په دوراني حرکتونو کې د کوريوليز قوې څېړل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دکوريوليز قوه

تاريخچه 
      دفشاراختلاف په يوخاص (معين ) سمت دباددحرکت سبب کېږي نوپه همدي اساس شمال (باد)په مقوس مسير حرکت کو ي په 1835 م کال کې کستوف – گسپارډکوريوليز(kistof-gispard coriolise ) چې يوفرانسوي ساينس پوه ؤدلمړي ځل لپاره پورتني قضيه په رياضيکې ډول توضيح کړه اود(کوريوليز) قوې نوم يي ورکړ. څرنګه چې هوادلوړفشارلرونکې اتوموسفيرڅخه ټيټ فشارلرونکې اتوموسفيرپه لورحرکت کوي، په عين حال کې ځمکه چې دهوانه لاندي موقيعت لري ددي باعث کېږي چې هوا(باد) ته په مقوس ډول حرکت ورکړي چې په شمالي نيمه کره کې باددخپل مسيرپه ښي طرف اوپه جنوبي نيمه کره کې دخپل مسيرپه چپ طرف گرځي ،اويادونه بايدوشي چې داستواپه کرښه نوموړې قوه صفرده، ددې ترڅنگ په هواکې دفشارداختلاف په وجه يوه بله قوه چې د pressure gradient force  په نوم يادېږي،هم وجودلر ي اوددې سبب کېږي چې دکوريوليز قوه بې اثره کړي اوبادپه ځاي ددې چې قوسي حرکت وکړي په خپل اصلي مسيرپه مستقيم ډول دلوړفشارڅخه ټيټ فشارته ادامه ورکوي ددي لپاره چې داقوه عملاً وگورونوپه لاندي ډول عمل کووکه څه هم دايوه کوچني (ضعيفه )قوه ده اوپه واړه سستم کې نشي معلوميداي نولازمه ده چې يولوي حوض په نظر کې ونيسو په داسې شکل چې نوموړی حوض کاملاً گرداوافقي شکل ولري اولاندي طرف ته يوکاملاً گردسوري ولري له اوبوڅخه ډکوواوديوي ياڅوورځولپاره يي آرام ساتوداسي چې دهوادداخيليدومخه نيول شوي وي وروسته اوبه دسوري څخه په داسي شکل خوشي کووچې اوبه شور ونه خوري، نوموږپه ډيره آساني سره کولاي شوونوموړې قوه وگورو،چې همدا تجربه په M I T کې چې دامريکايوپوهنتون دی په 1962م کال کې ترسره شوه .

دکوريوليزقوې فورمول

      يوداسي جسم په نظرکې نيسوچې ديودوراني سستم په داخل کې په   ثابت سرعت سره دحرکت په حال کې وي. ددې مطلب لپاره يوه تجربه عملي کوواونتيجه يې ددوومختلفوسستمونو ساکن سستم )خارجي(اوددوراني

1. شکل

سستم )داخلي ( له مخې مطالعه او بررسي کوو. يو څرخېدونکى مېز او يوه ګلوله په نظر کې نيسو، لمړى مېز چې دسکون حالت لري ګلوله دڅرخېدونکې مېز له مرکز څخه ددايرې دشعاع په امتداد په حرکت راولومعلوميږي چې ګلوله دڅرخېدونکې مېزددايرې له مر کز څخه دمېز دڅنډې په لور حرکت کوي هغه ځاى چې دمېز په څنډه کې ګلوله ورته رسيږي دA نقطه ده اوس مېز په دوران راولو اوتجربه دګلولې په واسطه دوباره تکراروو پدې صورت کې به وليدل شي چې دګلولې مسير له محورڅخه په يوه منحني واقع ده چې هغه موږ په ( 1. شکل)کې دنقطو په واسطه منحني ښودلې ده ، پدې حالت کې ګلوله د دوران له محور څخه دمېزدB نقطې ته رسيږي .اوس له مختلوفوليدنوڅخه پورتنۍ تجربه توضيح کوو .

الف . هغه ليدنه چې په ساکن سستم کې قرار لري :ليدونکی چې د x,y,z په ساکن سستم کې قرار لري ، په دوراني سستم کې نوموړې عمليه ملاحظه کوي، سره لدې چې مېزدوراني حرکت سرته رسوي ګلوله هم خطي حرکت سرته رسوي خودA نقطې ته نه رسيږي ځکه چې دګلولي دحرکت په وخت کې څرخېدونکى مېزهم دوراني حرکت سرته رسوي اوګلوله دB نقطې ته رسوي.لکه (2. شکل )

2. شکل ب . ددوراني سستم له نظره مشاهده )کتنه( : ددې مشاهدې له نظره ګلوله ديوه مستقيم خط په امتداد حرکت نه کوي ددې مشاهدې په اساس بايد په متحرکې ګلولې باندي يوه قوه اثر وکړي ترڅودګلولې دانحراف )کږېدنې( سبب وګرځي ،دغه قوه بايد دګلولې په خطي حرکت باندي عمودوي يعني قوه دګلولې په سرعت V باندي عمود ده دغه يونوې قوه ده چې يواځي ددوراني سستم په داخل کې مشاهده (ليدل) کېږي .نوبايد دغه قوه يوه عطالتي قوه وي دغه عطالتي قوه دکوريوليز قوې په نوم ياديږي ، اوپه لمړي ځل دغه قوه دکستوف-ګسپارډکوريوليز له خوا وليدل شوه .ددې لپاره چې دغه قوه محاسبه کړو نو مسئله دساکن سستم له مخي په نظر کې نيسو اوهغه منحني چې ګلوله په هغې باندي په مقوس شکل حرکت کوي رسم کوو(3. شکل ) .

3. شکل

    هغه منحني چې دکوريوليز په اثر منځ ته راځي په ټکو سره ښودل شوې ده .O  ددوراني مېز مرکز دى ،t  هغه وخت دى چې ګلوله يې دO  له نقطې څخه دA ترنقطې پوري طى کوي، اومېګا (ω) دڅرخېدونکې مېز زاويوي سرعت دى اوT دڅرخېدونکې مېز ددوران پريود دى اومېګا (ω) ثابت دى .نوهغه قوس چې دA  نقطه يې دT  په وخت کې وهي عبارت دى له   ، هرکله که T  هغه وخت وي چې دA نقطه په هغه کې دAB قوس طى کوي په هغه صورت کې دAB قوس په S  سره ښيو، نو موږ لرو چې 
 

څرنګه چې ده.نو بنا پر دې د (1-1) رابطه لاندې شکل اختياروي

موږاوس دt دپيدا کولو لپاره دحرکتونو دمستقل انطباق چې له پخواورسره اشنايي لرو استفاده کوو ، څرنګه چې دګلولې حرکت له O څخه تر B پوري دی ،اوهمزمان له O  نه تر A  او A نه تر B پوري دحرکتونو ترکېب دى چې دغه دواړه حرکتونه هم زمان صورت نيسي دغه مسئله کټ مټ دمايل پرتاب دحرکت سره ورته  ده بنا پردې   ده . په وروستۍ معادله (2-1) کې د  له تعويض څخه وروسته  په لاس راځي چې .

اوس دوراني سستم تر مطالعې لاندي نيسو.اويادونه مو کړې وه چې په دوراني سستم کې دکوريوليز قوه وجود لري . او په څرخېدونکې مېز کې دګلولې دمسير دانحراف سبب کېږي بنا پر دې ويل کېږي چې ګلوله دS مسيرپه ثابت تعجيل سره چې علت يې دکوريوليز قوه ده طى کړې . لکه چې دتعجيلي حرکتونو لپاره موږدرلوده .

د(1-3) او (1-4) معادلاتو له مقايسې څخه لرو چې

نو دنيوټن ددوهم اکسيوم له نظره دکوريوليز قوه په لاندي ډول ليکلاى شو

 دکوريوليز دقوې اندازه ده څرنګه چې  او  دواړه وکتورونه دي اودغه دوه وکتورونه يوپر بل عمود دي نو بنا پر دې دا په (1-6) معادله کې صرف وکتوري حاصل ضرب د او صدق کوي لکه په 4) . شکل) کې 

4. شکل

نو(1-6) رابطه کولاى شو په لاندي ډول وليکو 

د(1-7) معادله دکوريوليز عمومي معادله ده البته بايد يادونه وکړو چې په پورتنۍ معادله کې په باندي عمود ده البته کېداى شي په عمود نه وي په لاندي مثال کې بيا هم دکوريوليز قوه مطالعه کوو: يوه ساده رقاصه په نظر کې نيسو چې ددوراني سستم په داخل کې اهتزاز کوي کله چې ددې رقاصې کتله دميده رېګ له جعبې څخه جوړه کړو چې رېګ يې دلاندني سوري خخه په څرخېدونکې مېز باندي توى شي پدې توګه درقاصې مسير په څرخېدونکې مېز باندي ليدلاى شو. 5). شکل (، پدې صورت کې رقاصه دمېز پر مخ دوه ډوله منحني ګاني رسموي..

5 . شکل

ددې دوه شکلونو اختلاف فقط پدې سبب دى چې درقاصې داهتزاز شروع يو له بل سره فرق لري، په  6a) . شکل( کې درقاصې ښى اړخ د  له نقطې دتير )غشي( په لور حرکت شروع کوي پدې وخت کې په 6b) . شکل( کې درقاصې چپ لورى د خپل اهتزازي حرکت په وخت کې د (O) له نقطې دسکون دحالت څخه دغشي په لوري په اهتزاز شروع کوي .اوس مسئله ددوومختليفو سستمونو له مخي تشريح کوو.

6. شکل الف . ساکن سستم : دمشاهدې له مخي رقاصه په دوام داره ډول په يوه مستوي کې اهتزاز کوي ،پدې صورت کې درقاصې داهتزاز مستوي نسبت لابراتوار ته ساکن سستم دثابت موقعيت لرونکى دى . ب . ددوراني سستم له نظره : ددوراني سستم له نظره رقاصه داهتزاز په وخت له اهتزاز سره يوځاى له خطي اهتزاز انحراف کوي دغه انحراف دکوريوليزدقوې په اثر دى چې داهتزاز په جهت عمود حرکت کوي . مثال . يوه بله تجربه اجراکوو په دې تجربه کې دکوريوليز قوه په يو جسم باندي مطالعه کوو، ددې مقصد لپاره په يو څرخېدونکې چوکۍ کښېنو او ددوران په وخت کې يو 5kg وزن ته په يوکېفي جهت حرکت ورکوو، که چېري دغه عمل په تېزي سره سرته ورسوو نو په لاس باندي به يوه قوه حس کړو چې دغه قوه هم دکوريوليز قوه ده فرض کوو که يودوراني مېزدوران په دوه ثانيو کې سرته ورسوې نو دچوکۍ ددورانونو خطي فرېکونسي او دي که چېري دوزن دحرکت سرعت ددوران په محور عمود وي نو کولاى شو چې دکوريوليز قوه په لاندې ډول له (1-6) رابطې څخه په لاس راوړو

ددغه قوې اودجسم دوزن W =50 N له مقايسې څخه ليدل کېږي چې دکوريوليز قوه دجسم دوزن څخه 1.26 ځله زياته ده بل مثال : چې دکوريوليز قوه چې دځمکې له دوراني حرکت څخه پيداکېږي مطالعه کوو : څرنګه چې ځمکه په خپل زور په خپل محور څرخي ځمکه هم يودوراني سستم دى او موږ دداخلې مشاهدې په حيث ددې سستم په داخل

7. شکل کې قرار لرو، کولاى شو چې دځمکې دزاويوي ) دوراني ( سرعت دځمکې په هره نقطه کې په دوه مرکبو تجزيه کړو ، چې عبارت دى له افقي مرکبه او عمودي مرکبه دى 7) . شکل( دغه زاويوي سرعتونه چې هريو يې دکوريوليز قوې منځته راوړي لومړی د تاثير تر نظر تېروو دغه مرکبه دکوريوليز قوه جوړوي چې همېشه دخطي حرکت انحراف دختيځ په لوري شمالي نيمه کره کې کېږي لکه څرنګه چې دغه مسئله ديوې رقاصې داهتزازڅخه ليدل کېږي که چېري يوه رقاصه دزيات وخت لپاره په يو ه مستوي کې اهتزاز وکړي نو وبه ليدل شي چې دغه مستوي په يوه عمودي مستوي ) دلابراتوار دېوال ( باندي دوران کوي .علاوه پردې دکوريوليز قوه چې د په واسطه توليد کېږي، دځمکې په سر بړبکۍ توليدوي باالفرض دځمکې په شمالي نيمه کره کې د لوړفشار له ناحيې دباد جريان سست او دV سرعت لرونکى دى ، نو کوريوليز قوه (Fcor) دباد په جريان دى. ليدل کېږي چې د باد جريان د( 8 الف او ب شکلونو) مطابق دى .دټيټو سيمو دفشار لپاره د) 8 ج او دال شکلونو( مطابق

8. شکل توضېح کولاى شو، دکوريوليز قوه دځمکې په جنوبي نيمه کره کې دشمالي نيمې کرې په معکوس اثر لري، دافقي مرکبې اثر هم ليدلاى شو که يو جسم له زياتي ارتفاع څخه ازاد سقوط وکړي نو عمل کوي . (9. شکل) دFcor جهت دځمکې په شمالي نيمه کره کې همېشه دختيځ په طرف ده له همدې کبله سقوط کوونکى جسم دخپل مستقيم الخط حرکت څخه دختيځ په طرف انحراف کوي او لويږي .

9. شکل دکوريوليز دقوي تاثيرات

       تعريف :-دکوريوليز دقوي دموجوديت په صورت کې ديوي متحرکې مادي دحرکت دسمت تغيرته دکوريوليز دقوي تاثيروايي .دکوريوليز قوه دزياتومتحرکومادوپه حرکت تاثيراچوي اوجهت ته يي تغيرورکوي البته بايديادونه وشي چې داتاثيرات په لويوسستمونوکې ښه دتفکېک اومنلووړدي چې په لاندي ډول به ترڅيړني لاندي ونيول شي .

1 . دکوريوليز قوه اوطوفانونه

   څرنگه چې مخکې ذکرشول چې دکوريوليز قوه داستواپه کرښه کې ډيره ضعيفه ده نوپه همدي اساس هغه لوي طوفانونه چې په قطبونوکې منځ ته راځي په استواکې منځ ته نه راځي ولي داهم ضروري نده چې داډول طوفانونه په استوايي منطقوکې نشي واقع کېدايي بلکه ځيني نورعوامل شته لکه دگرمواوبوموجوديت کله ناکله ددي ډول طوفانونود منځته راتلو سبب گرځي. لکه په 2001 م کال دډيسمبر په مياشت کې دټايفون طوفان (Typhoon vamei) .

2 . وريځي

    اوس يوه وريځ په نظر کې نيسوچې په شمالي نيمه کره کې قرارلري اودټيټ فشارپه اثرخپل دشمال طرف ته حرکت کوي مگردحرکت په وخت کشي يوه قوه چې دټيټ فشارلرونکې سمت قوه بي اثره کوي په وريځ باندي اثرکوي اوهغه دختيځ خواته راکاږي اوپه نتيجه کې وريځ دشمالي سمت پرځاي ختيځ سمت ته حرکت کوي .البته داقوه چې يوه موهومي (غيرحقيقي قوه ده ) دکوريوليز په نوم ياديږي هغه کسان چې په پوځ (اوردو) کې کارکوي بايددتوغندي دتوغولوپه وخت کې نوموړې قوه په نظرکښې ونيسي، ځکه چې د توغندي د توغېدلو په وخت کې نوموړې قوه د توغندي په حرکت اثر کوي او جهت ته يې تغير ور کوي، چې يوښه مثال يي په لمړي نړيوال جنگ کښې دانگلستان دقواوميزائيل ووچې تقريباً 20 ميله ئي دجرمني دقواوڅخه لري چې په فالکېنډ جزيره کې يي قراردرلودولگيد.

3 . داجسامو په ازاد پرتاب (غورځېدل) دکوريوليز دقوې اثر

       دازاد پرتاب په وخت کې په جسم باندي دکوريوليز قوه اثرکوي اودعمودي طرف نه يي دختيځ طرف ته گرځوي (تغيردجهت ورکوي )داقوه داستواپه کرښه کې ترټولوزياته ده ،اوپه قطبونوکې له منځه ځي.                  په ( 10. شکل )کې همدارنګه په زاويوي حرکتونوهم دکوريوليز قوه اثرکوي اودحرکت جهت ته يي تغيرورکوي. 
 
10. شکل                                                11. شکل 

دمثال په ډول کله چې ديوټوپک څخه مرمۍ دشمال په طرف وتوغول شي نودامرمۍ به په شمالي نيمه کره کې دختيځ خواته تغيردجهت وکړي اوپه جنوبي نيمه کره کشي به دلويديځ خواته تغيردجهت وکړي 11). شکل( کله چې مرمۍ يابل توغيدونکې جسم دطول البلد دکوم خط په امتدادجنوب خواته وتوغول شي پدي صورت کې به تغيردجهت معکوس وي اوس که همداجسم داستوادکرښي په امتداد وتوغول شي نوپدي صورت کې کوريوليز قوه ورباندي اثرکوي اودځمکې خواته ئي راکاږي، البته که توغېدلي جسم دلويديځ خواته توغول شوي وي، ولي که دختيځ خواته وتوغول شي نودکوريوليز قوه دجسم دپورته تللو سبب گرځي پدې ځای کښې غواړم لوستونکې پدي قانع کړم چې کوريوليز قوه په هغه حرکت کوونکواجساموچې دطوالبلدپه امتدادپه هرطرف ( جنوب ياشمال ) حرکت کوي اثرلري اودهغودحرکت مسرته تغيرورکوي په دي معني چې په شمالي نيمه کره کې نوموړی متحرک جسم ښي طرف اوپه جنوبي نيمه کره کې چپ طرف ته گرځي . 4 . په سندونوکې دکوريوليز دقوې اثر

       په سندونوباندي هم دکوريوليز قوه اثرلري اوداوبوجهت ته تغيرورکوي له همدي امله سندونه هميشه ددوي ښي طرفونه (ژۍ ) په شمالي نيمه کره کښې، اوچپ طرفونه په جنوبي نيمه کره کې وهي اوشکل ته ئي تغيرورکوي.          12) . شکل(                                                                      12. شکل

همدارنگه په دوه لاينه ريل گاډي کې دامثال ښه څرگندېږي يعني دريل گاډي دحرکت په وخت کې دکوريوليز قوي په اثرپه شمالي اوجنوبي قطبونوکې مختلف عمل ترسره کوي په شمالي نيمه کره کې دکوريوليز دقوي اثردريل گاډي ټايرونه په ښي طرف فشارراوړي اودښي طرف ژۍ سولوي ،ولي په شمالي نيمه کره کې دلا ين دچپ طرف ژۍ سولوي . 5 . دکوريوليز قوه په ځوړند جسمونوکې

       په يوڅوړند جسم کې چې په نوساني ( زنگيدونکې ) شکل حرکت کوي په اساني سره څرگنديدلاي شي. 

13. شکل

   ددې لپاره چې نومووړی مثال په واضح ډول ووينونونوموړي سستم ( نوساني حرکت دځوړندجسم ) په يوقطب کې  فرض کوو.فرضاً په شمالي قطب کې دکوريوليز قوه په ثابت ډول په جسم باندي اثرکوي اودجسم دحرکت په امتدادئي ښي طرف ته راکاږي ولي په جنوبي نيمه کره کې  ددي په خلاف عمل کوي نموړي جسم دنوساني حرکت په امتداددکوريوليزدقوي تراثرلاندي راځي اودحرکت جهت چپ طر ف ته متحول کېږي په نتيجه کې نوموړي حرکتونه ديوه گل دحرکت په شان تشکېليږي .لکه په (13 . شکل) کې ليدل کېږي. نوموړی جسم په شمالي قطب کې قرارلري نسبت ځمکې ته دساعت دعقربي مطابق حرکت کوي اويومگمل دورپه يوه ورځ اوشپه کې سرته رسوي البته نوموړی سستم ( رقاصه ) خپل حرکت ته په ثابت ډول ادامه ورکوي ،اوځمکه پخپل محورباندي په يوه ورځ اوشپه کې خپل يومکمل دور تکميلوي ،داهم ويلي شو چې د(الفا) په عرض البلدکې نموړي جسم د   په يوه ورځ کې گرځي ددي سستم په نظرکې نيولوسره ويلي شوچې ځمکه پخپل مدارڅرخي اودايوښه اوعملي ثبوت دځمکې دحرکت دتوضيح لپاره کېداي شي .اوس دکوريوليز دقوي په لويه پيمانه اثرات زمونږدکري په هوا اواوبوترمطالعي لاندي نيسو پدي ځاي کې ديوه مشهور فزيک پوهه ډسلاج Desloge خبره رانقلوم چې وايې، دکوريوليز قوه يولوی رول داتموسفيراوسندونو په حرکتونو کې لري، په خاص ډول دغه قوه دبادونواوبړبکيوپه تشکلېدلوکې مهم رول لري.

6 . بړبکۍ

        دکوريوليز دقوي دموهمواثراتوڅخه چې هره ورځ يي دمني په شپواوورځوکې دتلويزيون په صفحه وينو،دطوفانونوگرځيدل يعني د سمت تغيرخوړل دي، په شمالي نيمه کره کې ددي طوفانونويابړبکيو دتاويدل (دحرکت سمت تغير خوړل) دساعت دعقربې په خلاف يعني په چپ طرف اوپه جنوبي نيمه کره کې دساعت دعقربي مطابق ( په ښي طرف ) وي مگردلته سوال پيداکېږي چې آيامخکې موونه ويل چې که په شمالي نيمه کره کې راکټ فيرشي دساعت دعقربي مطابق يعني ښي طرف اوپه جنوبي نيمه کره کې دحرکت سمت چپ طرف ته تغيرکوي اوکه هرڅومخکې لاړشي دابه ښي اوچپ طرف ته گرځي نوآيادلته دادوه خبري متضادي ندي ؟

دامسئله خونوره هم مغشوشونکې(حيرانوونکي) شوه، ځکه چې دفزيک همدايوکتاب دوه ډوله خبري کوي اوهمدارنگه مونږ په تلويزيون کې په واضح ډول وينوچې دشمالي نيمي کري بړبکۍ چپ طرف ته د سمت تغيرکوي اودجنوبي نيمي کري ښي طرف ته ،ايامونږ دتلويزون په اينه کې وينوچې چپ طرف راته ښي اوښی طرف راته چپ ښکاري ؟ بلکې نه! اصلاً دادواړه نظرونه چې مخکې موږ ذکرکړل يودبل سره موافق دي، فکروکړي چې يوي دډېرلوړفشار لرونکې سيمي څخه هواديوي لويي ټيټ فشارلرونکې سميي په طرف حرکت کوي چې جهت يي دجنوب څخه شمال ته دي او يوه بله دهواکتله چې دلومړنۍ هواڅخه دکمپاس زيات فشار لري دهمدي ټيټ فشارلرونکې سيمي په طرف دشمال څخه مخ په جنوب حرکت کوي اوس فکروکړئ چې دوه نور دهمداسي لوړفشارلرونکې هواوې دختيځ اولويدځ څخه د ذکرشوي ټيټ فشارلرونکې سيمي په طرف حرکت کوي نوپه نتيجه کې موږ وينوچې همدا دټيټ فشارلرونکې سيمه دلوړفشارلرونکې هواووپه واسطه دشمال ،جنوب ،ختيځ اولويديځ څخه ترحملي لاندي راغلي ده اودلوړفشارلرونکې هواوي پداسي حال کې چې په ښي طرف تاويږي اوپه ټيټ فشارلرونکې سيمه کې جذبيږي چون دڅلوروطرفونونه ښي طرف ته حرکت جريان لري نوپدي صورت کې کومې بړبکۍ چې منځ ته راځي دساعت دعقربي په خلاف عمل کوي البته داسستم موږ په شمالي نيمه کره کې فرض کوو،(14 . شکل ) .

ددي لپاره چې پورتنی مثال ښه واضح شي، يوبل مثال په نظرکې نيسو.
مثال :که يوکس بل کس په بوکس(سوک)  باندي داسې ووهي چې دسوک دحرکت سمت ښي طرف ته وي نودوهل شوي کس سربه دساعت دعقربي مخالف حرکت وکړي، اوس که چېرته يوه ساده رقاصه ( ځوړندجسم)

14. شکل چې يووزن په يوه اوږده رسۍ ( مزي ) باندي په عمودي ډول ديوه محورپرشا اوخواپه افقي ډول حرکت ورکړي (وځنګېږي) نووروسته ديوڅه وخت نه به وليدل شي چې نوموړی حرکت په افقي محورباندي خپل حرکت ته تغيرورکوي ،اومقدار(د جهت تغيرخوړل) يې دځمکې په زاويوي حرکت اوددي رقاصي موقعت نظردځمکې طول البلدته دی يعني داچې نوموړې رقاصه دځمکې په کومه نقطه ( طول البلد) باندي موقعيت لري، دې ډول رقاصي ته د فاکالټ ( Foucault ) رقاصه وايې . نتيجه :- دا چې ددي جسم دحرکت دجهت تغيردکوريوليز قوې په وجه ده. دفاکالټ رقاصه کوم مغلق جوړښت نلري ،داډول رقاصې اکثره په ساينسي موزيمونوکې موجودې وي، دځمکې دتاويدو( گرځيدو) له امله چې دکوريوليز قوه توليديږي، په ځوړندجسم باندي په متداويم ډول اثرکوي. اونوموړی جسم مجبوروي چې ورو وروخپل دحرکت سمت ته تغيرورکړي، اويونوي جهت ځان ته غوره کړي. په 1851 م کال کښې فزيک پوهـ ليون فاکالت Leon Foucault) (چې د1819م او1868 م کلونوترمنځ يي ژوندکاوه نوموړي يولوي اوسپنيز وزن د 200 ft اوږده پړي په واسطه دفرانسې فانتي لون دلويي مناري څخه راځوړندکړ. ميده تېږي يا رېگ ددې اوسپنيز وزن دحرکت سره شيندل کېده، ( البته هغه رېگ چې په غولي ياځمکه باندې پروت وواوتوپ ورسره دتماس په حالت کې وو) نوپدي شگو(رېگ) باندي دنوموړي جسم دحرکت سمت ترسيمېده، او په ډېراحتياط سره دا اوسپنيز وزن دهغه تارپه طرف چه دفاکالټ درقاصې يوطرف ته تړل شوی وو نږدي کېده. اوکله چې دتاريوسرته اورورکړل شو هغه اورهم دې اوسپنيز وزن ته ورسيده. ليدونکوديوساعت لپاره انتظارويوست اوڅرنګه چې يې وړاندوينه شوې وه ددې رقاصې دحرکت سمت (11) درجې تغيروکړنوپه نتيجه کښې دنړۍ په تاريخ کې دلمړي ځل لپاره دځمکې دوراني حرکت ( په خپل محور تاويدل ) په ثبوت ورسيد،البته په خلاف دهغې عقيدې چې ځينې خلک يي لري، چې دځمکې تاويدونکی حرکت دکوپرنيوس (Copernieus) اوياهم دگاليلو(Galelo) لخواپه ثبوت رسېدلی، نوفاکالټ دکوريوليز دقوي په مرسته دلمړي ځل لپاره دځمکې تاويدونکی ( دوراني حرکت ) ثبوت کړ. يوکال ددې تجر بي نه وروسته فاکالټ دنوموړې رقاصې په مرسته دجېروسکوپ (gyroscope ) اله کشف کړه ،چې دانورهم په واضح شکل دځمکې دوراني حرکت ثبوتوي. 7 . تيزاو ورو بادونه

   لکه څرنگه چې مخکې موذکرکړل هواله لوړفشارلرونکې محيط څخه ټيټ فشار لرونکې محيط ته حرکت کوي چې په شمالي نيمه کره کې ښي طرف او په جنوبي نيمه کره کې چپ طرف ته دحرکت دسمت تغيرصورت نيسي.

15. شکل

( البته داتغيردکوريوليز قوي اثردی ). دهوا دسمت دتغير مقدار دهمدې هوادسرعت اوهمدې هوادځمکې پرسطحه موقعيت پورې اړه لري، نوپه دي اساس کم سرعت لرونکي بادونه به کم تغيروکړي اودزيات سرعت لرونکي بادونه به زيات تغيردسمت وکړي.  په همدي ډول هغه بادونه چې داستواکرښي ته نږدي خوځېږي لږ تغيردسمت کوي،ولي څومره چې دقطبونوخواته دبادونوموقعيت نږدې کېږي په هماغه اندازه يې دسمت تغيرزيات ترسره کېږي . لکه په 15) . شکل( کې .

8 . په باران باندې دکوريوليز دقوې اثر

          يوبل مهم اتوموسفيري اثردکوريوليز قوې په بارانونواو واورو باندې ددوي داوريدو په وخت کې دي. کله که موږ دباران دراوريدوپه وخت کې په يو داسي ځای کې ودريږو چې دباران څاڅکې دورښت په وخت کې په واضح  ډول راته ښکاره شي ،نو وبه وينوهغه څاڅکې چې دوريځې څخه راوځي په مستقيم ډول نه اوري، بلکه دحرکت سمت ته تغيرورکوي ،اوپه يومقوس مسير باندې ځمکې ته رارسېږي. البته داتغيردسمت کېداي شي دباددلګيدوله امله وي خوکه باد آرام هم وي داتغيرصورت نيسي چې دا يوازي اويوازي دکوريوليز دقوې اثردی .

۹ . په الوتکوباندې دکوريوليز دقوې اثر

          لکه څرنگه چې مخکې ذکرشول نسبت دځمکې سطحې ته د متحرکواجسامودحرکت دسمت تغيرخوړل په ظاهري شکل دکوريوليز دقوې د اثر په نوم يادېږي .دا اثردمختلفواجساموکېدای شي چې ډېرمعمول يې الوتکې ،باد ،ميزائيل ،دبحرياسيندجريان اوداسي نور....کله چې طول البلد زياتېږي (داستوادکرښې ښي يا چپ طرف ته مخ پر قطبونو اجسام حرکت کوي اوداستوادکرښي څخه لرې کېږي ،پدې صورت کې دځمکې دتاوېدلوسرعت کمېږي اوپه نتېجه کې کوريوليز قوه زياتېږي). (16 . شکل)

16. شکل

   اوس که يوپيلوټ په هواکې الوتکې ته پرواز ورکړي نوکله چې نوموړی پيلوټ داستواکرښې ته نږدې وي دکوريوليز قوې سره چې دالوتکې دحرکت دسمت دتغيرسبب گرځي نه  مخامخ کېږي،  ولې کله چې قطبونوته نږدې کېږي دکوريوليز قوه زياتېږي اوالوتکه يوخاص سمت ته دتاوېدلو ترتاثيرلاندې راځي، اوکله چې قطبينوته ورسېږي نو الوتکه په مکمل شکل ديوې نامعلومې قوې چې دکوريوليز په نوم يادېږي ترفشار لاندي راځي اودالوتکې دحرکت دسمت دتغيرسبب ګرځي ،چې پدې صورت کې پيلوټ دخپلوزده کړو مهارتونو څخه په استفادې سره دنوموړې قوې دبې اثره کولواوياهم ديوداسې تخنيک په کارولوچې الوتکه  دخپل هدف څخه منحرف نکړي کارواخلي، ولې که الوتکه په خپل سر پرېښودل شي نو دخپل هدف پرځای به  يوې بلې نقطې ته ورسېږي . دکوريوليز دقوې يوبل اثر په الوتکو دکښېناستلو او الوتلو په وخت کې دى .که الوتکه دختيځ په لورې پرواز وکړي ،دځمکې دسطحې دکوريوليز قوه په الوتکه عمود سعودي عمل کوي، او دالوتکې سره په پورته کېدوکې مرسته  کوي .(17. شکل )
   که چېري الوتکه دلوېديځ په لور پرواز وکړي ،دکوريوليز قوه کوښښ 

17. شکل کوي چې الوتکه پورته پرواز ونه کړي .