په سلواکیا کې هلوکاسټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په سلواکیا کې هلوکاسټ د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نازي جرمني په تابع هېواد، سلواکیا کې د یهودانو سیستماتیکې وژنې، تبعید او د هغوی د مالکیت سلب کولو ته اشاره لري. په ۱۹۴۰ زکال کې د دغه هېواد د ۸۹ زرو یهودو وګړو څخه شاوخوا ۶۹ زره یې دهلوکاسټ پر مهال ووژل شول.

په ۱۹۳۸ زکال کې د مونیخ له هوکړې وروسته سلواکیا په یو اړخیزه توګه له چکسلواکیا څخه خپله کورواکي اعلان کړه، خو د ویانا د لومړنۍ پرېکړې (د ویانا لومړنی حکمیت) له لاسلیک کېدو وروسته چې په نومبر میاشت کې لاسلیک شوه خپله زیاته برخه قلمرو یې د هنګري پر وړاندې له لاسه ورکړ. راتلونکی کال د جرمني په هڅونو د سلواکیا د خلکو حاکم قومي ملت پاله ګوند له چکسلواکیا څخه خپلواکي اعلان کړه. دولتي تبلیغاتو یې په یهودانو باندې د قلمرو بایللو پړه واړوله. همدا و چې یهودان له تبعیض او ځورونو سره مخ شول د هغوی مالونه یې مصادره کړل او دندې یې ترې واخیستې. له اقتصادي چارو څخه د یهودانو ویستو ټولنه له بې وزلۍ سره مخ کړه او دولت یې اړ شو څو هغوی په اجباري کار کې بوخت کړي. د ۱۹۴۱ زکال د سپټمبر په ۹مه نېټه دولت یهودي قانون تصویب کړ چې ادعا کېږي په ټوله اروپا کې د یهودانو پر ضد تر ټولو سخت قانون و.

په ۱۹۴۱ زکال کې د سلواکیا دولت د جرمني تر ولکې لاندې پولنډ ته په ډله ئیزه توګه د یهودانو د تبعید په موخه له نازي جرمني سره خبرې اترې وکړې. د ۱۹۴۲ زکال د مارچ او اکتوبر میاشتو ترمنځ ۵۸ زره یهودان د اشویتس د اجباري کار کمپونو او همدارنګه د دغه عمومي ګورنریت لوبلین ولایت ته تبعید شول؛ چې له دغو شمېر یهودانو څخه یوازې څو سوه یې د جګړې تر پایه ژوندي پاتې شول. د سلواکیا دولت د هغوی د تګ لپاره زمینه برابره کړه او هر یهودي ته یې هلته د بیاځلي استوګنې په موخ ۵۰۰ رایشمارکه ورکړل. د یهودانو ځورونه د ۱۹۴۴ زکال په اګست میاشت کې بیاځلي وروسته له هغه پیل شوه چې جرمني په سلواکیا برید وکړ او له امله یې د سلواکیا ملي پاڅون وشو. ۱۳۵۰۰ نور یهودان تبعید شول او له سلګونو نیولې تر زرګونو نور د نازي ځانګړو ځواکونو او د هغوی تر قوماندې لاندې د سلواکیا د ملیشه وسله والو له خوا ووژل شول.

د سره پوځ له خوا د سلواکیا له آزادولو وروسته، پاتې شوي یهودان بیاځلي له یهود ستېزۍ او د خپلو لوټ شوو املاکو په بېرته ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ شول؛ همدا و چې ډېری یهودان د ۱۹۴۸ زکال له کمونېستي کودتا وروسته کډوال شول. کمونېستي رژیم له جګړې وروسته د هلوکاسټ بحث سانسور کړ. په ۱۹۸۹ زکال کې د کمونېستي رژیم له سقوط کېدو وروسته د بیان آزادي بیا رامنځته شوه. له دې سره هم په هلوکاسټ کې د سلواکیا د دولت مرسته د ښي اړخو ملت پالو ترمنځ د جنجالي بحثونو موضوع جوړوي.

مخینه[سمول]

له ۱۹۳۹ زکال وړاندې سلواکیا خپلواک هېواد نه و. د دغه هېواد قلمرو د زرو کلونو لپاره د هنګري د پاچاهۍ برخه و. د نن ورځې د سلواکیا په قلمرو کې منځنیو پېړیو ته اړوندې اوولس یهودي ټولنې ثبت شوې دي، خو په دغه سیمه کې د یهودانو دغه پام وړ حضور د ۱۵۲۶ زکال پر مهال په موهاچ جګړه کې د هنګري له ماتې وروسته د یهودانو په شړلو پای ته ورسېد. ډیری یهودان له دغه قلمرو څخه په اوولسمه او اتلسمه پېړۍ کې کډوال شول. د موراویا یهودان د تاترا غرونو په لویدیځ کې استوګن شول چې د اوبرلنډر د یهودانو ټولنه یې جوړه کړه، په داسې حال کې چې د ګالیسیا یهودان د دغو غرونو ختیځ لوري ته استوګن شول او د حسیدېزم تر اغېز لاندې یې یوه جلا ټولنه (انلنډر یهودان) جوړه کړه. د هنګري د یهودانو ترمنځ د انشقاق له امله دغه ټولنې د نوولسمې پېړۍ په نیمايي کې د اکثریت ارتدوکس او نئولوګ ډلو له خوا جذب شوې وې. د یهودانو له خلاصون وروسته چې تر ۱۹۸۶ زکال پورې یې بهیر بشپړ شو، ډیری یهودانو په ټولنه کې د پرمختګ په موخه د هنګري کلتور او ژبه زده کړل. [۱][۲][۳][۳][۴][۵][۶]

له دې امله چې د سلواکیا یهودان د بوهمیا او موراویا د یهودانو په څېر یو موټي نه و، همدا و چې ښارونو ته کډه شول او په بېلابېلو مسلکي چارو یې لاس پورې کړ. یو شمېر نور یې د ښار په لرې پرتو برخو کې پاتې شول او تر ډېره یې د صنعتګرانو، سوداګرو او دوکاندارانو په توګه خپل ژوند مخته ووړ. یهودان د نوولسمې پېړۍ د اقتصادي بدلونونو مخکښان و چې له امله یې کلیوالي سوداګریو هم وده وکړه؛ له همدې امله د دغې پېړۍ په وروستیو کې د سلواکیا شاوخوا ۷۰٪ مخکښ بانکوال او ځمکې لرونکي یهودان وو. د تاریخ لیکونکي توماس لورمن په خبره په داسې حال کې چې ډېر لږ شمېر یهودانو د سلواکیا له ملت پالنې ملاتړ وکړ، خو د نوولسمې پېړۍ په نیمايي کې یهود ستېزي د سلواکیا د ملي خوځښت په موضوع واوښټه او یهودان یې «د جادوګرانو اجنټان» او همدارنګه «د حاکمو طبقاتو [هنګري] پیاوړي ملاتړي» بلل. د سلواکیا په لویدیځو برخو کې د ۱۸۴۸ زکال له انقلابونو وروسته یهودیت ضد پاڅونونه پیل شول؛ ډیری دغه پاڅونونه د ۱۸۸۲ او ۱۸۸۳ زکلونو پر مهال د تیزاسیزلر د ترور د تور له امله رامنځته شول. سنتي یهودیت ضد باورونه د بې وزلو سلواکیايي وګړو د استثمار کوونکو یهودانو له کلیشې (اقتصادي یهود ستېزي) او ملي یهود ستېزۍ سره یوځای شول؛ ځکه چې یهودانو د هنګري له دولت سره کلکې اړیکې لرلې او د سلواکیا د هیلو په بیه له هنګري سره په همدردي لرلو تورن وو. [۷][۸][۱][۳][۹][۱۰][۹][۱۱][۱۲]

له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته سلواکیا د نوي جوړ شوي هېواد، چکسلواکیا برخه وګرځېد. یهودانو دغه مهال (۱۹۱۸ زکال) په ۲۲۷ ټولنو کې ژوند کاوه او شمېر یې ۱۳۵۹۱۸ تنه (په ۱۹۲۱ زکال کې) اټکل شو. د یهودانو ضد پاڅونونه د چکسلواکیا د خپلواکۍ له اعلان (۱۹۱۸ – ۱۹۲۰ زکال) وروسته پیل شول، په داسې حال کې چې تاوتریخوالي په کې د اوکراین یا پولنډ په کچه جدي نه و. سلواکیايي ملت پالونکو یهودان د چکسلواکیا دولت ته اړوند بلل او هغوی یې له دولت څخه په ملاتړ تورن کول. په ۱۹۲۰مه لسیزه کې ورباندې په ترینچین او همدارنګه سلواسکي ګیمر کې د وینو بهونو تورونه هم پورې شول. په ۱۹۳۰مه لسیزه کې لوی اقتصادي ناورین په یهودي سوداګرو اغېز وکړ او همدارنګه یې اقتصادي یهود ستېزۍ ته هم لمن ووهله. د چکسلواکیا اقتصادي شاته توب او د تبعیض شتون لامل وګرځېد ډیری سلواکیايي وګړي (شاوخوا یو په دریمه برخه) د سلواکیا د خلکو د قومي ملت پاله محافظه کار ګوند (په سلواکیايي: Hlinkova slovenská ľudová strana) څخه ملاتړ وکړي. دغه ګوند د چک یانو، هنګریانو، یهودانو او رومیانو په څېر لږکي قومونه د سلواکي په ملت باندې ناوړه اغېز کوونکي ګڼل او د سلواکیا کورواکي یې د سلواکیا د ستونزو یوازنۍ حل لار بلله. دغه ګوند د ۱۹۳۰مې لسیزې په وروستیو کې د ۱۹۳۸ زکال پر مهال له اتریش څخه دغه هېواد ته د ګڼ شمېر یهودي کډوالو د راتګ او همدارنګه د هنګري، پولنډ او رومانیا له خوا د یهودیت ضد قوانینو په تصویب کېدو په یهود ستېزۍ باندې ټینګار ته مخه کړه.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د یهودانو قانون[سمول]

د سلواکیا پارلمان د ۱۹۴۱ زکال د سپټمبر په ۹مه نېټه د یهودانو قانون تصویب کړ چې د یهودانو ضد ۲۷۰ مادې یې لرلې. دغه قانون چې د نورنبرګ قوانینو پر بنسټ و، یهودان یې د اصل او نسب له مخې تعریف کول، مختلط ودونه یې منع کړل او دا یې جبري اعلان کړه چې له شپږ کلنۍ څخه زیات عمر لرونکي یهودان باید له ژېړ ستوري ګټنه وکړي. دغه قانون یهودان له عامه ژوندانه څخه وویستل او همدارنګه یې د هغوی د سفر او توکو د پېرلو لپاره محدود ساعتونه وټاکل. له دې سربېره هغوی نشو کولای په کلبونو، سازمانونو او عمومي غونډو کې ګډون وکړي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Hutzelmann 2018، ص. 18.
  2. Borský 2005، صص. 17–18, 20–21.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ Lorman 2019، صص. 47–48.
  4. Borský 2005، صص. 16–17.
  5. Borský 2005، ص. 15.
  6. Ward 2013، ص. 12.
  7. Láníček 2013، ص. 35.
  8. Hutzelmann 2018، صص. 18–19.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Klein-Pejšová 2015، ص. 11.
  10. Dojc او Krausová 2011، ص. 119.
  11. Nižňanský 2014، صص. 49–50.
  12. Ward 2015، ص. 76.
  13. Rajcan، Vadkerty او Hlavinka 2018، ص. 842.
  14. Ward 2015، ص. 79.
  15. Ward 2015، ص. 87.
  16. Paulovičová 2018، ص. 5.
  17. Láníček 2013، صص. 6, 10.
  18. Hutzelmann 2018، ص. 19.
  19. Rajcan، Vadkerty او Hlavinka 2018، ص. 846.
  20. Hutzelmann 2018، ص. 29.
  21. Kamenec 2011a، صص. 188–189.
  22. Hilberg 2003، ص. 774.