوکړې پایلې د ایټالیا او جرمني ترمنځ د اړیکو د لا زیاتوالي لامل وګرځېدې او له امله یې موسولیني د اډولف هېټلر تر اغېز لاندې راغی، هغه اغېز چې موسولیني «هېڅکله له هغو څخه د ځان خلاصون هڅه ونکړه». [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د ۱۹۳۸ زکال په اکتوبر میاشت کې د مونیخ له هوکړې وروسته، ایټالیا له فرانسې څخه د امتیاز غوښتنه وکړه. په دغو امتیازاتو کې په جیپوتي کې یو وړیا بندر، د ادیسه بابا – جیپوتي د وسپنې د پټلۍ کنټرول، د سوئز کانال په مدیریت کې د ایټالیا ونډه، په فرانسوي تونس باندې د فرانسوي – ایټالوي مالکیت رامنځته کول او همدارنګه په کرس ټاپو کې د فرانسوي وګړو له یو رنګه کولو پرته د ایټالوي کلتور ساتل شامل وو. فرانسویانو دغه غوښتنې رد کړې ځکه چې باور یې درلود د ایټالیا اصلي موخه د نیس، کرس، تونس او جیپوتي خپلول دي. د ۱۹۳۸ زکال د نومبر په ۳۰مه نېټه د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر، ګالئاتسو چاتو ملي شورا ته په خبرو کې د «ایټالوي وګړو د طبیعي هیلو» اړوند وویل چې د «نیس! کرس! ساوي! تونس! جیپوتي! مالتا!» په شعارونو یې ملاتړ وشو. د همدغې ورځې په وروستیو کې موسولیني لویې فاشېستي شورا ته په وینا کې د هغو موضوعاتو اړوند خبرې وکړې چې ده «د فاشېستي تحرک» فوري موخې بللې. په دغو کې البانیا؛ تونس؛ له فرانسې څخه نه جلا کېدونی کرس ټاپو؛ د سویس کانتون ټیچینو او د وار سیند په ختیځ کې له ساوي پرته د نیس په ګډون د فرانسې ټول قلمرو شامل وو. [۱۱][۱۲][۱۳]

د ۱۹۳۸ زکال په سپټمبر میاشت کې د ایټالیا پوځ په البانیا باندې د برید نقشه طرح کړه. د ۱۹۳۹ زکال د اپرېل په اوومه نېټه ایټالوي ځواکونه دغه هېواد ته ننوتل او د دریو ورځو په ترڅ کې یې د دغه هېواد ډیری برخې اشغال کړې. البانیا هغه قلمرو و چې ایټالیا ترې کولای شو د خپل اضافي نفوس لپاره د «ژوندانه د فضا» په برابرولو کې ګټنه وکړي او همدارنګه یې په بالکان کې د ایټالیا د نورو پراختیا غوښتونکو پلانونو لپاره د نښتو ترسره کولو په موخه کافي ځای درلود. د ۱۹۳۹ زکال د مۍ په ۲۲مه نېټه ایټالیا او جرمني د سټیل/فولاد هوکړه لاسلیک کړه او له مخې یې دواړو هېوادونو پوځي ائتلاف جوړ کړ. دغه هوکړه له ۱۹۳۶ زکال راوروسته د ایټالیا او جرمني د اړیکو اوج و، خو دفاعي ماهیت یې نه درلود. پر ځای یې دغه هوکړه «د فرانسې او بریتانیا پر وړاندې د ګډې جګړې» په موخه طراحي شوې وه، په داسې حال کې چې ایټالوي چارواکي باوري و دغسې جګړه په څو کلونو کې نه رامنځته کېدونکې ده. ورته مهال د دغه ډول ایټالوي انګېرنو سره هم دغه هوکړې د سولې کومې دورې ته اشاره نه لرله او جرمنانو په پولنډ باندې د خپل برید لپاره پلان جوړونې ته دوام ورکړ. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. Rochat 2008، para. 29.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Mack Smith 1982، ص. 170.
  3. Bideleux او Jeffries 1998، ص. 467.
  4. Martel 1999، صص. 184, 198.
  5. Bell 1997، صص. 70–71.
  6. Bell 1997، صص. 73–74, 154.
  7. Grenville او Wasserstein 2001، ص. 211.
  8. Preston 1996، صص. 22, 50–51.
  9. Preston 1996، صص. 21–22.
  10. Martel 1999، ص. 198.
  11. Bell 1997، ص. 72.
  12. Clark 2005، ص. 243.
  13. Burgwyn 1997، صص. 182–83.
  14. Martel 1999، ص. 67.
  15. Bell 1997، صص. 72–73.
  16. Mallett 2003، ص. 9.
  17. Harvey 2009، ص. 96.
  18. Clark 2005، ص. 244.
  19. Salerno 2002، صص. 105–06.