په دویمه نړیواله جګړه کې د امریکا کورنۍ جبهه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د دوېیمې نړیوالې جګړې په مهال،  امریکا کورنۍ جبهې د رضا کارانو پراخو هڅو، د دولت  له خوا اداره شوو جیره بندیو او بیو کنترولونو ته د غاړه ايښودلو په ګډون د جګړې  له هڅو په مختلفو لارو ملاتړ وکړ. د یوې عمومې سلا احساس دا وچې د جګړې په مهال قربانۍ د ملي ښه والې لپاره وې.

د کار مارکټ په بنیادي توګه تغیر وموند. د نژاد او کار به اړه د سولې د وخت منازعاتو د ملي وحدت لپاره د فشارونو له امله خاص ابعاد ځان ته غوره کړل. د تبلیغاتو لپاره د هالي وود صنعت خورا مهم و. له سیاسته تر شخصي سپماوو پورې هر څه چې د جګړې له مهال سره مخامخ شول بدلون ېې وموند. دا بدلونونه د میلیونونو کارګرانو چې د ټيټو او لوړو تولیدي قابلیتونو اړوند دندې یې تر لاسه کولې له تحرک څخه را منځ ته شول. په میلیونونو زده کوونکو، متقاعدونو، د کورښځو او بېکارو خلکو فعالې کاري قوې ته ودانګل. هغه ساعتونه چې دوي باید کار وکړي په ناببره توګه ډېر شول ځکه د هوسایۍ فعالیتونو لپاره وخت په چټکۍ سره کم شو.    

په ګاسولینو، غوښې جامو  او د پښوپه  اغوستونو باندې  په کلکه جیره ولګېده. ډېریو کورنیو ته درې امریکایي ګیلنه ( ۱۱ لیتره ) تېل په یوه اونۍ کې ورکول کېده چې د هرډول موخې لپاره یې سفرلنډاوه. د ډېریو دوام لرونکو شیانو په تولید لکه د نویو کورو جوړول، برقي جارو ګانې او پخلنځې په سامان آلات باندې بندیز ولګېډ. په صنعتي ساحو کې د هستوګنې کورونه کم شول ځکه خلک دوه چنده شول او خلکو په تنګو هستوګنځایونو کې ژوند کاوه. قېمتونه او مزدونه کنترول شول. امریکایانو د خپلو عوایدو ستره برخه سپما کړه چې له جګړې وروسته ودې لامل شوه.  [۱][۲][۳]

د جګړې په مهال[سمول]

د جګړې په مهال، د مالېې فدرالي پالیسي په لوړه کچه له منازعې ډکه وه ځکه ولسمشر فرانکلین ډي روزیویلت په کانګرس کې د محافظه کار ائتلاف په ضد و، که څه هم دواړو خواوو د لوړو مالیاتو ( له درانه قرض سره)  په اړتیا سلا درلوده  تر څو د جګړې په لاره کې ولګول شي: د جګړې په مهال د مالیاتو وروستۍ بیه له ۸۱ تر ۹۴٪ پورې وه، او په لوړو بیو پورو اړوندو عواید له ۵۰۰۰۰۰۰ دالرو څخه تر ۲۰۰۰۰۰دالرو پورې راښکته شول.  ولسمشر روزیوېلت د ۹۲۵۰ ګڼه اجرایي فرمان په بنسټ نابریالۍهڅه وکړه چې د مالیوله وضعې وروسته له ۲۵۰۰۰ دالرو څخه په زیاتو  عوایدو ( چې اوس ۴۲۲۷۸۸ دالرو سره معادل دي )  باندې ۱۰۰٪ اضافه مالیې و لګوي. که څه هم ولسمشر روزیوېلت وکولای شو چې همدا کچه دولتې قراردادونو لرونکو شرکتونو ته د اجراء وړ تأدیې باندې وضع کړي. کانګرس هم د مالیې بنسټ د وړوکو عوایدو له خوا د مالیې د ورکړي او د شخصي معافیتونو او کسراتو د کمولو له لارې پراخ کړ. تر کال ۱۹۴۰ پورې تقریبا هر یوه ګمارل شوی شخص ( دکال ۱۹۴۰ د ۱۰٪ په پرتله) د فدرال عوایدو مالیه ورکوله. [۴][۵][۶]

په اقتصادي برخه کې هم ډېر کنترولونه ولګول شول، چې خورا مهم یې دبیو کنترول و چې په ډېرویو تولیداتو ولګېدل او د بیو د ادارې دفتر له خوا یې څارنه کېده. مزدونه هم کنترول شول.  شرکتونو چې له مختلفو استاذولیو سره په ځانګړې توګه د جګړې پورې اړوند تولید بورد،  د جګړې او سمندرې قواوو برخې سره چې  د پېرلوتوان یې درلود او  هغولومړیتوبونو  سره چې په پراخه توګه یې صنعتي تولید پراخاوه او تغیراوه په تعامل کې و.  [۷][۸]

په کال ۱۹۴۲ کې، د جیره بندې یو سیستم بیل شو ترڅو اقل حد اړتیاوې هر شخص په تېره غریبو خلکو ته تضمین کړي او د انفلاسیون مخه ونیول شي. ټایرونه هغه لومړني توکي و چې د کال ۱۹۴۲ په جنورۍ کې جیره پرې ولګېده ځکه د طبیعي ربړ اکمالات په ټپه ودرېدل. د تیلو جیره بندې د لږ ربړ د کارونې لپاره یوه ښه لاره ثابته شوه. د کال ۱۹۴۲ د جون په میاشت کې، د خوړو مختلط بورد جوړ شو چې متفقینو ته ، برتانیا ته د امریکا او کانادا له لارې د خوارکې موادو جریان ته د ځانګړي پام  له لارې نړیوال خوراکي اکمال همغږه کړي. کال ۱۹۴۳ پورې، د حکومت له خوا صادر شوي کوپانونه ووېشل شول چې د هغه په واسطه قهوه، بوره، غوښه خیدک، کوچ، د خوک غوښه، مارګوین ( هر ډول غوړي چې له تر کاریو او بوټو جوړېیږي او د کوچو په ځای استعمالیږي)، قطي شوي خواړه، وچې مېوې، د سون ټیل، مربا، ګاسولین، بایسکلونه، جامې، ورېښمینې او نیلوني جورابې، بوټان او ډېری نور شیان وپېري. ځينې شیان لکه موټر او د کور سامان آلات نور نه تولیدېدل. د جيري سیستم په مستعملو شیانو لکه جامې یا موټرو باندې نه پلی کېده ځکه دا شیان نور هم ګران شول او د بیو د کنترول تابع نه و.

د دې لپاره چې د زیرې د ټاپو کتاب اوډلبندې تر لاسه شي، خلک اړ و چې د زيرې د یوې محلي تختې مخې ته ودريږي. د ماشومانو په ګډون په کورنۍ کې هر یوه شخص د زيرې یا راشن یو کتاب تر لاسه کاوه. د ګاسولینو د پېر په مهال، یو موټروان اړ و چې د ګاسولینو کار تاو زيرې کتاب او پېسې وړاندې کړي. د راشن ټاپې تر یوه ځانګړي وخت پورې د اعتبار وړ و تر څو د احتکار مخه ونیول شي. د اندین  اپولین ۵۰۰ موټرو په ګډون چې له کال ۱۹۴۲ تر ۱۹۴۵ پورې منعه شوي و د هر موټرځغلولو هر ډول مسابقې منعه شولې. د چکرو وهلو په موخه موټر چلول هم منعه شول.

شخصي سپماوې[سمول]

شخصي عواید تل لوړ و، او د توکو د پېر لپاره لږ دالر کارول کېدل. دا په حقیقت کې د اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره یوه غوره نسخه وه، ځکه چې امریکایان د خپل حکومت له خوا تشویقیدل چې همداسې وکړي. امریکاییانو په لوړه بیه  د جګړې د وخت د پور پیسې او د شخصي سپماوو په  حسابونو او بيمې د پالیسیو له امله سپماوې درلودې. د جګړې په پور کې د پانګونې لپاره د مصرف کوونکي سپما په جدي توګه تشویقېدله چې وخت به یې له جګړې وروسته پوره کېده. د جګړې د پور لپاره ډېریوکارګرانو له مزد څخه پیسې  په اتوماتیکه توګه کسر کېدې، ماشومانو به تر هغه وخته د سپما ټاپې تر لاسه کولې چې کولای يې شو یو پور وپېرې.په ټوله امریکا کې به  د مراسمو په ترڅ کې به د دا ډول پورونو په اړوند تجمعات تر سره کېدل چې ډیری به یې د هالی وود د ستورو له خوا و تر څو د دا ډول قرضونوپه اړه د اعلانونو اغیزمنتوب تقویه کړي. په کال ۱۹۴۳ کې، د هالي وو څو تنه ستورو په  شخصي سفرونو کې د ظاهرېدو له لارې و کولای شو چې د میلیونو ډالرو د پور تعهد چې د حیرانتیا وړ و لاس ته راوړي. عامه خلکو د جګړې د قرض لپاره  ۴/۳ برخې نومیز ارزښت وښود خو له څو کلونو وروسته یې په مقابل کې پوره نومیزارزښت تر لاسه کړ. دې حالت د هغوی مصرف د جکړې له مهال څخه له جګړې وروسته وخت ته انتقال کړاو اجازه یې ورکړه چې ۴۰٪ لګښتونه نظامي برخې ته لاړ شي او انفلاسیون په منځنۍ کچه کې پاتې شي. دا امریکایانو لپاره ستونځمنه وه چې د مزد د تأدیې د هر یوه چک ۱۰٪ برخه د جګړې قرض ته ورکړي. په دې اړه سازش خورا لوړ و، د هغو فابریکود  کارګرانو په فابریکه به چې دا لس سلنه ونډه ورکول به یې منلي و د رضاکارانو بیرغ ځړېده. د جګړې د قرضونو په اړوند اوه چلوونکې و چې ټول له خپلو موخو وړاندې واووښتل. [۹][۱۰]

کارګران[سمول]

د ستر بحران له امله د بېکارۍ ستونځه ، په پراخه کچه د جګړې لپاره د انسجام له امله پای ته ورسېده. د ۵۴ میلیوني کاري قوې څخه، د کال ۱۹۴۰ په پسرلې کې بې کارې د ۷.۷ میلیونو له نیمایي  څخه ( دا هغه وخت و چې لومړنۍ ريښتینې شمېرې خپرې شوې) د کال ۱۹۴۱ منې پورې ۳.۴ میلیونو ته اوبیا ځلې د کال ۱۹۴۲ مني کې له نیمایي څخه ۱.۵ میلیونو ته ولوېده. د جګړې په مرکزونو کې د کار ګرانوکمښت مخ په ډېریدو و او لارۍ به سړک په سړک ګرځېدې او له خلکو به یې غوښتل چې د جګړه ایزو کارونو لپاره غوښتنه وکړي.  [۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. Schneider, Carl G and Schneider, Dorothy; World War II; p. 57 کينډۍ:ISBN
  2. Harold G. Vatter, The U.S. Economy in World War II (1988) pp. 27-31
  3. David Kennedy, Freedom from Fear: The American People in Depression and War, 1929-1945 (2001) pp. 615-68
  4. Franklin Roosevelt, Executive Order 9250 Establishing the Office of Economic Stabilization. http://www.presidency.ucsb.edu/ws/index.php?pid=16171#axzz1qK2AszpJ Archived 2012-03-20 at the Wayback Machine.
  5. Carola Frydman and Raven Molloy, "Pay Cuts for the Boss: Executive Compensation in the 1940s," Journal of Economic History 72 (March 2012), 225–51.
  6. Geoffrey Perrett, Days of sadness, months of triumph: the American people, 1939-1945: Volume 1 (1985) p. 300
  7. Harvey C Mansfield, A short history of OPA (Historical reports on War Administration) (1951)
  8. Paul A. C. Koistinen, Arsenal of World War II: The Political Economy of American Warfare, 1940-1945 (2004) pp. 498-517
  9. Inflation existed because not all prices were controlled, and even when they were prices rose as "sales" disappeared, low-end items were less available, and quality deteriorated.
  10. James J. Kimble, Mobilizing the Home Front: War Bonds And Domestic Propaganda (2006)
  11. WPA workers were counted as unemployed. U.S. Bureau of the Census, Statistical Abstract: 1946 (1946) p. 173