په شمالي قطب کې اقلیمي بدلونونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په شمالي قطب کې د اقلیمي بدلونونو له امله په مهمو چاپېریالي مسایلو کې له یو شمېر پېژندل شوو مواردو لکه د سمندري یخ د له منځه تلو یا هم د ګرینلنډ د یخي پاڼې له ویلي کېدو رانیولې د منجمدې خاورې د ګرمښت او د دغو بدلونونو له امله سیمه ییزو وګړو ته د اړوندو ټولنیزو ستونزو او جیوپولټیکي انشعاب په څېر مبهم، خو پریمانه اغېز لرونکي موارد شاملېږي. شمالي قطب تر ډېره په پریمانه کچه د سیمه ییز ګرمښت او د هغو د اغېزو له امله د اقلیمي بدلونونو تر ځانګړي اغېز لاندې دی. [۱][۲][۳][۴]

دغه اغېزې پراخه لمن لري چې له ځناورو او بوټو رانیولې تر قلمروي ادعاوو پورې د شمالي قطب په سیسټمونو کې لید وړ دي. د ۲۰۲۲ زکال په جولای میاشت کې د جیوفزیکي څیړنیزو لیکنو (Geophysical Research Letters) په نامه ژورنال کې یوې مقالې څرګنده کړه چې د ځمکې د نورو برخو په پرتله په شمالي قطب کې هوا څلور چنده زیاته ګرمېږي، چې له کال څخه بل ته د دغو منفي اغېزو د لا زیاتوالي او همدارنګه د پام وړ اندېښنو د رامنځته کېدو لامل ګرځي. د بدلون په حالت کې شمالي قطب کېدای شي د سمندر په څرخ کې د بدلونونو او یا هم د شمالي قطب د پراختیا له امله نړیوال انګازه لرونکي غبرګونونه رامنځته کړي.[۵][۶][۷][۸]

په طبیعي چاپېریال باندې اغېزې[سمول]

تودوخه او د هوا بدلونونه[سمول]

د اقلیمي بدلونونو د بین الدولتي پلاوي په خبره «په شمالي قطب کې د سطحي هوا تودوخه (SAT) د نورې نړۍ له کچې دوه چنده زیاته شوې». له ۱۷مې پېړۍ را وروسته له ۱۹۹۵ زکال څخه تر ۲۰۰۵ زکال پورې لسیزه په شمالي قطب کې تر ټولو ګرمه لسیزه وه چې تودوخه په کې د ۱۹۵۱ زکال څخه تر ۱۹۹۰ زکال له منځنۍ کچې تودوخې ۲ سانتي ګراد درجې (۳.۶ فارنهایت درجې) زیاته وه. سربېره پر دې له ۲۰۱۳ زکال وروسته د شمالي قطب د سطحي هوا تودوخه د ۱۹۸۱ – ۲۰۱۰ زکال د تودوخې له منځنۍ کچې څخه یوه سانتي ګراد درجه (۱.۸ فارنهایت درجې) زیاته وه. د ۲۰۱۶ زکال له جنوري میاشتې څخه تر فبروري میاشتې پورې د شمالي قطب په تودوخه کې په پام وړ کچه بدلون رامنځته شو چې د ۱۹۸۱ زکال او ۲۰۱۰ زکال ترمنځ د تودوخې په پرتله یې له ۴ درجو څخه تر ۵.۸ سانتي ګراد درجو زیاتوالی درلود او په راتلونکو کلونو کې هم سړه نه شوه. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د شمالي قطب یو شمېر برخې بیا د نورو په پرتله په ډېرې چټکۍ سره ګرمې شوې، په داسې توګه چې الاسکا او د کاناډا لویدیځې برخې له دریو سانتي ګراد درجو څخه تر څلور سانتي ګراد درجو (۵.۴۰ – ۷.۲۰ فارنهایت درجې) ګرمې شوې. دغه تودوخه نه یوازې د ګلخانه يي ګازونو په خپرېدو کې د زیاتوالي له امله وه، بلکې د شمالي قطب په یخونو باندې د غوړ دود «تور کاربن» د یوې پاڼې له رامنځته کېدو څخه وه. سربېره پر دې د ځنګلي اورلګېدنو له امله دود چې د «قهوه یي کاربن» په نوم هم یادېږي د شمالي قطب تودوخه زیاتوي. په ګرمښت کې د دغه ډول دود اغېز د تور کاربن (غوړ دود) د اغېز شاوخوا ۳۰ سلنه دی. هماغه ډول چې د هوا د ګرمېدو له امله ځنګلي اورلګېدنې زیاتېږي، دا نو بیا د مثبت دوران یوه څرخه رامنځته کوي. په ۲۰۱۳ زکال کې د جیوفزیکي څیړنیزو لیکنو په نامه ژورنال کې خپرې شوې یو مقالې څرګنده کړه چې په دغه سیمه کې هوا لږ تر لږه په تېرو ۴۴۰۰۰ کلونو او شاید هم ۱۲۰۰۰۰ کلونو کې په اوسنۍ کچه نه وه ګرمه شوې. د دغې مقالې لیکونکي دې پایلې ته رسېدلي و چې «د ګلخانه یي ګازونو د تولید په برخه کې د انساني ونډې زیاتوالی په دغه سیمه کې د بې مخینې ګرمښت لامل ګرځېدلی دی».[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د ۲۰۲۰ زکال د جون میاشتې په ۲۰مه د لومړي ځل لپاره د شمالي قطب په دایره کې دننه تودوخه اندازه ګیري شوه چې ۳۸ سانتي ګراد درجې، یا له ۱۰۰ فارنهایت درجو زیاته وښوول شوه. په دغه سیمه کې د دغې ډول هوا وړاندوینه تر ۲۱۰۰ زکال پورې کېده. د مارچ، اپرېل او مۍ میاشتو پر مهال په شمالي قطب کې تودوخه له عادي کچې ۱۰ سانتي ګراد درجې لوړه شوه. د هغې څېړنې پر مټ چې د ۲۰۲۰ زکال په جولای میاشت کې خپره شوه، وویل شول چې د انساني چارو له اغېز پرته د ګرمۍ دغه ډول څپه کېدای شي په ۸۰ زرو کلونو کې یوځل رامنځته شي. د ګرمۍ دغه ډول څپې په عموم ډول د چټکو بادونو په جریان (جېټ جریان) کې د غیرعادي حالت له امله دي. [۱۸][۱۹][۲۰]

یو شمېر پوهان وړاندیز کوي چې اقلیمي بدلونونه د شمالي قطب او جنوبي سیمو ترمنځ د تودوخې د اختلاف په راکمولو سره د بادونو چټکتیا کموي، له همدې امله شمالي قطب په چټکۍ سره ګرمېږي. دغه چاره کولای شي ورته (مشابه) ګرمو څپو ته لار برابره کړي. له دې سره هم پوهان په دې نه پوهېږي چې د ۲۰۲۰ زکال ګرمه څپه د دغه ډول تغیر پایله ده او که نه. [۲۱][۲۲]

په نړیواله کچه د صنعتي کېدو له مهال وړاندې کچې په پرتله په تودوخه کې ۱.۵ درجه زیاتوالی په ډېر احتمال سره په شمالي قطب کې د ژمي او مني د موسمونو پر مهال د واورې ورښت باران ته بدلوي او له امله یې د یخچالونو او دایمي یخونو د ویلي کېدو کچه زیاتېږي. دواړه دغه اغېزونه د لا زیات ګرمښت لامل ګرځي. [۲۳]

ورته مهال په شمالي قطب کې د اقلیمي بدلونونو بل اغېز هم د تالندې او برېښنا زیاتوالی دی. دغه تالنده او برېښنا بیا د ځنګلي اورلګېدونو ګواښ زیاتوي. [۲۴]

د سمندري یخ کمېدل[سمول]

په وروستیو لسیزو کې اقلیمي بدلونونه د مساحت او حجم له مخې په شمالي قطب کې د سمندري یخ د کمښت لامل ګرځېدلي دي. په اوړي کې دومره یخونه ویلي کېږي، هومره چې په ژمي کې نه جوړېږي. د ګلخانه یي ګازونو له امله د ځمکې د کرې ګرمښت په شمالي قطب کې د یخونو د کمښت لامل ګرځېدلی. د ۲۱مې پېړۍ په لومړیو کې په شمالي قطب کې د سمندري یخ کمښت په هره لسیزه کې د ۴.۷٪ یخ په کمېدو چټکتیا موندلې (د مصنوعي سپوږمیکو له خوا له دغو یخونو څخه د لومړنیو مشاهداتو په پرتله اوس مهال دغه یخونه ۵۰٪ کم شوي دي). ورته مهال دا فکر هم شتون لري چې د ۲۱ مې پېړۍ په اوږدو کې به د شمالي قطب سمندري یخونه نور شتون وه نه لري. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

دغه سیمه اوس مهال د تېرو ۴۰۰۰ کلونو په پرتله په تر ټول ګرم حالت کې ده او د یخونو د ویلي کېدو موسم په هره لسیزه کې د پنځو ورځو په زیاتوالي سره په پام وړ کچه اوږد شوی، چې د راتلونکي مني د یخ وهنې تر اغېز لاندې دی. د اقلیمي بدلونونو اړوند د بین الدولتي پلاوي ۶م ارزونکي راپور څرګنده کړه چې په شمالي قطب کې به د سمندري یخونو مساحت لږ تر لږه د ۲۰۵۰ زکال له سپټمبر میاشتې څخه وړاندې له یو میلیون کیلومتر مربع څخه را کم شي. د ۲۰۲۰ زکال په سپټمبر میاشت کې د متحده ایالاتو د واورې او یخ معلوماتي مرکز راپور خپور کړ چې په ۲۰۲۰ زکال کې د شمالي قطب سمندري یخونه د ۳.۷۴ میلیون کیلومتر مربع په مساحت ویلي شوي دي. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

په خلکوباندې اغېز[سمول]

قلمروي ادعاوې[سمول]

ګڼ شمېر شواهد شتون لري چې ښيي نړیوال ګرمښت د قطبي یخونو د کمولو په حالت کې دی او په دې سره یې د شمالي قطب د یو شمېر هېوادونو ترمنځ د قلمروي ادعاوو شونتیا زیاته کړې ځکه چې هر هېواد تمه لري خپلې طبیعي سرچینې زیاتې، د بېړۍ چلونې نوي مسیرونه پیدا او سربېره پر دې خپل حاکمیتي حقوق خوندي کړي. [۳۳]

کال تر بله د سمندري یخونو د پوښښ په کمښت سره د شمالي قطب هېوادونه (روسیه، کاناډا، فینلنډ، ایسلنډ، ناروې، سویډن، د امریکا متحده ایالات او له ګرینلنډ څخه په استازولۍ ډنمارک) د دغې سیمې په جیوپولیټیکي صحنه کې په یو لړ اقداماتو بوخت دي څو د بېړۍ چلونې بالقوه مسیرونو او د نفتو او ګازو نوو منابعو ته لاسرسی ومومي؛ دغه چارې په ټوله دغه سیمه کې د قلمروي ادعاوو لامل ګرځي. اوس مهال په شمالي قطب کې د ټولو سمندري مواردو په خوا کې یوه قلمروي ادعا شتون لري چې د هانس ټاپو پر سر ده. ناریس تنګي ته اړوند دغه کوچنی او له وګړو خالي ټاپو د کاناډا د الزمیر ټاپو او د ګرنیلنډ د شمالي ساحل ترمنځ موقعیت لري. دغه جنجالي وضعیت د هغو له جغرافیايي موقعیت څخه سرچینه اخلي چې د کاناډا او ډنمارک ترمنځ د ۱۹۷۳ زکال په هوکړه کې د ټاکل شوې پولې پر سر موقعیت لري. په داسې حال کې چې دواړو هېوادونو د دغې جزیرې د ویش شونتیا ته نغوته کړې، خو لا هم د هغو اړوند کومه هوکړه نه ده شوې او دواړه هېوادونه د هغو ادعا لري. [۳۴][۳۵]

سرچينې[سمول]

  1. Kessler, Louise (May 2017). "Estimating the Economic Impact of the Permafrost Carbon Feedback". Climate Change Economics. 08 (2): 1750008. doi:10.1142/s2010007817500087. ISSN 2010-0078. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Cite conference
  3. Intergovernmental Panel on Climate Change (2007). "3.3.3 Especially affected systems, sectors and regions". Synthesis report (PDF). Geneva, Switzerland: IPCC. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Anisimov, O.A. (2007). "15.3.2 Projected atmospheric changes". In Parry, M.L.; et al. (المحررون). Chapter 15: Polar Regions (Arctic and Antarctic). Cambridge University Press (CUP): Cambridge, UK: Print version: CUP. This version: IPCC website. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-88010-7. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Chylek, Petr; Folland, Chris; Klett, James D.; Wang, Muyin; Hengartner, Nick; Lesins, Glen; Dubey, Manvendra K. (16 July 2022). "Annual Mean Arctic Amplification 1970–2020: Observed and Simulated by CMIP6 Climate Models". Geophysical Research Letters (په انګلیسي ژبه کي). 49 (13). Bibcode:2022GeoRL..4999371C. doi:10.1029/2022GL099371. ISSN 0094-8276. S2CID 250097858 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) via Wikipedia Library and EBSCOhost
  6. . Arctic temperatures are increasing four times faster than global warming. Los Alamos National Laboratory.
  7. "Atlantic Ocean circulation shows "exceptional" slowdown". Physics Today. 2015. doi:10.1063/pt.5.028751. ISSN 1945-0699. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Francis, Jennifer A.; Vavrus, Stephen J. (2012-03-17). "Evidence linking Arctic amplification to extreme weather in mid-latitudes". Geophysical Research Letters. 39 (6): n/a. Bibcode:2012GeoRL..39.6801F. doi:10.1029/2012gl051000. ISSN 0094-8276. S2CID 15383119. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Polar Regions (Arctic and Antarctic) — IPCC". د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Przybylak, Rajmund (2007). "Recent air-temperature changes in the Arctic" (PDF). Annals of Glaciology. 46 (1): 316–324. Bibcode:2007AnGla..46..316P. doi:10.3189/172756407782871666. S2CID 129155170. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Surface Air Temperature". Arctic Program (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Yu, Yining; Xiao, Wanxin; Zhang, Zhilun; Cheng, Xiao; Hui, Fengming; Zhao, Jiechen (17 July 2021). "Evaluation of 2-m Air Temperature and Surface Temperature from ERA5 and ERA-I Using Buoy Observations in the Arctic during 2010–2020". Remote Sensing. 13 (Polar Sea Ice: Detection, Monitoring and Modeling): 2813. Bibcode:2021RemS...13.2813Y. doi:10.3390/rs13142813. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Arctic Climate Impact Assessment (2004): Arctic Climate Impact Assessment. Cambridge University Press, کينډۍ:ISBN, siehe online Archived 28 June 2013 at the Wayback Machine.
  14. Quinn, P.K., T. S. Bates, E. Baum et al. (2007): Short-lived pollutants in the Arctic: their climate impact and possible mitigation strategies, in: Atmospheric Chemistry and Physics, Vol. 7, S. 15669–15692, siehe online
  15. (په 19 March 2022 باندې). Climate change: Wildfire smoke linked to Arctic melting.
  16. Arctic Temperatures Highest in at Least 44,000 Years, Livescience, 24 October 2013
  17. Miller, G. H.; Lehman, S. J.; Refsnider, K. A.; Southon, J. R.; Zhong, Y. (2013). "Unprecedented recent summer warmth in Arctic Canada". Geophysical Research Letters. 40 (21): 5745–5751. Bibcode:2013GeoRL..40.5745M. doi:10.1002/2013GL057188. S2CID 128849141. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 22 June 2020 باندې). A Siberian Town Just Hit 100 F Degrees.
  19. (په 22 June 2020 باندې). Arctic Circle sees 'highest-ever' recorded temperatures.
  20. (په 15 July 2020 باندې). Climate change: Siberian heatwave 'clear evidence' of warming.
  21. (په 13 July 2020 باندې). Record heat wave in Siberia: What happens when climate change goes extreme?.
  22. Serreze, Mark. "5 ways the extreme Arctic heat wave follows a disturbing pattern". Phys.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 14 December 2021 باندې). 2021 Arctic Report Card reveals a (human) story of cascading disruptions, extreme events and global connections.
  24. (په 7 January 2021 باندې). 'Drastic' rise in high Arctic lightning has scientists worried.
  25. Huang, Yiyi; Dong, Xiquan; Bailey, David A.; Holland, Marika M.; Xi, Baike; DuVivier, Alice K.; Kay, Jennifer E.; Landrum, Laura L.; Deng, Yi (2019-06-19). "Thicker Clouds and Accelerated Arctic Sea Ice Decline: The Atmosphere‐Sea Ice Interactions in Spring". Geophysical Research Letters. 46 (12): 6980–6989. Bibcode:2019GeoRL..46.6980H. doi:10.1029/2019gl082791. hdl:10150/634665. ISSN 0094-8276. S2CID 189968828. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Senftleben, Daniel; Lauer, Axel; Karpechko, Alexey (2020-02-15). "Constraining Uncertainties in CMIP5 Projections of September Arctic Sea Ice Extent with Observations". Journal of Climate. 33 (4): 1487–1503. Bibcode:2020JCli...33.1487S. doi:10.1175/jcli-d-19-0075.1. ISSN 0894-8755. S2CID 210273007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Yadav, Juhi; Kumar, Avinash; Mohan, Rahul (2020-05-21). "Dramatic decline of Arctic sea ice linked to global warming". Natural Hazards. 103 (2): 2617–2621. doi:10.1007/s11069-020-04064-y. ISSN 0921-030X. S2CID 218762126. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. . Ice in the Arctic is melting even faster than scientists expected, study finds. NPR.org.
  29. Fisher, David; Zheng, James; Burgess, David; Zdanowicz, Christian; Kinnard, Christophe; Sharp, Martin; Bourgeois, Jocelyne (March 2012). "Recent melt rates of Canadian arctic ice caps are the highest in four millennia". Global and Planetary Change. 84: 3–7. Bibcode:2012GPC....84....3F. doi:10.1016/j.gloplacha.2011.06.005. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. J. C. Stroeve; T. Markus; L. Boisvert; J. Miller; A. Barrett (2014). "Changes in Arctic melt season and implications for sea ice loss". Geophysical Research Letters. 41 (4): 1216–1225. Bibcode:2014GeoRL..41.1216S. doi:10.1002/2013GL058951. S2CID 131673760. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. IPCC AR6 WG1 Ch9 2021, p. 9-6, line 19
  32. "Arctic summer sea ice second lowest on record: US researchers". phys.org. 21 September 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په 20 September 2007 باندې). Russia: Tests Show Arctic Ridge Is Ours.[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  34. "Territorial Claims in the Arctic Circle: An Explainer". The Observer (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Evolution of Arctic Territorial Claims and Agreements: A Timeline (1903–Present) • Stimson Center". Stimson Center (په انګلیسي ژبه کي). 2013-09-15. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)