په روسیه کې د جنین سقط

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په روسیه کې د جنین سقط د یوې انتخابي کړنلارې په توګه د امیدوارۍ تر ۱۲مې اونۍ پورې د ځانګړو شرایطو له مخې قانوني بڼه لري. [۱]

د بلشویکانو له بریا وروسته په ۱۹۲۰ زکال کې د لېنېن تر مشرۍ لاندې د روسیې شوروي جمهوریت په ټوله نړۍ کې د معاصر مهال لومړنی هغه هېواد شو چې د جنین سقط یې په هر ډول شرایطو کې مجاز باله، خو د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د دغې چارې قانوني بڼې بدلون وکړ؛ په داسې توګه چې په کال کې یې له یوځل څخه زیاته د سقط اجازه نه ورکوله خو له ۱۹۳۶ زکال څخه تر ۱۹۵۵ زکال پورې بیاځلي دغه چاره له کوم شرط پرته قانوني شوه. له همدې امله په دغه هېواد کې د «سقط د کلتور» اصطلاح رواج شوه. د ۱۹۶۰مې لسیزې په نیمایي کې په روسیه کې د جنین د سقط کچه خپل اوج ته ورسېده چې یوازې په ۱۹۶۵ زکال کې د جنین د سقط ۵۴۶۳۳۰۰ موارد ترسره شول. په ټول شوروي اتحاد کې د جنین د سقط په قانوني کېدو سره په ۱۹۹۰ زکال کې د شوروي اتحاد تر پاشل کېدو پورې څه باندې ۲۶۰ میلیونه (ډیری برخه یې روسیې ته اړوند وه) د جنین د سقط موارد ترسره شول. [۲][۳]

په ۲۰۰۹ زکال کې روسیې د جنین د سقط د ۱.۲ میلیونه مواردو راپور ورکړ، په داسې حال کې چې د ټولو وګړو شمېر یې ۱۴۳ میلیونه تنه و. په ۲۰۲۰ زکال کې روسیې د جنین د سقط کچه په کال کې ۴۵۰ زره مواردو ته راکمه کړه. [۴][۵]

د روسیې په سترواکۍ کې د جنین سقط[سمول]

د روسیې په سترواکۍ د جنین سقط ناقانونه چاره وه. په داسې حال کې چې د روسیې د کورنیو په قانون کې ورته په مستقیم ډول نغوته نه وه شوې، خو د ماشومانو تربیه په کې یوه ډېره یاده شوې موضوع وه. د تزار الکسېس رومانوف د واکمنۍ پر مهال د جنین د سقط جزا اعدام وه چې بیا دغه جزا د لوی پیټر له خوا لغو شوه. له دې سره هم تر ۱۹۱۷ زکال پورې د جنین سقط یو لوی جرم و. د روسیې د جزا د قانون د ۱۴۶۲مې او ۱۴۶۳مې مادې پر بنسټ «مجرم کس کېدلای شو چې له مدني حقونو محروم، تبعید او یا هم په اجباري کار محکوم شي». له دې سره هم په ناقانونه بڼه «په تور بازار کې» د جنین د سقط چارو شتون درلود. [۶][۷]

اوسني قوانین[سمول]

د ۲۰۰۰مې لسیزې پر مهال د روسیې د نفوسو مخ پر زیاتوالي کمښت (د زیږون د کچې د کموالی او همدارنګه ژوندانه ته د هیلو د کمښت له امله) په یوې اصلي اندېښنې واوښت، ان تر دې چې د ځوانو نارینه و د کمښت له امله د اجباري عسکري خدمت په ترسره کولو هم فشارونه راکم شول. د ۲۰۱۱ زکال د اکتوبر په ۲۱مه نېټه د روسیې پارلمان هغه قانون تصویب کړ چې د جنین سقط یې د امیداورۍ لومړیو ۱۲ اونیو ته محدود کاوه؛ په دې استثنا سره چې که چېرې امیداوري د جنسي تېري له امله وي بیا یې تر ۲۲ اونیو پورې هم د سقط اجازه ورکوله. ورته مهال یې د طبي اړتیا په موخه په هر مهال کې د سقط اجازه ورکړې وه. په یاد قانون پسې وروسته بل نوي قانون د جنین د سقط له ترسره کولو وړاندې د دوه ورځو څخه تر اوو ورځو پورې د منتظر پاتې کېدو چاره جبري اعلان کړه څو ښځې وکولای شي «په خپله پرېکړه بیا غور وکړي». د جنین سقط هم په جواز لرونکو روغتیایي مرکزونو (په معمول ډول په روغتونونو یا هم د ښځینه ناروغیو په کلنیکونو) کې د هغو ډاکټرانو په واسطه ترسره کېده چې په دغه برخه کې یې تخصصي زده کړې کړې وې. ډاکټر کولای شو د جنین له سقط کولو ډډه وکړي، مګر دا چې د طبي نظره به ورته اړتیا وه. دغه نوي قانون له پخواني قانون څخه محدودیتونه زیات کړل ځکه چې د پخواني قانون پر بنسټ د ټولنیزو اقتصادي لاملونو له امله د امیدوارۍ تر ۱۲مې اونۍ پورې سقط مجاز و، په داسې حال کې چې نوي قانون میندو یا جنین ته د جدي روغتیايي ستونزو د شتون او یا هم د جنسي تیري په صورت کې د سقط اجازه ورکوله. [۸][۹]

د روسیې د جزا د قانون (۱۲۳مه ماده) پر بنسټ د هغه کس له خوا د جنین د سقط ترسره کول چې تخصصي طبي زده کړې وه نه لري ۸۰۰۰۰۰ روبله جریمه لري؛ یا هم کېدای شي محکوم د ۸ میاشتو لپاره له امتیازاتو بې برخې او د ټولنیزو خدمتونو څخه یې ۱۰۰ تر ۲۴۰ ساعته خدمت کم کړای شي؛ سربېره پر دې کېدای شي له یو کال څخه تر ۲ کالو بند باندې هم محکوم شي. که چېرې ناقانونه د جنین سقط د امیدوارې ښځې د مړینې او یا هم د هغې روغتیا ته د جدي ستونزې لامل وګرځي، ترسره کوونکی بیا کېدای شي تر پنځو کلونو پورې په بند محکوم شي.

سیاسي بحثونه[سمول]

د جنین د سقط موضوع په ۲۰۱۱ زکال کې بیاځلي د ټولو پام ځانته واړوه هماغه ډول چې نیویارک ټایمز څرګندوي «دغه بحث په پیل کې په متحده ایالاتو کې د بحثونو په څېر و». پارلمان اړوند قانون تصویب کړ او په ۲۰۱۱ زکال کې د روسیې ولسمشر دیمتري میدویدوف هم د «زیږون د کچې او د نفوسو د کمښت» سره د مبارزې په موخه ګڼ شمېر نور محدودیتونه لاسلیک کړل. دغه محدودیتونو د جنین د سقط ترسره کوونکي مراکز په دې مکلف وګڼل چې د خپلو تبلیغاتو ۱۰ سلنه برخه باید د جنین د سقط کولو ګواښونو او د ښځو روغتیايي موضوعاتو ته ځانګړې کړي او دغه چاره په داسې توګه توصیف کړي چې دا یوه خوندي خو ناقانونه طبي چاره ده. د ولسمشر مېرمنې سوتلانا میدویدا هم په روسیې کې د جنین د سقط سره د مبارزې په موخه د «ماته ژوند راکړه!» او «د کورنۍ ورځ، مینه او وفا» تر شعارونو لاندې یو اونیز تبلیغاتي کمپاین پیل کړ چې د روسیې له ارتدوکس کلیسا سره په همکارۍ د هغې د ټولنیزو او کلتوري نوښتونو بنسټ مخته یووړ. [۱۰]

نظر پوښتنې[سمول]

په ۲۰۱۶ زکال کې د هغو روسانو شمېر چې د جنین سقط یې په هر ډول شرایطو کې نه منل کېدونی باله یوازې ۴ سلنه و، خو دغې کچې تر ۲۰۲۲ زکال پورې ۱۳٪ ته زیاتوالی وموند. [۱۱][۱۲]

شمېرې[سمول]

د ۱۹۹۰مې لسیزې تر نیمايي پورې په داسې حال کې چې په شوروي اتحاد کې د جنین د سقط کچې پام وړ کمښت وموند، خو بیا یې هم په ټوله نړۍ کې د سقط لوړه کچه لرله. په ۲۰۰۱ زکال کې ۱.۳۱ میلیونه ماشومان په روسیه کې وزیږېدل، په داسې حال کې چې د سقط د مواردو شمېر ۲.۱۱ میلیونه و. په ۲۰۰۵ زکال کې په روسیه کې د جنین د سقط ۱.۶ میلیونه موارد ثبت شول چې ۲۰ سلنه برخه یې له ۱۸ کلنۍ څخه کم عمر لرونکو نجونو ته اړوند وه. په ۲۰۲۰ زکال کې رسمي شمېرو دغه کچه ۴۵۰ زره موارده وښوده. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په ۲۰۲۱ زکال کې له ۱۵ کلنۍ څخه تر ۴۴ کلنۍ پورې له هرو زرو ښځو څخه ۱۲ یې خپل ماشومان سقط کړي و.[۱۷]

د ۱۹۸۰مې لسیزې تر وروستیو پورې په روسیه کې د جنین د سقط شمېرې دولتي راز ګڼل کېده. په دغه دوره کې شوروي اتحاد د ټولې نړۍ په پرتله د جنین د سقط لوړه کچه لرله. دغه چاره د ۱۹۶۵ زکال پر مهال خپل اوج ته ورسېده، ځکه چې ۵.۵ میلیونه د سقط موارد ترسره شول او دا د روسیې په تاریخ کې د دغې چارې تر ټولو لوړه کچه وه. ورته مهال د جنین د سقط په قانوني کېدو سره هم په ناقانونه بڼه د جنین د سقط چارې پای ته وه نه رسېدې. [۱۸][۱۹]

وروستۍ شمېرې[سمول]

له ۱۹۹۰مې لسیزې را وروسته په روسیه کې د جنین د سقط کولو کچې کمښت موندلی. دغه کچه له ۱۹۹۰زکال څخه تر ۲۰۰۰ زکال پورې نیمایي ته ورسېده چې له ۴ میلیونو څخه شاوخوا ۲ میلیونو ته راکمه شوه. ورته مهال  له ۱۵ کلنۍ څخه تر ۴۹ کلنۍ پورې زرو ښځو څخه ۵۵ یې د ماشوم د سقط چارې ته مخه کوله په داسې حال کې چې په ۱۹۹۰ زکال کې دغه شمېره ۱۱۴ مورده وه. د ۲۱مې پېړۍ پر مهال په ۲۰۱۰ زکال کې د لومړي ځل لپاره په روسیه کې د ماشومانو د زیږون شمېره د جنین د سقط له ټولیز شمېر څخه زیاته شوه. په ۲۰۱۳ زکال کې د جنین د سقط یو میلیون موارد ترسره شول چې له ۱۵ کلنۍ څخه تر ۴۹ کلنۍ پورې د هرو زرو ښځو څخه ۲۸ یې خپل ماشوم سقط کړ. په ۲۰۲۱ زکال کې دغه شمېره شاوخوا ۴۰۰ زرو تنو ته راښکته شوه چې د ۱۹۹۰ زکال په پرتله یې د ۱۰ چنده کمښت څرګندويي کوله؛ په دې سره د هرو زرو ښځو پر حساب شمېر ۱۲ ته راښکته شو. [۲۰][۲۱][۲۲]

د سقط لپاره انګېزې[سمول]

له ۲۰۰۶ زکال څخه تر ۲۰۱۱ زکال پورې ښځې د سقط کولو د لاملونو له امله په بېلابېلو ډلو ووېشل شوې؛ ۱۱٪ ښځو د خپلې روغتیا لپاره دغه چاره ترسره کوله، ۱۰٪ غوښتل چې د بل ماشوم زیږون وځنډوي څو د خپلو ماشومانو ترمنځ فاصله زیاته کړي، ۲۴٪ نورو هم بل ماشوم نه غوښت؛ ۳۳٪ بیا د بل ماشوم د لوی کولو مالي وړتیا نه لرله (یا هم له نورو ټولنیزو اقتصادي ستونزو سره مخ وې) او همدارنګه ۱۷٪ نورو د خپل ژوندانه له شریک سره د ستونزو له امله ماشوم نه غوښت. [۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:In lang Федеральный закон Российской Федерации от 21 ноября 2011 г. N 323-ФЗ
  2. Karpov, Vyacheslav; Kääriäinen, Kimmo (September 2005). ""Abortion Culture" in Russia: Its Origins, Scope, and Challenge to Social Development". Journal of Applied Sociology (په انګلیسي ژبه کي). os-22 (2): 13–33. doi:10.1177/19367244052200202. ISSN 0749-0232. S2CID 157609322. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Avdeev, Alexandre; Blum, Alain; Troitskaya, Irina (1995). "The History of Abortion Statistics in Russia and the USSR from 1900 to 1991". Population: An English Selection. 7: 39–66. ISSN 1169-1018. JSTOR 2949057. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Число абортов в России за пять лет сократилось на треть". 14 May 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Historical abortion statistics, Russia". 14 May 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Avdeev, Alexandre; Blum, Alain; Troitskaya, Irina (1995). "The History of Abortion Statistics in Russia and the USSR from 1900 to 1991". Population: An English Selection. 7: 39–66. ISSN 1169-1018. JSTOR 2949057. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Stites, Richard. The Women's Liberation Movement in Russia: Feminism, Nihilism, and Bolshevism, 1860-1930 (Princeton, N.J.: Princeton University Press, 1978), 181.
  8. کينډۍ:In lang Федеральный закон Российской Федерации от 21 ноября 2011 г. N 323-ФЗ
  9. "Abortion Policy". www.un.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اگسټ ۲۰۱۵ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Russia Enacts Law Opposing Abortion
  11. "Прерывание беременности: за, против и какова роль государства". Russian Public Opinion Research Center. 6 June 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "The Number of Russians Who Consider Abortion Unacceptable Has Tripled in Six Years – Poll". www.pravmir.com (په انګلیسي ژبه کي). 7 June 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Число абортов в России за пять лет сократилось на треть". 14 May 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Marusina, Yevgeniya (23 August 2005). "Россияне вымирают из-за бесплодия и абортов" [Russians are dying out due to infertility and abortions]. utro.ru (په روسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Заявление главного акушера и гинеколога России, директора Научного центра акушерства и гинекологии Владимира Кулакова [Statement by Chief of Obstetricians and Gynaecologists of Russia, Director of the Scientific Center for Obstetrics and Gynecology, Vladimir Kulakov] (په روسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Число абортов в России за пять лет сократилось на треть". 14 May 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Интерфакс-Религия: В России за год снизилось число абортов - Минздрав". www.interfax-religion.ru. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Lysak, Elena; RBTH, special to (2014-01-28). "Russia seeks to further decrease abortion rates". Russia Beyond (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. کينډۍ:In lang Рассекреченная статистика числа абортов на 100 живорождений, 1960-2003 СССР-СНГ
  20. "Интерфакс-Религия: В России за год снизилось число абортов - Минздрав". www.interfax-religion.ru. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Статистика:Численность абортов в России — Русский эксперт". ruxpert.ru. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Women and men of Russia 2020" (PDF). Federal State Statistics Service. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Brief report on the results of the sample survey "Reproductive Health of the Population of Russia 2011" (posted on December 6, 2012)" (PDF). Federal State Statistics Service. December 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)