په روسیه کې د جګړې ضد لاریونونه (له ۲۰۲۲ څخه تر اوسه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته په ټوله روسیه کې د جګړې ضد مظاهرې او لاریونونه پیل شول. د لاریونونو تر څنګ د جګړې پر ضد یو شمېر عریضې او پرانیستي لیکونه هم لیکل شوي دي او یو شمېر عامو سیاسي او فرهنګي څېرو هم د جګړې ضد څرګندونې وکړې. [۱][۲]

دا لاریونونه د روسي چارواکو له پراخو ځپنو سره مخ شوي دي. د OVD-Info رسنیزې پروژې پر اساس د فبرورۍ له ۲۴ څخه د مارچ تر ۱۳ پورې لږ تر لږه ۱۴۹۰۶  کسان نیول شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمانونو او خبریالانو د نیولو پر مهال د پولیسو د تاوتریخوالي په تړاو خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي او OVD-Info د لاریون کوونکو د نیولو پر مهال د شکنجه کولو د څو مواردو راپور ورکړی. دولت همدارنګه له جګړې سره د مخالفت ګڼې نورې بڼې هم ځپلې دي چې له ډلې يې د پراخ سانسور اقدامات یادولی شو. نورو خلکو چې د جګړې ضد عریضه لاسلیک کړې له غچ اخیستنې سره مخامخ شوي دي. وروسته له دې چې پوتین د سېپټمبر په ۲۱مه د روسیې د پوځي زېرمو نسبي بسیج اعلان کړ، په ورپسې ورځو کې له ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان په پراخو لاریونونو کې پر سړکونو توقیف شول. [۳][۴][۵][۶][۷]

پر سړکونو لاریون[سمول]

فبروري[سمول]

د یرغل تر غرمې وروسته مهال د روسیې د پلټنې کمېټې روسانو ته خبرداری ورکړ چې دوی به د «خارجي سیاسي کړکېچن وضعیت» اړوند غیر قانوني لاریونونو کې د ګډون له امله له قانوني عواقبو سره مخ شي. د اپوزیسیون فعاله مارینا لیتوینوویچ، د فبرورۍ د ۲۴مې په ماښام په انستاګرام کې پر سړکونو د لاریون لپاره غږ وکړ، خو له کور څخه د وتلو پر مهال پولیسو ونیوه. د هم‌هغې ورځې په مازدیګر په ټوله روسیه کې زرګونه خلک په ښارونو کې د جګړې ضد لاریون لپاره سړکونو ته راووتل. تر ټولو ستر لاریون لومړی په مسکو کې چې ۲۰۰۰ لاریون کوونکي د پوشکینسکایا میدان ته نږدې سره راټول شول او بیا په سن پترزبورګ کې وشو چې تر ۱۰۰۰ پورې لاریون کوونکي په کې راټول شول. سلګونه خلکو په یکاترینبورګ کې لاریون وکړ او همدارنګه د نورو ښارونو په ګډون په چلیابینسک، نيژني نووګورود، نووسیبیرسک او پرم کې هم لاریونونه وشول. د یرغل د ورځې د ماښام تر پای پورې د OVD-Info د څارونکي په وینا په ۵۸ ښارونو کې ۱۸۲۰ توقیفونه ترسره شوي چې له دې څخه ۱۰۰۲ یې په مسکو کې شوي. د روسیې د کورنیو چارو وزارت دا توقیفونه «د عامه پېښو په ګډون د کورونا ویروس له محدویتونو» سره توجیه کړل. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

په ورپسې ورځ د فبرورۍ په ۲۵مه لا ډېرو لاریونونو په مسکو، سن پترزبورګ اونورو ښارونو کې دوام وکړ. په سن پترزبورګ کې څو سلګونه خلک د ښار په مرکز کې سره راټول شول او د «جګړې ته نه واويئ!» شعارونه یې ورکول OVD-Info په هغه ورځ د روسیې په ۲۶ ښارونو کې د توقیف راپورنه ورکړل چې له ډلې يې ۲۲۶ په مسکو او ۱۳۰ په سن پترزبورګ کې وو. [۱۹]

د فبرورۍ په ۲۶مه ځینې روسي لاریون کوونکو پرېکړه وکړه چې د مسکو او نورو ښارونو په څلور لارو کې د یو کسیزو لارینونو له پيلولو سره د توقیفونو کچه راټيټه کړي. نور په کوچنیو ګروپونو کې سره راټول شول تر څو په ډېرې چټکۍ پر سړکونو حرکت وکړي. په یکاترینبورګ کې سلګونه خلک راټول شول او «جګړې ته نه ووایئ!» چیغې يې وهلې. د ورځې په بهیر کې لږ تر لږه ۴۶۹ کسان په ۳۴ ښارونو کې ونیول شول چې شاوخوا نیمايي برخه يې په مسکو کې وو چې د ټولو توقیف شویو کسانو شمېر یې ۳۰۰۰ کسانو ته رساوه.  [۲۰][۲۱]

لاریونونو د فبرورۍ په ۲۷مه هم دوام درلود. دا لاریونونه د اپوزسیون د سیاستوال بوریس نمتسوف د وژنې له ۷مې کلیزې سره سم وو او توقیفونه له کرملین څخه خارج په یو ناڅاپه جوړ شوي یادڅلي کې چې هلته نمتسوف په ډوزو وژل شوی و، ترسره شول. شاوخوا ۱۰۰۰ کسان د ګوستیني دوور ستر پلورنځي ته نږدې په سن پترزبورګ د جګړې ضد خپل سره لاریون لپاره راټول شول شوي وو. د OVD-Info د راپور پر اساس د یکشنبې د ماښام تر لومړیو پورې پولیسو لږ تر لږه په ۴۴ ښارونو کې ۹۰۰ روسان توقیف کړل، چې د جګړې له پیل څخه د توقیف کړای شویو ټولیز شمېر ۴۰۰۰ کسانو ته ورسېد. د ورځې په پای کې دا شمېره شاوخوا ۲۷۱۰ توقیفونو (د جګړې له پیل څخه لږ تر لږه ۵۸۴۴) ته لوړ شوي وو چې لږ تر لږه ۱۲۶۹ کسان په مسکو او ۱۰۳۴ کسان په سن پترزبورګ کې توقیف شوي وو. د روسیې فېدارسیون د کمونیست ګوند، د خلکو د آزادۍ ګوند او یابلوکو ګوند غړو د یرغل پر ضد وینا وکړه. په هم‌هغه ورځ یو ون/سرپټی باري موټر چې د «خلکو راويښ شئ!»، «دا جګړه ده»، «پوتین شیطان دی!» له لیکنو سره مشخصېده په ناربوشکینسکایا کې ټکر شو او اور یې واخیست. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

مارچ[سمول]

د مارچ په لومړۍ نېټه په ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورونو او انځورونه خپاره شول چې د لومړني ښوونځي ماشومان د زندان د میلو تر شا ښيي چې په مسکو کې د اوکراین سفارت مخ ته د ګلانو د اېښودلو او په لاس کې د «جګړې ته نه!» لوحو د نیولو په جرم د مسکو پولیسو نیولي وو دا راپور نوایا ګازتا (د روسیې تر ټولو نامتو ورځپاڼه) هم تاييد کړی او بیاځلي خپور کړی دی. یو ځانګړی توقیف ځای چې په یکاترینبورګ کې جوړ شوی و له لاریونونو څخه نیول شويو بندیانو ته خالي شو. [۳۳][۳۴]

د مارچ په دویمه، ۷۷ کلنه هنرمنده یلنا اوسیپووا چې د لنینګراد له محاصرې څخه د ژغورل شویو په کورنۍ کې زېږېدلې وه، د هغو کسانو تر منځ وه چې په سن پترزبورګ کې د جګړې ضد لاریونونو کې نیول شوې وه. د هغې د نیولو ویډیوګانې په پراخ ډول په رډيټ او ټویټر ټولنیزو شبکو کې شریکې شوې. د لاریون کوونکو پر وړاندې د پولیسو اقداماتو په ورپسې ورځ هم دوام وکړ.  [۳۵][۳۶]

د مارچ په ۴مه فعاله یولیا ګالیامینا، د جګړې ضد لارینونو د سازمانولو د هڅې لپاره د عمومي پېښو له قانون څخه د سرغړاوي په تور ونیول شوه او د محاکمې په تمه په توقیف کې وساتل شوه.  [۳۷]

دمارچ په ۵مه د مارچ د ۶مې لپاره تر پلان شویو لاریونونو مخکې پولیسو پر سلګونه خبریالانو، سیاسونو او روسي فعالانو چاپه ووهله، تلاشي او بندیان یې کړل.  [۳۸]

د مارچ په ۶مه د ولادي وستوک، ایرکوتسک او خاباروفسک په ګډون لږ تر لږه په ۶۰ ښارونو کې لاریونونه وشول. OVD-Info په هغه ورځ له ۳۵۰۰ څخه زیاتو توقیفونو راپور ورکړی. یوه ویډیو چې د کیمیروو اوبلاست والي سرګي تسیویلیوف ښيي چې د هغې ورځې پر لاریون کوونکو د برید د توجیه کولو هڅه کوي په مجازي فضا کې په سرعت خپره شوه. د مارچ په ۶مه د نیول شویو ټولیز شمېر ۱۳۰۰۰ کسانو ته ورسېد. [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

د مارچ په ۸مه د ښځو په نړیواله ورځ، د فیمېنېستانو د جګړې ضد مقاومت ډلې راپور ورکړ چې ښځې دې د سن پترزبورګ، مسکو، ولادي‌ووستوک، یکاترینبورګ، نووسیبیرسک، کراسنویارسک، کاناش، یاروسلاول، سیکټیوکار، سمولینسک، لوګا، لیتکارینو، اجیفسک، وولګوګراد، ایرکوتسک، نېژني نوګورود، اوف، اومسک، میتیشچي، ګلن دژیک، پيرم، کازان، زلنوګراد، بالاشوف، ساراتوف، بییسک، خیمکی، چلیابینیک، کراسنودار، نووورونژ، وولوګودا، کورولیوف، ترویتسک، سرپوخوف، ولادیمیر، رفدا، تولیاتي، کالینینګراد، نابرژنیه چلني، ولګودونسک، رامنسکویه، سامارا، لینینوان فارم، استاوروپل، آرخانګلسک، یوشکار-اولا، کرانسنوګورسک، نووکویبیشفسک، ژلزنوودسک، موروم-روخون-سنګیرچبوکساري، سارانسک، دزرژینسکي، ولیکي نووګورود، تیومن، توبولسک، پودولسک، تولا، ګربنوو کلي، دولګوپردوني، مورینو، ولادیکاوکاز او الاګیر ښارګوټي په ګډون په ۹۴ روسي او نړیوالو ښارونو کې د جګړو پر تاریخي څلیو ګلونه کېږدي. پولیسو هغو ښځو ته چې د سن پترزبورګ په ګوستیني دوور کې یې ګلان ایښي وو امر وکړ چې خورې شي او له ۵ څخه ډېرې يې ونیولې. په مسکو کې د سکندر باغ وتړل شو تر څو د بې نومه سرتېري قبر ته د لاس رسي مخنیوی وکړي، نو ګلان هغه ته نږدې کېښودل شول. ۱۱ نجونې د مسکو په منژنایا څلور لارې کې ونیول شوې. او لږ تر لږه ۹۳ کسان چې لږ تره لږه ۶۰ یې په مسکو کې وو ونیول شول.[۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

سرچينې[سمول]

  1. Burakovsky, Arik (3 March 2022). "Putin's Invasion of Ukraine Has Sparked Antiwar Protests in Russia. They Could Be His Undoing". Time. مؤرشف من الأصل في ۰۳ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Кто против войны. Все открытые письма с призывами остановить вторжение в Украину [Who is against the war. All open letters with calls to stop the invasion of Ukraine]. Zona.media (په روسي ژبه کي). Mediazona. 27 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۷ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Нет войне – Как российские власти борются с антивоенными протестами [No to war – How Russian authorities are fighting anti-war protests]. OVD-Info (په روسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 15 March 2022 باندې). Ukraine war: Protester exposes cracks in Kremlin's war message. BBC News.
  5. . Russia: Brutal Arrests and Torture, Ill-Treatment of Anti-War Protesters - Russian Federation. ReliefWeb.
  6. (په 2022-03-22 باندې). More than 15,000 Russians have been arrested in anti-war protests.
  7. "Ukraine war: Protests in Russia's Dagestan region against new draft". BBC News. 27 September 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Moscow Warns Russians Against Staging Anti-War Protests". Voice of America. 24 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 24 February 2022 باندې). Nicola Sturgeon praises Russians' courage as anti-war protests erupt in Moscow.
  10. (په 24 February 2022 باندې). Russia detains opposition activist who called for anti-war protests in Moscow.
  11. (په 24 February 2022 باندې). Russian celebrities risk being banned for life to slam Putin's attack on Ukraine.
  12. (په 24 February 2022 باندې). Thousands join anti-war protests in Russia after Ukraine invasion.
  13. "In Russia, police arrest thousands participating in 'anti-war' protests, threaten with 'legal repercussions'". WION. 25 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Jackson, Siba (24 February 2022). "Ukraine: Police arrest more than 1,700 anti-war protesters in Russia as anger erupts over invasion". Sky News. مؤرشف من الأصل في ۲۴ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Russia-Ukraine: Mapping anti-war protests around the world". Al Jazeera. 25 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Нет войне": итоги акции против войны с Украиной 24 февраля ["No to war": the results of the action against the war with Ukraine on February 24]. OVD-Info (په روسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ فبروري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 25 February 2022 باندې). Protests in Russia resume as government seeks to quash antiwar voices.
  18. "Alec Luhn". 24 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. . Russia arrests hundreds of protesters as anti-war demonstrations grow.
  20. Kim, Lisa (26 February 2022). "Russian Police Detain Over 3,000 Anti-War Protesters, Human Rights Organization Says". Forbes. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "'Burning With Shame': Russian Anti-War Protesters Rally In Yekaterinburg". Radio Free Europe/Radio Liberty. 26 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۰۱ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 27 February 2022 باندې). Russians hold anti-war rallies amid ominous threats by Putin.
  23. Сотни петербуржцев снова вышли на антивоенную акцию у Гостиного двора. Задержания не заставили себя ждать [Hundreds of Petersburgers again took to the anti-war rally near Gostiny Dvor. The arrests were not long in coming]. Fontanka (په روسي ژبه کي). 27 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۷ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Списки задержанных в связи с акциями против войны с Украиной 27 февраля 2022 года [Lists of detainees in connection with actions against the war with Ukraine on February 27, 2022]. ОВД-News (په روسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Дмитрий Новиков: "России и Украине нужен прочный мир" [Dmitry Novikov: "Russia and Ukraine need a lasting peace"]. kprf.ru (په روسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Народ Украины не должен быть жертвой мирового капитала и олигархических кланов. Заявление Президиума ЦК КПРФ [The people of Ukraine should not be a victim of world capital and oligarchic clans. Statement of the Presidium of the Central Committee of the Communist Party of the Russian Federation]. kprf.ru (په روسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Заявление ПАРНАС о войне с Украиной" [PARNAS statement on the war with Ukraine]. parnasparty.ru. مؤرشف من الأصل في ۲۴ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Yavlinsky, Grigory (24 February 2022). "The Yabloko party considers the war against Ukraine the gravest crime". yabloko.ru. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Yavlinsky, Grigory (24 February 2022). "40,000 people have signed Yabloko' petition". yabloko.ru. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Van with captions 'People, wake up!', 'This is war', 'Putin is scum!' ..." Twitter. مؤرشف من الأصل في ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "On February 27, on Pushkin Square in Moscow, a car with the lyrics "people,... – 91434f34". controlc.com. مؤرشف من الأصل في ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Police detain more than 900 people at anti-war protests across Russia – monitoring group". Reuters. 27 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۷ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په 2 March 2022 باندې). Russian primary school children detained for anti-war protest.
  34. "В спецприемнике Екатеринбурга, где размещают арестованных за митинги, закончились места" [In the special detention center in Yekaterinburg, where those arrested for rallies are held, there are no more places]. www.znak.com. مؤرشف من الأصل في ۰۱ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په 3 March 2022 باندې). Russian activist, 77, who survived Nazi Germany siege is arrested at protest against Ukraine invasion.
  36. کينډۍ:Cite tweet
  37. "Russian Activist Charged Over Anti-War Actions". Radio Free Europe/Radio Liberty. 4 March 2022. مؤرشف من الأصل في ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Activatica" В России идут облавы на активистов [Activists are rounded up in Russia]. Activatica (په روسي ژبه کي). 5 March 2022. مؤرشف من الأصل في ۰۶ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. (په 7 March 2022 باندې). Russia arrests over 5,000 in single day for protesting Ukraine war.
  40. Антивоенные митинги по всей России [Anti-war rallies across Russia] (په روسي ژبه کي). 6 March 2022. مؤرشف من الأصل في ۰۷ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "More than 3,500 detained at anti-war protests in Russia". Reuters. 6 March 2022. مؤرشف من الأصل في ۰۹ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Russian Citizens Confront Official Over Ukraine Invasion in Sign of Domestic Cracks". The Moscow Times. 7 March 2022. مؤرشف من الأصل في ۰۹ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. (په 7 March 2022 باندې). Human rights group: At least 4,640 anti-war protesters arrested Sunday in Russia. The Week.
  44. (په 9 March 2022 باندې). Russian Feminists Stage Anti-War Protests in 100 Cities.
  45. Протесты против вторжения в Украину [Protests against the invasion of Ukraine]. MediaZona (په روسي ژبه کي). 8 March 2022. مؤرشف من الأصل في ۰۷ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Феминистское Антивоенное Сопротивление [Feminist Anti-War Resistance]. t.me (په روسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۹ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. (په 9 March 2022 باندې). Russian Feminists Stage Anti-War Protests in 100 Cities.