په فرانسه کې یهود ستېزي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په فرانسه کې یهود ستېزي د فرانسې په خاوره کې د بیان یا کلماتو پر مټ د یهودانو ضد ایډیالوژي څرګندولو ته ویل کېږي.

یهودانو په رومي ګال کې شتون درلود، خو د شتون اړوند اطلاعات یې تر څلورمې میلادي پېړۍ پورې نیمګړي دي. وروسته له هغه چې د روم سترواکي عیسویت ته واوښته، په یهودانو باندې یو لړ محدودیتونه ولګول شول او ډیری له هغو اړ شول چې ګال ته کډوال شي. په منځنیو پېړیو کې فرانسه د یهودانو د روزنې مرکز و، خو د وخت په تېرېدو سره د هغوی ځورونې زیاتوالی وموند چې په دغو کې په پریمانه کچه شړل او بېرته راګرځېدل شاملېږي.

بل پلو د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې د فرانسې د انقلاب پر مهال فرانسه یوازنی اروپايي هېواد و چې خپلو یهودي وګړو ته یې آزادۍ ورکړې. له دې سره هم په یو شمېر کړیو کې یهودیت ضد افکارو شتون درلود ، هماغه ډول چې په ۱۹۸۰مه لسیزه کې دغه مخالفتونه د ډریفوس د پېښې او په ۱۹۴۰ مه لسیزه کې د جرمني د اشغال او ویشي رژیم پر مهال خپل اوج ته ورسېدل.

د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د فرانسې ویشي دولت له نازي اشغال کوونکو سره د ګڼ شمېر فرانسوي یهودانو او بهرنیو یهودي پناه غوښتونکو په شړلو او همدارنګه د اجباري کار کمپونو ته د هغوی په لېږلو کې مرسته وکړه. له دې سره هم ۱۱۰۰۰ نورو فرانسوي یهودانو د الجزایر په فرانسوي مستعمره کې ژوند کاوه. د جګړې په پای ته رسېدو سره د هلوکاسټ له امله د فرانسوي یهودانو شمېر ۲۵٪ راکم شو، په داسې حال کې چې دغه کچه د نازیانو تر اشغال لاندې نورو ټولو هېوادونو په پرتله لږ وه. د ۱۹۵۰مې او ۱۹۶۰مې لسیزې پر مهال د فرانسوي یهودانو شمېر په پام وړ کچه زیات شو، ځکه چې د الجزایر، مراکش او تونس له خپلواکۍ وروسته د دغو هېوادونو ګڼ شمېر یهودانو فرانسې ته کډه وکړه. [۱][۲][۳][۴]

فرانسه نن ورځ په ټوله نړۍ کې له اسرائیلو او متحده ایالاتو وروسته د زیات شمېر یهودانو د لرلو له مخې دریم ځایګی لري. ورته مهال له ۲۰۰۰ زکال راهیسې په یهودانو او د هغوی په اموالو باندې په بریدونو کې زیاتوالی راغی چې د «نوې یهود ستېزۍ» اړوند بحث یې پارولی دی او اوس مهال ډیری یهودان په فرانسه کې د خوندیتوب احساس نه کوي. له ۲۰۱۰ زکال څخه راپدېخوا ډیری فرانسوي یهودان په فرانسه کې د یهود ستېزې د زیاتوالي له امله اسرائیلو ته کډه شوي دي. [۵]

لومړنۍ دوره[سمول]

رومي ګال[سمول]

په رومي ګال کې د یهودانو د شتون مخینه ناڅرګنده ده. د فرانسې سویلي برخه له میلاد وړاندې ۱۲۲ کال څخه د روم د سترواکۍ تر کنټرول لاندې وه. یهودان هم په ۷۰ زکال کې د دویم معبد له ویجاړېدو او له هغو ډېر وروسته د بارکوخبا د پاڅون او د اورشلیم له نړولو وروسته وپاشل شول. ډیری له دغو یهودانو څخه روم ته راغلل، چېرې چې ژولیوس سزار او وروسته هم اګوستوس هغوی ته د خوندیتوب ژمنه ورکړه. وروسته بیا دوی د دغې سترواکۍ تر لرې پرتو سیمو ورسېدل. ګال په ډېر احتمال سره له دې امله چې د تبعید شوو رومي سیاستوالو استوګنځای و، د ډېری یهودانو کور وګرځېد. [۶]

ورته مهال تر څلورمې میلادي پېړۍ پورې په ګال کې د یهودانو د شتون معتبر اسناد شتون نه لري. ډیری دغه یهودان فلسطینیان نه و او یو شمېر یې د یهودي ډیاسپورا له خوا یهودیت ته اوښتي و. په ۳۱۳ زکال کې هغه مهال چې د روم سترواکۍ خپل رسمي دین عیسویت اعلان کړ او دغه سترواکي او سترواک قنسطنطین عیسويان شول، په یهودانو باندې یې یو لړ محدودیتونه ولګول او پر هغوی یې فشار راوړ چې کډوالۍ ته مخه کړي، همدا و چې هغوی ګال ته مخه کړه ځکه چې لا په زیاته کچه نه و عیسوي شوی. د دوی شمېر ډېر لږ و او د ماربون او مارسیل په ساحلي سیمو کې استوګن شول، خو نه یوازې دغو سیمو ته محدود و بلکې د سیند په اوږدو کې نږدې درو او ټولنو کې یې هم ژوند پیل کړ چې له کلرمونت – فراند څخه نیولې تر پواتیه پورې ورسېدل. [۷]

په ګال کې مېشتو یهودانو ځانګړي حقونه لرل چې د انتوني قانون له مخې ورکړل شوي وو؛ دغه قانون په ۲۱۲ زکال کې سترواک کارکالا د یو فرمان پر مټ وړاندې کړی و؛ په دغو حقونو کې د عباداتو آزادۍ، د دولتي څوکیو ترلاسه کول او په پوځ کې خدمت شامل وو. یهودانو هر ډول سوداګري کولای شوه او د نورو رومي وګړو سره یې کوم توپیر نه درلود؛ دوی د خپلو رومي سیالانو په څېر هماغه ډول جامې اغوستې او په رومي ژبه یې خبرې کولې. آن تر دې چې په خپله کنیسه کې یې هم نه یوازې له عبري ژبې کار اخیست بلکې رومي ژبه یې هم په کې کاروله. له همدې امله د دوی ترمنځ اړیکې په دغه مهال کې نسبتا غوره ګڼل کېږي. [۷][۸]

انقلابي فرانسه[سمول]

د فرانسې انقلاب[سمول]

یهودانو د ۱۷۹۱ زکال د سپټمبر په ۲۷مه نېټه د فرانسې د ملي شورا د رایو پر بنسټ د فرانسوي تابعیت اړوند مساوي حقونه ترلاسه کړل. وروسته بیا په دغه پرېکړه کې تعدیل راغی او یو شمېر امتیازات یې ترې واخیستل، ځکه چې پخوانۍ بڼې یې یهودي ټولنو ته یې یو لړ خودمختارۍ ورکړۍ وې او غوښتل یې چې یهودان له نورو فرانسویانو سره یو ډول، نه له هغو زیات او نه هم له هغو کم، امتیازات ولري. [۹][۱۰][۱۱]

ناپلیون او د هغه لومړنۍ سترواکي[سمول]

د نوولسمې پېړۍ په لومړیو کې ناپلیون بوناپارټ په اروپا کې د خپلو فتوحاتو پر مټ د انقلابي فرانسې معاصر پلوه عقایدو ته پراختیا ورکړه: د وګړو برابري او د قانون حاکمیت. د یهودانو اړوند د ناپلیون شخصي لیدلوری د مورخینو له خوا په بېلابېلو ډولونو تفسیر شوی دی، ځکه چې هغه په بېلابېلو مهالونو کې هم د یهودانو پر ضد او هم د هغوی په ګټه څرګندونې کړې دي. ارتدوکس خاخام برل وین ادعا کوي چې ناپلیون په لومړۍ درجه کې په ټولنه کې د یهودانو د ادغام له لیدو سره لیوالتیا لرله، نه دا چې هغوی د یوې جلا ټولنې په توګه وده وکړي: «له یهوادونو سره د ناپلئون ظاهري مدارا او انصاف د هغه د لویې نقشې پر مټ و چې هغوی په بشپړه توګه د یو ډول کولو، ودونو او د دین د بدلون پر مټ د خلکو ترمنځ ورک کړي». [۱۲]

۱۸۲۲ زکال ته په اړونده یوه لیکنه کې ناپلیون په خپله خوښه باندې د هغوی د پرېښودو ملاتړ کړی څو هغوی له «سود خوړولو» مخ وګرځوي او «په ښو وګړو» واوړي، په داسې حال کې چې په ۱۸۰۸ زکال کې یې خپل ورور ژوروم ناپلیون ته متناقض لیدلوری بیان کړی او څرګنده کړې یې ده چې «زه ژمن وم یهودان اصلاح کړم، خو کومه هڅه مې ونکړه هغوی خپل قلمرو ته راوبولم؛ له دې څخه جلا ما له هر هغې چارې ډډه کړې چې د بشریت دغه منفور ډول ته په کې درناوی کېږي». [۱۳][۱۴]

له ۲۰۰۰ زکال وروسته[سمول]

اوس مهال فرانسه له متحده ایالاتو وروسته پریمانه یهودي ډیاسپورا لري چې د اټکل له مخې یې شمېر له ۵۰۰ زرو څخه تر ۶۰۰ زرو پورې دی. پاریس یې له نورو ښارونو زیات یهودان لري او ورپسې یې د مارسي ښار دی چې ۷۰ زره یهودي وګړي لري او ډیری دغه یهودان په اصل کې له شمالي افریقا څخه دي. په ۱۹۶۷ زکال کې له شپږ ورځنې جګړې او همدارنګه د ۱۹۷۰مې لسیزې او ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال په فرانسه کې د صهیونېزم ضد مبارزاتو وروسته د یهود ستېزۍ له عبارت څخه ګټنه زیاته شوې ده. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. "France". Holocaust Encyclopedia. United States Holocaust Memorial Museum. 
  2. Blumenkranz, Bernhard (1972). Histoire des Juifs en France. Toulouse: Privat. د کتاب پاڼې 376. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Le régime de Vichy: Le Bilan de la Shoah en France" [The Vichy regime: The balance sheet of the Shoah in France]. bseditions.fr. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Croes, Marnix. "The Holocaust in the Netherlands and the Rate of Jewish Survival" (PDF). Yad Vashem. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hall, John (25 January 2016). "Jews are leaving France in record numbers amid rising antisemitism and fears of more Isis-inspired terror attacks". The Independent. مؤرشف من الأصل في ۰۷ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Benbassa 2001، ص. 3.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Benbassa 2001، ص. 4.
  8. Toni L. Kamins (17 September 2013). "1 A Short History of Jewish France". The Complete Jewish Guide to France. St. Martin's Publishing Group. د کتاب پاڼي 30–31. OCLC 865113295. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4668-5281-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Morin 1989، ص. 71-122.
  10. Birnbaum 2017، Introduction.
  11. Voltaire 1829، ص. 493.
  12. Wein, Berel (1990). Triumph of Survival: The Story of the Jews in the Modern Era, 1650-1990. Brooklyn, N.Y.: Shaar Press. د کتاب پاڼې 71. OCLC 933777867. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4226-1514-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Barry Edward O'Meara (1822). "Napoleon in Exile". د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "New letters of Napoleon I". 1898. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Navon, Emmanuel (2015). "France, Israel, and the Jews: The End of an Era?" (PDF). Israel Journal of Foreign Affairs. 9 (2): 201–211. doi:10.1080/23739770.2015.1042277. S2CID 143292064. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Gilbert, Alexandre (April 25, 2016). "Le Surmoi antisémite de la Télévision Française" [The Anti-Semitic Superego of French Television]. Times of Israel (په فرانسوي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Holocaust Denial: Key Dates". US Holocaust Museum. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Holocaust denial/legal concepts in Europe". Project for Democratic Union. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ مارچ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه April 25, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Igounet, Valérie (May 1998). "Holocaust denial is part of a strategy". Le Monde diplomatique. د لاسرسي‌نېټه April 25, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)