په فرانسه کې د ادب او هنر بیا راژوندي کېدل(رنسانس)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د فرانسې رنسانس په فرانسه کې د ۱۵ پېړۍ او د ۱۷ پېړۍ تر لومړیو پورې یو فرهنګي او هنري غورځنګ و. دا دوره له پان- اروپايي رنسانس سره په اړیکه کې ده، دا کلیمه د لومړي ځل لپاره د فرانسوي تاریخ پوه ژول ميشله له خوا د اروپا د هنر او فرهنګ د «بیازېږون» د تعریف لپاره وکارول شوه.

د فرانسې د رنسانس په دوره کې د پام وړ بدلونونو کې د انسان پالنې پراختیا، د «نوې نړۍ» (د جوواني دا وېرانزو او ژواک کارتیه په واسطه د نوې فرانسې په توګه) لومړنی اکتشاف(پلټنه) په کې شاملېږي. د چاپ، معمارۍ، نقاشۍ، مجسمې جوړونې، موسیقۍ، علومو او ادبیاتو په برخه کې د نویو هنري بڼو او تکتیکونو پراختیا او د ټولنیزوالي د ادابو او خبرو د نویو کودونو تفصیل دی.  

فرانسوي رنسانس په دودیز ډول (په اټکلي ډول) په ۱۴۹۴ز کال کې د اتم چارلز د سلطنت پر مهال پر بریتانیا د فرانسې د یرغل راهیسې په ۱۶۱۰ ز کال کې د څلورم هانري تر مړينې دوام لري. (د مثال په ډول: د بورګوندي یا په اوینیون کې د پاپ د محکمې له لارې) له دې سره د ۱۴ پېړۍ تورې مړينې او د فرانسې سل کلنې جګړې د ۱۵ پېړۍ تر پای پورې فرانسه له اقتصادي او سیاسي پلوه کمزوري وساتله.

د فرانسې د لومړي فرانسس (له ۱۵ ۱۵ څخه ۱۵۴۷ز کال) او د هغه د زوی دویم هنري سلطنت (له ۱۵۴۷ څخه تر ۱۵۵۹) په ټولیز ډول د فرانسې د رنسانس د لوړې څوکې په توګه پېژندل کېږي.

د "رنسانس" کلیمه [سمول]

د رنسانس کلیمه  یوه فرانسوي کلیمه ده چې تحت الفظي ژباړه یې په انګلیسي "ری‌بېرث/"Rebirth (بیازېږون) ده. دا اصطلاح د لومړي ځل لپاره د فرانسوي پوه ژول میشله (۱۷۹۸-۱۸۷۴ز کلونه) په واسطه د فرانسې د تاريخ په اثر (Histoire de France ) کې په ۱۸۵۵ز کال کې وکارول او تعریف شوه. ژول ميشله په ۱۶ پېړۍ کې په فرانسه کې رنسانس د اروپا د فرهنګي تاريخ د دورې په توګه تعریف کړچې له منځنیو پېړیو څخه بېل‌ والي ښيي او په نړۍ کې يې د بشریت او د هغه له ځای څخه مډرن درک رامنځته کړ. ميشله د یوه فرانسوي اوسېدونکي او تاریخ پوه په توګه ادعا وکړه چې رنسانس یو فرانسوي غورځنګ دی. د هغه کار په نورو ژبو کې د اصلي فرانسوي کلیمې "رنسانس" څخه کار اخیستل دي.    [۱][۲][۳][۴]

هنر[سمول]

د ۱۵ پېړۍ په وروستیو کې پر ایټالیا د فرانسې یرغل او د بورګوندي له ګڼې ګوڼې څخه ډک دربار (د هغه له فلامیشي اړیکو سره) د دې لامل شو چې فرانسویان له تجارتي مالونو، نقاشیانو او د شمالي او ايټالوي رنسانس له خلاقې اروا او لومړنۍ دورې سره اړیکه جوړه کړي. په فرانسه کې هنري بدلونونه تر ډېره د فلامیشي او ايټالوي هنرمندانو په واسطه لکه ژان کلویه او د هغه زوی فرانسوا کلوئه او ايټالويانو روسو فیورنتینو، فرانچسکو پریماتیکچیو او نیکولو ډېل اباته چې د فونتنبلو لومړنی ښوونځی (له ۱۵۳۱ څخه) و، تر سره شول.  

په ۱۵۱۶ ز کال کې د فرانسې لومړي فرانسیس لئوناردو داوینچي د امبویز کلا ته راوبله او د دوکلوس کلا يې چې هغه مهال د شاتو په نوم یادېده، د کار ځای او هستوګنځي په توګه هغه ته په واک کې ورکړه. وتلی نقاش او مخترع لئوناردو د مونالیزا، سېنټ ان او سېنټ ژان په نوم له خپلو درېیو تابلوګانو سره د ننه شو، چې نن ورځ د پاریس په لوور موزیم کې ساتل کېږي. [۵]

د لومړي فرانسس د دورې هنر د څلورم هېنري په پرتله تر ډېره د وروستیو ايټالیايي انځوریزو او مجسمې جوړونې له بدلونونو څخه الهام اخیستی چې معمولاً ورته مانیریزم ویل کېږي (د نورو تر منځ، له میکل انژ او پارمیجانینوسره تړاو لري)، له اوږدو ښکلو څېرو سره چې  پر بصري بلاغت متکي دي مشخصېږي. چې د خیالي انځور(تجسم) او افسانې پوهنې بلاغت په کې شاملېږي.  

په دغه دوره کې یو شمېر فرانسوي هنرمندانو، لکه:  نقاش ژان فوکه له تور څخه (چې واقعي پاله انځورونې او ښکلې لاس لیکنې ته ورسېد) او مجسمه جوړوونکي ژان ګوجاین او جرمن پېلون حضور درلود.

وروستی میناریزم او لومړنی باروک

څلورم هنري د توسېنټ ډوبرېل، مارتین فریماینېټ او امبریوس ډوبیوس په نوم هنرمندان راوبلل، تر څو د فونتنبلو پر کلا کار وکړي، چې معمولاً د فونتنبلو د دویم ښوونځي په نوم یاديږي.

ماري دومېدېچي، څلورمې ملکې هنري، نقاش فلاندري پيتر پاول روبنس فرانسې ته راوباله او دې هنرمند د لوګزامبورګ ماڼۍ ته په پاریس کې یو شمېر لوی آثار نقاشي کړل. له فلاندري هنرمندانو څخه یو بل هنرمند چې د دربار لپاره يې کار کاوه، کوچنی فرانس پوربوس و.   

هغه چې له فرانسې څخه بهر یې د لورن د ډوکانو (په انګلستان کې د اشرافو میراثي لقب) لپاره کار کاوه، د ژاک بلانج، کلود دروئه او ژاک کالو په شان هنرمندانو په آثارو کې د وروستیو شېوواوطریقو ډېر بېل سبک موندلی شو. هغوی د هغې دورې له فرانسوي هنرمندانو سره په حکاکۍ کې سخت افراطي او تر ډېره اروتیک (چې شپني او په خوب کې د ډار انځورونو په کې شاملېږي) او عالي مهارتونه رامنځته کړل.

خټګري(معماري)[سمول]

د فرانسې د رنسانس یو له تر ټولو لویو لاسته راوړنو څخه د لئویر درې د کلا جوړول وو: دا تفریحي ماڼۍ چې نوره کلا نه ګڼل کېده، د لئور سیمې د غني سیندونو او ځمکو څخه يې ګټه پورته کړه او د خټګرۍ د پام وړ مهارتونه ښيي.

په پاریس کې د لئور زړه کلا هم د پيرلېسکوټ په سرپرستۍ بیاورغېده او د رنسانس د یوې نوې کلا په هسته بدله شوه. د لېور موزیم په لویديځ کې کاترين دوميچي د هغې لپاره د تئولوریس ماڼۍ له پراخو باغونو اوسمڅو سره جوړه کړه. 

د فرانسې د څلورم هانري له واک ته رسېدو سره، په پاریس کې د لویې ښاري پراختیا د دورې زېری و، چې له ډلې يې پلېس دېس وسګېس/ Place des Vosges، (چې د شاهي ځای په نوم یادیږي) پونت نيوف/Pont Neuf، پلېس دافين او د لئور يوه برخه (له لویو ګالریانو څخه) یادولی شو.

باغونه[سمول]

د فرانسې د رنسانس باغونه د کښت له هندسي او متجانسو بسترونو يا ځمکني لوژ سره پېژندل کېدل، د ګلدانیو په منځ کې د بوټو اېښول؛ د شګو او جغل لارې، زینې او رېمپونه؛ د کانالونو او شنو یادګاري چېنو په بڼه د اوبو حرکت او د مصنوعي ډبرو لابراتوارونو او د افسانوي شخصیتونو له پراخو مجسمو سره مشخصېدل. دا باغونه د هغو کلاوو په پراختیا بدل شول چې دوی احاطه کړې وې او د رنسانس د اېډیال ښودلو لپاره په بېلابېلو اندازو او نسبتونو کې طراحي شوي وو.

سرچينې[سمول]


[1] عادت یا شیوه، ژباړن

  1. Murray, P. and Murray, L. (1963) The Art of the Renaissance. London: Thames & Hudson (World of Art), p. 9. کينډۍ:ISBN
  2. Michelet, Jules. History of France, trans. G. H. Smith (New York: D. Appleton, 1847)
  3. Brotton, Jerry (2002). The Renaissance Bazaar. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 21–22. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Brotton, J., The Renaissance: A Very Short Introduction, OUP, 2006 کينډۍ:ISBN.
  5. Tanaka 1992, p. 90