په دویمه نړیواله جګړه کې ښکېل هېوادونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تقریبا هر هېواد په دویمه نړیواله جګړه کې برخه واخیسته. ډېری هېوادونه په پیل کې بې طرفه و خو ترپایه یې نسبتا کم شمیر بې طرفه پاتې شول. دویمې نړیوالې جګړې دوه ائتلافونه،  متفقې قواوې او محوري قواوې یو د بل په وړاندې ودرولې او په دې جګړه کې د شوروي اتحاد ۳۴ میلیونه ښځو او نارینه وو، له جرمني څخه ۱۸ میلیونه ، امریکا څخه ۱۶ میلیونه، جاپان څخه ۹ میلیونه او سترې برتانیا څخه ۶ میلیونو وګړو خدمت وکړ. اټکل دادی چې په ټولیزه توګه به د جګړې په مهال ۱۲۷ میلیونه خلک بسیج شوي وی. عمومي اټکل دادی چې ۷۲ ميلیونه خلک به وژل شوي وی. د وژل شویو اعظمی حد ۹۰ میلیونه خلک او ټیټ حد یې ۴۰ ةیلیونه ښودل شوی. مخکښ محوري قدرتونه نازي  جرمني، د جاپان ټولواکي او د ايتالیا شاهي دولت و او د برتانیا ټولواکي، امریکا متحده ایالات، شوروي اتحاد او د چین جمهوریت څلور ستر متفق قدرتونه و.  دهغو هېوادونو نوملړچې په دویمه نړېواله جګړه کې ښکيل و او یا یې له امله اغیزمن شوي و د الفبا  د تورو په ترتیب سره  او په جګړه کې د هغوی رول ته په پام سره  په لاندې ډول ذکر کیږي. [۱][۲][۳]

افغانستان[سمول]

د صدر اعظم محمد هاشم خان د صدرات وخت کې افغانستان بې طرفه پاتې شو. شاهی دولت له درې واړو محوري قدرتونو سره نژدې اړیکې در لودې او له هغوی سره یې د تجارت او بیخ بنا په برخه کې د مرستې تړونونه درلودل. د برتانیا د فشار سره سره، افغانستان  د جګړې په مهال له محوري هېوادونو سره دوستانه اړیکې درلودې. په کال ۱۹۴۰ کې، په برلین کې د افغانستان سفارت له جرمني نه وپوښتل، که جرمني جګړه یوسي نو په برتانوی هند کې به افغانستان ته ځمکې ورکړي که نه. پاچا او صدراعظم غوښتل چې د دیورند کرښې او سند سیند تر منځ ځمکې پښتنو ته ورکړل شي. د یادې شوې موخې سره سره، افغانستان له جګړې بهر پاتې شو، نه یې په چا یرغل وکړ او نه د چا د یرغل موخه وګرځېد. [۴][۵]

په کال ۱۹۴۱ کې، غربی رسنیو وویل چې پخواني پاچا امان الله خان چې د یوې کورنۍ جګړې له امله یې واک له لاسه ورکړی و په برلین کې د نازي جرمني لپاره د یوه استاذي په توګه کار کوي. باور دا و چې هغه داسې پلانونه در لودل چې د محوري هېوادونو په مرسته خپل له لاسه وتلي تخت بېرته تر لاسه کړي. په کال ۱۹۴۳ کې، په ستالینګراد کې د محوري هېوادونو د ماتې له امله دا پلانونه ساړه پاتې شول او هېڅکله عملی نه شول. [۶][۷][۸]

البانیا[سمول]

په البانیا باندې د ايتالیا د  کال ۱۹۳۹ د اپرېل د میاشتې له یرغل وروسته، ۱۰۰۰۰۰ ایتالوی عسکر او ۱۱۰۰۰ استعمارچیان چې د ايټالیا له سترواکۍ سره یې د البانیا یوځای کېدل غوښتل په البانیا کې مېشت شول. په پیل کې د البانیا فاشیست ګوند د خلکو ملاتړ له ځان سره درلوده او د دې عمده دلیل  د کال ۱۹۴۱ په پسرلي کې د محوري هېوادونو له خوا یوګوسلاویا او یونان تر نیولو وروسته له البانیا سره د کوسوو او نوروو البانیایي مېشتو سیمویو ځای کول و. بینیتو موسولوني د کال ۱۹۴۱ د مې په میاشت کې البانیایي فاشیستانو ته لافې وکړې چې هغه ستره البانیا چې د تېرانا د نشنلستانو پخوانی غوښتنه وه ترلاسه کړې ده. د کال ۱۹۴۱ د جون د میاشتې په ۲۲، جرمنې د باربروسا عملیات پیل کړل او د جون په ۲۸ البانیا هم د شوروي اتحاد په وړاندي د جګړې اعلان وکړ.

د کال ۱۹۴۱ د اکتوبر په میاشت کې، وړوکو البانیایی کمونستی ګروپونو چې غړي یې ۱۳۰ تنه و په تېرانا کې د اېنور هوکسا تر مشرۍ لاندې د البانیا کمونست ګوند جوړ کړ.  د کال ۱۹۴۲ په نیمایي کې، د دې ګوند مشرانو له ايټالیا څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو له پاره جګړې ته د  ځوانانو د هڅولو له لارې خپل شهرت ډېر کړ او د کال ۱۹۴۲ د سپتمبر په میاشت کې ګوند له یوشمېر مقاومتي ګروپونو څخه ملي آلبانیایي فاشیستي ضد جبهه جوړه کړه چې په دې ګروپونو کې کمونیستي ضد سخت دریزه ګروپونه هم شامل و. دې ګروپونو د ملي خپلواکۍ پوځ هم جوړ کړ.

جرمني د کال ۱۹۴۳په سپتمبر میاشت کې مخکې له دې چې آلبانیایي ګوریلایان پلازمېنه ونيسي په تېرانا کې پاراشوتي ځواکونه ښکته کړل، آلبانیا یې اشغال کړه او ګوریلایان یې غونډیو او شمال لوري ته وځغلول. په پایله کې، برلین اعلان وکړ چې د يوې بې طرفې آلبانیا خپلواکي به په رسمیت پېژني او هلته به حکومت، پولیس او نظامي قواوي تنظیموي. د بالي کومبیتار په نامه ډېریو واحدونو او مشرانو له دې پلان سره همغږي وکړه. د کال ۱۹۴۴ د نومبرپه ۲۹ چریکانو په بشپړه توګه د جرمني نیواک څخه آلبانیا خپلواکه کړه او همدې آلبانیایي چریکانو د کوسوو او د یوګوسولاویا د یوې برخې خپلواکه کېدو سره هم مرسته وکړه.

الجیریا[سمول]

د فرانسې له ماتې وروسته، الجیریا په افریقا کې د فرانسې له نورو ملکیتونو سره یوځای د نازې جرمني او ویچې فرانسې تر کنترول لاندې و. له دې وروسته برتانیایي سترواکۍ د شاهي سمندري قواوو سپاره لښکر چمتو کړل چې د مېرس ال کېبېر په بندر باندې چې اوران ته نژدې پروت و او له فرانسوي جنګي بېړیو ډک و یرغل وکړي. د کال ۱۹۴۲ د نومبر په ۸، متفقینو د ( اوپریشن تورچ) په شفري نامه ستر یرغل پیل کړ او له دې وروسته ايټالویانو په الجیریا باندې بمباران وکړ. له دې وروسته متفقینو هڅه وکړه چې د اوران او الجیریا ښارونه د بحري قواوو په کارولو سره ونیسي خو د فرانسوی ځواکونواو سمندرې قواوو شمېر یې په مقابل کې ډېر و، نو هغوی په پیل کې موروکو او وروسته یې الجیریا ونېوه او شمالي افریقا یې خپلواکه کړه. 

د جګړې په مهال، ډېر شمېر مسلمانانو او اروپایي الجیریا یانو د فرانسې په پوځ کې خدمت کاوه. الجیریایي ځواکونوځانونه په ایتالیا کې د ۱۹۴۳ جګړې، د دراګون به عملیاتو او په کال ۱۹۴۴ کې په جنوبي فرانسې د متفقینو د یرغل په مهال په ځانګړې توګه مشهور کړل.

آندورا[سمول]

آندورا د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې بې طرفه باتې شو خو د ویچې فرانس محوري او هسپانیایي محوري کارکوونکو له خوا د قاچاق وړلو د مسېر په توګه کارول کېده.

انګلیسي مصري سودان[سمول]

د انکلیسي مصرې سودان ګډ حکومت د برتانیا له خوا په کال ۱۹۳۹ کې د جګړې له اعلان څخه وروسته په جګړه کې ښکېل و. په کال ۱۹۴۰ کې جګړه سودان ته هغه وخت ورسېده چې ايټالیا جنګ ته داخله شوه. دا چې سودان له شرقي ايټا لوي افریقا سره اوږده پوله درلوده نو له همدې امله د شرقي افریقا په جګړه کې شمالي جبهه وګرځېدله. ايټالوی ځواکونو د کاسالا په سیمه  او نورو ښارګوټو کې د رېل پټلۍ د نښلیدو سیمې ونېولې او شمال لوري ته یې د سودان په بندر باندې یرغل وکړ. د سودان د دفاع  د ځواک  واحدونه  له هندي لومړي سپاره واحد سره یوځای شول ترڅو غېزېل ځواک جوړ کړيږ دې ځواک د کال ۱۹۴۱ د جنورۍ په میاشت کې د سودان له خاورې څخه د ايټالیايي ځواکونو په اېستلو کې مرسته وکړه. د سودان  د دفاع  بله لوا د ګیدیون د قوې یوه برخه وه چې په ایتوپیا یې یرغل وکړ او اړونده نورو واحدونو په اریتریا باندې حمله وکړه. د سودان د دفاع ځواک د شمالي سودان او لیبیا تر منځ د پولې په امتداد کې د غربي صحرا په جګړه کې برخه واخیسته او هلته یې د مېشت فرانسې د ازادۍ له پوځ او ووروسته یې د برتانیا له صحرایي پراخو ګروپونو اکمالات کول. [۹][۱۰][۱۱]

انترکتیکا[سمول]

د دویمې نړیوالې جګړې په زمانه کې نړیوالې سیالۍ د انترکتیکا قارې ته هم وغزېدې که څه هم دې سیمې جګړه ونه لیدله. جګړې ته دمقدماتو په مهال، نازي جرمني په ۱۹۳۹ کې دریم جرمن انترکتیکایي ماموریت تنظیم کړ تر څو د کوین ماود لند سیمې په اړه د ناروې هېواد د ادعا په وړاندې ودرېږي.    دا ماموریت د جرمني له خوا د نیو سوابیا په نامه دیوې سیمې د ادعا یو اساس  هم جوړ کړ. یو کال وروسته د امریکا د اترکتیک خدماتو ډلې دوه بېزونه جوړ کړل چې له انحلال څخه د مخه یې دوه کاله فعالیت کاوه. دې تېریو ته د ځواب ویلو له پاره او په اروپا کې د جګړې د مهال له ناکرارۍ څخه د ګټې پورته کولو په موخه، د چيلي او ارجنتاین دوو هېوادونو خپلې ادعاوي درلودې. په کال ۱۹۴۰ کې چيلي د چيلې انترکتیکایي خاورې ادعا وکړه چې پخوا برتانیا د دې سیمې ادعا کړې وه. همدارنګه ارجنتاین  په کال ۱۹۴۳ کې په یوه ګډه سیمه د ارجنتاین د انترکتیکا ادعا اعلان کړه. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. "Behind the Image: Number of people mobilised in World War II", military-history.org, October 28, 2019 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Bartiromo, Maria; Freeman, James (27 October 2020). The Cost: Trump, China, and American Revival. Simon and Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781982164003. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Sainsbury, Keith (1986). The Turning Point: Roosevelt, Stalin, Churchill, and Chiang Kai-Shek, 1943: The Moscow, Cairo, and Teheran Conferences. Oxford: Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Dupree, Louis: Afghanistan, pages 477–478. Princeton University Press, 1980
  5. Ali, Tariq (30 November 2001). "The king of Greater Afghanistan; A German dispatch from 1940 shows Zahir Shah's true colours". Irish Independent. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 1941-05-24 باندې). EX-KING AMANULLAH NOW WORKS FOR HITLER. Argus (Melbourne, Vic. : 1848 – 1957).
  7. (په 1979-04-29 باندې). Afghan King, In Rome Exile, Tightens Belt. The New York Times.
  8. Crews, Robert D. (2015-09-14). Afghan Modern: The History of a Global Nation. Harvard University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674286092. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Cernuschi, Enrico. La resistenza sconosciuta in Africa Orientale
  10. Playfair, Major-General I. S. O.; et al. (1954). Butler, J. R. M. (المحرر). The Mediterranean and Middle East: The Early Successes Against Italy (to May 1941). I. HMSO. د کتاب پاڼي 397, 399. OCLC 494123451. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Kelly, Saul (2002). The Lost Oasis: The Desert War and the Hunt for Zerzura. Westview Press. د کتاب پاڼي 156, 193. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7195-6162-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Allén Lascano, Luís C. (1977). Argentina y la gran guerra, Cuaderno 12. «La Soberanía», Todo es Historia, Buenos Aires
  13. Carlos Escudé: Un enigma: la "irracionalidad" argentina frente a la Segunda Guerra Mundial, Estudios Interdisciplinarios de América Latina y el Caribe, Vol. 6 Nº 2, jul-dic 1995, Universidad de Tel Aviv
  14. Galasso, Norberto (2006). Perón: Formación, ascenso y caída (1893-1955), Colihue, کينډۍ:ISBN
  15. (په 6 April 2005 باندې). Wings of Thunder – Wartime RAF Veterans Flying in From Argentina. PR Newswire