په دوو لسیزو کې پښتو ژبې ته پرمختګونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دا چې پښتو ژبې په دې څو لسیزو کې د ډېرو تاړاکونو او ډېرو کړاوونو سره مخ شوې ده او چا ورته ورته مبارزې نه دي کړي، د ډېرو ستونزو سره_ سره بيا هم په دې دوو لسیزو کې پښتو ژبې ته ځیني ځوانان پيدا شوي،چې شپه او ورځ ورته کار کوي او په يو اتحاد او اتفاق ورته پرځنکونه کوي ولې؟ تر څو يې ژبه لا پرمختګ وکړي او نړيوال يې وپېژني. د افغانستان دننه او دباندې ډېريو ځوانانو او د پښتو ژبې غښتلو مبارزينو بېلابېلو لارو د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره ګړندي ګامونه کاږلي دي؛ځکه چې پښتو ژبه يې لا نړۍ او د نړۍ خلک وويني او عزت وړ ژبه شي. په همدې لړۍ کې د ژبژغورنې ملي غورځنګ څخه يادونه مهمه ګڼم، ځکه دا همدوی ځوانان دي چې شپه او ورځ يې يوه کړې ده او پښتو ژبې ته د بېلابېلو لارو پرځنګونه (مبارزې) او چوپړتیاوې کوي. ددوی مشر ښاغلي ابوبکر (ځلاند) څخه يوه نړۍ مننه،چې ځوانان يې سره راټول او متحد کړل او دا يې ورته وويلې،چې د هرې لارې وي مونږ باید پښتو ژبه په پخو ودروو او لا ورته چوپړ وکړو. دا چوپړونه او پرځنګونه بېلابېلې برخې لري،لکه:(( ټولنيز چوپړونه، فرهنګي چوپړونه، رسنیز چوپړونه، اداري چوپړونه، ټکنالوجيکي چوپړونه، د ژباړو چوپړونه، اسلامي چوپړونه، عملي چوپړونه، د پښتو ژبې حق غوښتنه، ژبنيز انډول رامنځته کول او پښتو ژبې ته کار کول)) دي. پښتو ژبې ته ټکنالوجي له لارې چوپړونه: دا چې نن سبا ډېری ټکنالوجستان لرو، چې شپه او ورځ پښتو ژبې ته کار کوي او بېلابېلو برخو کې پښتو ژبې ته رنګارنګ شيان جوړي،لکه: (( د ليکمنونو (کېبورډونو) جوړونه، بېلابېلو پښتو قاموسونو او ويي نامو جوړونه، بېلابېلو پښتو قاموسونو، لکه: تشريحي قاموس، انګليسي قاموس، عربي قاموس، هندي قاموس، چينايي قاموس، جرمني قاموس جوړونې، د ګوګل له لارې پښتو ژباړې ته چوپړونه، د ويکيپيډيا له لارې پښتو ژبې ته ليکنې کول او نړۍ خلکو ته ښودل، پښتو ژبه مايکرو سافټ کمپنۍ کې دننه کول، پښتو ژبه آيفون موبيلونو کې دننه کول، پښتو ژبه انډورايډ کمپنۍ کې دننه کول، پښتو ژبه (ATM) بانکي ماشينونو کې دننه کول، پښتو ژبه فېسبوک ته دننه کول، پښتو ژبه سامسونګ موبيلونو ته دننه کول، پښتو ژبه ګوګل ميپ ته دننه کول، پښتو ژبه ګوګل هوا حالت ته دننه کول، ټلکرام پښتو ژبه کول، پښتو ژبه د دوبۍ، ترکيه، سعودي عربستان، جرمني، امريکا، ايران، تاجکستان مشهورو کمپنيو ته دننه کول او داسې نور...)). پښتو ژبې ته د ژباړې له لارې د ژبژغورنې غورځنګ چوپړونه: دا چې ژباړه د يوې ژبې د پرمختګ ډېره اړينه برخه ده، نو دې برخه کې هم د ژبژغورنې غورځنګ ډېری چوپړونه او پرمختګونه کړي دي،د هغه جملې څخه مونږ په کال (۱۳۹۷) لومړی ځل لپاره د ژباړه يوه ډلګۍ جوړه کړه د ژبژغورنې غورځنګ د ژباړې ډلګۍ تر سرليک لاندې، نو هماغه وخت نه مو بېلابېلو وزارتونو، دولتي او خصوصي پوهنتونونو، دولتي او شخصي کمپنيو، بېلابېلو دفترونو، بانکونو، شخصي او خصوصي سکتورونو او موسسو، روغتيايي ځايونو، بېلابېلو هټۍ والو، ستر پلورنځيو، صرافانو، ګنډوونکو او ګنډل ځايونو،فابريکو، د فرنيچرونو فابريکو ته مو بېلابېلو برخو کې ژباړې کړي دي... چې له دې ژباړو له جملو څخه مو دفاع وزارت مکتوبونه، داخله وزارت مکتبونو، ټکنالوجي وزارت، برېښنا وزارت، فوايد عامه وزارت، ماليه وزارت، کرنې وزارت او همداسې رياستونو ته مو ژباړې هم کړي دي او ورسره مو بېلابېلو فابريکو لکه د اسیا فارما فابريکه او کمپنۍ، زيتونو فابريکه، شاتو فابريکه، سارک سازمان، کوکه کولا فابړيکه، الکوزی فابريکه ته ژباړې کړي دي. بېلابېلو روغتونونو، کتنځو، لابراتوارونو، فارمسي، درملتونو ته مو ژباړې کړي دي. نورې عملي مبارزو کې مو معارف او لوړو زده کړو وزارت کې ډېری کارونه کړی دي او چوپړونه مو کړي دي. رسنيزو چوپړونو او مبارزو کې مو د افغانستان په کچه ډېرو تلويزونونو کې د ژبژغورنې ملي غورځنګ او پښتو ژبې لپاره بېلابېلو برخو کې خپرونې کړي دي،لکه: ((د پښتو ژبې حق غوښتنه، عامه پوهاوی خپرول، ژبژغورنې غورځنګ سره د خلکو آشنايي، پښتو ژبې مبارزو ته د خلکو هڅونه او داسې نور...)) د بېلابېلو شخصيتونو تلينونه مو نمانځلې دي او ورسره مو بېلابېلو ورځو ته غونډې تر سره کړي دي،لکه: (( مورنۍ ژبې ورځ نمانځغونډه، پښتو ژبې نمانځغونډه، پښتو ژبې سيمنارونو، مکتوب ليکلو سيمنارونه، غوښتنليکونو سیمنارونه او داسې نور....))

ليکوال: عابد الله حافظ