په شمالي افريقا کې اموي واکمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په شمالي افريقا کې د امويانو واکمني يا اموي افريقيا په تاريخي پړاو کې د اموي خلافت (661-750) یو ولايت و، په کوم پړاو کې چې اموي خلافت د شمالي افريقا په مغرب سيمه (له مصر پرته) واکمني کوله، دا واکمني په 661 کال کې د دې خلافت له خوا د مغرب له نيولو وروسته پيل او په 743 کال کې د خوارجو د بربري اوښتون سره پای ته ورسېده، په کوم اوښتون سره چې په لوېديځ او مرکزي مغرب کې د اموي خلافت واکمني پای ته ورسېده. له دې پړاو وروسته، امويانو په افريقيا (وروسته عباسي خلافت ونيوله) خپله واکمني وساتله، په داسې حال کې چې پاتې مغرب د عرب، بربر، او فارسي زوزات ځای ناستو واکمنو کورنيو واک ته ورغی.[۱]

تاريخ[سمول]

نيواک او پراختيا[سمول]

د مسلمانانو له خوا د مغرب نيول په 647 کال کې د راشده خلافت پر مهال پيل شول، کوم خلافت چې مصر د مغرب د نيولو لپاره د مرکز په توګه وکاراوه. عبدالله ابن سعد د عربي ټاپووزمې له مدينې څخه د 20000 سرتېرو په مشرۍ په افريقا کې بريد پيل کړ، په چټکۍ سره يې طرابلس ونيو او بيا يې په همدې کال کې د سبيطلة په جګړه کې يو لوی بازنطيني پوځ ته ماتې ورکړه. په هر حال، د افريقا د نوي «اکسرخس» له خوا د خراج ورکولو سره د موافقې په بدل کې عربي ځواکونه په شا شول. په 642 يا 643 کال کې د سيرينيکا (برقه) له نيولو وروسته، عمرو بن العاص د دې سيمې په بربر قبيلو د 13000 ديناره جزيې ورکول کېښودل. هغه همدا راز له «ليواتا» قبيلې څخه وغوښتل چې دوی بايد په عربانو خپل يو شمېر زامن او لوڼې د ټولې جزيې د يوې برخې د قيمت په توګه وپلوري.[۲][۳]

له لومړۍ فتنې او په 661 کال کې د لومړي معاويه له خوا د اموي خلافت له تاسيس وروسته، په مغرب دويم بريد پيل شو. د 10000 مسلمانانو او زرګونه نورو يو پوځ چې مشري يې عرب جنرال عقبة بن النافع کوله، له دمشق څخه روان، د افريقا پر لور وښوځېد او افريقا يې ونيوله. په 670 کال کې، د قيروان ښار د نورو عملياتو لپاره د مرکز او شمالي افريقا ولايت د پلازمېنې په توګه تاسيس شو. په همدې کال کې د قيروان د لوی مسجد بنسټ کېښودل شو. [۴]

په 680 لسيزه کې امويان د کهينه او کسیله په مشرۍ د بربري (امازيغي) ځواکونو له مقاومت سره مخ شول، چا چې د اموي خلافت د اسلامي پوځونو له مخکې تګ سره مخالفت وښود. کسيله وتوانيدل چې د امويانو پوځ ته کمين ونيسي او په 682 کال کې يې د بکسرة په جګړه کې عبة بن نافع وواژه. په هر حال، حسن بن النعمان او موسی بن نصير وروسته دواړو بربري مشرانو ته ماتې ورکړه، د «ماما» په جګړه (688) کې يې کسيله وواژه، او د طبقة په جګړه (702) کې يې ضحيه وواژه، او په دې ډول بربر قبيلې رام شوې. په 698کال کې د قرتاج جګړې د امويانو له خوا د ښار په بيا نيولو کې مهمه ونډه درلوده.[۵][۶]

د اومې پېړۍ په وروستيو کې د عربانو د مخ پر زیاتېدو کډوالۍ له امله بالاخره بربري او بازنطيني مقاومت کابو شو، کرار کرار يې بربر اسلام ته واړول او ټول مغرب يې په اموي خلافت کې شامل کړ. د نېواک پر مهال، عرب کډوال په سوله ييز ډول د سوله ييزو نويو راتلونکو په توګه دې سيمې ته ورسېدل، او د مغرب په ټولو سيمو کې د هغوی  تود هرکلی وشو. په بېلا بېلو سيمو کې پراخه عرب ټولنې جوړې شوې، په داسې حال کې چې د ډېرو اړيکه د نجد قبيلې د بنو تميم شاخ سره وه. [۷][۸]

تګلارې[سمول]

په 698 کال کې، موسی بن نصير د افریقيا والي وټاکل شو، نوموړی لومړی والي و چې د مصر ولايت د والي تر واکمنۍ لاندې نه و. نوموړي ته دنده سپارل شوې وه چې په مغرب، بيلياري ټاپوګانو او سردينيا کې فتوحات بشپړ کړي. د هغه ځواکونو طنجه ونيوله، د اوسني مراکش شمالي نيمايي برخه يې په اغېزناک ډول تر خپل تصرف لاندې راوسته، او له هغې وروسته يې سوس فتح کړ. په 711 کال کې، طارق بن زيات د شمالي افريقا له سيمو څخه د اسپانيې نيول پيل کړل، او تر 726 کال پورې يې په ايبيري ټاپووزمه او د الاندلس په ولايت بشپړ واک تر لاسه کړ. د افريقيا د والي په توګه د موسی بن نصير د واکمنۍ پر مهال، نوموړي د بربر پر کليو بريدونه وکړل او بنديان يې ونيول، له چا سره چې د جګړې د غنيمت په توګه چلند وشو او مريان کړای شول. په نیول شويو بربر مريانو کې د اموي خليفه برخه 20000 تنه وه.[۹][۱۰][۱۱]

اسماعيل ابن عبدالله ابن ابی المهاجر په 718 کال کې د افريقيا والي وټاکل شو. هغه بربريان وهڅول چې اسلام ومني او د عربو پوځي فرقې له خوا د هغوی سپکاوی يې بند کړ، اسماعيل د اسلامي شرعي قانون پيروي وکړه او په بربري ولسونو يې غېر معمولي ماليې او د مريانو خراج له منځه يوړ. اسلام ته د بربریانو د اړولو د بشپړولو امتياز نوموړي ته ورکول کېږي. د هغه ځای ناستي يزيد ابن ابي مسلم، چې په 720 کال کې والي شو، په بربريانو بيا جزيه وضع کړه، او نور ماليات او خراجونه يې هم زيات کړل. نوموړي همدا راز د قيروان د بربر ساتونکو په لاسونو نښې ولګولې، د هغوی په ښي لاس د هغوی د شخصي نومونو او تر څنګ يې د هغوی په چپ لاس د "د يزيد ساتونکي" جمله هم وکېندله. نوموړی په 721 کال کې ووژل شو.[۱۲][۱۳]

د ذمي د مالياتو او مريانو د خراج په پايله کې، د بربريانو خوابدو ولسونو د ختيځ سره اړيکه لرونکي بنسټپال خارجي فعالينو، په ځانګړي ډول د صفريانو او اباضيانو په اړه فکر پيل کړ، چا چې له 720 لسيزې راهيسې مغرب ته په راتګ پيل کړی و. خوارجو د اسلام د يو سخت دريځ بڼې لپاره تبليغ کاوه، د يو نوي سياسي نظم ژمنه يې وکړه، په کوم کې به چې ټول مسلمانان د هغوی توکم او قبيلوي حيثيت ته له کتنې پرته سره برابر وي.[۱۴]

نوي خليفه هاشم ابن عبدالمک بشير بن صفوان الکلبي د نوي والي په توګه وټاکه. بشير د مديترانې په بحيره کې خپل قوماندانان په ګڼو جګړه ييزو ماموريتونو واستول. اموي افريقايي ځواکونو په 721 او 727 کلونو کې په سردينيا بريدونه وکړل. په 722 او 726 کلونو کې د ناڅرګندو موخو پر ضد بريدونه تر سره شول. بشير خپله د «سسلي» پر ضد د يوې جګړې مشري وکړه، د کوم په پايله کې چې هغه شوکې وکړې او توکي يې غنيمت کړل، خو دا بريد په ډېر ناوړه ډول هغه مهال پای ته ورسېد، کله چې د هغه د بېړيو کاروان په توپان کې راګېر او د هغه د پوځ ډېره برخه يې ووژله.[۱۵]

اموي خلافت په مغرب کې د عربانو د خپرېدو او ځای پر ځای کېدو د اهميت له اهميت څخه خبر و. اموي خليفه هاشم ابن عبدالملک سوګند ياد کړ چې هغه به يو ستر ځواک واستوي، او زياته يې کړه "زه به تر هغه وخت يوه بربري ودانۍ هم پرې نه ږدم، تر څو د هغې په څنګ کې د قيس يا تميم د کومې قبيلې خيمه نه وي درول شوي".[۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. Fenwick, Corisande (November 2020). "The Umayyads and North Africa". ResearchGate. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Abun-Nasr, Jamil M. (1987-08-20). A History of the Maghrib in the Islamic Period (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 34. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-316-58334-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Kaegi, Walter E. (2010). Muslim Expansion and Byzantine Collapse in North Africa. Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521196772. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. African whispers: labels the world leaders (په انګلیسي ژبه کي). Neili Belhassen. 2014-11-23. د کتاب پاڼې 16. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Fenwick, Corisande (November 2020). "The Umayyads and North Africa". ResearchGate. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Nicolle, David (2012-06-20). The Great Islamic Conquests AD 632–750 (په انګلیسي ژبه کي). Bloomsbury Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84603-890-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Elfasi, M.; Hrbek, Ivan; Africa, Unesco International Scientific Committee for the Drafting of a General History of (1988-01-01). Africa from the Seventh to the Eleventh Century (په انګلیسي ژبه کي). UNESCO. د کتاب پاڼې 243. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-3-101709-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Eur. The Middle East and North Africa 2003 (په انګلیسي ژبه کي). Psychology Press. د کتاب پاڼې 156. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85743-132-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Abun-Nasr, Jamil M. (1987-08-20). A History of the Maghrib in the Islamic Period (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 34. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-316-58334-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Collins, Roger (1983). Early Medieval Spain. New York: St. Martin's Press. د کتاب پاڼې 151. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-312-22464-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. al-Baladhuri, p. 362 of English translation.
  12. Hrbek, Ivan (1992), Africa from the Seventh to the Eleventh Century, 3rd, University of California Press, د کتاب پاڼې 131, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-06698-4 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Ibn Khaldun, ibid.
  14. Hrbek, Ivan (1992), Africa from the Seventh to the Eleventh Century, 3rd, University of California Press, د کتاب پاڼې 131, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-06698-4 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Blankinship 1994, p. 139; Khalifah ibn Khayyat 1985, pp. 328, 330, 336, 338, 339; Jones 1858, p. 32; Ibn Khaldoun 1852, pp. 357–58.
  16. Duri, A. A. (2012). The Historical Formation of the Arab Nation (RLE: the Arab Nation) (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب پاڼي 70–74. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-62286-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)