په ساحل کې د اسلام پالو فعالیتونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ساحل کې د اسلام پالو فعالیتونه یا هم په ساحل کې د جهادیانو چارې د لویدیځې افریقا په ساحل سیمه کې د اسلام پالو هغو وسله والو فعالیتونو ته نغوته کوي چې په ۲۰۱۱ زکال کې د عربي پسرلي څخه را پیل او تر نن ورځې دوام لري. په ځانګړې توګه په مالي، نایجریا او بورکینافاسو کې شدیده جګړه هم رانغاړي چې د ساحل د جګړې په نوم یادېږي. [۱]

مخینه[سمول]

له ۲۰۰۷ زکال راهیسې، د الجزایر دولت په مغرب سیمه کې د اسلامي مغرب لپاره د القاعدې په نامه د تنظیم (په عربي: تنظیم القاعده فی بلاد المغرب الاسلامي) سره په شخړو بوخت دی. د دغه سازمان جنګیالي تر ډېره پورې الجزایر او سیمه ییزو صحرایي ټولنو (لکه طوارق او د مالي نورو قبایلو) ته اړوند دي. په ۲۰۱۱ زکال کې د لیبیا له لومړنۍ جګړې وروسته د یاد سازمان غړو ته په سویل لویدیځې لیبیا کې د ځای وړاندیز وشو، هلته یې خپل مرکزونه جوړ کړل او له دې ځایه یې په سیمه کې فعالیت پیل کړ.[۲][۳]

لویدیځ ساحل[سمول]

مالي[سمول]

د طوارقو پاڅون او د مالي کورنۍ جګړه[سمول]

په ۲۰۱۱ زکال کې د لیبیا د کورنۍ جګړې له پای وروسته د وسلو پریماني لامل وګرځېده چې د طوارقو قبیلې وګړي ځانونه په بشپړه توګه وسله وال کړي او د مالي په شمالي برخه کې خپل اصلي استوګنځای چې دوی ورته ازواد وايي لا خودمختاره او خپلواک کړي. په لیبیا کې دغې قبیلې ته اړوندو وګړو د جګړې پر مهال له قذافي ملاتړ کاوه او دغې قبیلې ته اړوندې سیمې لکه غات د قذافي د پلویانو کلک سنګر و. د جګړې له پای وروسته هغه طوارق جنګیالي چې د قذافي لپاره یې جګړه کوله د نوي لیبایي حکومت تبعیض ته په پام له لیبیا څخه یې وتو ته مخه کړه او په مالي کې خپل اصلي استوګنځي ته راوګرځېدل. [۴][۵][۶]

د ۲۰۱۱ زکال په اکتوبر میاشت کې له لیبیا څخه راګرځېدلو جنګیالیو او همدارنګه د طوارقو په قبیله کې د پخوانیو پاڅونونو مخکښانو د ازواد د آزادۍ ملي خوځښت (MNLA) رامنځته کړ. د انصارالدین په نامه دغې قبیلې ته اړوندې بلې اسلام پالې ډلې هم دغه مهال د مالي د دولت پر ضد جګړه کوله. خو د آزادۍ د خوځښت په څېر د خپلواکۍ په لټه کې نه و بلکې په ټول متحد مالي کې یې د اسلامي شریعت د پلي کولو هڅه کوله. [۷]

د ۲۰۱۲ زکال په مارچ میاشت کې د مالي ولسمشر امادو توماني توره د جګړې د مدیریت د څرنګوالي له امله د یوې کودتا په ترڅ کې له واکه لرې کړای شو. له کودتا وروسته د مالي درې لوی شمالي ښارونه: کیدال، ګائو او تیمبوکتو د پاڅون کوونکو له خوا ونیول شول. [۸]

د ۲۰۱۲ زکال د اپرېل په ۶مه د آزادۍ خوځښت اعلان وکړ چې خپلو موخو ته رسېدلی او ازواد یې د مالي څخه خپلواک اعلان کړ. [۹]

په پیل کې د آزادۍ خوځښت د انصارالدین ملاتړ له ځانه سره درلود. ورته مهال انصارالدین او نورو اسلام پالو ډلو له دې ډلې د افریقا په لویدیځ کې د وحدت او جهاد خوځښت (MUJAO) چې د اسلامي مغرب د القاعدې له تنظیم څخه جلا شوې څانګه وه؛ په نیول شوو برخو کې یې د سخت دریځو قوانینو په پلي کولو لاس پورې کړ. همدا و چې دوی ډېری ژر د آزادۍ له ملي خوځښت سره ونښتل. په دې سره د ۲۰۱۲ زکال تر جولای میاشتې پورې اسلام پالو ډلو د شمالي مالي ډیری برخې د آزادۍ له خوځښت ونیولې. [۱۰]

د ۲۰۱۳ زکال په جنوري میاشت کې اسلام پاله ځواکونه د پلازمېنې تر ۶۰۰ کیلومترۍ پورې مخکې ولاړل او نږدې و چې د موپتي مهم ښار ونیسي. د آزادۍ خوځښت د مالي له دولت سره په داسې حال کې د سولې خبرې پیل کړې چې د فرانسې پوځ د جنوري په ۱۱مه د سروال عملیاتو په ترسره کولو سره په دغه نښتو کې مداخله وکړه. د فرانسي هوايي بریدونو د مالي له دولت سره مرسته وکړه چې اسلام پالي پر شا تګ ته اړ کړي او دولت وکولای شي د تیمبوکتو، ګائو او کیدال لوی ښارونه بېرته ونیسي. په دې سره د ۲۰۱۳ زکال تر مۍ میاشتې پورې د اسلام پالو ډلو او طوارقو ځواکونه اړ شول بېرته د مالي شمال ختیځې صحرا ته پر شا شي.

بهرنۍ مداخلې[سمول]

د سروال عملیات د ۲۰۱۴ زکال په جولای میاشت کې پای ته ورسېدل. له دې ډېر ژر وروسته د برخان عملیات د ۲۰۱۴ زکال د اګست په لومړۍ نېټه د ساحل د وګړو د خوندیتوب، خو په واقعیت کې د فرانسې د امنیت په موخه پیل شول. [۱۱]

د ۲۰۲۲ زکال د جنوري په لومړۍ نېټه له څو میاشتو ګنګوسو او خبرو اترو وروسته د واګنر روسي خصوصي پوځي ډلې څو سوه سرتېري او همدارنګه د روسیې د منظم پوځ یو شمېر سرتېري په مالي کې ځای پر ځای شول.

نور هېوادونو ته د کړکېچ پراختیا[سمول]

نایجریا[سمول]

نایجریا هم په خپلو لویدیځو برخو (د مالي د جګړې د خپرېدو له امله) او همدارنګه په سویل ختیځو برخو کې (د نایجریا د اسلام پالو د پاڅونونو له امله) له جهادي فعالیتونو سره ښکېل دی. د دغه هېواد په لویدیځ کې کړکېچ له ۲۰۱۵ زکال راهیسې را پیل شو او له ۲۰۱۷ زکال وروسته یې زور واخیست. له ۲۰۲۱ زکال وروسته په پریمانه کچه بریدونه په دغه هېواد کې ترسره شول.

بورکینا فاسو[سمول]

په ساحل کې کړکېچ په ۲۰۱۵ زکال کې بورکینا فاسو ته هم پراختیا ومونده چې په لومړي ګام کې یو ژاندارمرین سرتېری د بوکو حرام ډلې د کسانو له خوا ووژل شو. په ۲۰۱۶ زکال کې د بریدونو کچه وروسته له هغې زیاته شوه چې د امام ابراهیم ملام دیکو له خوا د انصار الاسلام په نامه نوې ډله رامنځته شوه.

په بورکینا فاسو کې کړکېچونه لامل وګرځېدل له ۲۰۲۱ زکال را وروسته د عاج ساحل، ګانا، بنین او توګو ته هم پراختیا ومومي. د ۲۰۲۲ زکال د فبروي په ۸مه یاغیانو په بنین کې په ډبلیو ملي پارک برید وکړ او ۹ کسان یې ووژل. د ۲۰۲۲ زکال د می په ۱۱مه  وسله وال د توګو له پولو تېر شول او اته توګويي سرتېري یې ووژل. [۱۲]

بوکوحرام[سمول]

نایجریايي اسلام پالې ډلې بوکوحرام له ۲۰۰۶ زکال راهیسې په ساحل کې د اسلامي مغرب د القاعدې تنظیم په خوا کې تمرینات ترسره کول او ورسره یې همکارۍ لرلې، خو په ۲۰۱۴ زکال کې وروسته له هغه چې د نایجریا په جګړه کې ښکېل قلمرو یې په بریالۍ توګه ونیو چاد او نایجریا ته یې هم لاس وغځاوه. د چاد سیند ته څېرمه په پام وړ کچه د سیمو له نیولو وروسته د افریقا د لویدیځو سیمو د هېوادونو ائتلاف د ۲۰۱۵ زکال د جنوري په میاشت کې د دغې ډلې پر ضد عملیات پیل کړل. دغه ډلې بلاخره له القاعدې سره اړیکې پای ته ورسولې او د ۲۰۱۵ زکال په مارچ میاشت کې یې له داعش سره بیعت وکړ. د ۲۰۱۵ زکال په وروستیو کې په بوکوحرام فشار راوړل شو څو د نایجیریا سامبیسا ځنګل ته پر شا شي، په داسې حال کې چې لا یې هم بریدونو د نایجریا په ګډون نور ځایونو کې دوام درلود.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

مهالیزه توضېح[سمول]

۲۰۱۲ زکال[سمول]

  • د جنوري ۱۶مه – د مالي د کورنۍ جګړې پیل.

۲۰۱۳ زکال[سمول]

  • د می ۲۳مه – په نایجریا کې دوه ځانمرګي بریدونه وشول چې د اګادز پوځي اډه او په آرلیت کې یې د یورانیمو کان په نښه کړ.

۲۰۱۴ زکال[سمول]

  • د ډسمبر ۱۱مه – فرانسوي سرتېرو مخکښ اسلام پالی قوماندان احمد التیلمسي وواژه. تیلمسي د افریقا په لویدیځ کې د وحدت او جهاد د خوځښت (MUJWA) بنسټګر غړی و او پر سر یې ۵ میلیون ډالر جایزه ټاکل شوې وه. [۱۷]

۲۰۱۵ زکال[سمول]

  • د نومبر ۲۰مه - د اسلامي مغرب القاعدې تنظیم د مالي په پلازمېنه باماکو کې په یو هوټل برید وکړ؛ ۲۰ تنه یې ووژل او ۱۷۰ تنه نور یې له ځانه اسیر ونیول.[۱۸][۱۹]
  • د نومبر ۲۸مه – انصارالدین په کیدال کې د ملګرو ملتونو په سوله ساتو ځواکونو برید وکړ، ۲ سرتېري او د هغوی یې قراردادي یې وواژه.[۲۰]

۲۰۱۶ زکال[سمول]

  • د جنوري ۱۵مه – په درنو وسلو سمبالو کسانو د بورکینا فاسو د پلازمینې واګادوګو په زړه کې په کاپوچینو او سپلنډیډ هوټلونو برید وکړ. په برید کې ۳۰ تنه ووژل شول او ۵۶ تنه نور ټپیان شول. د راتلونکې ورځې پر سهار د دولت د عملیاتو په ترڅ کې د دریو بریدګرو له وژلو وروسته ۱۷۶ تنه یرغمل شوي کسان را خوشي شول. همدغه مهال د YIBI هوټل هم کلابند و او هلته هم یو بریدګر ووژل شو. په وژل شوو کسانو کې د سویس د پارلمان پخواني غړي ژان نوئل او جورج لامون هم شامل و. د پېښې مسئولیت د اسلامي مغرب القاعدې تنظیم او المرابطون ډلې پر غاړه واخیست. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
  • د فبروري ۵مه – په مالي کې د ملګرو ملتونو دفتر د نامعلومو کسانو له خوا په نښه کړای شو. [۲۷]

۲۰۲۲ زکال[سمول]

  • د جنوري ۲۲مه – یو فرانسوي بریدمن د شمالي مالي په ګائو سیمه کې د برخان په پوځي کمپ کې د هاوان د لګېدو له امله ووژل شو. [۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. Yahaya Ibrahim, Ibrahim (2021). "Jihadist Insurgencies in the Sahel". In Villalón, Leonardo A (المحرر). The Oxford Handbook of the African Sahel. Oxford Handbooks Online. د کتاب پاڼي 568–586. doi:10.1093/oxfordhb/9780198816959.013.33. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-881695-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Organized Crime and Conflict in the Sahel-Sahara Region [۱] Archived 2022-04-02 at the Wayback Machine.
  3. Boeke, Sergei (2016). "Al Qaeda in the Islamic Maghreb: Terrorism, insurgency, or organized crime?". Small Wars & Insurgencies. 27 (5): 914–936. doi:10.1080/09592318.2016.1208280. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Mali: 47 Die in Clashes Between Troops, Rebels – Ministry". allAfrica.com. 19 January 2012. مؤرشف من الأصل في ۲۳ جنوري ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Mzioudet, Houda (2013-02-09). "Ghat: a former Qaddafi stronghold struggles to keep up with Libyan revolution". The Libya Herald. مؤرشف من الأصل في ۱۱ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Jibrin Ibrahim (26 March 2012). "West Africa: Mali and the Azawad Question". allAfrica.com. مؤرشف من الأصل في ۰۱ جنوري ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 3 April 2012 باندې). Mali: Timbuktu heritage may be threatened, Unesco says. BBC
  8. Baba Ahmed (په 2 April 2012 باندې). Islamist group plants flag in Mali's Timbuktu. The Seattle Times.
  9. (په 6 April 2012 باندې). Tuareg rebels declare the independence of Azawad, north of Mali. Al Arabiya
  10. (په 18 July 2012 باندې). Jihadists' Fierce Justice Drives Thousands to Flee Mali.
  11. Larivé, Maxime H.A. (7 August 2014). "Welcome to France's New War on Terror in Africa: Operation Barkhane". nationalinterest.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 2022-05-11 باندې). Eight soldiers killed in Togo, raising spectre of first deadly Islamist attack. Reuters.
  13. (په 12 February 2016 باندې). ISIS, Al Qaeda In Africa: US Commander Warns Of Collaboration Between AQIM And Islamic State Group. International Business Times.
  14. (په 9 March 2015 باندې). Chad, Niger launch ground and air offensive against Boko Haram. CNN.
  15. (په 1 October 2016 باندې). Chad, Niger forces kill 123 Boko Haram in crackdown – Niger. Yahoo News.
  16. (په 27 October 2016 باندې). Boko Haram Attacks Signal Resilience of ISIS and Its Branches. The New York Times.
  17. (په 11 December 2014 باندې). French forces in Mali kill Islamist on U.S. wanted list. Reuters.
  18. "Mali attack explainer: Who, why and what's next?". مؤرشف من الأصل في ۱۲ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Investigation into Mali attack points to ′two foreigners′ – News – DW.COM – 22.11.2015". DW.COM. مؤرشف من الأصل في ۰۴ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Attack on UN base in northern Mali causes casualties". The Economic Times. مؤرشف من الأصل في ۰۴ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 18 January 2016 باندې). French-Moroccan photographer Leila Alaoui dies after Burkina Faso attacks. BNO News.
  22. (په 15 January 2016 باندې). Ouagadougou blasts: Burkina Faso capital hit by gunfire. BBC News.
  23. (په 15 January 2015 باندې). Gunmen attack hotel, take hostages in Burkina Faso capital.
  24. (په 16 January 2016 باندې). Foreigners killed at Burkina Faso luxury hotel. BBC
  25. . Burkina Faso: Security forces raid besieged hotel, free hostages.
  26. "Burkina Faso: Hotel siege ends; 22 killed, 126 people rescued". International Business Times, India Edition. 16 January 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "UN peacekeeping base under attack in Mali". د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "French soldier killed in attack on military camp in northern Mali". France24. 23 January 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)