ترتیب کوونکی او ژباړونکی : محمد بشیر مدنی . [سمول]
الحمد لله والصلاة والسلام علی عبده المصطفی وعلی آله و اصحابه و من تبعهم باحسان الی یوم الدین ![سمول]
و بعد : دهغه الله جل جلاله شکر اداء کوم چې موږ ته یې دخیر او نیکئ دروازې نږدې کړې د خپلو بنده ګانو لپاره یې د توبې ایستلو دراوزې پرانستلې ، او د الله پاک په سپیڅلي پیغمبر صلی الله علیه وسلم یې درود او سلام وایم .[سمول]
وروسته : د غه ځینې تیت او پرک عبارتونه او جملې مې دهغه چا لپاره را غونډ ې کړې چې غواړي خپل حالت او کړنې ته داسې تغیر ورکړي ترڅو خپل خالق ترې راضي په دنیا او آخرت کې یې سعادت او نیکبختي په برخه شي الله پاک د وکړي چې لوستونکي او ورښودونکي دواړوته ګټه ورسوي زه هم د الله پاک څخه د خپلو پټو او ښکاره ګناهونو مغفرت او بښنه غواړم . [سمول]
ګرانه وروره : ددې مبارکې میاشتې په راتلو سره مبارکي درته وایم ، هغه میاشت چې د توبې ایستلو ، مغفرت او د جهنم داور څخه د ژغورنې او خلاصون ځانګړتیا وې ، د خیر او برکت میاشت ، د سخاوت او نیکئ میاشت ، لومړۍ خپل ځان بیا تاته او هر مقصر او ګناهګار ته وایم لکه شاعر چې وایي :[سمول]
ای هغه چاچې درجب په میاشت کې یې ګناه بس نه شوه ، ترڅو یې په شعبان کې هم د الله نافرماني وکړه .[سمول]
تردې چې وروسته بیا د صبر میاشتې هم سیوری درباندې وکړ ، نو ته یې همداسې د ګناه میاشت مه ګرځوه ، د الله پاک تلاوت کړه ، تسبیح په کې ووایه ، د الله په عبادت کې هڅه او هاند وکړه ځکه چې دا د تسبیح او تلاوت میاشت ده .[سمول]
ای دخیر غوښتونکیه د رمضان میاشت راو رسیده مخ ورته را وګرځوه :[سمول]
عن آبی هریره رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : «إذا كانَت أوَّلُ ليلةٍ من رمَضانَ صُفِّدتِ الشَّياطينُ ومَردةُ الجِنِّ وغلِّقت أبَوابُ النَّارِ فلم يُفتَحْ منها بابٌ وفُتِحت أبوابُ الجنَّةِ فلم يُغلَقْ منها بابٌ ونادى منادٍ يا باغيَ الخيرِ أقبِلْ ويا باغيَ الشَّرِّ أقصِر وللَّهِ عتقاءُ منَ النَّارِ وذلِك في كلِّ ليلةٍ » [1]: والحدیث صحيح .[سمول]
ژباړه: پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : کله چې د رمضان د میاشتې لومړۍ شپه داخله شي شیطانان او سرکشه پیریان وتړل شي ددوزخ دروازې بندې شي تردې چې یوه دروازه به یې هم نه خلاصیږي ، د جنت دروازې به پرانستل شي او یوه دروازه به یې هم نه تړل کیږي ، یو آواز کوونکۍ به غږ کوي ای د خیر او نیکۍ لټوونکیه راشه د شر غوښتونکیه مخ وګرځوه ، د الله پاک د جهنم د اور څخه ژغورونکۍ او نجات موندونکۍ شته چې دا کار به د رمضان د میاشتې په هره شپه ترسره کیږي ، داحدیث شریف امام ترمذي رحمت الله علیه او امام ابن ماجه رحمت الله علیه په حسن سند سره روایت کړئ دی .[سمول]
عن أبی هريرة رضي الله عنه: أن النبي صلى الله عليه وسلم صعد المنبر فقال: آمين آمين آمين، قيل: يا رسول الله: إنك صعدت المنبر فقلت آمين آمين آمين، فقال: "إن جبريل عليه السلام أتاني فقال: من أدرك شهر رمضان فلم يُغفر له فدخل النار فأبعده الله، قل آمين، فقلت: آمين رواه ابن خزيمة ، وأحمد، وأصله عند مسلم ، وقال عنه الألباني في "صحيح الترغيب والترهيب": حسن صحيح.[2][سمول]
- دحضرت ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم منبر ته اوچت شو او ویې فرمایل : آمین ، درې ځله بیا ترې وپوښتل شول ای د الله رسوله ! ته منبر ته وختلې او درې ځله د آمین وویل ؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل : جبریل علیه السلام راته راغۍ او ویې فرمایل : څوک چې د رمضان په میاشت کې داخل شو او دالله پاک له خوا ورته مغفرت و نشو نو د جهنم اورته داخل شو او الله پاک د خپل رحمت څخه لری کړ ، بیایې ماته وویل : آمین ووایه ، نو ما آمین ووایه . داحدیث شریف امام ابن خزیمه رحمت الله علیه ، او امام احمد رحمت الله علیه روایت کړی او اصل دحدیث په صحیح مسلم کې دی ، شیخ الباني رحمت الله علیه په صحیح ترغیب او ترهیب کی ویلي دي : دغه حدیث حسن او صحیح دی .[سمول]
هو : د رمضان میاشت راغله ته د هم خپل رب ته مخ وګرځوه چې نافرماني د کړې ده ، په ډیره پیښمانئ ، عاجزئ ژړا ، او زاریو سره ورته ووایه : ای د کائناتو ربه او خالقه زه تاته راګرځم او توبه کوم او دخپلو تیر شوو ګناهونو څخه توبه باسم ، ای خیرات ورکوونکیه الله ماته هدایت وکړه ، ځکه چې د هدایت څخه پرته بل څه ګټه نلري ، زما ګناهونه پخپل رحمت ، لطف او مهربانئ سره کم کړه ځکه چې ستا څخه پرته بل څوک ددې توان نلري او ددې وړ او لائق ندۍ .[سمول]
ای وروره : که تاته پدې میاشت کې بښنه و نشي او سترګې د داوښکو څخه ډکې نشي ، د خپل پروردګار په وړاندې دې پدې میاشت کې دزړه مات نشي نو داکار به کله کیږي ؟[سمول]
ای وروره : آیا د خپل رب له ویرې څخه د یو ځل هم د سترګو څخه او ښکې ندي راغلې ؟[سمول]
آیا ته پردې نه پوهیږې او داهم نه احساسوې چې پدې میاشت کې د زړه خپل رب ته نږدې دی ؟ آیاته پردې نه پوهیږې چې داستا لپاره یو فرصت دی ترڅو د خپل رب لوري ته په عاجزی ور نږدې شې او په زاریو او ژړا ورته را وګرځې او توبه وباسې ؟ اودا دالله پاک په لوري یوه رښتینې پیلامه شي ترڅو دد الله پاک سره ارتباط او تړاو د نورهم ټینګ او محفوظ شي .[سمول]
ای انسانه ته کوم شي د خپل رب په وړاندې دوکه کړی یې تردې چې دخپل رب د نافرمانۍ او ګناه کولو جرآت د وکړ ؟ آیا دا کار د الله پاک د نعمتونو تجاهل نه دی ؟ آیا دا چې د الله پاک د عظمت او څارنې هیریدل نه دي ؟![سمول]
شاعر وایي : زه ډیره هڅه کوم چې په ګناهونو پرده واچوم مګر الله پاک ما څاري او ماویني .[سمول]
الله پاک څومره حلیم ذات دی چې ماته یې مهلت راکړ ، ما پخپلو ګناهونو کې نور هم زیاتوالئ وکړ مګر الله را باندې پرده واچوله .[سمول]
ای وروره : د ګناه وړوکوالي ته مه ګوره د هغه ذات عظمت او لویوالي ته وګوره چې ته یې نافرماني کوې ، الله پاک کوم وړوکئ مراقب او څارونکۍ مه ګڼه .[سمول]
دا لومړۍ تاته د خپل رب جل جلاله او دهغه د رسول صلی الله علیه وسلم له لوري یو زیرۍ درته وړاندې کوم ، الله جل جلاله فرمایلي دي : قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿53﴾ [5][سمول]
ژباړه : ووایه ( ای محمده ! چې الله فرمایي ) ای بندګانو ( مؤمنانو) زما هغو کسانو چې اسراف یې کړی دی پرنفسونو خپلو مه ناامیده کیږۍ له رحمته د الله ( ځکه چې ) بیشکه الله مغفرت کوي بښي ګناهونه ټول ( اګر که ډیر هم وي بې له شرکه ) بیشکه چې الله هم دی دا ښه بښونکئ ( د خطیآتو ) ډیر رحم والا( په انعام د اجر او ثواب سره ) .[سمول]
ژباړه : بندګان د رحمن هغه کسان دي چې نه بولي سره له له الله ، بل معبود ، او نه وژني دوی نفس هغه چې حرام کړي دي الله ( وژل د هغه ) مګر په حق سره او نه کوي دوی زنا ، او هغه چا چې داکار وکړ نو ملاقات به وکړي و به ویني جزا د ګناه خپلې ، چی دو چند به کړی شي ده ته عذاب د ( دوزخ ) په ورځ دقیامت کې او تل به پاتې وي په دغه ( عذاب ) کې پدې حال چې خوار ، ذلیل بی اعتباره به وي ، مګر هغه چې توبه یې وویسته او ایمان یې راوړ او عمل یې وکړ عمل نیک ، پس دغه توبه کوونکو ته به بدل کړي الله پاک ګناهونه ددوی په نیکیو سره او دی الله ښه مغفرت کوونکی ډیر رحم والا( په انعام د اجر او ثواب سره ) .[سمول]
څومره لوی فضل او څومره لویه لاسته راوړنه ده چې الله پاک ستا ټولې بدی او ګناهونه په نیکیو بدلوي ، الله اکبر! پدې دومره لویه ګټه کې پرته له جاهل ناپوهه او نیکې نه غوښتونکي څخه بل څوک سستي او تنبلي نه کوي .[سمول]
نو ګرانه وروره : که چیرې داسې لویې ګټې ته اړتیا لري نو توبه وباسه ، څومره لویه ګټه ده چې الله پاک یې ټول ګناهونه په نیکیو بدلوي ، بیا د خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم خوږو احادیثو ته غوږ ونیسه چې د توبې په ارزښت او هغې ته په تشویق کولو کې یې فرمایلي دي : عن أنس بن مالك قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: لَلَّهُ أَشَدُّ فَرَحًا بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ حِينَ يَتُوبُ... متفق علیه . [7][سمول]
ژباړه : دحضرت أنس رضی الله عنه څخه روایت دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : الله پاک د خپل بنده په توبه ډیر زیات خوشحاله کیږي کله چې توبه باسي او الله پاک ته رجوع کوي ...[سمول]
- عن أنس رضی الله عنه عن النبی صلی الله علیه وسلم قال ، قال اللهُ : يا ابنَ آدمَ ! إنك ما دعوْتَنِي ورجوتني غفرتُ لك على ما كان فيك ولا أُبالي ....[8]حسن لغیره .[سمول]
ژباړه : د حضرت أنس رضی الله عنه څخه روایت دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم په قدسي حدیث شریف کې فرمایلي دي : ای بنیادمه تا چې زما طلب کړی او زما هیله د لرلې ده ستا ګناهونه مې درته بښلي او هیڅ پروا پرې نلرم ، ای بنیادمه که ستا ګناهونه تر آسمانه پورې رسیدلي وي بیا د زما څخه مغفرت و غوښت ما دا ټول ګناهونه درته و بښل هیڅ پروا پرې نلرم ... حدیث شریف حسن لغیره دی .[سمول]
- عن أبی ذر الغفاری رضی الله عنه عن النبی صلی الله علیه وسلم عنِ اللهِ تبارَك وتعالى قال : ( يا عبادي ...إنَّكم تُخطِئونَ باللَّيلِ والنَّهارِ وأنا الَّذي أغفِرُ الذُّنوبَ ولا أُبالي ) ...[9][سمول]
ژباړه : د حضرت أبو ذر غفاري رضی الله عنه څخه روایت دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم په قدسي حدیث شریف کې فرمایلي دي : ای زما بندګانو تاسو د شپې او ورځې ګناهونه کوۍ او زه ټول ګناهونه درته بښم زما څخه مغفرت و غوړۍ تاسوته بښنه کوم .[سمول]
- عن أبی موسی الأشعري رضی الله عنه عن النبی صلی الله علیه وسلم قال : إنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ يَبْسُطُ يَدَهُ باللَّيْلِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ، وَيَبْسُطُ يَدَهُ بالنَّهَارِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ اللَّيْلِ، حتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِن مَغْرِبِهَا. والحدیث صحیح . [10][سمول]
ژباړه : حضرت ابو موسی اشعری رضی الله عنه ویلي دي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : الله پاک خپل بلا کیف لاس د شپې غوړوي ترڅو د ورځې د ګناه کوونکي توبه قبوله کړي او دورځې خپل بلا کیف لاس پرانیزي تر څو د شپې د ګناه کوونکي توبه قبوله کړي تردې پورې چې د لویدیځ لوري څخه لمر راو خیژي ، او بیا د توبې قبلیدو دروازه و تړل شي ، حدیث شریف صحیح دی.[سمول]
-عن عمر بن الخطاب رضی الله عنه قال : قَدِمَ علَى النَّبيِّ صلَّى اللهُ عليه وسلَّم سَبْيٌ، فَإِذَا امْرَأَةٌ مِنَ السَّبْيِ قدْ تَحْلُبُ ثَدْيَهَا تَسْقِي، إذَا وجَدَتْ صَبِيًّا في السَّبْيِ أخَذَتْهُ، فألْصَقَتْهُ ببَطْنِهَا وأَرْضَعَتْهُ، فَقَالَ لَنَا النَّبيُّ صلَّى اللهُ عليه وسلَّم: أتُرَوْنَ هذِه طَارِحَةً ولَدَهَا في النَّارِ؟ قُلْنَا: لَا، وهي تَقْدِرُ علَى ألَّا تَطْرَحَهُ، فَقَالَ: لَلَّهُ أرْحَمُ بعِبَادِهِ مِن هذِه بوَلَدِهَا. والحدیث صحیح . [11][سمول]
ژباړه : دعمر رضی الله عنه څخه روایت دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته یوه ښځه په بندیانو کې راغله خپله سینه یې لوشله کله یې چې خپل ورک زوی یې په بندیانو کې وموند پخپله غیږکې یې ټینګ ونیو او تې ته یې وا چاوه نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل : آیاتاسو پدې ښځه دا باورلرۍ چې خپل زوی به په اور کې و غورځوي ؟ صحابه کرامو وویل: هیڅکله هم دا کار نه کوي بیا پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل : الله پاک پخپلو بندګانو ډیر مهربانه دی ددې ښځې نه چې خپل زوی يې مهربانه ده .[سمول]
الله اکبر ! آیا ددې فضل او مهربانی څخه وروسته هم د توبې ایستلو نه ځانونه په شاکوو ؟!!![سمول]
آیا ددې څخه وروسته هم داوایو چې خیر توبه به وباسو او وروسته والئ په کې کوو؟[سمول]
ای الله یواځې تاته پاکې ده څومره رحیم ذات یې ، ای الله څومره مهربانه ذات یې ، ای الله څومره سخي ذات یې .[سمول]
ای نفسه ولې د توبې او اصلاح لار نه نیسې ؟ لکه چې ته وایې د توبې او صلاح په لارکې اولاد ، ټولنه او ملګري خنډ دي ، زه ویریږم چې توبه وباسم بیا خپلو کړنو ته بیرته را وګرځم ، ګناهونه مې ډیر زیات دي نو الله پاک به ماته څنګه بښنه وکړي ! زه مې پخپل مال او اولاد ویریږم ! نوزه خپل نفس ته وایم : آیا ته دا ګومان کوې چې کله د خپل پروردګار مخې ته ودریږې دا آرزوګانې به د بیا هم تکرارکړې ؟ نه زه په الله پاک سوګند کوم چې دا آرزوګانې هسې خیالي بیهوده وهمونه دي ، داسې موانع او خنډونه دي چې پرته له هغه چا چې د الله پاک څخه ویریږي بل څوک یې نشي ماتولۍ .[سمول]
ګرانه وروره : مخکې له دې چې د توبې دروازه و تړل شي لا د اوس نه پرته له کوم ځنډ او تأخیر څخه خپله لار انتخاب کړه او دخپل تګ لپاره صحیح او سالم لارښود و ټاکه د هغه په رڼا کې داسې قدمونه پورته کړه چې ددنیا او آځرت سعادت د په برخه شي ، څومره لو ی سعادت دی ! او څومره لویه خوشحالي ده په کومه چې زړونه خو شحالیږي او ټوپونه وهي په دغسې حالت کې چې خپل رب ته را ګرځي په ګناهونو پښیمانه وي او د نیکانو خلکو له کاروان سره یو ځای شوی وی ، زما د په الله سو ګند وي چې دا دهغه سعادت خوند دی چې پر ته له څښونکو څخه بل چاته نه معلومیږي .[سمول]
زما مسلمانه وروره : که چیرې د واقعا د الله پاک لوري ته د راګرځیدو او هغه ذات ته د توبې ایستلو عزم کړی وي او همدغه پروردګار ته ددعا جزی او راتلو هیله او آرزو وي نو دتوبې لپاره ځینې شرطونه شته چې پرته له هغې نه داکار ناشونۍ دی او هغه داچې :[سمول]
ای الله تاته ټول حمد او ثناده چې تا پیدا کړی یم ، او تا روزي راکړې ده او تامسلمان ګرځولۍ یم .[سمول]
ای الله ! تاته پاکي او ثناده چې ستا د نعمتونو سره سره ما ستا نافرماني وکړه .[سمول]
ای الله ! یواځې تاته پاکي او ثناده چې ستا دعظمت سره سره مې ستا مخالفت کاوه .[سمول]
ای الله ! که ته راته مغفرت او بښنه و نکړې نو بل به څوک وي ؟[سمول]
ای الله ! له تاڅخه پرته زما بل رب نشته نو زه در څخه مغفرت غواړم او ستا د رحمت هیله لرم .ای الله ! زه تاته را ګرځم او تاته توبه باسم نو پخپل رحمت ، مغفرت، او مهربانۍ سره زما توبه قبوله کړه ، ای توبه قبلوونکیه ذاته هم ته یې چې د خپلو بنده ګانو توبه قبلوې او ګناهونه یې درته بښي .[سمول]
ای الله ! که زما ګناهونه هر څومره لوی وي خو ستا رحمت تر هغه لوی دی ، او که هر څومره زما ګناهونه زیات دی خوته د ټولو ګناهونو بښونکی ذات یې .[سمول]
ای الله ! ما پرخپل نفس ډیر زیات ظلم کړی او له تا څخه پرته بل څوک د بښنې وړ نشته نو د خپل لوري څخه ماته بښنه وکړه او په مارحم وکړه بیشکه ته بښونکۍ او مهربان ذات یې .[سمول]