په سيسلي د متحدينو يرغل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په سيسلي د متحدينو يرغل، کوم چې د سيسلي د جګړې او د «هسکي» د عملياتو په نوم هم پېژندل کېږي، د دويمې نړيوالې جګړې يوه عمده نښته وه، په کومه کې چې اتحادي ځواکونو د 1943ز کال د جولای په مياشت کې د سيسلي په ټاپو بريد وکړ، او له محوري قدرتونو (فاشتي ايتاليه او نازي المان) څخه يې ونيو. دا يرغل د يو پراخه هوايي او د وچې او اوبو له لارې د عملياتو سره پيل شو، له دې وروسته شپږ ورځنۍ جګړه منځ ته راغله، او بيا يې ايټالوي بريد پيل کړ.

نورو سيمو ته د محوري ځواکونو د اړولو په موخه، متحدين د غولولو په ګڼو عملیاتو کې ښکېل شول، چې تر ټولو مشهور او بریالي يې د Mincemeat په نوم عمليات و. Husky د 1943ز کال د جولای د مياشتې په 9-10 شپه پېل او د اګست په اولسمه نېټه پای ته ورسېد. له ستراتيژيکي اړخه، Husky هغه موخې تر لاسه کړې چې د متحدينود پلان کونکو له خوا ورته ټاکل شوې وې؛ متحدينو محوري قدرتونو هوايي، ځمکني او سمندري ځواکونه له دې ټاپو څخه و ايستل او له 1941ز کال وروسته په لومړي ځل د مديترانې د سمندر لارې د متحدينو د سوداګريزو سمندري بېړيو لپاره پرانيستل شوې. د دې پېښو له امله د ايټاليې رهبر «بينيټو موسيليني» د جولای په پنځه ويشتمه نېټه په ايټاليه کې له واکه لېرې کړای شو، او د سپتمبر په درېیمه نېټه متحدينو پر ايټاليې بريد وکړ.

د المان رهبر اډولف هټلر، "يوه اونۍ وروسته په Kursk يو پراخه بريد لغوه کړ، تر يو بريده له دې امله چې ځواکونه د ايټاليې په لور واړوي"، د کوم څه په پايله کې چې په ختيځ محاذ کې د المانيانو ځواک کم شو. د ايټاليې له سقوط وروسته، د دې اړتيا پېښه شوه چې الماني سرتيري په ايټاليه او تر يو بريده په بالکان کې د ايټالويانو ځای ونيسي، د کوم څه په پايله کې چې د ټول الماني پوځ پنځمه برخه له ختيځ څخه سويلي يورپ پر لور وخوځېده، دا هغه تناسب و چې نږدې د جګړې تر پای پورې په همدې حالت کې پاتې شو.[۱][۲]

مخينه[سمول]

متحدين[سمول]

‍د Husky د عملياتو پر مهال د دوه اتحادي پوځونو له خوا پر سسلي د ځمکې او اوبو له لارې د بريد غوښتنه شوې وه، چې يو به په سويل ختيځ او بل به په مرکزي سويلي ساحل پلی کېږي. د ځمکې او اوبو له لارې بريدونه د سمندري ځواکونو د بريدونو له ملاتړ څخه برخمن و، همدا راز تکتيکي بمبارۍ، د مخنيوي او شريکو هوايي ځواکونو نږدې هوايي ملاتړ هم ورسره مل و. په دې ډول، د عملياتو لپاره د قوماندې د يو پېچلي جوړښت اړتيا وه، تر څو ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونه پکې شامل کړای شي. عمومي قوماندان يې امريکايي جنرال «Dwight D. Eisenhower» و، څوک چې په شمالي افريقا کې د ټولو اتحادي ځواکونو مشر مسئول قوماندان (C-in-C) و.برتانوي جنرال «Sir Harold Alexander» د نوموړي د مرستيال او د پنځلسم پوځ د ډلې د قوماندان په توګه دنده تر سره کوله. امريکايي تورن جنرال «Walter Bedell Smith» د Eisenhower د لوی درستيز په توګه ټاکل شوی و. د ټولو سمندري ځواکونو قوماندان برتانوی اميرالبحر «Sir Andrew Cunningham» و.[۳]

د متحدينو ځمکني ځواکونه له امريکايي، برتانوي او کاناډايي پوځونو څخه جوړ وو، او د دوه ځانګړو ځواکونو په توګه جوړ شوي وو. د ختيځ ځانګړی ځواک (چې د 545 ځانګړي ځواک په توګه هم پېژندل کېدو) مشري جنرال «Sir Bernard Montgomery» کوله او د برتانوي ځواک د اتم پوځ (کوم کې چې لومړی کاناډايي پلی فرقه هم شامله وه) څخه جوړ و. د لوېديځ ځانګړی ځواک (343 ځانګړی ځواک) مشري ډګرجنرال «George S. Patton» کوله او له اوم امريکايي پوځ څخه جوړ و. د دواړو ځانګړو ځواکونو قوماندانانو د پنځلم پوځ د ګروپ د مشر په توګه «Alexander» ته راپور ورکاوه. [۴]

د متحده ايالاتو اولسم پوځ په ابتدايي ډول له درې پليو فرقو څخه جوړ و، چې د دويم قول اردو لاندې تنظيم شوي وو، او مشري يې ډګر جنرال Omar Bradley کوله. د لومړۍ او دويمې پلې فرقې مشري په ترتيب سره تورن جنرالانو هر يو Terry Allen او Lucian Truscott کوله، چې د تونس له بندرګاوو څخه روان شوي وو، په داسې حال کې چې پنځه څلوېښتمه پلې فرقه د تورن جنرال د Troy H. Middleton تر مشرۍ لاندې وه چې په الجزاير کې د وهران له لارې له متحده ايالاتو څخه روان شوي وو. دويمه زرهي فرقه د تورن جنرال Hugh Joseph Gaffey تر قوماندې لاندې وه، چې دا هم له وهران څخه روانه شوې وه، دا يوه سمندري احتياطي فرقه وه چې د اړتيا په صورت کې به جګړې ته داخلېده. د جولای په پنځلسمه نېټه، Patton د يو نوي موقت قول اردو د مرکز په جوړولو سره خپله قومانداني په دوه قول اردوګانو کې بیا تنظيم کړه، چې مشري يې د هغه مرستيال تورن جنرال Geoffrey Keyes کوله. [۵]

د برتانيې اتم پوځ څلور پلې فرقې او يو خپلواک پلی غونډ درلودل چې د ديارلسمې لواء لاندې يې کار کاوه، او مشري يې ډګر جنرال Sir Miles Dempsey او دېرشمه لواء، چې مشري يې ډګر جنرال Sir Oliver Leese کوله. د ديارلسمې لواء دوه فرقو، چې هغه پنځمه او پنځوسمه (Northumbrian) پلې فرقې وې، مشري يې تورن جنرالانو هر يو Horatio Berney-Ficklin او Sidney Kirkman کوله، چې دوی په مصر کې د سويس له کانال څخه روان شوي وو. د دېرشم قول اردو تشکيلات د نورو مختلفو بندرګاوو څخه روان شول: د تورن جنرال Guy Simonds په مشرۍ لومړی کاناډايۍ پلې فرقه له انګلستان څخه روانه شوه، پنځمه (Highland) پلې فرقه چې مشري يې تورن جنرال Douglas Wimberley کوله له تونس او مالټا څخه روانه شوه، او دوه سوه او د يو دېرشم خپلواک پلې غونډ ډله له سويس څخه روانه شوه.

د کاناډا د لومړي وزير William Mackenzie King او په انګلستان کې د کاناډا د پوځي مرکز په ټينګار سره لومړۍ کاناډايي پلې فرقه د Husky په عملياتو کې شامله کړای شوه. د برتانويانو له خوا دا غوښتنه ومنل شوه، د کوم له امله چې تجربه لرونکی برتانوۍ پلې درېيمه فرقه لېرې کړای شوه. دا بدلون د 1943ز کال د اپريل تر اوه ويشتمې نېټې نه و وروستی کړای شوی، تر څو ډګر جنرال Andrew McNaughton، څوک چې هغه مهال په انګلستان کې د کاناډا د لومړي پوځ قوماندان و، د Husky عمليات د عمل وړ يو پوځي اقدام نه و بللی، او د لومړۍ کاناډايي پلې فرقې او لومړۍ کاناډايي د ټانک لواء  دواړو له جلا کېدو سره يې موافقه نه وه کړې. " Red Patch Division" (د سرې ټوټې فرقه) د Leese له دېرشم قول اردو سره يوځای کړای شوه، تر څود برتانيې د اتم پوځ برخه وګرځي.[۶]

د ځمکې او اوبو له لارې پر پلې کېدو سربېره، د لوېديځ او ختيځ دواړو ځانګړو ځواکونو د مرستې لپاره له هوا څخه ښکته کېدونکي سرتيري هم واستول شول. د ختيځ پر لور، د تورن جنرال George F. Hopkinson تر مشرۍ لاندې له هوا څخه پلې کېدونکي لومړۍ برتانوۍ فرقې د برتانوي اتم پوځ په ملاتړ سره مهم پلونه او لوړې سيمې نيولې. ابتدايي پلان کې حکم شوی و چې دوه اتيايمه امريکايي له هوا څخه پلې کېدونکې فرقه، چې مشري يې تورن جنرال Matthew Ridgway کوله، په تونس کې د يو تکتيکي احتياط په توګه ساتل شوې وه.[۷]

اتحادي سمندري ځواکونه هم د يرغلګرو پوځونو سره د ترانسپورت په برخه کې د مرستې لپاره په دوه ځانګړو ځواکونو وېشل شوي وو. ختيځ سمندري ځانګړی ځواک د برتانې د مديترانې بحريې (د جنګي بېړيو اسطول) څخه جوړ شوی و، او مشري يې اميرالبحر Bertram Ramsay کوله. لوېديځ سمندري ځانګړی ځواک د امريکا د اتمې سمندري بحريې له ځواک څخه جوړ شوی و، چې مشري يې اميرالبحر Henry Kent Hewitt کوله. د سمندري ځانګړو ځواکونو دواړو قوماندانانو اميرالبحر Cunningham ته د سمندري ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه راپور ورکاوه. د شاهي هندي سمندري ځواک دوه ډلګۍ - HMIS Sutlej او HMIS Jumna – هم پکې برخه والې وې.[۸][۹]

سرچينې[سمول]

  1. Atkinson 2007, p. 172
  2. Charles T. O'Reilly. "Forgotten Battles: Italy's War of Liberation, 1943–1945." Lexington Books, 2001. pp. 37–38.
  3. D'Este Appendix B
  4. D'Este Appendix A
  5. Molony et al. 2004, p. 108
  6. Copp (2008), pp. 5–42
  7. Molony et al. 2004, pp. 26, 27
  8. D'Este Appendix A
  9. D'Este Appendix A