په دویمه نړیواله جګړه کي د پولنډ ونډه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پولندې وسله وال ځواکونه له شوروي، امریکا او برتانیا څخه وروسته په دویمه نړیواله جګړه کې له خورا سترو متفقینو قواوو څخه و. پولنديانو د متفقینو په جګړه ایزو هڅو کې هوایي، ځمکنې او سمندري قواوو لویه ونډه درلوده.

پولندي ځواکونو په ختیځ کې له سرو لښکرو سره یوځای  او د شوروي تر قوماندې لاندې له بلاروس اواوکراین ها خوا په پولند کې د شوروي په یرغل کې برخه واخیسته او له ویستولا او آدر سیندونو ها خوا یې د برلین په جګړه کې ونډه واخیسته.

په لویدیځ کې پولندي ځمکنیوقواوو د توبروک په محاصره کولوکې د شمالي افریقا په یرغل کې حضور درلود، د مونټ کاسينوپه جګړه کې د موناستري د غونډۍ په نیولو کې د ايټالیا په یرغل کې ، د فرانسې له یرغل وروسته په جګړو کې ( د فلایسي پاکېټ په جګړه کې، د مارکټ ګارډن په عملیاتو کې  د هوایي لوا د پاراشوت غورځولو او د زرهدارو په هغه فرقه کې حضور درلود چې جرمني باندې د لویدیځ ایتلاف یرغل لپاره کاریدل.   

په ځانګړې توګه د ۱۴۵ پولندي پيلوټانو خدمتونه چې برتانوي چورلکې یې د برتانیا د جنګ په مهال د برتانیا تر قوماندې الوځولې په ښه توګه مستند شوي دي، له دې ډلې ۷۹ پیلوټانو د راف  RAF ( شاهي هوایي قوا)  تر قوماندې لاندې د ۱۹۴۰ تر جولای وروسته ، ۳۲ پیلوټانو د پولنډي ۳۰۳ شمېرې هوایي ډلګي سره د ۱۹۴۰ ز کال له اګست وروسته او ۳۴ پيلوټانو د پولندې ۳۰۲ شمېرې هوایي ډلګي سره الوتنې تر سره کړې. د هغوی د نورو خدمتونو موارد د پولند د هوایی قواوو له خوا د فرانسوي الوتکو الوځول و چې د برتانیا د جګړې په مهال تر سره شول، له ۱۹۴۴ ز کال څخه وروسته د پولندې هوایي قواوو مرکز ( له برتانیایي الوتکو سره ) په برتانیا کې جوړ کړای شو. [۱]

په جګړه کې د پولند ځينې ونډې لږ د لیدو وړ وې، د جګړې په مهال او تر جګړې د مخه د جرمني د رمز جوړونکي ماشین د رمزونو کشفول د مرین ریجاوسکي Marian Rejewski ، هنریک زیګالسکي Henryk Zygalski او جرزی روزیکی Jerzy Różycki په څېر رمزپېژندونکو له خوا د پام وړ و. د پولند پراخې استخباراتي شبکې هم د متفقینو د استخباراتو لپاره خپل ستر ارزښت ثابت کړ.

د دویمې نړیوالې جګړې اروپایي محاذ د ۱۹۳۹ ز کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه په پولند باندې د جرمني په یرغل او له هغه وروسته د ۱۹۳۹ په د سپتمبر په ۱۷په پولند باندې د شوروي  په یرغل پرانستل شو. د همدې کال د اکتوبر په ۶ د کاک Kock په جګړه کې د پولند له ماتې وروسته، جرمني او شوروي ځواکونو د پولند بشپړ کنترول لاس ته راووړ. د دې یرغل بري د پولند د دویم جمهوریت په پای تمام شو که څه هم پولند په رسمي توګه هیڅکله تسلیم نه شو. د پولند یو پټ دولت چې په تبعید کې و خپل مرکز بلاخره په لندن کې تنظیم کړ او خپله مبارزه یې د اشغالګرو قواوو په مقابل کې له سره پېل کړه. په لویدیځ کې او ختیځ کې پولندې قواوې ځای په ځای شوې او له پولند بهر داستخباراتي خدمتونو یو مرکز له پولند څخه بهر تاسیس شو او په ټوله جګړه کې  په نړیوال ایتلاف کې برخه واخیسته.   

په پولند یرغل[سمول]

د پولند په دویم جمهوریت باندې د نازي جرمني د ځواکونو یرغل په اروپا کې د دویمې نړیوالې جګړې پیل وبلل شو. شوروي په پولند د سپتمبر په ۱۷ یرغل وکړ او د جرمني متحدې سلواکیا هم د مولوتوف – رایبنتراپ Molotov–Ribbentrop تړون الحاقي پروتوکول ته په پام سره په پولند حمله وکړه، جرمني شوروي ته خبر ورکړ چې ځواکونه یې د شوروې د علاقې وړ زون ته نژدې کيږي نوپه شوروي یې ټينګار وکړ چې نوموړي زون ته ننوځي. شوروي د جرمنیانو له چټک پرمختګ څخه حیرانه شوه ځکه فکر یې کاوه چې د جرمني به په څو اونیو کې د یرغل لپاره چمتو شي نه په څو ورځو کې. هغوی په خپل منځ کې وعده وکړه چې هر څومره شونې وی حرکت وکړي. د سپتمبر په ۱۷ شوروي په ختیځ پولند باندې یرغل وکړ او پولندی حکومت  او نظامیان یې اړ کړل چې د Romanian bridgehead په سیمه کې له اوږدمهاله دفاع څخه ډډه وکړي. د پولندیانو وروستی نظامي غونډونه د اکتوبر په لومړیو کې تسلیم شول.

په تړون پورې اړونده مکلفیتونو له مخې، برتانیا او فرانسې د سپتمبر په ۳ د جرمني په وړاندې د جنګ اعلان وکړ. هتلرغلط فکر کړی و چې فرانسه او برتانیا به ده ته اجازه ورکړي چې پرته له نظامی عملیاتو د پولند ځينې برخې له جرمني سره یوځای کړي. جګړه د ۱۹۳۹ ز کال د سپتمبر په ۱ د Molotov–Ribbentrop Pact تړون تر لاسلیک وروسته یوه اونۍ وروسته پیل شوه . په دې تړون کې یو پټ پروتوکول شامل و چې له مخې یې شمالي اروپا او مرکزي اروپا یې د جرمني او شوروي نفوذ سیمو تر منځ تقسیم کړې وه. دا جګړه د ۱۹۳۹ ز کال  داکتوبر په ۶ د جرمني او شوروي له خوا د ټول پولند په نیولو پای ته ورسېده. په دې جګړه کې د جرمني تلفات تقریبا ۱۶۰۰۰ مړه، ۲۸۰۰۰ ټپیان، ۳۵۰۰ ورک و. د جرمني ۲۰۰ الوتکې او ۳۰٪ زره لرونکي ټانکونه له منځه لاړل. د پولند تلفات ۶۶۰۰۰ مړه او ۶۹۴۰۰۰ اسیران و.

د پولند په جګړه کې د جرمني تلفات د هغو تلفاتو ۵۰٪ سلنه و چې تر ۱۹۴۱ ز کال پورې پر شوروی د حملې تروخته یې زغملي وه اوهغې جګړې چې یوه میاشت یې دوام وکړد ۸ میاشتو اکمالات مصرف کړل. [۲]

له یهودانوسره مرسته[سمول]

په پولند کې داسې ډلې هم وې چې د جرمني د اشغال په مهال یې خپل ژوند د یهودانو د ژغورلو لپاره په خطر کې واچاوه. د جرمني له خوا اشغال شوی پولند په اروپا کې یواځينی هیواد و چې جرمني به له یهودانو سره هر ډول مرسته کوونکي او د هغه کورنۍ ته د مرګ سزا ورکوله. همدا رنګه پولند د جرمني له خوا یواځينی اشغال شوی هېواد و چې په ځانګړې توکه یې د یهودانو د مرستې لپاره یو سازمان جوړ کړی و. د دې سازمان پټ نوم زیګوتا Żegota وه چې یهودانو ته یې خواړه، پنا ځای، روغتیایي پاملرنه، پېسې او تقلبي اسناد برابرول. د  زیګوتا Żegota ډیری پیسې به په مستقیم ډول په برتانیا کې د جلاوطنه پولندي حکومت څخه راتلې.

ډیری یهودیان چې د جرمني له خوا د پولند د اشغال په مهال ژوندي ووتل  دهغو پولندیانو له خوا وژغورل شول چې له  Żegota سره بې اړيکې و.  د هغو یهودیانو شمیره چې په پولند کې بچ کړل شول له ۴۰۰۰۰ تر ۵۰۰۰۰ یا ۱۰۰۰۰۰ تر ۱۲۰۰۰۰ پورې وه. پوهان اټکل کوي چې د یوه یهودي د ژوند ژغورلوبه د لسو کسانو کار ته اړتیا درلوده. د هغو خلکو منځ کې چې د ملتونو په منځ کې نیکي کوونکي لقب ( دا هغه لقب و چې د اسراییلي دولت له خوا هغو غیر یهودي خلکو ته ورکول کېده  چې د عام قتل په مهال یې یهودان له منځه وړل کېدو څخه ژغورلي و ) پولندې وګړي ډیر و. څه ناڅه ۶۳۳۹ پولندي ښځو او نارینه وو دا لقب تر لاسه کړ چې دا د ۲۲۷۶۵ هغو خلکو ۲۵ سلنه خلک دي چې دالقب یې پخوا تر لاسه کړی و.

د پولند مقاومت[سمول]

د جرمني له خوا د پولند د اشغال په وړاندي د مقاومت اصلي قوه د آرمیا کراجوا Armia Krajowa وه چې معنی د ( کور لښکر) وه او اختصاري بڼه یې "AK" وه. لکه څنګه چې د AK قوماندان ویل دې قوې ۴۰۰۰۰۰ قسم خوړلي غړي درلودل خو یوه یو سلنه  کوچنۍ برخه یې په  ۱۹۴۳ز کال او ۱۹۴۴ کې له ۵ تر ۱۰ سلنه پورې یې په چریکي جګړو کې ښکېل وه.  دجګړې په ډیری برخه کې AK د مقاومت له د رېو سترو خوزښتونو یو ستر خوزښت وه. AK به خپل عملیاتونه په لندن کې له جلا وطني پولندي حکومت سره همغږي کول او فعالیتونو یې د مسیر په انحراف، تخریب او استخباراتي معلوماتو په چمتو کول تمرکزدرلود.   [۳]

سرچينې[سمول]

  1. Gasior, Mariusz. "The Polish Pilots Who Flew In The Battle Of Britain". Imperial War Museum. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. David T. Zabecki (2015). World War II in Europe: An Encyclopedia. Taylor & Francis. د کتاب پاڼي 1633–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-135-81249-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Guerrilla Warfare: A Historical and Critical Study. Transaction Publishers. 1998. د کتاب پاڼي 202–203. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4128-2488-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)