په شمالي کوریا کې بشري حقونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شمالي کوریا د بشري حقونو ریکارډ زیاتره په نړۍ کې ترټولو بد ګڼل کېږي او په نړیواله کچه غندل شوی دی اود دې هېواد ریکارد د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او نورو ډلو لکه د بشري حقونو د څار سازمان ترنیوکې لاندې دي. ډېری د بشري حقونو نړیوال سازمانونه شمالي کوریا یو داسې هېواد بولي چې د ازادۍ د سرغړونې په اړسه هېڅ معاصر مشابهت نه لري.  [۱][۲][۳][۴][۵]

د بشري حقونو لویدیځې ډلې لکه د بخښنې نړیوال سازمان او د متحده ایالاتو په څېر هیوادونو تاکید کړی چې په عمل کې د بیان ازادۍ حق نه لري او یوازینی میډیا چمتو کوونکي چې قانوني ګڼل کېږي، هغه دي چې په شمالي کوریا کې د حکومت له خوا فعالیت کوي. په شمالي کوریا کې د بخښنې نړیوال سازمان او د متحده ایالاتو د بشري حقونو کمېټې د راپورونو له مخې، په ۲۰۱۷زکال کې اټکل شوي ۲۰۰،۰۰۰ بندیان په کمپونو کې زنداني شوي چې له سیاسي جرمونو او جبري کار، فزیکي ناوړه چلند او اعدام سره مخ شوي.   [۶][۷][۸][۹]

د شمالي کوریا حکومت د بهرنیو لیدونکو فعالیتونه په کلکه څاري. مرسته کوونکي کارګران تر سخت امنیت لاندې دي او دوی هغو ځایونو او سیمو ته نه پرېښودل کېږي چې حکومت یې نه غواړي. لکه څرنګه چې اتباع نه شي کولی په ازاده توګه هېواد پریږدي، دا اساساً د مهاجرو او پناه غوښتونکو کیسې دي چې د ملت د بشري حقونو ریکارډ جوړ شوی. د حکومت دریځ چې د کوریا مرکزي خبري اژانس له لارې څرګندېږي، دا دی چې د بشري حقونو په ریکارډ باندې نړیوال انتقاد، د جوچي میشته سیسټم نسکورولو لپاره یو دلیل دی، په داسې حال کې چې د دې نقادانو سرغړونې له سزا سره نه مخ کېږي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې له ۲۰۰۳ز کال راهیسې هر کال یو پریکړه لیک تصویب کړی چې د دې هېواد د د بشري حقونو ریکارډ غندي. د ۲۰۱۱ زکال د دسمبر۱۹ پرېکړه لیک چې د ۵۱ غړو په نه حضور سربېره  ۱۶ـ۱۲۳ رایو سره تصویب شو او په پیونګ یانګ کې یې له حکومت څخه وغوښتل چې  " د بشري حقونو سیستماتیکي، پراخه او جدي سرغړونې" پای ته ورسوي، چي په کې عام اعدامونه او خپل سري توقیفونه شامل دي. شمالي کوریا دا پریکړه رد کړه او ویې ویل چې دا سیاسي انګیزه وه او د ناسمو جوړښتونو په بنسټ ولاړه وه. ۲۰۱۴ ز کال په فبروري کې، د ملګرو ملتونو ځانګړي کمیسیون په دې هیواد کې د لمړي لاس شواهدو په اساس یو ۴۰۰ مخیز راپور خپور کړ چې په کې "نه بیانیدونکي ظلمونو" مستند شوي چې په دې هېواد کې ترسره شوي. [۱۴][۱۵]

د کوریا دخلکو په دیموکراتیک جمهوریت کې د بشري حقونو په اړه د تحقیق کمیسیون[سمول]

د ۲۰۱۳ کال د مې په ۶، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا اعلان وکړ چې د اسټرالیا څخه مایکل کربي، د سربیا څخه سونجا بیسرکو او د اندونیزیا څخه میرزوکي داروسمان د کوریا په ډیموکراتیک جمهوریت کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د تحقیق کمیسیون د غړو په توګه ټاکل شوي.  [۱۶]

د څېړنو یاد کمیسیون به د کوریا دیموکراتیک جمهوریت کې د بشري حقونو سیستماتیک، پراخه او جدي سرغړونې چې په هغې کې خوړو ته د لاس رسي له حق څخه سرغړونه، د زندان په کیمپونو پورې اړوند سرغړونې، شکنجه او غیر انساني چلند، په خپل سري توقیف، تبعیض، د بیان له ازادۍ سرغړونه، د ژوند کولو له حق سرغړونه، د خوځښت له ازادي سرغړونه او اجباري ورکیدل، او د نورو هېوادنو د اتباعو برمته کول شامل دي، په بشپر مسؤلیت سره وڅېړي، په ځانګړي توګه چیرې چې دا سرغړونې ممکن د انسانیت پروړاندې جرمونو ته رسېږي.  [۱۷]

د ۲۰۱۳ زکال د اګست په ۲۰ مه ، کمېسیون د سویلي کوریا په سیول کې په یونسي پوهنتون کې پینځه ورځې د عامه خلکو شکایتونه واورېدل چې په کې د پناه غوښتونکو شواهد لاس ته راوړل شول او د ۲۰۱۳ ز د اګست په ۲۹، په جاپان کې د جاپاني اتباعو خپلوانو څخه چې د شمالي کوریا له خوا د ۱۹۷۰ ز او د ۱۹۸۰ لسیزو کې  تښتول شوي وو، غوږ ورته و نیول شو. شمالي کوریا دغه څېړنې "یوه سیاسي دسیسه" وبلله او په دې هېواد کې یې تحقیق کوونکو ته لاسرسی نه دی ورکړی. د ملګرو ملتونو پینل په سویلي کوریا، جاپان او انګلستان کې د شاهدانو سره مرکې وکړې او په متحده ایالاتو کې ېې د ۲۰۱۳ زکال د اکتوبر په ۳۰ او ۳۱ اوریدنې هم ترسره کړې. کمیسیون وویل چې هغوی په پرله پسې توګه د شمالي کوریا له استازو وغوښتل چې په عامه اوریدنو او پوښتنو کې برخه واخلي.  [۱۸][۱۹][۲۰] د۲۰۱۴ زکال د فبروري په۱۷ کې، پینل خپلې موندنې په ۴۰۰ مخیز راپور کې خپرې کړې. کمیسیون د شمالي کوریا حکومت تورن کړ چې په سیستماتیکه، پراخه او لویه بڼه د بشري حقونو په سرغړونو کې دخیل دی. د پینل رییس مایکل کربي ځینې کړنې د نازیانو له خوا ترسره شوي عمل سره ورته بیان کړې.  [۲۱]

په ډېری مواردو کې، د کمیسیون له خوا موندل شوي د بشري حقونو سرغړونې د انسانیت پروړاندې جرمونه تشکیلوي. دا یوازې د دولت حدود نه دي؛ دا د سیاسي سیسټم لازمي برخې دي چې د هغو موخو څخه لرې تللي چې دوی یې د تاسیس ادعا کوي. د دې سرغړونو شدت، پیمانه او طبیعت یو داسې دولت څرګند کړ چې په معاصره نړۍ کې بل هېڅ دولت په دې شان نشته.

په شمالي کوریا کې د بشري حقونو د کمیټې ګډې مشرې روبرټا کوهن وویل چې اوس په نړیوالې ټولنې پورې اړه لري چې د ځورول شوو کسانو د ساتنې لپاره اقدام وکړي او عاملین یې عدالت ته راکش کړي. د کوریا دولت یا DPRK دغه موندنې رد کړې. په یوه بیان کې دوی وویل چې کمېسیون "د اروپایي ټولنې او جاپان له خوا د متحده ایالاتو د دښمنۍ پالیسۍ سره په ملګرتیا د بشري حقونو د سیاسي کولو محصول ؤ." د ۲۰۱۴ز کال د نومبر په ۱۸، ملګرو ملتونو د یوه پرېکړه لیک په ګټه رایه ورکړه چې شمالي کوریا د بشر ضد جرمونو لپاره د جرمونو نړیوالې محکمې ته راجع کړي.  [۲۲][۲۳][۲۴]

د DPRK دریځ[سمول]

په شمالي کوریا کې د بشري حقونو بحث داسې تاریخ لري چې په ۱۹۴۸ز کې د دولت تاسیس څخه وړاندې دی. د مارکس د تیوري پر بنسټ، د کنفیسیوس دود او د جوچي نظرېې له مخې د شمالي کوریا د بشري حقوقو تیوري حقوق مشروط ګڼي نه عمومي او وایي چې جمعي حقونه د انفرادي حقونو په پرتله لومړیتوب لري او دا چې د رفاه او د ژوند د معیشت حقوق لومړيتوب لري.   [۲۵]

کیم ایل سونګ وویل چې د ډیموکراسۍ مفهوم "دښمنو عناصرو ته چې د سوسیالیزم مخالفت کوي یا ناپاک عناصر چې د خلکو د ګټو خلاف عمل کوي، آزادي او حقوق نه شي ورکولی." [۲۶]

د شمالي کوریا حکومت ادعا کوي چې د DPRK اساسي قانون د دې خلکو بشري حقونو ضمانت کوي، او دا تضمینونه د دې په قوانینو او مقرراتو کې په بشپړ ډول توضیح شوي. دوی ادعا کوي چې د بشري حقونو دا تضمینونه او قوانین په ټول هېواد کې او هر فرد ته په درناوي سره په کلکه پلي کېږي.   [۲۷]

د څېړنو کمېسیون راپور له خپریدو څخه اووه میاشتې وروسته، شمالي کوریا خپل د DPRK ټولنې د بشري حقونو مطالعاتو راپور خپور کړ چې ادعا کوي، شمالي کوریا "ریښتیني بشري حقونه" لري. شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د نړیوالې دوره يي بیاکتنې په پروسه کې د خپلو بشري حقونو د فعالیت ښه کولو لپاره د ۲۸۶ وړاندیزونو څخه ۱۱۳ وړاندیزونو په پلي کولو باندې هم موافقه وکړه. کربي په نړیواله دوره یي بیاکتنه کې د شمالي کوریا ګډون، د دې هېواد له خوا د بشري حقونو راپور خپرول او د ۲۰۱۴ آسیایی لوبو ته د هوانګ پیونګ سو لیدنه "دوهکه کوونکې سرغړونه" و بلله و او په دې اړه یې شک څرګند کړ چې ایا د شمالي کوریا حکومت واقعاً د بشري حقونو په اړه اندیښنه لري یا په ساده ډول په ملګرو ملتونو کې د انتقاد لپاره چمتووالی نیسي. کربي د بشري حقونو مطالعاتو لپاره د DPRK ټولنې د راپور برخې "عادلانه نظر" په توګه هرکلی وکړ، مګر یادونه یې وکړه چې دا د څېړنوکمېسیون په راپور کې راپورته شوو مسئلو باندې بحث کولو کې پاتې راغلی.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Issues North Korea". Amnesty International UK. مؤرشف من الأصل في July 2, 2014. د لاسرسي‌نېټه July 1, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "VII. Conclusions and Recommendations". Report of the Commission of Inquiry on Human Rights in the Democratic People's Republic of Korea. United Nations Office of the High Commissioner for Human Rights. February 17, 2014. د کتاب پاڼې 365. مؤرشف من الأصل في February 27, 2014. د لاسرسي‌نېټه July 1, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "World Report 2014: North Korea". Human Rights Watch. January 21, 2014. مؤرشف من الأصل في July 7, 2014. د لاسرسي‌نېټه July 1, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "North Korea". Christian Solidarity Worldwide. مؤرشف من الأصل في July 14, 2014. د لاسرسي‌نېټه July 1, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "ICNK welcomes UN inquiry on North Korea report, calls for action". International Coalition to Stop Crimes Against Humanity in North Korea. February 20, 2014. مؤرشف من الأصل في October 6, 2014. د لاسرسي‌نېټه July 1, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. North Korea: Human Rights Concerns Archived June 3, 2011, at the Wayback Machine., Amnesty International, November 28, 2006.
  7. (په March 7, 2007 باندې). U.S. Releases Rights Report, With an Acknowledgment. The New York Times.
  8. Szoldra, Paul (March 24, 2017). "The Stories from inside North Korea's Prison Camps Are Horrifying". Business Insider. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. کينډۍ:UN doc
  10. "North Korean Refugees NGO". Northkoreanrefugees.com. October 20, 2008. مؤرشف من الأصل في June 18, 2010. د لاسرسي‌نېټه August 23, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. United Nations High Commissioner for Refugees (July 2, 2008). "UNHCR Freedom in the World 2008 – North Korea". Unhcr.org. د اصلي آرشيف څخه پر October 18, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 23, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. KCNA Assails Role Played by Japan for UN Passage of "Human Rights" Resolution against DPRK Archived April 1, 2012, at the Wayback Machine., KCNA, December 22, 2005.
  13. KCNA Refutes U.S. Anti-DPRK Human Rights Campaign Archived April 1, 2012, at the Wayback Machine., KCNA, November 8, 2005.
  14. "February 2012 DPRK (North Korea)". United Nations Security Council. February 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Michael Kirby; Marzuki Darusman; Sonja Biserko (February 17, 2014). "Report of the Commission of Inquiry on Human Rights in the Democratic People's Republic of Korea". United Nations Office of the High Commissioner for Human Rights. مؤرشف من الأصل في February 17, 2014. د لاسرسي‌نېټه February 18, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په May 7, 2013 باندې). Council President appoints Members of Commission of Inquiry on the Democratic People's Republic in Korea. (News release)
  17. "Resolution adopted by the Human Rights Council: Situation of human rights in the Democratic People's Republic of Korea" (PDF). United Nations. اپریل 9, 2013. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر اګست 29, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه اګست 20, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Choe Sang-hun (په August 20, 2013 باندې). North Korean Defectors Tell U.N. Panel of Prison Camp Abuses.
  19. "UN Panel Hears from Relatives of Japanese Abducted by N. Korea" Archived August 31, 2013, at the Wayback Machine., Voice of America News, August 29, 2013.
  20. "UN human rights probe on DPR Korea set to begin hearings in Japan" Archived February 8, 2017, at the Wayback Machine., UN News Centre, August 23, 2013.
  21. Michael Kirby; Marzuki Darusman; Sonja Biserko (February 17, 2014). "Report of the Commission of Inquiry on Human Rights in the Democratic People's Republic of Korea". United Nations Office of the High Commissioner for Human Rights. مؤرشف من الأصل في February 17, 2014. د لاسرسي‌نېټه February 18, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "UN panel on North Korea details horrific torture, appeals to world to act", Asia Bulletin, February 17, 2014.
  23. (په November 19, 2014 باندې). North Korea: UN moves closer to ICC human rights probe. BBC News.
  24. Sanchez, Ray (November 18, 2014). "Un votes against North Korea on human rights - CNN.com". cnn.com. مؤرشف من الأصل في February 7, 2017. د لاسرسي‌نېټه April 22, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Song, Jiyoung; Robert Weatherley (June 2008). "The Evolution of Human Rights Thinking in North Korea". Journal of Communist Studies and Transition Politics. 24 (2): 272–296. doi:10.1080/13523270802003111. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Jiyoung Song. Human Rights Discourse in North Korea: Post-Colonial, Marxist, and Confucian Perspectives. Taylor & Francis US. p.104
  27. "NATIONAL REPORT SUBMITTED IN ACCORDANCE WITH PARAGRAPH 15 (A) OF THE ANNEX TO HUMAN RIGHTS COUNCIL RESOLUTION 5/1* Democratic People's Republic of Korea" (PDF). HUMAN RIGHTS COUNCIL Working Group on the Universal Periodic Review Sixth session. United Nations. November 30 – December 11, 2009. مؤرشف (PDF) من الأصل في September 13, 2011. د لاسرسي‌نېټه August 4, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Adam Taylor (September 17, 2014). "North Korea wrote a 53,558-word report on its human rights record. The conclusion? It's pretty good". The Washington Post. د لاسرسي‌نېټه May 11, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Byul Ryan-im (October 26, 2014). "Yongusil 50: A Cause for Optimism—Michael Kirby in Hong Kong". Sino-NK. مؤرشف من الأصل في July 13, 2015. د لاسرسي‌نېټه May 11, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په October 8, 2014 باندې). North Korea defends human rights record in report to UN – BBC News. (video) BBC News.
  31. "Epic Exchange Between Justice Kirby and DPRK Councilor Kim Song". YouTube. The Committee for Human Rights in North Korea. October 24, 2014. مؤرشف من الأصل في January 10, 2016. د لاسرسي‌نېټه May 11, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)