په عامه پوهنه کې خلقت او تکامل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په عامه پوهنه کې د تخلیق او تکامل ځای په حقوقي، سیاسي او مذهبي کړیو(حلقو) کې د پام وړ بحث او موضوع ده. په نړیواله کچه، د نوموړې موضوع په اړه بېلابېل نظرونه شته. ډېری لویدیځي هېوادونه داسې قانون لري چې یوازې تکاملي بیولوژي مکلفه ګڼي چې په وړ(مناسبو)ساینسي نصابونو کې تدریس شي.[۱]

لنډه کتنه[سمول]

دا چې زیاتره عقیدې پر ځمکه د ژوند د اوسنۍ بڼې لپاره د توضیح په توګه د عصري تکامل ترکیب په اړه دیني نیوکې نه راپورته کوي، په عیسویت کې د اکثره کلیساګانو په ګډون بېلابېلې بنسټپالې فرقې، په کلکه سره نیوکه کوي. ځینې پیروان په کلکه د ساینسي ټولنې د توافق له نظر سره مخالف دي. د دیني متنونو لغوي تعبیرونه، د تکامل او کاسمولوژیکي څېړنو او پایلو سره د ټکر ترټولو ستر لامل دی.[۲]

په نړیواله کچه، د امریکا متحده ایالتونو او یوشمېراسلامي بنسټپاله هېوادونو، له ځینو برخو پرته، تکامل په محدودو اختلافونو سره، په ساینسي کورسونو کې تدریسېږي. پرته له دې چې خلقت په دیني یا مذهبي لارښوونو کې څنګه خپرېدلای شي، په متحده ایالتونو کې سترې محکمې پرېکړه کړې چې په عامه ښوونځیو کې د ساینس په توګه د تخلیق تدریس غیرقانوني بلل کېږي. د امریکا په متحده ایالتونو کې ذهین اوډون (ID) په وروستي لسیزو کې د تکامل لپاره د بدیل وضاحت په توګه استازیتوب کړی دی، خو هغه "په ښکاره ډول مذهبي، کلتوري او حقوقي ماموریتونه" د ټیټې محکمې له خوا ناقانونه ګڼل شوي دي.[۳][۴][۵][۶]

د هېواد له مخې[سمول]

آسټرالیا[سمول]

که څه هم د خلقت نظریات د دیني زده کړو د ښوونکو ترمنځ مشهور دي او په ځینو ښوونځیو کې د داوطلبانو له خوا د تخلیق ښوونیز توکي وېشل شوي، اکثره آسټرالیایي ساینس پوهانو یو کلک دریځ غوره کړی، څو له مذهبي محدودیتونو پرته د تکامل نظریې د تدریس لپاره د ښوونکو له حق څخه ملاتړ وکړي.[۷]

د ساینسي علومو په تدریس کې یواړین عنصر، د زده کونکو او ښوونکو هڅول دي، څو د ساینس په توګه د تدریس کېدونکي مفکورو لپاره شواهد په انتقادي توګه و ارزوي. ټولنه په روښانه توګه یادونه کوي چې، په ساینسي نصاب کې د تخلیق په څېر د مفکورو متعصب تدریس، د ودې پر لور ذهن کې د انتقادي فکر د نمونو د پراختیا مخه نیسي او په کلکه سره، د عیني عامه زده کړې سترې ګټې له خطر سره مخامخ کوي.

برازیل[سمول]

په برازیل کې د ساینسي زده کړو په ټولګیو کې د خلقت تدریس د پوهنې وزارت (MEC) له خوا منع کړل شوی دی. مذهبي زده کړه په دې ډول منع نه ده، خو فدرالي اساسي قانون یادونه کوي چې اتحادیه نه شي کولای، هېڅ کوم مذهب وزغمي، وده ورکړي، او یا یې تمویل کړي، ځکه چې د قانون له مخې برازیل یو سیکولر دولت دی. که څه هم په ۲۰۰۴ زکال کې، د ریو ډي جنیرو د پوهنې ریاست په ښوونځیو کې د دیني زده کړو د ټولګیو ښوونکو، په خپلو ټولګیو کې تخلیقیت، د ساینسي واقعیت په توګه وړاندې کول پیل کړل. دا عمل، په مستقیم ډول په واک کې د هغو سیاستوالو له خوا پیل شوی و، چې خپلو شخصي مذهبي نظریاتو ته یې وده ورکوله او د دوی نوموړی عمل، د برازیل ساینس پوهان دې ته اړ کړل، چې د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه لاریون وکړي. وروسته بیا، په کانګرس کې "دیني ډله" په تدریجي توګه پیاوړې شوه. د بېلګې په توګه: د برازیل یو سناتور مارسیلو کریویلا، د کب روزنې او کرنې پخواني وزیر، په عمومي توګه د تکامل په وړاندې خپل مذهبي بنسټیز مخالفت اعلان کړ. دا ډول څرګند نفوذ، د سیکولر دولت د مدافعینو پام ځانته اړول دی. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

چین[سمول]

د تکامل نظریه، د چین په ولسي جمهوریت کې د عامه پوهنې یوه برخه ده. لکه څنګه چې خصوصي مذهبي ښوونځي د ګوتو په شمېر دي، په مینلینډ چین کې د لومړني او ثانوي زده کړو ترلاسه کوونکي، ټول هغه زده کوونکي، د تکامل نظریې درلودونکې زده کړه ترلاسه کوي. که څه هم، یوې څېړنې د پخواني شوروي اتحاد او امریکا متحده ایالتونو په څېرنوروهېوادونو کې تر پوښښ لاندې مضامین، د نشتوالي په ګډون په هغو درسي کتابونو کې محدودیتونه په ګوته کړل چې په مینلینډ چین کې کارول کېږي.[۱۵][۱۶]

اروپایي شورا[سمول]

د اروپا شورا د ولسي جرګې ۱۵۸۰ پریکړه لیک

د ۲۰۰۷ زکال د اکتوبر د میاشتې په څلورمه نېټه، اروپایي شورا ولسي جرګې " په زده کړه کې د تخلیق خطرونه" تر عنوان لاندې خپل ۱۵۸۰ پریکړه لیک تصویب کړ. په پریکړه لیک کې لیکل شوي دي چې "د تکامل پرنظریې او د هغې پر پلویانو جګړه ،زیاتره د مذهبي افراطیت په بڼه رامنځته کېږي، چې له ښي اړخه سیاسي خوځښتونو سره نږدې تړاو لري" او له غړو هېوادونو یې غوښتنه وکړه چې: د تکامل نظریې سره په مساوي ډول د ساینسي نظم په توګه د تخلیق تدریس او په عمومي ډول له مذهب پرته په کوم بل نظم کې د تخلیقي نظریاتو وړاندې کولو سره په کلکه مخالفت وکړي.  [۱۷]

تدوین او تصویب

د پریکړه لیک په تصویب تمامېدونکی د مجلس کار، په ۲۰۰۶ز کال کې هغه وخت پیل شو، کله چې د مجلس څو کسه استازو چې مشري یې د بریتانیې د کارګرګوند سیاستوال اینډریومکینتوش کوله، د دې موضوع په اړه د یوې سپارښتنې د منلو وړاندیز وکړ. د مسودې د چمتو کولو پرمهال، راپور او د پریکړه لیک مسوده، د فرانسې د سوسیالیست ګوند استازي ګای لینګین له خوا چمتو شول.[۱۸][۱۹]

نوموړی رپوټ، په ولسي جرګه کې د مسیحي ډیموکراتیکې ډلې مشر لوک وین ډین برینډي په غوښتنه، د اروپایي شورا د ولسي جرګې له خوا په ۲۰۰۷ زکال کې، په ۶۳ مواقفو او ۴۶ رد رایو سره، د نوموړې شورا د کلتور، ساینس او زده کړې کمېټۍ ته د بیاکتنې لپاره بېرته را ولېږل شو. رویټرز یادونه وکړه چې د مناظرې او د رایو د ورکړې لغوه کول "د ختیځې اروپا د هغو استازو ملاتړ هم ترلاسه کړ، چا چې یادونه وکړه چې ډاروین تکامل د دوی د پخوانيو کمونیستي واکمنانو د خوښې نظریه وه." د کتنې لپاره پر کارول شوي طرزالعمل د شورا د کلتور، ساینس او ​​زده کړې کمېټۍ له خوا نیوکه شوې وه. د نوي راپور ورکوونکي اني براسور له خوا له بیاکتنې وروسته، د لوګزامبورګ استازې چې په مجلس کې د لېبرال ډلې استازیتوب کوي او د مجلس له خوا د څوبدلونونو له بیاکتنې وروسته، نوموړی پریکړه لیک په ۴۸ موافقو او ۲۵ رد رایو سره تصویب شو. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

منځپانګه

د پریکړه لیک موخه دا ده چې: د ځینو تمایلاتو په وړاندې خبرداری ورکړي، څو د ساینس په توګه له یوه باور څخه تېر شي... پارلماني شورا د موږ د پوهنې په نظامونو کې، د تخلیقي نظریاتو د خپرېدلو احتمالي ناوړه اغېزو او د موږ ډیموکراسۍ لپاره د پایلو په اړه اندېښنه ده.[۲۵]

ولسي جرګه، له همدې امله له غړو هېوادونو او په ځانګړې توګه د پوهنې له چارواکو څخه غوښتنه کوي چې:

  1. د علمي پوهې څخه دفاع وکړي او وده ورکړي.
  2. د عیني علمي پوهې د تدریس ترڅنګ، د ساینس د بنسټونو تدریس، د هغه تاریخ، علمپوهنې او میتودونه پیاوړي کړي.
  3. ساینس د پوهېدلو وړ، ډېر په زړه پورې او د معاصرې نړۍ واقعیتونو ته نږدي کړي.
  4. د تکامل له نظریې سره په مساوي ډول، د ساینسي نظم په توګه د تخلیق تدریس او په عمومي ډول له مذهب پرته په بل کوم نظم کې د تخلیقي نظریاتو وړاندې کولو سره په کلکه مخالفت وکړي.
  5. د ښوونځي په نصاب کې د بنسټیزې ساینسي نظریې په توګه د تکامل تدریس ته وده ورکړي.

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Harmon, Katherine (3 March 2011). "Evolution Abroad: Creationism Evolves in Science Classrooms around the Globe". Scientific American. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Robinson, Bruce A. (November 1995). "Beliefs of the U.S. public about evolution and creation". ReligiousTolerance.org. Kingston, Ontario: Ontario Consultants on Religious Tolerance. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Saletan, William (December 21, 2005). "Is Creationism Destructible?". Slate. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Witt, Jonathan (September 29, 2006). "Science magazine reviews The Language of God by Francis Collins, Ignores the Book's Intelligent Design". Evolution News & Views. Seattle, WA: Discovery Institute. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lundin, Leigh (May 4, 2008). "Evilution". Criminal Brief. Los Angeles, CA: CriminalBrief.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Annas, George J. (May 25, 2006). "Intelligent Judging — Evolution in the Classroom and the Courtroom". The New England Journal of Medicine. 354 (21): 2277–2281. doi:10.1056/NEJMlim055660. PMID 16723620. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په June 25, 2010 باندې). Creationism creeps into NSW schools. News Corp Australia
  8. (په December 13, 2008 باندې). MEC diz que criacionismo não é tema para aula de ciências. Grupo Folha
  9. Constitution of the Federative Republic of Brazil. Translation by Istvan Vajda, Patricia de Queiroz Carvalho Zimbres, and Vanira Tavares de Souza (الطبعة 3rd). Brasília: Documentation and Information Center; Publishing Coordination; Chamber of Deputies. 2010. د کتاب پاڼې 29. OCLC 705932082. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-85-736-5736-4. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۵ جولای ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link) See Title III, Chapter 1, Article 19.
  10. (په May 13, 2004 باندې). Escolas do Rio vão ensinar criacionismo. Grupo Folha
  11. MacKenzie, Debora (July 9, 2005). "Creationism special: A battle for science's soul". New Scientist. 187 (2507): 8–9. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۴. Eighty years after the Scopes trial drew the battle lines over evolution and creationism, Darwin's theory is under renewed attack, this time from 'intelligent design'. It's an idea that is spreading into US culture and beyond. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Severo, Felipe (December 12, 2011). "Um estado laico com bancada evangélica" [A secular state with evangelical bench]. revista o Viés (Blog) (په پرتگیزی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Senado Federal: Secretaria-Geral da Mesa: Secretaria de Taquigrafia e Redação de Debates Legislativos". Senado Federal (په پرتگیزی ژبه کي). Brasília: Federal Senate. February 10, 2009. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Coutinho, Simone Andréa Barcelos (August 23, 2011). "Escolha eleitoral deve considerar secularismo do Estado" [Electoral choice should consider secularism of the State]. Consultor Jurídico (په پرتگیزی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Liang, Ye; Cobern, William W. (2013). "Analysis of a Typical Chinese High School Biology Textbook Using the AAAS Textbook Standards". Eurasia Journal of Mathematics, Science and Technology Education. 9 (4). doi:10.12973/EURASIA.2013.942A. S2CID 45242583. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Swarts, Frederick A.; Roger Anderson, O.; Swetz, Frank J. (2007). "Evolution in secondary school biology textbooks of the PRC, the USA, and the latter stages of the USSR". Journal of Research in Science Teaching. 31 (5): 475–505. Bibcode:2007JRScT..31..475S. doi:10.1002/tea.3660310505. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "The dangers of creationism in education". Committee on Culture, Science and Education (Resolution). Parliamentary Assembly of the Council of Europe. October 4, 2007. Resolution 1580. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "The dangers of creationism in education". Committee on Culture, Science and Education (Motion for a recommendation). Parliamentary Assembly of the Council of Europe. October 4, 2006. Doc. 11065. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "The dangers of creationism in education". Committee on Culture, Science and Education (Report). Parliamentary Assembly of the Council of Europe. June 8, 2007. Doc. 11297. د اصلي آرشيف څخه پر March 9, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "2007 Ordinary Session: (Third part): Report: Nineteenth Sitting: Monday 25 June 2007 at 11.30 a.m." (Verbatim record). Parliamentary Assembly of the Council of Europe. AACR19 / AS (2007) CR 19. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اپرېل ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Verbatim record of the PACE sitting on June 25, 2007 - see para. 7.
  21. (په June 25, 2007 باندې). European rights body calls off creationism vote. Reuters.
  22. "Statement by PACE's Committee on Culture, Science and Education, 26 June 2007". PACE News. June 26, 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "The dangers of creationism in education". Committee on Culture, Science and Education (Report). Parliamentary Assembly of the Council of Europe. September 17, 2007. Doc. 11375. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مارچ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "2007 Ordinary Session: (Fourth part): Thirty-fifth Sitting: Thursday 4 October 2007 at 3 p.m.: Minutes of Proceedings" (Minutes). Parliamentary Assembly of the Council of Europe. AS (2007) PV 35. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ فبروري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Minutes of the PACE sitting on October 4, 2007.
    • "Voting results (Participants)". Parliamentary Assembly of the Council of Europe. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Voting results on the amendments and resolution ("The dangers of creationism in education" (Doc. 11375)). Vote on resolution: In favour: 48; against: 25; abstention: 3.
  25. (په October 5, 2007 باندې). Council of Europe: Keep Creationism Out of Science Classes. Deutsche Welle. ARD