په دویمه نړیواله جګړه کې ښځې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ښځو د نړیوالې جګړې په اوږدو کې بېلابېل رولونه پر غاړه اخیستي و چې په دغو کې په کورنیو جبهو کې د هغوی مبارزه او کار کول هم شاملېږي. دغه جګړه چې په بې مخینې کچه په کې نږدې ټوله نړۍ ښکېل شوه له امله یې د ښکېلو غاړو د ټولو وګړو بسیج کېدو د ښځو د ونډې پراختیا اړینه کړه، په داسې حال کې چې د ښځو ونډې بیا له یو هېواده تر بله په کې توپیر درلود. توپیر لرونکو عمرونو ته اړوندې په میلیونونو ښځې په دغه جګړه کې مړې یا ټپیانې شوې.

په نړیواله کچه په جګړه کې د ښځو د ونډې بېلګې[سمول]

په سلګونو زرو ښځو په جګړه ییزو چارو، په ځانګړې توګه د هوايي ځواک په دفاعي واحدونو کې خدمت وکړ. د بېلګې په توګه، شوروي اتحاد په خپلو پوځي واحدونو کې په مستقیمه بڼه ښځې ځای پر ځای کړې. بل اړخ متحده ایالاتو بیا دا غوره وګڼله چې په جګړه کې له ښځو کار وانخلي ځکه هغه مهال ستونزمنه وه عمومي افکار دې دغه ډول چاره ومنلی شي. پر ځای یې د نورو هېوادونو په څېر شاوخوا ۳۵۰ زره مېرمنو د متحده ایالاتو د وسله وال پوځ په واحدونو کې د پوځي یونیفورم لرونکو همکارانو په توګه خدمت وکړ. د دوی په چارو کې مدیریتي چارې، موټر چلونه، میخانیک، برېښنا او کومکي پیلوټي شامله وه. [۱][۲]

ښځې جنسي غلامۍ ته اړ کړای شوې؛ د جاپان سلطنتي پوځ په سلګونه زره آسیايي ښځې اړې کړې څو د دویمې نړیوالې جګړې وړاندې او په اوږدو کې په آرامه کوونکو مېرمنو واوړي. د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې شاوخوا ۳۵۰ زره امریکايي ښځې له پوځ سره یوځای شوې. دوی د نرسانو په توګه کار کاوه، موټرونه یې چلول، الوتکې یې بېرته رغولې او اداري چارې یې ترسره کولې. یو شمېر له دغو ښځو څخه په جګړه کې ووژل شوې او یو شمېر نورې یې هم د بندیانو په توګه ونیول شوې.

متحدین[سمول]

اسټرالیا[سمول]

اسټرالیايي ښځو د لومړۍ نړیوالې جګړې په پرتله په دویمه نړیواله جګړه کې ډېره ونډه لرله. ډېری ښځو غوښتل په جګړه کې فعاله ونډه ولري؛ همدا و چې تر ۱۹۴۰ زکال پورې د جګړې لپاره د دواطلبو ښځو په سلګونو ملیشه ډلې جوړې شوې. د نارینه سرتېرو د شمېر کمښت لامل وګرځېد څو پوځ له ۱۹۴۱ زکال څخه تر ۱۹۴۲ زکال پورې د ښځینه سرتېرو څانګې پرانیزي.

کاناډا[سمول]

د ۱۹۳۰مې لسیزې په وروستیو کې هغه مهال چې څرګنده شوه له جګړې ځان نه ساتل کېږي، کاناډايي ښځو په دغه جګړه کې د مرستې په موخه ځانونه مکلف وګڼل. د ۱۹۳۸ زکال په اکتوبر میاشت کې د داوطلبو ښځو د خدمت اړوند بنسټونه په ویکټوریا او برېتېش کلمبیا کې پرانیستل شول. ډېر ژر وروسته ټولو ایالتونو او سیمو له دغه بهیر پیروي وکړه او ورته دواطلبې ډلې رامنځته شوې. دوی باور درلود چې «مېړونه، وروڼه، پلرونه، ملګري ټول یوځای کېږي څو د جګړې د بریا لپاره یو څه وکړي. یقیني ده چې ښځې هم کولای شي مرسته وکړي!». د ۱۹۴۱ زکال په جون میاشت کې د کاناډايي ښځو پوځ جوړ شو او لاندې مسئولیتونه ور تر غاړې و:[۳]

  • د سپکو تخنیکي وسایلو د لېږدونکو وسایطو چلول
  • په روغتونو او پوځي اډو کې پخلی کول
  • په کمپونو او روزنیزو مرکزونو کې منشي توب، لیکنه او په چټکه بڼه یاددښت اخیستنه
  • تلیفوني اړیکو ته ځواب ورکول او پیغام رسونه
  • د خوړو په ویش کې مرسته[۴]

شوروي اتحاد[سمول]

شوروي اتحاد د جګړې په لومړنیو پړاوونو کې ښځې بسیج او هغوی یې د پوځ په اصلي واحدونو کې ادغام کړې، په دې سره یې هغوی په «کومکي» حالت کې هېڅ را نه وستې. د جګړې په اوږدو کې له ۸۰۰ زرو څخه زیاتو شوروي ښځو د شوروي اتحاد په وسله وال پوځ کې خدمت وکړ چې نږدې ۳ سلنه پوځي پرسونل یې جوړاوه او تر ډېره یې هم د طبي پالونکو په توګه کار کاوه. شاوخوا ۳۰۰ زرو ښځو د هوايي ځواک په دفاعي واحدونو کې کار کاوه چې د وسلو د کارونې په ګډون یې په خپلو پوځي واحدونو کې ټولې چارې ترسره کولې. ډېر کم شمېر یې جنګي الوتنې کولې چې له درې بم غورځونکو الوتکو څخه یې ګټنه کوله او له خپلو نورو الوتکو سره به مل کېدلې. ښځې همدارنګه په پیاده او زرهي واحدونو کې د جګړې شاهدې وې؛ همدارنګه وروسته له هغه چې روسي نښه ویشتونکې قوماندانې لودمیلا پاولیچنکو د ۳۰۹ جرمني سرتېرو (ډېری یې افسران او د دښمن نښه ویشتونکي و) د وژنې ریکارډ ثبت کړ روسي نښه ویشتونکې ښځې شهرت ته ورسېدې.[۵][۶][۷][۸][۹]

بریتانیا[سمول]

پوځي چارې[سمول]

د بریتانیا په پوځ کې د ښځو د فعالې ونډې تر ټولو دود دنده د روښنايي اچول وو. د روښنايي اچونکې ۹۳مې ډلې ټولې غړې ښځې وې. په داسې حال کې چې د بریتانیا په پوځي واحدونو د دوی ونډې محدودې وې، خو بیا هم د دوی په ګډو ښځینه او نارینه واحدونو کې ښځو ته زیات درناوي شتون درلود. په یوه راپور کې راغلي: «ډېری نارینه د ښځو د هیجاني طبیعت، مسلکي وړتیاوو د نشتون، له الوتکو سره د نه لیوالتیا او فیزیکي کمزورتیاوو سره دې ته حیران و چې څه ډول له ښځو څخه پیاوړې توپچي سرتېرې جوړې شوې دي». په داسې حال کې چې ښځې لا هم د کلیشه یي زیات عمر لرونکو سرتېرو او افسرانو له خوا له تبعیض سره مخ وې او نه یې خوښېدل هغوی «د دوی له وسلو کار واخلي»، د وسلو د کارونې زده کړې ورکړي او په خپلو واحدونو کې د الوتکو ضد وسلو د کارونې زده کړې وکړي. دوی ته ویل کېدل چې له دوی څخه یوازې په بریتانیا د جرمني په برید کې ګټنه کېږي او که چېرې داسې وشي په چټکۍ سره به دوی د جګړو لیکو ته لېږل کېږي. [۱۰]

محور او همکار هېوادونه[سمول]

فنلنډ[سمول]

فنلنډي ښځو په دفاعي چارو کې په بېلابېلو ډولونو ونډه لرله؛ دوی د طبي پالنو، د هوایي بریدونو د خبر ورکولو او د ټپیانو د پالنې په برخو کې کار کاوه. د دوی سازمان لوتا سوارد (لوتا توره) نومېد. لوتا سوارد د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یو له تر ټولو لویه آن تر ټولو لویه دواطلبه ډله وه. [۱۱]

جرمني[سمول]

ډېری جرمنۍ نجونې د جرمني نجونو د لیګ (BDM) غړې وې. BDM له بېلابېلو لارو چارو په کار اخیستو په جګړه ییزو چارو کې مرسته وکړه.

د جګړې له پیل کېدو وړاندې ۱۴.۶ میلیونه جرمنۍ ښځې په کار بوختې وې چې د کاري قوې ۵۱ سلنه (له ۱۶ کلونو – تر ۶۰ کلونو) برخه یې جوړوله. نږدې ۶ میلیونه ښځې په بزګرۍ بوختې وې، ځکه چې د جرمني کرنیز اقتصاد د کوچنیو کورنیو په کروندو تکیه لرله. ۲.۷ میلیونه په صنعتي چارو بوختې وې. هغه مهال چې د جرمني اقتصاد د جګړې لپاره بسیج شو په پام وړ توګه په کاري برخو کې د ښځو ونډه راکمه شوه او ۴۱ سلنه ته په راکښته کېدو تر ټولو ټیتې کچې ته راورسېده چې بیا وروسته په تدریجي ډول ۵۰ سلنه ته ورسېده. له دې سره هم دغه کچه په جګړه کې د ښکېلو بریتانیا او متحده ایالاتو سره پرتلې وړه وه؛ ځکه چې بریتانیا په ۱۹۴۴ زکال کې وتوانېده په کاري ډګر کې د کار په عمر د برابرو ښځو د بوختیا کچه ۴۱ سلنه ته ورسوي. له دې سره متحده ایالات لا هم ترې شاته و. هغه ستونزه چې دریم رایش د کاري قوې په زیاتوالي کې ورسره مخ و دا وه چې د جګړې په چارو کې یې مرسته کوونکې کاري قوه بیاځلي زیاته کړه. په جګړه ییزو صنایعو کې د معاشاتو زیاتوالي په سلګونو زره کسان جذب کړل او خلک یې د پوځي دندې په ترسره کولو کې آزاد کړل. جنګي بندیان یې په کرنیزو صنایعو کې په کار بوخت کړل او ښځې یې په نورو کارونو کې بوختې کړې. [۱۲]

ایټالیا[سمول]

د ایټالیا سوسیال جمهوریت[سمول]

د موسولیني تر مشرۍ لاندې د ایټالیا سوسیال جمهوریت چې د نازي جرمني لاس پوڅی حکومت و د خپل هېواد ښځو ته یې د «زیږون د ماشینونو» رول ورکړ او همدارنګه یې په نیمه پوځي او د پولیسو په تشکیلاتو (Servizio Ausiliario Femminile) کې وګمارلې. د دغو تشکیلاتو مشر برید جنرال پیرا ګاتشي فوندلي و. [۱۳][۱۴]

جاپان[سمول]

په ټولیزه توګه جاپانۍ ښځې په کومکي پوځي واحدونو کې نه شاملېدلې. ورته مهال په یو شمېر مواردو، لکه په اوکیناوا باندې د امریکا د برید پر وړاندې یې د غیرنظامي مقاومت په کولو غیر رسمي خدمت ترسره کړ. په اوکیناوا کې د ډایچي په نامه د ښځو د عالي لیسې او شیهان ښوونځي زده کوونکې او ښوونکې د جاپان د پوځ لپاره د طبي خدمتونو د وړاندې کوونکو په توګه بسیج شوې. [۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. Campbell, D'Ann (1 April 1993). "Women in combat: The World War II experience in the United States, Great Britain, Germany, and the Soviet Union". The Journal of Military History. 57 (2): 301–323. doi:10.2307/2944060. JSTOR 2944060. کينډۍ:ProQuest. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Brock, Julia; Dickey, Jennifer; Harker, Richard; Lewis, Catherine (2015). Beyond Rosie: A Documentary History of Women and World War II. The University of Arkansas Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55728-670-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Gossage, Carolyn. ‘’Greatcoats and Glamour Boots’’. (Toronto:Dundurn Press Limited, 1991)
  4. Gossage, Carolyn. ‘’Greatcoats and Glamour Boots’’. (Toronto:Dundurn Press Limited, 1991)
  5. K. Jean Cottam, Soviet Airwomen in Combat in World War II (Manhattan, KS: Military Affairs/Aerospace Historian Publishing, 1983)
  6. The United States Military Academy (2015). "West Point History of World War II, Vol. 1"
  7. Bernard A. Cook (2006). "Women and war: a historical encyclopedia from antiquity to the present". ABC-CLIO. p.546. کينډۍ:ISBN
  8. Campbell, D'Ann (1 April 1993). "Women in combat: The World War II experience in the United States, Great Britain, Germany, and the Soviet Union". The Journal of Military History. 57 (2): 301–323. doi:10.2307/2944060. JSTOR 2944060. کينډۍ:ProQuest. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Cottam, K. Jean (1980). "Soviet Women in Combat in World War II: The Ground Forces and the Navy". International Journal of Women's Studies. 3 (4): 345–357. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. De Groot, Gerard J. (January 1997). "'I Love the Scent of Cordite in Your Hair': Gender Dynamics in Mixed Anti-Aircraft Batteries during the Second World War". History. 82 (265): 73–92. doi:10.1111/1468-229X.00028. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lundin, Leonard (1957). Finland in the Second World War. OCLC 1100628936. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  12. Adam Tooze, The Wages of Destruction (2006)
  13. Fraddosio, M. (1989). "Woman and War: Aspects Of Womens Militancy During Fascism, From Civil Mobilization to the Origins Of The Servizio-Ausiliario-Femminile in the Italian Social-Republic". Storia Contemporanea. 20 (6): 1105–1181. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Terhoeven, Petra (2004). "Frauen im Widerstand: Das Beispiel der Italienischen Resistenza". Zeitschrift für Geschichtswissenschaft. 52 (7): 608–625. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 21 February 2011 باندې). Japan unearths site linked to human experiments. The Guardian.