په شوروي اتحاد کې سانسور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


په شوروي اتحاد کې سانسور پراخ او په جدي ډول عملي کېده.

دغه سانسور په ډوله وو:

  • د دولتي رازونو د ساتنې مسؤولیت په مطبوعاتو کې د دولتي رازونو د ساتنې عمومي ادارې پر غاړه وو (چې د ګلاولېټ په نوم هم پېژندل کېږي) او دغه اداره د دولتي رازونو ساتلو لپاره پر ټولو نشریو او خپرونو د سانسور مسؤله وه.
  • سانسور د کمونست ګوند له رسمي اېډیالوژۍ او سیاست سره سم د څو سازمانونو له‌ خوا ترسره کېده:
    • ګوسکومیزدات (Goskomizdat) ادارې ټول چاپي توکي سانسورول: خیالي کیسې، شاعري، او نور.
    • ګوسکینو (Goskino) ادارې د سینما برخې مسؤولیت درلود.
    • ګوسټلراډیو (Gosteleradio) د راډیو او ټلویزیوني خپرونو مسؤولیت درلود.
    • لومړی څانګې (First Department)،په ډېری ادارو او بنسټونو لکه د احصائیې دولتي کمېټه (ګوسکومسټټ) کې د دې ډاډ ورکولو مسؤولیت درلود چې دولتي رازونه او نور حساس معلومات یوازې د مسؤولو کسانو لاسونو ته لوېږي.

د چاپ شویو توکو له منځه وړل[سمول]

د شوروي حکومت په کتابتونونو کې له انقلاب وړاندې دورې او بهرني کتابونه او ژورنالونه په ډله‌ییزه توګه ویجاړ او له منځه یوړل. یوازې "ځانګړو ټولګو" (سپیټسخران spetskhran) چې د کا جي بي (KGB) یا پخواني شوروي جاسوسي سازمان په ځانګړې اجازې سره د لاسرسي وړ وې، زاړه او له سیاسي پلوه ناسم مواد لرل. کتابتونونه ثبت او راجستر شول او د مراعاتولو لپاره یې یوه پلټونکې اداره هم رامنځ ته شوه؛ هغه څه چې زیان رسوونکي ګڼل کېدل، له ټولګو څخه لرې شول. هغه کتابونه چې زیان رسوونکي ګڼل شوي وو، د کارګرې طبقې د شعور او سخت کار کولو د لېوالتیا په وده کې پاتې راغلي وو، د مذهبي تبلیغاتو او تزار پلویو نظریاتو لرونکي وو. د شوروي واکمنۍ په وروستیو کې، پېرسترویکا خوځښت بیا د دې لامل شو چې پر خپرونو محدودیتونه نرم شي.[۱][۲]

د شوروي تاریخ په پړاو کې د بدلونونو له امله، د شوروي کتابونه او مجلې هم له کتابتونونو څخه ورک شول. شوروي وګړو غوره بلله چې ناسم سیاسي نشریات او عکسونه له منځه یوسي، ځکه ورسره اړوند کسان په مکرر ډول له څارنې او ځورونې سره مخ شوي وو، د بېلګې په توګه د عیسویانو ځورونه.

په ۱۹۵۳ز کال کې د لاورنټي بېریا (Lavrentiy Beria) له نیول کېدو وروسته، د شوروي د ستر پوهنغونډ یا دایرة المعارف د دویمې ګڼې (۱۹۵۰-۱۹۵۸) ټولو ګډونوالو یوه پاڼه ترلاسه کړه څو د هغې پاڼې پر ځای په کې کېښودل شي چې لاورنټي بېریا مقاله په کې وه؛ نوې پاڼې د جورج برکلي په اړه معلومات پسې وغځول.

د شوروي ادبیاتو سانسور[سمول]

چاپي اثار لکه مطبوعات، اعلانونه، د محصولاتو لېبلونه او کتابونه د ګلاویلټ (Glavlit) له لوري سانسور شول، هغه اداره چې د ۱۹۲۲ز کال د جون پر ۶مه له بهرنیو ادارو څخه د خورا پټو او محرمو معلوماتو د ساتلو په موخه جوړه شوې وه. له ۱۹۳۲ز تر ۱۹۵۲ز پورې په چاپي اثارو کې د ګلاویلټ موخه د سوسیالیستي ریلېزم خپرول وو، په داسې حال کې چې لوېدیځ-ضد او نشنلېزم یا ملتپالنه د دغې موخې ترلاسه کولو لپاره عام شعارونه وو. د راټولونې (collectivization) پر سر د بزګرانو د پاڅونونو محدودولو لپاره، د خوراکي توکو د کموالي اړوند موضوعات لرې شول. د ۱۹۳۲ز کال کتاب، روسیه په وینو ومینځل شو، د اکتوبر له انقلاب څخه د مسکو د ویجاړولو په اړه د بالشویک په بوږنوونکي بیان کې: "خوسا او یخ وهلي کچالو، د خلکو له خوا خوړل شوي سپي، ماشومان مړه کېږي، لوږه" راغلي وو، مګر ډېر ژر حذف او لرې شو. همدا راز، په ۱۹۴۱ز کال کې په سېمېنټ (Cement) ناول کې انګریزي ماڼوګانو ته د ګلب ویښې چیغې په حذفولو سره پرېکونونه جوړ شوي وو: "سره له دې چې موږ بې‌وزله یو او د لوږې له امله خلک خورو، خو بیا هم لېنن لرو."[۳]

څرنګه چې د بزګرانو پاڅون له دویمې نړیوالې جګړې مخکې شوروي سانسور تعریفولو، نشنلېزم یا ملتپالنې د جګړې دوره تعریفوله. د سره پوځ ماتې او همدا راز د شوروي په پوځي شخصیتونو کې د وېرې او ډار انځورول په ادبیاتو کې منع وو. د پراوډا (Pravda) ورځپاڼې فشار د الکساندر الکساندرویچ فادیف په څېر لیکوالان وهڅول چې په ځوان ګارد ناول کې یوه برخه بیا جوړه یا اېډېټ کړي چې په هغه کې یو ماشوم د یوه روسي ماڼو په سترګو کې د مرګ په وخت "موږ ټوټې ټوټې شوو" ټکي لولي. دا چې جوزف سټالین په منظمه توګه پراوډا لوستله، کوم چې په خپله د ګلاولیټ له خوا سانسور شوی و، دا د یوه لیکوال لپاره عاقلانه وه چې د پراوډا د مشورې پیروي وکړي.[۴]

د سړې جګړې له پیل سره، لوېدیځ-ضد مفکوره له نفرت سره مخ شوه چې تر یوه بریده یې د امریکا د دویمې سرې وېرې ښکارندویي کوله. د بېلګې په توګه، د سیواستوپول د اورډیل د ۱۹۵۰ کال په ګڼه کې سانسورچیانو تر درې سوه زیات پرېکونونه او غوڅې رامنځ ته کړې چې فرانسویانو ته د کتاب سرچینې یې د "ډېر ژوندي تصویر لرونکو خلکو" په توګه ښودلې، او هغه نرم چلندونه چې فرانسویانو له روسي بندیانو سره کول – لکه د مسافر په سالون کې خواړه ورکول او هره میاشت سل فرانکه ورکول – له متن څخه راوایستل شول. په تاریخي توګه، روسیه له ټکنالوژیکي پلوه تر لوېدیځ ټیټه وه، چې د ګلاویلټ له لوري د سیواستوپول د هغې یوې برخې اېډېټ ښودنه کوي چې د کینې په ډول د لندن تخنیکي لاسته راوړنې په غوړمالو جزئیاتو کې بیانوي. د مذهبي ازادۍ او زغم نشتوالی او الحاد د دویمې نړیوالې جګړې د سانسور بله موخه او د لوېدیځ د مخالفت دوام او پراختیا وه. د ماشومانو ناول سرچپه باکره خاوره یا  Virgin Soil Upturnedکې هغه اشارې چې خدای د بې وزلو او وږو له اوښکو څخه لړه جوړوي، له منځه یوړل شوې.[۵][۶][۷]

د انځورونو سانسور[سمول]

ربړول شوي کسان د معمول په توګه نه یوازې دا چې له متنونو بلکې له انځورونو، پوسټرونو او انځورګریو هم حذفېدل.

د فلمونو سانسور[سمول]

د شوروي اتحاد له پیل څخه د فلم سانسور معمول و. د روسیې له کورنۍ جګړې (۱۹۱۷-۱۹۲۲) سره پیل، د فلم سانسور په اغېزناکه توګه سوسیالیستي ریلېزم مخ ته یوړ، د هنر د تولید هغه طریقه چې د سوسیالیزم او سوسیالیستي ملتونو جوړوونکې برخې په مثبت ډول انځوروي. د خلکو پر وړاندې د پروپاګند د وسیلې په توګه - په ځانګړې توګه نالوستي پاړکي ته – په فلمونو کې د لوېديځ ضد او نشنلېزم په موضوعاتو کې د کپیټلیستي هېوادونو د عناصرو د منفي انځور وړاندې کولو او د شوروي اتحاد د مثبت انځور وړاندې کولو له لارې سوسیالیستي ریلېزم انځورولو. د لوېدیځ ضد عناصرو کې د مذهب او ټکنالوژۍ د لوړتیا سانسور شامل و، په داسې حال کې چې په شوروي پوځ کې د کمزورۍ نښې لکه بایللې جګړې یا وېرېدلي جنګیالي د نشنلستي موخو پرمخ وړلو لپاره لرې کړل شوي وو. د سټالین (۱۹۴۱-۱۹۵۳) د واکمنۍ پر مهال د فلم سانسور اوج ته ورسېد.[۸][۹]

ژباړې[سمول]

د بهرنیو خپرونو ژباړې تر ډېره په لنډه بڼه او له پراخو سمونیزو لمنلیکونو سره خپرېدې. د بېلګې په توګه، د باسیل لیډل هارت د دویمې نړیوالې جګړې د تاریخ د منځپانګې د ۱۹۷۶ ز کال په روسي ژباړه کې، له ګاونډیو هېوادونو سره د شوروي چلند، د نورو ډېرو لوېدیځو متحدینو هڅې، د شوروي د مشرتابه تېروتنې او ناکامۍ، په شوروي اتحاد نیوکې او نور مواد سانسور شوي دي.[۱۰]

پر معلوماتو کنټرول[سمول]

په شوروي اتحاد کې د تلویزیوني او رادیویي خپرونو، ورځپاڼو، مجلو او کتابونو د خپراوي په ګډون ټوله مېډیا او رسنۍ د دولت تر کنټرول لاندې وې. دغه سانسور پر ټولو تولیدي امکاناتو او تاسیساتو د دولت د مالکیت له لارې وشو او په دې توګه ټول هغه کسان چې په رسنیو کې یې کار کاوه دولتي کارکوونکي شول. دغه چاره د تیاتر، اوپرا، او بیلټ په شمول ښکلو هنرونو ته وغځول شوه. هنر او موسیقي د توزېع او ترسره کولو د ځایونو د مالکیت په وسیله کنټرولېده. [۱۱]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Kimmage (1988). "Open Stacks in a Closed Society? Glasnost in Soviet Libraries". American Libraries. 19 (7): 570–575. JSTOR 25631256. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Rogers A. Robert. (1973). Censorship and Libraries in the Soviet Union. Journal of Library History, Philosophy, and Comparative Librarianship, 8(1), 22–29.
  3. Ermolaev, Herman (1997). Censorship in Soviet Literature (1917-1991). Lanham u.a.: Rowman & Littlefield, Boston. 78.
  4. Ermolaev, Herman (1997). Censorship in Soviet Literature (1917-1991). Lanham u.a.: Rowman & Littlefield, Boston. 124.
  5. Thompson, Ewa M. (1991-01-01). The Search for Self-definition in Russian Literature. د کتاب پاڼې 25. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9027222138. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ermolaev, Herman (1997). Censorship in Soviet Literature (1917-1991). Lanham u.a.: Rowman & Littlefield, Boston. 109.
  7. Ermolaev, Herman (1997). Censorship in Soviet Literature (1917-1991). Lanham u.a.: Rowman & Littlefield, Boston. 137.
  8. Kenez, Peter (2001). Cinema and Soviet Society: From the Revolution to the Death of Stalin, I.B. Tauris Publishers. London and New York. Print.133.
  9. Kenez, Peter (2001). Cinema and Soviet Society: From the Revolution to the Death of Stalin, I.B. Tauris Publishers. London and New York. Print. 133.
  10. Lewis, B. E. (1977). Soviet Taboo. Review of Vtoraya Mirovaya Voina, History of the Second World War by B. Liddel Gart (Russian translation). Soviet Studies 29 (4), 603-606.
  11. De Villiers, Marq. (1992). Down the Volga : a journey through Mother Russia in a time of troubles (الطبعة 1st American). New York: Viking. د کتاب پاڼي 46–7. OCLC 24318763. د کتاب نړيواله کره شمېره 0670843539. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)